ډېر ﮐﻢ ﺩﺍﺳﻲ خواړه ﻭي ﭼﻲ ﺩ هګۍ په اندازه ګټې ﻭﻟﺮﻱ

ﻫﺴﯽ ﻫﻢ ﺩ ﻫګیو بې ﺷﻤﯿﺮﻩ ګټې ﺩي ﺧﻮ ﻟﻪ ﺩې څخه ﭘنځه ﻣﻬمي ګټي ﯾﯽ ﭘﻪ ﻻﻧﺪﻱ ډﻭﻝ ﺩﻱ ﭼﻲ ﻟﻪ ﻫﻤﺪﯤ ﮐﺒﻠﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﺳﻮﭘﺮ ﻓﻮډ هم ﻭﺍﯾﻲ

۱ : ﺩ ﺳﺘﺮګو ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺗﺮ ټوﻟﻮ ګټوﺭ ﻣﻮﺍﺩ ﭘﻪ ﻫګۍ ﮐﯥ ﺷﺘﻪ ﭼﯽ ﺩ Lutein ﺍﻭ ﺭﮐﯿﺴﺘﯿﻦ ﮐﯿﺮاټیناید ﻧﻮﻣﯿږﯼ ﺩﺍ ﺩﻭﺍړﻩ ﺍﺟﺰﺍﻭﯼ ﺩ بلي هر غذا څخه په زیاته اندازه په هګي کي پیدا کیږی نو ځکه ﻭﯾﻠﻲ ﺷﻮ ﻫﻐﻪ ﮐﺴﺎﻥ ﭼﯽ ﭘﻪ ﻭﺭځني ﮊﻭﻧﺪ ﮐﯥ ﺭﻭﺯﺍﻧﻪ ﻫګۍ ﺧﻮﺭﯼ ﺩ ﺳﺘﺮګو ﺩ ﮐﺘﺮﮐﺖ ﭘﻪ ﻧﺎﺭﻭغۍ ﻧﻪ ﺍﺧﺘﻪ ﮐﯿږﻱ.

۲ : ګټوﺭ ﮐﻮﻟﯿﺴﺘﺮﻭﻝ : ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﻫګۍ ﮐﯥ ﺗﻘﺮﯾﺒﺎً ۲۱۲ ﻣﻠﯽ ګرﺍﻣﻪ ﮐﻮﻟﯿﺴﺘﺮﻭﻝ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﻭﻱ ﺧﻮ ﻟﻪ ﻧﯿﮑﻤﺮﻏﻪ ﺩﻏﻪ ﮐﻮﻟﺴﺘﺮﻭﻝ ﯾﻮ ډﻭﻝ ګټوﺭ ﮐﻮﻟﯿﺴﺘﺮﻭﻝ ﺩﯼ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻭﯾﻨﻪ ﮐﯥ د ناوړه ﮐﻮﻟﯿﺴﺘﺮﻭﻝ له ډیریدو څخه مخنیوی کوي.

۳ : ﺩ ﺯړﻩ ﺩ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮ څخه ﺩ ﮊﻏﻮﺭﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻫګۍ ګټور خواړه ﺩﯼ.

ﭘﻪ ﻫګۍ ﮐﯥ ﺷﺘﻪ ﮐﻮﻟﯿﺴﺘﺮﻭ ﺩ HDL ﻟﻪ ﻧﻮﻋﯽ څخه ﺩﯼ ﮐﻮﻡ ﭼﻲ ﺩ ﺻﺤﺖ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺯﯾﺎﻧﻤﻦ ﻧﺪﯼ ﭘﺪﯼ ﻭﺟﻪ ﺩ ﺯړﻩ ﺍﻭ ﻧﻮﺭﻭ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮ ﺧﻄﺮﻩ ﮐﻤﻮﻱ

۴ : ﻫګۍ ﺩ ﭘﺮﻭټینو ښه ﺯﯾﺮﻣﻪ ﺩﻩ. نو پدي خاطر ماشومان ، میندي ، او هغه کسان چي ډیر کار کوي لکه بزګران او یا هم سپین ږیري او مسکینان باید دا خواړه حتما وخوري تر څو ورځنی پروتیني ضرورت یی پوره شي.

ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﻫګۍ ﮐﯥ ﺗﻘﺮﯾﺒﺎً ۶ ګرﺍﻣﻪ ﺩ ﻟﻮړ ﮐیفیت ﭘﺮﻭټین ﺷﺘﻪ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﺿﺮﻭﺭﺕ ﻭړ ټﻮﻝ ۹ ﻭﺍړﻩ ﺍﻣﯿﻨﻮ ﺍﺳﯿﺪﻭﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﮑﯥ ﺷﺘﻪ ﭘﺮﻭټین ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﻪ ﻭﺩﻩ ﮐﯥ ﻟﻪ ﺍړﯾﻨﻮ مادو څخه ﺷﻤﯿﺮﻝ ﮐﯿږﻱ ﭼﻲ ﭘﻪ ځانګړي ډﻭﻝ ﺩ ﻭﺩﯼ ﭘﻪ ﺣﺎﻝ ﮐﯥ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﺗﻪ ډﯾﺮ ګټور ﺩﯼ

۵ ﺩ ﮐﻮﻟﯿﻦ ﺑﻬﺘﺮﯾﻨﻪ ﺯﯾﺮﻣﻪ ﭘﻪ ﻫګۍ ﮐﯥ ﺩﻩ.

ﺩ ﯾﻮﯼ ﻫګۍ ﮊﯾړ ﺗﻘﺮﯾﺒﺎً ۳۰۰ ﻣﺎﯾﮑﺮﻭګﺮﺍﻣﻪ Choline ﻟﺮﯼ ﺩﻏﻪ ﮐﻮﻟﯿﻦ ﺩ ﺩﻣﺎﻍ، ﻋﺼﺒﯽ ﺳﯿﺴﺘﻢ ﺍﻭ ﺩ ﻭﯾﻨﻲ ﺩﻭﺭﺍﻥ ﭘﻪ ﻏﻮﺭﻩ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﮐﯥ ﻣﻬﻢ ﺭﻭﻝ ﻟﺮﻱ

ﺩ ﻫګۍ ﭘﻮﺭﺗﻨﯽ ګټﯽ ﭘﻪ ﯾﻮ ﻭﺧﺖ ﭘﻪ ﻧﻮﺭﻭ غذاګانو ﮐﯥ ﭘﻪ ډﯾﺮﻩ ﻣﺸﮑﻠﻪ ﺳﺮﻩ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﯿږﻱ ﻧﻮ ﭘﺪﯼ ﺧﺎﻃﺮ ﻭﯾﻠﻲ ﺷﻮ ﺩ ﻫګۍ ﻭﺭځﻨﻲ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﺩ ښه ﺻﺤﺖ ﺿﻤﺎﻧﺖ ﮐﻮﻱ
نوټ : د هګی د زیړو خام یا اومه خوړل ګټور دي مګر د سپینو خام خوړل زیانمن دي ځکه د هګیو سپین چي پوخ کړل سوي نه وي په وجود کي نه جذبیږي او نور مواد هم جذبیدو ته نه پریږدي باید سپین پاخه سي او ورورسته وخوړل سي.

ډاکټر نوریه
ایډیټ او زیاتونه ص. احمدي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب