ډېر خلک ولې پوچ کارونه خوښوي؟

دا د نړۍ دستور دی… له پنځه زره کالو راهيسې نڅاګرې له ليکوال، او ډولچي له ډوډۍ پخوونکي، ترکاڼ، او پښ څخه ډېرې ګټلې…

که نن دې آينسټاين يوه علمي کانفرانس ته رابللی وی، او بيا دې يوه لوڅه ښځه مطبوعاتي کانفرانس ته رابللې وی، خلکو به آينسټاين او د هغه علم پر ځای پرېښی وی او د بربنډې ښځې شا او خوا به په زرګونو را ټول شوي وی..

دا زمونږ ګُناه نه ده… د دې سبب دا دی چې زياتره خلک ځناور او د هوس او شهوتونو بنده ګان دي…

ځکه نو پوچو کارونو ته مخ اړوي او له ګټورو مخ اړوي!

————————-
د دکتور مصطفی محمود له (نقطة الغليان) کتاب څخه

دکتور مصطفی محمود (۲۷ دسمبر ۱۹۲۱- ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹م) مصری طبيب، فيلسوف او ليکوال وو.

ليکنه: دکتور مصطفی محمود
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب