څو غوره ويناوي چې د انسان ژوند ښايسته كولى شي

حضرت ابوبكر صديق رض فرمايي : تر ايمان وروسته ستره پيرزوينه نيك خويه ښځه ده .

حضرت سليمان ع د خوږې وينا په هكله وايي : خوږه وينا د قهر او غضب د سړولو او له منځه وړلو بريمنه لار ده .

مولانا جلال الدين رومي د انسان په اړه وايي : د انسان لوړول ګران خو را غورځول يې اسان دي .
حضرت عيسى ع د انسان سره د مينې په باره كې داسې وايي : په دې كې شك نشته چې د الله د مخلوق سره مينه كول د هغه سره د مينې كولو مانا لري .
علامه اقبال هم انسانيت محترم بولي او په احترام كې يې ډيرې ګټې نغښتې ګڼي دى وايي : د انساني ژوند پايښت د انسانانوپه درناوي كې دى .
خوشال خان خټك د ميړنو پلوى دى ، دى بيا وايي : ناځوانه خلك په نسب وياړي او ميړونه په خپلو كارنامو وياړي .
حضرت ابوبكر صديق رض د علم په هكله وايي : علم د پيغمبرانو ميراث دى .
حضرت ادريس ع د علم او پوهې په اړه فرمايلي دي : علم د روح غذا او د ژوند دوهم نوم دى .
حضرت لقمان ع سلام د علم په هكله داسې وايي : په علم سره زړه داسې ژوندى كيږي لكه وچه مځكه چې په باران سره ژوندۍ كيږي .
حضرت عيسى ع بيا فرمايي : بې عمله عالم د هغه ړانده په څير دى چې څراغ يې په لاس كې وي ، له رڼا څخه يې نور خلك ګټه اخلي او دى پخپله په تياره كې پاته وي .
حضرت علي رض وايي : يتيم هغه دى چې علم نه لري او غريب هغه دى چې عقل نه لري .
ابن جوزي رح وايي : هغه علم چې په زړه كې خواخوږي ، ترحم او صله رحمي پيدا نه كړي د هغه زده كړه بې ګټې ده .
حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها فرمايي : د څراغ له رڼا نه ګټه واخلئ ، دې ته مه ګورئ چې څراغ د چا په لاس كې دى .
او حافظ شيرازي په دې برخه كې بيل نظر لري وايي : كه د خوشاله او ډاډه ژوند چل مو زده كړ نو پوه شئ چې ټول هنرونه مو زده كړي دي

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب