د امام غزالي غوره ويناوې

1.     درى شيان انسان تباه کوي: حرص، حسد او غرور.
2.     دري شيان د خير سبب ګرځي: په قضا باندي رضا، په مصيبت کې دعا او په ابتلا کې صبر.
3.     د پردې تر شا هغه کار مه کوه چې د خلکو په مخ کې ېې نه شې کولاي.
4.     د انسان ترټولوستره کارنامه دا ده چې په خپل زړه او ژبه برلاسي ولري.
5.     ژوند ون يو سفر دى چې پيل يې له زانګو او انجام يې قبر دى، پدي سفر کې کال منزل، مياشتې فرسنګ، ورځې ميل او هر نفس يو قدم دي.
6.     د سخت ګفتار په سبب لکه وريښمو غوندي نرم زړه هم کلک کېږي.
7.     جاهل د مال طالب وي او عالم د کمال.
8.     بعضي احمقان په دې غم اخته دي چې الله جل جلاله فلان ته دولت څنګه ورکړى؟
9.     په هېنداره کې وګوره، که ښايسته ېې نو په خپل مخ د ګناه تورداغ مه ږده او که د مخ تور او بدرنګه وي نو دوه تور شيان مه يو ځاى کوه.
10. د الله جل جلاله هره فيصله د حكمت پر بنسټ وي ځكه نو د شکايت حرف په خوله مه راوړه.
11. غصه، انسانيت د شمعي په څېر ويلې کوي.

راټولونه: عبدالباقي سلطاني

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب