څنګه له ګناهونو څخه ځان وژغورو؟

يو سړى ابراهيم بن ادهم ته راغى او ورته یې وويل:
-ای شيخه! نفس مې د ګناهونو خوا ته بیايي، تاته راغلم تر څو نصيحت راته وكړې او پند درڅخه واخلم.

ابراهيم بن ادهم ورته وويل:
-باک نه لري، كه دې نفس ګناه ته هڅوي ويې كړه؛ خو زه درته پنځه شرطونه وړاندې كوم، هر كله دې چې دا پنځه شرطونه پوره كړل؛ نو بيا كولاى شې چې ګناه وكړې.

سړي وويل:
-سمه ده؛ خو هغه شرطونه كوم دي؟

ابراهيم بن ادهم ورته وويل:
-كه چېرې ته غواړي ګناه وكړې؛ نو په داسې يوه ځاى كې يې وكړه چې، هلته دې اللهﷻ ونه ويني.

سړي وويل:
-سبحان الله (پاكي ده اللهﷻ لره)، څنګه له هغه ذات څخه پټېدلای شم، په داسې حال كې چې له هغه ذات څخه هېڅ شى نشي پټېدلاى او هغه ذات هر څه په هر حال كې ويني.

ابراهيم ورته وويل:
-نو بيا تاته حياء او شرم نه درځي چې، هغه ذات تا ويني او بيا د هغه په وړاندې ګناه كوې؟

سړى غلى شو او ويې ويل:
-يو څه نور…

ابراهيم بن ادهم ورته وويل:
-كه غواړې د اللهﷻ پر وړاندې ګناه وكړې، د هغه په ځمكه يې مه كوه.

سړي وويل:
-سبحان الله! نو چيرته ولاړ شم، په داسې حال كې چې ځمكه هغه پيدا كړې او د همغه ذات ده، چې دا ټول كائنات يې پيدا كړي دي.

ابراهيم ورته وويل:
-ته نه شرمېږې چې د اللهﷻ نافرماني كوې، په داسې حال كې چې د هغه په ځمكه كې اوسې؟

سړى يو څه نور هم چوپ شو او بيا يې وويل:
-يو څه نور…

ابراهيم بن ادهم ورته وويل:
-كه د اللهﷻ د نافرمانۍ اراده دې وكړه نو د هغه له رزق څخه څه مه خوره.

سړي وويل:
-سبحان الله! نو څنګه ژوند وكړم، په داسې حال كې چې ټول نعمتونه د هغه له خوا دي.

ابراهيم ورته وويل:
-تاته حيا نه درځي چې د اللهﷻ نافرماني وكړې، په داسې حال كې چې همغه ذات درته خوراک او څښاک برابروي او ته پرې ژوندى يې.

په سړي خولې راماتې شوې او ويې ويل:
-يو څه نور…

ابراهيم بن ادهم ورته وويل:
-كله دې چې ګناه وكړه او بيا دې له مرګ څخه وروسته پرښتې دوزخ ته بیايي؛ نو له هغوۍ سره دوزخ ته مه ځه.

سړي وويل:
=سبحان الله، په ما كې كله دومره زور شته دى چې، د هغوى ممانعت وكړم، هغوى خو ډېرې غښتلي او زورورې دي، كه وغواړي ما به هرومرو ورواچوي.

ابراهيم بن ادهم ورته پنځم شرط هم وړاندې كړ او ورته يې وويل:
-اې سړيه! كله دې چې خپله عمل نامه كې ګناهونه وليدل، ترې انكار وكړه او ووايه چې دا ګناهونه او جرمونه ما نه دي كړي.

سړي وويل:
سبحان الله! دا كار كله زه كولاى شم، په داسې حال كې چې پر اوږو ناستې پرښتې زما هره كړنه او هره وينا له ځان سره ليكي او بيا به يې د حساب په ورځ راښكاره كوي او آن د بدن هر غړى به مې پر خپلو ګناهونو اعتراف وكړي او نارې به وهي چې پر ما دې دغه بد كار سرته رسولى دی.

سړي چې دا پنځه شرطونه واورېدل، ډېر يې وژړل او همدا الفاظ به يې له ځان سره تل ويل چې: زما د بدن هر غړى به زما پر هرې ګناه اعتراف وكړي او هغه ليكونكې پرښتې به مې ټولې كړنې او ويناوې رابرسېره كوي.

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب