څنګه له ځان سره صادق و اوسو؟

خپلې ځواکمنتياوې او کمزورتياوې وپېژنه
په ننۍ ماديت پرسته نړۍ کې له غربي تصور سره سم د “کاميابۍ” د معيارونو له مخې، د خپل ځان تعريفول چې څوک او څه يم يو خورا ګران کار دى. د خپلو ځواکمنتياوو او کمزوريو پېژندل کيداى شي د کامياب ژوند لپاره لومړى ګام وي، او د دې خبرې درک کول چې هېڅوک هم مطلق ګټونکى نه دى د کامياب ژوندانه پرمخ بيولو لپاره يو بل مهم عنصر دى.
لومړى بايد موږ خپل برياليتوب له الهي لارښوونو سره پرتله کړو، لکه څنګه چې د الکهف سورت په ٤٤ ايت کې فرمايي: [هُنَالِكَ الْوَلايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا] (په هغه وخت کې څرګنده شوه چې د کار سازۍ واک له الله جل جلاله سره دى، پيرزوينه هماغه غوره ده چې هغه يي وکړي او عاقبت هماغه ښه دى چې هغه يي و ښيي) دويم دا چې موږ خپل برياليتوب په خپلو ارزښتونو اندازه کولاى شواو هغه څه چې الله جل جلاله پر موږ لورولي دي هغه زموږ لپاره تر ټولو لوړه لاسته راوړنه ده.

له ځان سره ريښتينى اوسه!
هغه څنګه؟

د انساني پرمختګ او ودې ماهرين وايي چې رښتينوالى په خپل ژوند کې د سترو بدلونونو راوستلو لپاره يوه مهمه پيلامه او شرط دى او له موږ سره په دې کې ډېره مرسته کولى شي چې  موږ واقعاً په خپل ژوند کې څه کول او څه کېدل غواړو.

ماهرين کاږي چې خپلې ځواکمنتياوې او نيمګړتياوې صحيح درک کول هم صداقت دى. که په دې پوه شې چې په يو کار کې تکړه يې، خوند ترې اخلې او بيا بيا يې کوې، نو دا ستا قوت يا غښتلتيا ده. برعکس، ستا کمزورتيا هغه کار ده چې په ترسره کولو يې تېز نه ورځې او د هغه کار کول ستړتيا ته اړتيا لري. پر خپلو کمزورتياوو تل تمرکز کول تا ايله د يو متوسطې کچې انسان جوړولى شي ځکه تا ته همدا د کمزورتيا کارونه مهم عادتونه ښکاري. خو که د خپل قوت پرمختګ ته پام وکړې، ته به له خپل متوسط حد څخه زيات وخيژې او تر ټولو مهمه خبره يي لا دا ده چې خپل قوت ته زيات پام کول سړي ته زياته خوښي وربښلى شي ځکه دا ستا د علاقې وړ کار دى.
بل مهم ګام دا دى چې خپل باورونه سم وپېژنې او که هغه هر څه وي بايد ژمن ورته و اوسې. د خپلو باورونو د بشپړتيا لپاره هڅه کول له تا سره مرسته کوي تر څو په خپله لاره ټينګ پاتې شې او په دې توګه کاميابي تر لاسه کړې.  له دې سره په څنګ کې د خپلو قوتونو پر لورې حرکت کولو سره ښايي  د نورو خلکو له طبيعت سره سم تګ تېز او اسانه ښکاره شي. خو د نورو په طبيعت باندې تګ تا له خپلې ټاکلي لارې او هدفونو څخه ايستلى شي، په داسې حال کې چې موږ ته پکار ده خپلو اهدافو ته ژمن او ټينګ پاتې شو.  الله جل جلاله د هوډمن پاتې کېدلو لپاره د هود سورت په ١١٥ ايت کې فرمايي [وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ] (او صبر وکړه، الله جل جلاله د صبر کونکو اجر هيڅ کله نه ضايع کوي)

ځوانان په دې اړه څه وايي
په جهانسبرګ  کې مېشته يوه ژب پوهه خديجه وايي “خپل ځان الله ته په عاجزۍ وړاندې کول او له هغه څخه مرسته غوښتل او په منظمه توګه له هغه سره د اغېزمنو کارونو او خدمت ترسره کولو سوال کول ډېر مهم دي.”
د سوريې اوسيدونکى محاسب محمد وايي “زما قوتونه په نښه کول او پېژندل زما لپاره ډېر ګټور تمام شو، او زما سره يي د ژوند د هدف په پيژندلو کې ډېره مرسته وکړه. په قطر کې يوه استاذه فرزانه وايي: “زما په نظر انسان بايد صادق و اوسي، او له ځان سره دا خبره سپينول چې دا فلانی کار ولې کوې او د دې صادقانه ځواب لټول چې د محاسبې او ارزونې بڼه لري، د خپل صداقت په پېژندنه او موندنه کې له سړي سره ډېره مرسته کولی شي.

your ads

په دوبۍ کې مېشت يو تاجر ابراهيم باور لري چې ((خپل ځان ته ځير کېدل، خپل عيبونه پېژندل د پرمختګ لپاره يو حياتي کار دى، هغه مهال خپلې ځواکمنتياوې درک کول د خپلو بالقوه برياوو د را برسيره کولو لپاره مهمه ونډه لري. زه په دې باور لرم چې له خپل ځان سره هغه ډول چلند کول چې څنګه مناسب ده او کله کله پر ځان سختګيري کول هغه څه دي چې له ما سره د ژوند په اهدافو کې ډېره مرسته کوي.
په لندن کې اروا پوهه فاطمه په دې اړه داسې وايي: “د خپل ځان پيژندل څه اسانه کار نه دى، موږ له خپل نژدې محيط او تماسونو سره د بهرنيو سرچينو د پېژندنې په مټ د ځان په عيارولو عادي شوي يو، او د خپل نژدي محيطي مسايلو په پېژندنه کې له داخلي او تر ټولو نژدې منابعو څخه لږ کار اخلو.‌

که څه هم ټولنيز او خارجي فکتورونه زموږ د هويت په چوکاټ جوړولو کې رول لري، خو زموږ په وجود کې ځيني مهمې سرچينې هم شته چې له موږ څخه ځيني وخت هيري وي. د دغو پټو سرچينو را سپړنه تفکر او عميق سوچ او ځيرېدنې ته اړتيا لري او په منظمه توګه د خپل ځان په اړه خپل ځان ته د معلوماتو ورکولو په بڼه کېدای شي، چې دا خپله د خوشالۍ سبب هم کېږي.‌

شېبه تم شه او سوچ وکړه!
دا هر څه کيداى شي څرګند او اختياري وي، خو په خواشيني سره بايد ووايو چې زيات شمير خلک د خپل ځان په اړه ځان ته رښتيا نه شي ويلی او په دې هڅه کې وي چې د خپلو قوتونو او ځواکمنتياوو خلاف د نورو له طبيعت سره ځان برابر کړي، د خپل قوت او لوړ هدف مطابق کار کول ورته د ځان کم ګڼل ښکاري او په دې توګه موږ له خپل موږوالي او ځاني ځانګړي هويت څخه محرومېږو او د بې هدفۍ په لومه کې راګيرېږو.‌ په دې توګه له موږ څخه هغه څه چې موږ واقعاً نه يو، داسې يو څوک جوړېږي چې دا صادقانه نه ده.
بيا هم په خواشيني سره موږ ځيني وخت له حقيقت څخه ځان ژغورو، ځکه موږ له تغيير، ځور او شرم څخه ويريږو. خو که موږ خپل دا احساسات دقيقا وڅارو موږ له الله جل جلاله څخه مخکې له انسان څخه ويريږو، نو بايد بېرته يوازې د الله ويرې او د هغه لپاره ژوند کولو ته راوګرځو.
له خپلو ځانونو سره ريښتينی يا صادق اوسيدل زيات مهم دي، ځکه دا د هغو وړتياوو چې الله جل جلاله موږ ته راکړي دي په منلو او تصديقولو دلالت کوي. په ياد ولره چې بري ته د رسيدلو لپاره زياتې لارې شته خو تر ټولو غوره هغه يي دا ده چې د خپل ځان د وړتيا او قوت مطابق کټ مټ ولاړ شې.

سرچينه: اسلام انلاين
ژباړه: فضل الرحمن مظهري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب