څنګه زده کړه پلان کړئ؟

په موږ تاسې کې هر یو په دې لټه کې دی او غواړي، چې د تحصیلي کال په پیل کې ټاکلو خپلو ټولو اهدافو ته ورسیږي، خو د کال په اوږدو کې ستونزې، ټنبلۍ او نور مسایل ددې لامل ګرځي، چې یو نیم پکې پاتې راشي.

اوس پوښتنه داده، چې که داسې اهداف لرئ، څه ډول یې ترلاسه کړئ؟ دا به ډیره په زړه پورې وي، چې له پلان سره سم خپلو اهدافو ته ورسیږئ. خو څنګه؟ همدا مهمه پوښتنه ده، چې زه یې هم د ځواب هڅه کوم او تاسې یې هم ځواب غواړئ. د اهدافو په ټاکلو کې یوازې هغه اهداف وټاکئ، چې لومړی یې د حصول امکان وي او بل تاسې د زړه له کومې غواړئ ترلاسه یې کړئ. عمومي اهداف کله هم مه ټاکئ.

یانې دا مه وایئ، چې سږ کال باید زه څو ژبې زده کړم. مشخص ووایئ، چې سږ کال باید زه د فرانسوي ژبې دومره برخه زده کړم.دا هم وګورئ، چې دغه هدف ته څه ډول رسیږئ، څومره وخت په کار دی، چې د هدف په لاره کې یې تېر کړئ؟! که عمومي هدف ټاکئ، چې سږ کال باید زه شتمن شم، دا ناشونی دی. تاسې باید مشخص کړئ، چې څنګه شتمن شئ؟ څومره پیسې په کار واچوئ؟، څه کار وکړئ؟ چیرته او څومره او څنګه کار وکړئ ؟!

خپل هدف درسره ولیکئ. تاسې، چې اهداف لیکئ، دا په دې معنا دی، چې په خپله عزم او اراده کې ټینګ یئ. په دې تمرکز وکړئ، چې هدف مو یوڅه فزیکي اړخ خپل کړي، یانې یوڅه عملي شي.

په دې پړاو کې به نوره دا اندېښنه نه وي، چې هدف مو هسې یو خیال یا ذهني خاکه ده. د ټاکلي هدف په اړه څیړنه وکړئ، ځکه په دې چاره تاسې پر خپل هدف مسلط کیږئ. اړتیا وړ معلومات پکې ترلاسه کوئ او د ستونزو او حل لارو په برخه کې درسره مرسته کوي.

د څیړنې پر وخت له ځان نه پوښتنې کوئ. مختلفې لارې و ازمویئ، کېدای شي یوه لاره کار ونه کړي، خو په بله هغه کې بریالي شئ. د زده کړې لپاره ترټولو غوره لاره انتخاب کړئ.

د یوچا یو شی په لیکلو زده کیږي، د یوچا په اوریدلو، د یوچا په بحث او نورو لارو. ترڅو، چې تاسې دا څیز تشخیص نه کړئ، پر موضوع به مو ترپایه سر نه خلاصیږي. زه د ځان په اړه درته وایم. یوځل، چې یوشی ولیکم، بیا مې نه هیریږي. د شاعرانو خپل شعرونه ځکه نه هیریږي، چې څوځله یې لیکي او ډیر یې له ځان سره تکراروي.

همداسې یې په حافظه کې پاتې کیږي. ما، چې د پوهنتون چپټرونه یادول، لومړی مې ټول په یوه پاڼه کې شارټ نوټ کول او په همدې لیکلو کې مې ټول په حافظه کې کښېناستل. داسې ګڼې نورې لارې هم شته، چې تاسې یې کارولای شئ. په زده کړه کې تر ټولو مهم څیز تمرکز او توجه ده. څه، چې لولئ ښه ورته ځير شئ. داسې نه، چې تاسې یوه موضوع لولئ او فکر مو په بله موضوع کې ډوب وي.

ډیر وخت، چې سړی لمونځ کوي، یا مطالعه کوي، سترګې یا د مغزو یوه برخه یې پر اصلي متن متمرکزه وي، خو ذهن او ماغزه یې په ټوله کې پر یوه بله حاشیوي موضوع بوخت وي. یا په بله وینا، حواس یې بل ځای وي. په دې صورت کې مطالعه او زده کړه ځای نه نیسي.

د هدف تشخیص په دې مهم دی، چې تاسې ته مطلب معلوم وي. ټول کتاب مو په یوه ورځ په ذهن او حافظه کې نه کښیني. مشخص کړئ، چې نن دا څپرکی لولئ، یا پرې دې موضوع کار کوئ او ټول تمرکز مو هم پر همدې یوه موضوع وي.

دداسې کار پر وخت فیسبوک او دا ډول نورې شبکې له ځان نه لرې ساتئ. له اړتیا پرته یې مه کاروئ، که کاروئ یې هم مشخص وخت ورته وټاکئ.

البته د اړوندې موضوع په مرسته کې یې کارولای شئ. هیڅ وخت خپل فکر او ماغزه ټنبل مه روږدي کوئ. ټنبلي په دې معنا، چې تاسې خپل فکر او ذهن پّ کار نه اچوئ او هرڅه مفت غواړئ.

ددې پرځای، چې په انټرنټ کې د اړوندې موضوع په اړه څېړنه وکړئ او د نورو لیکنې ومومئ، خپله ځان پسې ستړی کړئ، لومړی خپل فکر په کار واچوئ او بیا نورو هغو ته مخه اړوئ. که د خپلې څیړنې لپاره نورې هغه مطالعه کوئ، یوازې د موضوع د روښانتیا لپاره یې وکاروئ، یانې خپلې فکري او ذهني ونډې ته هم ځای پریږدئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب