څنګه د Con په نامه فولډر جوړ کړو؟
آیاتاسو تردې مهاله مو د Con په نامه فولډر کمپیوټر کي جوړ کړی دئ ؟
که مو د جوړېدو کوښښ هم کړی وي ، بیا به هم بریالي سوي نه یاست .
د Con نوم دبعضو نورو نومونو په څېر لکه ( PRN، Nul ، COM1 ، LPT1) نیول سوي نومونه دي چي هیڅ څوک ئې نه سي کولای استعمال کړي .
Console= Con
Printer = PRN
NUL= NULL
COM1 = COMMUNICATION PORT
COM2 = COMMUNICATION PORT
COM3 = COMMUNICATION PORT
COM4 = COMMUNICATION PORT
COM5 = COMMUNICATION PORT
COM6 = COMMUNICATION PORT
COM7 = COMMUNICATION PORT
COM8 = COMMUNICATION PORT
COM9 = COMMUNICATION PORT
LPT1 = LINE PRINTER PORT
LPT2 = LINE PRINTER PORT
LPT3 = LINE PRINTER PORT
LPT4 = LINE PRINTER PORT
LPT5 = LINE PRINTER PORT
LPT6 = LINE PRINTER PORT
LPT7 = LINE PRINTER PORT
LPT8 = LINE PRINTER PORT
LPT9 = LINE PRINTER PORT
که څه هم پورتني یادسوي نومونه دپوښیو (فولډرونو) دجوړېدو لپاره نه سو کارولی ، خو داسي لاره شته چي کټ مټ نوموړي نومونو په څېر فولډرونه جوړ کړو.
ددې کارلپاره باید له ASCII کوډ څخه کار واخلو، داسي کوډ چي مالوم نه سي .
لارښود :
۱:- دډیسک ټاپ پر مخ د ښي لاس کلیک وکړئ او Newà Folder کمانډ تري انتخاب کړئ .
۲:- جوړ سوی فولډر و CONته واړوئ اوورسته د “ALT+0160” کوډ وکاروئ ( په یاد ولرئ ، چي دغه پورتنی کوډ له NUM PAD تڼیو څخه ټایپ کړئ .)
ټایپ سوی کوډ د “ ” مانا ورکوي ، چي نه مالومیږي .
اوس به ستاسو فولډر جوړسوی وي .
تېمورشاه یوسفزی