څنګه د خلکو زړونه خپل کړو؟

په ريښتيا چې د خلکو د زړونو خپلول يوه ځانګړي ځواک او کړو وړو ته اړتيا لري، دغه موضوع له څو اړخونو څخه مهمه ګڼل کېږي، نور جزييات د ننه وګورﺉ .

د پيل خبرې

د لوی څښتن حمد او ستاينه او د هغه پر امين رسول او اصحابو درود .
د شېخ مازن عبدالکريم الفريح دغه کوچنۍ رساله د دې وړتيا لري چې پښتو ته وژباړل شي او لوستونکي ترېنه ګټه واخلي.
په ريښتيا په دې کوچنۍ رساله کې غټې غټې خبرې شوې دي، چې بنسټ يې پر قرآن کريم او احاديثو شوی دی، موخه يې په زړونو کې د ايمان د ريښې ټينګښت او ژوندانه ته يې د اصلاح او سولې پيغام دی .
په دې کې شک نشته چې د اسلامي دين داعيان ډېرو داسې لارو چارو ته اړتيا لري، چې د خلکو زړونه خپل او د مستقيمه لاره خلکو ته وروښيي .

يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ } آل عمران الآية 102.
يَاأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا } النساء الآية : 1.
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا }{ يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا } الأحزاب، الآيتان 70، 71

په ريښتيا چې د خلکو د زړونو خپلول يوه ځانګړي ځواک او کړو وړو ته اړتيا لري، دغه موضوع له څو اړخونو څخه مهمه ګڼل کېږي:

لومړی : دا چې د خلکو زړونه خپلول د حق منلو لپاره غوره وسيله او لاره ده، ځينې خلک د الله تعالی لارې ته له دعوت څخه مخ اړوي، لامل يې دا دی چې دوی له داعيانو سره د زړه خواله نه لري او خبرو ته يې غوږ نه نيسي او پر خپلو نفساني غوښتنو غور کوي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « يا أيها الناس إن منكم منفرين » .

دويم : ځينې داعيان له خلکو سره معاملې ته پاملرنه نه کوي او د خلکو دريځونه بابېره ګڼي، نو له دې کبله د دعوتګر او خلکو ترمنځ واټن لازياتېږي، موږ وينو چې له دې ډول خلکو سره سم چلند نه دی شوی، او د باطل پر لور ورمات شوي دي .

درېيم : اسلامي افکارو ته بلونکي کسان ډېر اړمن دي چې د دين د دښمنانو پرضد نه ستړېدونکې هڅې وکړي، په ځانګړي ډول هغه دښمنان چې د حق لارې د پيروانو د انځور نابودولو هڅې کوي، د رسنيو او نورو لارو دروغجنې اپلتې خپروي، داعي بايد له خلکو سره داسې کړه وړه وکړي لکه له خپل زوی سره يې چې يو مهربانه پلار کوي، توا چې اغېز به ونه لري؟ ولې نه . څه چې ځان ته خوښوي، د خلکو لپاره يې هم خوښ کړي، نو دې ډول داعيانو ته د باطلو لارو پيروان ورنژدې کېدای هم نشي. دغه کړه وړه به هله خوږه مېوه ورکړي، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ګامونو ګام واخيستل شي او د زړونو په خپلولو کې د هغه صلی الله عليه وسلم تګلاره تعقيب کړای شي .

څلورم : له خلکو سره راشه درشې ته دعوت اړتيا لري، د ابن عمر رضی الله عنه په حديث کې راغلي چې له نبي صلی الله عليه وسلم څخه يې روايت کړی دی، ده ويلي : « المؤمن الذي يخالط الناس ويصبر على أذاهم خير من المؤمن الذي لا يخالط الناس ولا يصبر على أذاهم » هغه مؤمن چې له خلکو سره راشه درشه کوي پر ځور يې ځورېږي، تر هغه مؤمن غوره دی چې له خلکو سره راشه درشه نه کوي او پر ځور يې نه ځورېږي .

پنځم : دعات چې کله د خلکو زړونه لاس ته راوړي، دا د اسلامي ټولنې د غړو پر اړيکو مثبت اغېز شيندي او يو تربله يې مينه او مهرباني ډېرېږي، چې دا کار شرعاً هم ښه بلل شوی دی: « مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد، إذا اشتكى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى » .

دا ټولې او دې ته ورته خبرې د (څنګه د خلکو زړونه خپل کړو) موضوع اهميت لانور هم ډېروي … دلته  به د خلکو د زړونو په خپلولو کې د رسول الله ځينې طريقو ته اشاره وکړو او د دې برعکس ځينې هغه لاملونه به هم په ګوته کړو چې د خلکو او داعي ترمنځ د سم پوهاوي حايل ګرځي .
له متعال خدای څخه غواړم چې زما دا کار يوازې د ده د رضا لپاره وي .

مازن بن عبدالکريم الفريح
20 / 12 / 1412هجري قمري

د زړونو په خپلولو کې نبوي وسايل

لومړۍ وسيله : د خلکو چوپړ (خدمت) او اړتياوې پوره کول
انساني نفس له هر ښکلي څيز سره د مينې درلودو پراساس پيدا شوی، او هر انسان هڅاند دی چې خپلې اړتياوې پوره کړي، نو له دې کبله يوه شاعر څه ښه ويلي (عربي شعر، پښتو ژباړه) :
له خلکو سره ښه وکړه چې پر زړونه يې خپل کړې، هر انسان د احسان بنده دی
لومړی بايد د خپلې کورنۍ او دوستانو زړونه خپل کړای شي، د مسلمانانو له مور بي بي عايشې څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه وپوښتل شول، دې وويل چې (دی به د خپلې کورنيو چارو بوخت و، کله به چې د لمانځه وخت راورسېد، له اوداسه وروسته به د لمانځه لپاره له کوره ووت.)
خو ځينې داسې خلک هم شته چې د خپلې کورنۍ، په ځانګړې توګه د خپلو والدينو، مېرمنې او نژدې دوستانو د زړونو خپلولو چندانې پروا نه لري، دا ځکه چې د دوی زړونه له کينې او بغض څخه ډک دی . د ګاونډيانو زړونه هم بايد خوشاله او خپل کړای شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (هرڅوک چې پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لري، نو د خپل ګاوندي درناوی دې وکړي) .
ايا د هدايت لارې او پرهېږګارۍ ته تر رابللو به بل لوړ درناوی وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (له تاسو څخه هېڅ يو بشپړ مؤمن کېدای نشي، ترهغه چې يو څيز خپل ځان لپار خوښوي، د خپل ورور يا ګاونډي لپاره يې خوښ نه کړي) .
نو له دې کبله بايد پر ګاونډي سلام واچول شي او په ناروغۍ کې يې پوښتنه وکړای شي، غمرازي ورسره شريکه شي، په خوښۍ کې يې ګډون وشي، د زيان پرځای ګټه ورواړول شي، او داسې نور … رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه چا په اړه چې خپل ګاونډی ځوروي، د بشپړ نه ايمان درلودلو خطاب کړی دی: « والله لا يؤمن ، والله لا يؤمن ، والله لا يؤمن ، قال قائل من هو يا رسول الله ؟ قال: الذي لا يأمن جاره بوائقه » . پر الله قسم چې مؤمن نه دي، پر الله قسم چې مؤمن نه دی، پر الله قسم چې مؤمن نه دی، ورته وويل شول چې څوک اې د الله رسوله؟ وويل: هغه څوک چې ګاونډی يې له شر او زيان څخه په امن کې نه وي .

خوځينې داسې خلک هم شته چې د دندې په اوږدو کې بايد ورته دعوت ورکړای شي . . . که چېرې تاسو ډاکټر ياست، ناروغانو ته دعوت ورکړه، يا ښوونکی ياست خپلو زده کوونکو ته دعوت ورکړه او يا کوم بل کارکوونکی، بايد له خپلو ټولو همکارانو سره سم چلند او نېک اخلاق وکړﺉ .
په لنډيز سره ويلي شو چې دنده او د کار فرصت د الله تعالی لوري ته د دعوت لپاره غوره زمينه ده … موږ لومړی درې ډلې خپله کورنۍ، دوستان او ګاونډيان ياد کړل، چې دعوت دې ورته وکړای شي، ځکه چې له همدوی سره ډېره راشه درشه کېږي، او د همدوی په حقونو کې تقصير او ناغيړي کېدای شي .

اصلاح انلاین څخه مننه

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب