څنګه خوشحاله او بريالۍ کورنۍ ولرو؟  

 د (بريالۍ او ښې کورنۍ) په اړه به ستاسې ذهن کې بېلابېل تعریفونه وي؛ لکه: هغه کورنۍ، چې ټول غړي یې مؤدبه وي، ښه روزنه یې موندلې وي؟ هغه کورنۍ، چې غړي یې سترو برياليتوبونو ته رسېدلي وي؟ هغه کورنۍ، چې متقابل احترام  ټول غړي یو له بل سره نښلوي، په داسې ډول چې د یوه ستونزه د ټولو ستونزه وي او د یوه خوښي د ټولو خوښي وي؟ هغه کورنۍ، چې یو له بل سره ډېر نږدې وي او ښې اړيکې ولري، یو له بل سره مرسته وکړي؟ هغه کورنۍ، چې مینه، هڅونه، منل او احترام په کې له ورایه ښکاري؟ هغه کورنۍ، چې خوښي، مینه او یو له بل سره لېوالتیا په کې وي؟
هو، ټول پورتني تعریفونه د یوې بريالۍ او ښې کورنۍ تعریفونه دي، ښايي تاسې د دې تعریفونو په لوستو سره د یوې بريالۍ او ښې کورنۍ لرل محال او یو خیال وبولئ، خو د داسې یوې کورنۍ لرلو لپاره پنځه عاملونه شته دي، که وکولای شئ، هغه عملي کړئ؛ نو لرې نه ده، چې یوه بريالۍ او ښه کورنۍ ولرو.

لومړی عامل :

په کورنۍ کې د مینې او یو بل منلو  دود هر انسان اړتیا لري، چې په کورنۍ کې یو چا پورې اړه ولري او هغوی ورته مینه ورکړي، د همدې لپاره ده چې ځينې انسانان ځينو ډلو ته ژمن وي، دا په دې مانا، چې دوی هلته خپله عاطفي اړتیا تامینوي او هلته ځان مني، نو د همدې لپاره باید په خپله کورنۍ کې خپل غړي ومنو. تاسې ډاډه اوسئ، که ستاسې اولادونه په خپلې کورنۍ ونه منل شي؛ نو هغوی هرو مرو داسې ځای ته پناه وړي، چې هلته ومنل شي، اوس که تاسې نه غواړئ، چې ستاسې اولادونه بل ځای ته پناه یوسي، نو د هغوی دا غوښتنه او اړتیا درک کړئ:

_ په خپلو کړنو  فکر وکړئ او یا هم د خپلو ځينو کارونو د نه ترسره کولو په اړه پرېکړه وکړئ. خپل ډېر وخت له خپلو اولادونو او د کورنۍ له غړو سره تېر کړئ؛ د بېلګې په ډول، تاسې له خپلو اولادونو سره دشپې لوبې وکړئ، هغوی ته کیسې وکړئ، هغوی سره وخاندئ او هغوی ته مینه ورکړئ، نه دا چې هغوی له تاسې د ډار احساس وکړي؛ بلکې هغوی ستاسې سره له اوسېدو خوند واخلي.
_ له خپلو اولادونو سره مرسته وکړئ، چې د ځان لپاره هدف وټاکي او خپلو موخو ته ورسېږي. د پروګرام لرل د دې لامل کېږي، چې ستاسې اولادونه له ناسمو کارونو راوګرځي. خو  پام مو وي، چې اولادونه مو سمې لارې ته وهڅوئ.

_ تاسې باید د خپلو اولادونو ښو کارونو ته هم پام وکړئ، نه یوازې دا چې هغوی په ناسمو کارونو ورټئ او یا یې سم کړئ، بلکې  د سموکارونو په ترسره کولو یې نور هم وهڅوئ، ځکه چې هڅول هغوی ته نور ځواک هم ورکوي او رټل د هغوی اعتماد کموي او بې جراته کوي یې.

_ ډېری وخت داسې فکر مه کوئ، چې ستاسې اولادونه د خپلو شوخیو لامله چې هغوی یې کوي په بدو اولادونو ونوموئ، د بېلګې په ډول که ستاسې اولادونه ستاسې د کور په دیوالونو خطونه کوي، دا د دې لامله نه دي، چې هغوی بد اولادونه دي، بلکې هغوی نه پوهېږي، باید هغوی په سمه ژبه پوه کړو، نه دا چې هغوی ورټو.

_ د ماشومانو په مخ کې له یو او بل سره جر و بحث مه کوئ، ځکه چې هغوی باید د کورنۍ د وضعیت په اړه اندېښمن نه شي، ښايي هغوی د دې ستونزې اصلي لامل ځان وبولي او د همدې ستونزې د حل په موخه لاس په کار شي؛ نو ځکه د دې پرځای چې په جر و بحث خپلې خبرې د کورنۍ له نورو غړو سره وکړئ، بلکې په مینه او محبت سره ستونزو ته د حل لارې ولټوئ، ځکه دا کار به ستاسې ماشومان دېته وهڅوي، چې د ټولو ستونزو لپاره حل لارې شته دي او کولای شو، هغه ستونزې په آسانۍ او سمه توګه حل کړو.

دویم عامل : د ژوند مشخص پروګرام
_ هره کورنۍ باید ځانګړی پروګرام ولري او د هر کار لپاره باید منظم پلان ولري؛ لکه د ویده کېدو او یو ځای کېناستو او تلویزون لیدو یا هم درس ویلو وختونه باید منظم او معلوم وي. _ د یو او بل لپاره باید وخت ولرئ، د بېلګې په ډول له خپلې کورنۍ سره لوبې وکړئ، ګډ بحث وکړئ، په ځينو مسایلو د یو او بل نظر واخلئ. تلویزون ننداره کول په دې ډله کې نه راځي، ځکه تلویزون ننداره کول د کورنۍ له غړو سره د اړیکو ساتلو او ټينګولو لپاره نه بلکې لرې کېدو لامل کېږي.

_ له اړمنو کورنیو سره مرسته کولای شي، ستاسې د کورنۍ دننه د همدردۍ او خواخوږۍ احساس پياوړی کړي او ستاسې اولادونه هم له تاسې دا احساس راخپل کړي.
_ د خپلې کورنۍ د ارزښتونو په اړه په خپلې کورنۍ کې خبرې وکړئ او هغه ارزښتونه له ځان او د کورنۍ له غړو سره تکرار کړئ؛ لکه، زموږ کورنۍ کې هېڅوک دروغ نه وايي، هېڅ وخت غلا نه کوي، هيڅکله یو بل نه مسخره کوي او په چا رشخند نه وهي او ….

دریم عامل : د کورنۍ رسم و رواج
_ ځينو کورنيو د خپلو اولادونو زوکړه لمانځي او په همدې بهانه د کورنۍ ترمنځ د خوښۍ شېبې ډېروي، چې یو ښه او پرځای کار دی، تاسې هم کولای شئ، له دې لارې په خپلې کورنۍ کې خوښي راولئ او همدېته ورته نور داسې کارونه، چې نه ډېر لګښت غواړي او نه هم ډېر وخت، لکه د خپلو ماشومانو په بريا خوښي کول او د ډوډۍ خوړلو پرمهال میوه راوړل او ټولې کورنۍ ته وېشل او دېته ورته نور ډېر کارونه هم کولای شي، چې د کورنۍ ترمنځ خوښي ووېشي.
_ لمونځ ته یو ځای تګ، لکه د اختر لمونځ او یا د جمعې لمونځ ته په ګډه تلل، د کورنۍ د تړلو او اړیکو ډېرېدو لامل کېږي، چې د کورنۍ غړي یو بل سره نږدې کوي.

څلورم عامل : خپلو اړیکو کې فعاله ونډه لرل
_ څيړنو ښوولې، چې هغه کورنۍ ډېری وخت له ستونزو ډکه وي، چې د کورنۍ له غړو سره کافي اړيکې نه لري، یانې په هره کورنۍ کې چې د کورنۍ د غړو ترمنځ خبرې اترې او اړیکې کمې وي، په هماغومره اندازه په کورنۍ کې ستونزې ډېرې وي، نو د همدې لپاره تاسې د خپلې کورنۍ په چاپېریال کې یو له بل سره خبرې اترې ډېرې کړئ او نه یوازې د ستونزو پرمهال یو له بل سره غږېږئ؛ بلکې هڅه وکړئ، چې د هرې موضوع په اړه په کورنۍ کې وغږېږئ او د یو او بل نظر واخلئ، حتا د ډېرې وړې موضوع په اړه هم خبرې وکړئ.

_ د خپلو اولادونو غوښتنو ته احترام وکړئ او هڅه وکړئ، تر شونې بريده د هغوی سمې غوښتنې ومنئ او احترام ورته وکړئ.
_ د حساسو موضوعاتو په اړه خبرې وکړئ او خپلو اولادونو یا د کورنۍ غړو ته اجازه ورکړئ، چې خپل نظرونه درسره شریک کړي او دا زده کړي، چې څنګه په ټولنه کې یو له بل سره اړیکه نیولی شي، د دې فرصت یا موکې برابرول به ستاسې اولادونو ته اعتماد ورکړي او د هغوی د خبرو اترو او ټولنیزې اړیکې به ځواکمنې شي.

پنځم عامل : له ننګونو سره مقابله زده کړئ
_ مه عصباني کېږئ، ځکه چې تاسې په خپل نرم والي سره د کورنۍ نورو غړو ته د آرامۍ احساس ورکوئ.

_ هڅه وکړئ، چې د نورو د رټلو پرځای ستونزې راوسپړئ او حل یې کړئ. د بېلګې په ډول د ستونزې د پيدا کېدو په صورت کې د کورنۍ غړي مه رټئ؛ پرځای یې هڅه وکړئ، چې په ګډه ورته حل لار پيدا کړئ. تاسې کولای شئ، له دې لارې ستونزه هم حل کړئ او هم نور وهڅوئ، چې د ستونزو پرمهال له غوسې او ناآرامۍ لاس واخلي، ځکه چې په غوسه او ناآرامۍ کې ډېری وخت ناسمې پرېکړې کېږي. د رټې او غندنې په صورت کې به د کورنۍ غړي ګوښه کړئ او هغوی به نور هڅه نه کوي، چې   په کورنیو مسایلو کې نظر ورکړي.

_ هڅه وکړئ، چې د کورنۍ وضعیت عادي وساتئ، حتا په ستونزمنو حالتونو کې هم د کورنۍ حالت هماغسې عادي وساتئ.

_ هڅه وکړئ، تر شونې بريده د راتلونکي په اړه اندېښنه مه کوئ او ځان ته ډاډ ورکړئ، لکه څنګه مو چې تېرې ستونزې حل کړي دي، همداسې راتلونکې ستونزې هم حل کولای شئ.

ژباړه: رفيع الله جمیل ستانکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب