څرنګه خپل ژوند کې قرانکريم عملي کړو؟

داپه يو اسلامي هيواد کې دسميه رمضان له خوا دخويندو لپاره دقرانکريم ددرس ديوې حلقې په اړه معلومات دي چې هغوى به دقران کريم درس ويلو او د ژوند مسايل به يي دقران په رڼا کې حلول .
دوۍ په اونۍ کې يو ايت لوست حفظ کاوه يي او عمل يي ورباندې شروع کاوه او بيا يي په بله او نۍ کې راپور وړاندې کاوه، کله چې ښځو په خپلو کورونو کې په قران کريم عمل کول پيل کړ نو الله جل جلا له په دوۍ او حتى په نا رينه و باندې زيات برکتونه نازل کړل .

دنوموړې حلقې دګډون کونکو خويندو شمېره ورځ په ورځ زياتېده تر دې چې بيا خلکو دجمات په تعمير کې پراختيا راوستله .
په دې بايد پوه شو چې قرانکريم په بنيادي ډول دعمل کولو لپاره نازل شويدى ، دقرانکريم دلارښوونو سره سم ژوند تېرول داسي دي لکه په جنت کې ژوند کول په قران کريم باندې دعمل په نتيجه کې څومره زخمونه او مرضونه روغ شويدي . څومره جدايۍ له منځه تللي دي څومره برباد کورونه بېرته رغول شويدي دا ټول په قران کريم باندې دعمل کولو په نتيجه کې شويدي ، نو دادى او س په دې لړ کې ديوې خور تجربه ګورو او لولو:

هغه وايي زه به دشپې تر نا وخته پورې بيداره وم کله به چې اذان کونکي دسهار دلمانځه لپاره اذان کاوه زه به په ډېر درانده خوب ويده وم مونږ دکور ټول او سيدونکي به شيطان نيولي وو او ويده به وو ، کله به چې دخوب څخه را بيدار شو نو بيا به ټوله ورځ را باندې ډېره سخته تېرېده.

څوڅو ځله ما دسهار د لمانځه دادا کولو پرېکړه وکړه چې سبا سهار به لمونځ ادا کوم خو په دې کار کې بريالۍ نه شوم دا هغه وخت وو چې سميه رمضان دقران کريم درس او هغه په ژوند کې دعملي  کولو لارې چارې نورو خويندو ته دورښودلو کارنه و پيل کړى .

کله چې ماته معلومه شوه چې سميه رمضان دډېرو خويندو مسلې حل کړيدي ، نو ما هم دخپلې ستونزې  دحل کولو پخه اراده وکړه او هغې سره مې مشوره وکړه نوموړې خورماته مشوره راکړه چې دالله جل جلا له
لاندې کلام زيات وخت تلاوت کوه او دا کار په ډېر شوق او دزړه په محبت سره تر سره کوه :
( اَلذِىْ يَرَکَ حِيْنَ تَقُوْمُ ، وَتَقَلُبَکَ فِىْ السَجِدِيْن ) الشعراء(٢١٨) ايت
ژباړه : ( الله جل جلا له هغه ذات دى چې تا په هغه وخت کې ويني چې پاڅېږې او په سجده کونکو کې ستا ګرځيدو را ګرځېدوته ګوري )
ما دغه  ايت څو څو ځله لو ست او کو ښښ مې کاوه چې ځما زړه ته کوز شي با ا لا خره هغه وخت را ورسېد چې زه ددې ايت مطا بق حرکت وکړم .

کله چې موذن اذان وکړ او الله اکبر کلمه يي وويله نو زه په خپله بستره کې په اړخ واوښتمه ما غوښتل چې دموذن په اواز باندې راپورته شمه خو شيطان خو ب راته ښا يسته کاوه او لمونځ يي راته يو وړوکى کار ښکاره کاوه . خو دموذن داذان دکلمو وييلو ماته دا ذهنيت راکاوه چې زه مسلمانه يم ( اشهدان لا اله الا الله ) ، بيا موذن ماته را څرګنده وله چې زه د حضرت محمد صلى الله علنه وسلم امتۍ يم ( اشهد ان محمدا رسول الله )،بيا يي د لمانځه ادا کولو او دخلا صي او کاميابۍ ځاي ته را بللم ( حى على الصلوة حى على الفلا ح  )، هغه ايت چې ما بار بار لوستلى وو دهغه مفهوم او داذان معنى دواړه داسې وه چې زه يي دلمانځه ادا کولو او الله جل جلا له بنده ګۍ ته رادعوت کولم زما احساس راويښ شو دسترګو څخه مې خوب وتښتېد او بسترې څخه راپورته شوم خپلې جامې مې جوړې کړې او خورا ددې احساس راته وشو چې زه په دې کوټه کې يوازې نه يم بل څوک هم شته او داسې څوک چې زما دشارګ څخه هم زيات ماته نژدې دى (الله جل جلا له ). بيا مې اودس وکړ او دسهار لمانځه دادا کولو لپاره دخپل خالق او مالک په وړاندې ودرېدم په داسې حال کې چې په تېر وخت ډېره پښېمانه وم څوڅو ځله مې اراده کړې وه او بيا مې بېرته ماته کړې وه ، زما سترګې دا وښکوڅخه ډکې وې او دهغه ذات شکر مې ادا کړ چې دهر ډول عيب او نقص څخه پاک دى ، خوښه وم چې الله جل جلا له توفيق راکړ تر څو دهغه پينځه ګوني لمونځونه چې په مونږ يي فرض کړيدي ادا کړم او يو ځل بيا مې په ژړا ژړا کې د الله جل جلا له څخه سوال وکړ چې دپنځه ګونو لمونځونوپه خپل وخت دادا کولو تو فيق راکړي.

د توبې او د الله جل جلا له څخه دبښنې غوښتنې څخه وروسته ډېره مطمينه شوم. دکېنا ستلو څخه وروسته مې دخپل تېر ژوند فلم ذهن ته راغى هغه تصور داو چې زه يوه عادي نجلۍ وم ددنيا او ژوند دهيڅ شي پروا راسره نه وه بيا زما واده وشو چې زما دخپل مېړه دکارونو سره هيڅ ډول علاقه نه وه يوازې دهغه مال مې هدف و. هغه هم په دنيوي کارونو کې دومره ډوب وو چې لمانځه او روژې ته يي هيڅ ورپام هم نه و ژوند همداسې تېرېد چې بيا الله جل جلا له ماته ښکلي اولادونه راکړل مادخپلو اولادونو سره همدا اړيکې ساتلې چې ښونځي ته ځي که نه او هلته درسونه څنګه دي ؟ کورنۍ وظيفه مو تر سره کړې او که نه ؟ما دخپلو او لادونو څخه هيڅکله دا پوښتنه نده کړې چې لمونځ کو کړى او که نه ؟  دقران کريم تلاوت او حفظ موکړى  او که نه ؟ او د نبي عليه السلام او نورو انبياو سيرت مو لوستې او که نه ؟ زما زړه نه غوښتل چې  داولادونو سره ددې شيانو په اړه خبرې او پو ښتنې وکړم. زه به هغوى سره دشپې نا وخته پورې تلوېزيون ته ناسته وم هغوى ته به مې دډرامو او فلمونو مختلفې برخې تشرېح کولې ، دلمانځه دادا کولو څخه وروسته زه ناسته وم چې دتېر ژوند فلم زما دذهن په پرده باندې تېرېد له دې وروسته مې خاوندته دلمانځه د ادا کولو په خاطر اواز وکړ او دا ايت مې ورته تلاوت کړ( اَلذِىْ يَرَکَ حِيْنَ تَقُوْمُ ، وَتَقَلُبَکَ فِىْ السَجِدِيْن )  هغه راپورته شو اودس يي وکړ او لمونځ يي ادا کړ او بيا يي ماته وويل نن څومره مبارک او ښکلى سهار دى نن ما له تا څخه دقران کريم تلاوت  واورېد دا زما لپاره ډېره  لويه خوشحالي ده، ما ورته وويل چې خوشحالي، زما ده ځکه چې زه دموذن په  اذان راپورته شوى يم او دقرانکريم په ايت مې عمل کړيدى دا زما ښه نصيب دى چې ته مې داول ځل لپاره دسهار په لمانځه وليدې . زما مېړه چې دا واورېده زيات خوشحاله شو او بيا يي ما ته وويل چې يوه عجيبه قيصه درته وکړم .

هغه دا چې پرون چې کله بېرته کورته راتلم په لار ه کېمې دموټر راډيو چالان کړه دهغې ستن په يوه راډيو سټيشن برابره شوه چې تلاوت يي کاوه ما غوښتل چې چېنل بدل کړم او بل ځاى به راډيو ونيسم چې په دې وخت کې ترافيک ماته دموټر د ودرولو اشاره وکړه ماسره دچېنل دبدلولو وخت پيدانه شو کله چې بيا روان شوم نو الله جل جلا له ماته په خپل مبارک خطاب کې ويل ( وَمَا قَدَرُواللهَ حَق قَدْرِهِ وَاْلاَ رْضَ جَمِيْعًا قَبْضَتُهُ يَوَمَ الْقِيَمَةِ َوالسَمَوَاتُ مُطْوِيت بِيَمِيْنِهِ سُبَحَانَهُ وَتَعَلَى عَما يُشْرِکُوْنَ  ) الزمر٣٩-٦٧
ژباړه: دوى هغسې د الله جل جلا له قدر ونه کړ لکه څنګه چې دهغه دقدر کولو حق دى (دهغه کامل قدرت خو داسې دى چې ) دقيامت په ورځ به ټوله زمکه دهغه په موټي کې وي او اسمانونه به دهغه په ښي لاس کې نغښتل شوي وي پاک او لوړ دى هغه ذات دهغه شرک څخه چې دوى يي کوي .

دقرانکريم ذکر شوى ايت زما ټول بدن په حرکت کې راوست په داسې حال کې چې زه دسمندر په غاړه روان وم ما سمندر ته وکتل او بيا مې خپل لاس ته وکتل چې دا ټول د الله جل جلا له دقدرت په مقابل کې ډېر واړه وو د الله جل جلا له قدرت دومره ستر دى چى اسمانونه او زمکې ټول دهغه په لاس او قدرت کې دي.
ددې ايت داورېدلو او په کې دسوچ او فکر کولو څخه وروسته زما په زړه او په ټول بدن کې يو ډول لذت او سکون پيداشو .
الله جل جلا له خپل فضل او مهرباني د  ادى اوس بشپړه کړه چې تاماته ايت تلاوت کړ او دلمانځه لپاره دې راپورته کړم  بلکه داالله جل جلا له په ما فضل کړيدى او د مانځه لپاره يي راپورته کړى يم ، ما ورته وويل چې ما ته الله جل جلا له ددې ايت په ذريعه لارښوونه وکړه او لمونځ مې ادا کړ .
بيا زما خاوند وويل چې زماعمر د څلوېښتو کلونو څخه لوړ دى او زمونږ په کور کې قران کريم هم موجود دى او ما قران کريم لوستى او يو څه سورتونه مې حفظ هم وو خو ما دقران کريم تلا وت نه کاوه زما او د قرانکريم تر مينځ فاصله وه .
نو موړې مېرمن وايي ما فورا جواب ورکړ چې هو ستا او دقرآ ن کريم تر مينځ  فاصله وه او هغه په قران کريم  باندې د عمل نه کول وو. دقران کريم مطابق حرکت نه کول و.

نبي عليه السلام دزمکې په مخ عملي قران و او مونږ هم په دې زمکه ګرزو راګرزو خو په قران کريم دعمل څخه پرته ، بيا ما زيات وژړل او زما دمېړه په سترګو کې هم اوښکې را ډنډ شوې ،نا څا په جګ شو داولادونو کوټې ته ورغى   او دکوټې څراغ يي څوځله روښانه کړ ،نو ماشومان راويښ شول پلاريي په زوره د (الله اکبر) غږ وکړ ماشو مان حيران شول چې دا څه پېښه ده، زما دژوند ملګري اولادونو ته وويل تاسو پو هيږ ۍ چې نن مونږ کره څوک راغلى دى؟

بيا يي ورته وويل الله تعالى مونږ کره راغلى دى غواړي له تاسو سره ملاقات وکړي ماشومانو يو بل ته وکتل او پلاريي ورته دا ايت تلاوت کړ ( اَلذِىْ يَرَکَ حِيْنَ تَقُوْمُ ، وَتَقَلُبَکَ فِىْ السَجِدِيْن ) پلاريي ورته وويل چې نن په کور کې لمونځ وکړۍ سبا به انشاالله جمات ته دلمانځه لپاره ځو هغوى لمونځ کاوه او پلار يي ورته کتل دلمونځ کولو څخه وروسته دهغه زړه مطمين شو او بيا يي داا يت ذهن ته راغى اوويي لوست ( وَکَانَ يَاْمُرُ اَهْلَهُ بِاالصلَوةِ وَالزکَوةِ وَکَانَ عِنْدَ رَ بهِ مَرْضياَ  ) ژباړه : بيا يي داسې دعا وکړه چې اى الله جل جلا له  زما څخه راضي شې ، ماته عفوه وکړه او په ما رحم وکړه، او ما ته يي وويل چې داو لا دونو روزنه او دلمانځه په هکله ورته حکم او وينا ستا مسو ليت شو ما ورته وويل چې دوى زما خبره نه اوري بيا ماته خپل خاوند مشوره راکړه چې د پورته ذکر شوي ايت په ذريعه يي په خو ځښت راوله او بيا همداسې وشول او ما يو لو ى جدول جوړ کړ او پورته ذکر شوى ايت مې په کې لوى او روښانه وليکلو.

مونږ ټول دېته اړتيا لرو چې دخپلو سترګو ، غوږونو او زړونو څخه پردې او مهرونه لرې کړو په زړونو باندې دغفلت دپردو دشته والي له امله مونږ دسوچ او فکر څخه پرته دقران کريم تلاوت کوو نه ورباندې پو هيږو اونه ورباندې عمل کوو .زه دنړۍ ټولو نارينه او ښځينه مسلمانانو ته بلنه ورکوم چې راځۍ قران کريم داسې مطالعه کړو لکه څرنګه چې نبي عليه السلام او صحابه و مطالعه کړې او په خپل ژوند کې عملي کړى وو بايد هغه جذبه او ولوله چې نبي عليه السلام او صحابه و درلوده په مونږ کې هم پيدا شي .

راځۍ دقرانکريم دتلاوت په وخت کې دا ژمنه وکړو چې کوم ايتونه چې زه يي لولم زما زړه ته کوز شي او په يقين او باورسره ووايو چې نوموړي ايتونه ما مخاطب کوي او د الله تعالى دو حدانيت اعلان کوي او ددې ژمنه وکړو چې قران کريم دڅه شي امر راته کوي هغه به کوو ، او دکوم شي څخه مو چې منعه کوي هغه به نه کوو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب