
متل څه شی دی؟ پښتو متلونه
متلونه د نړۍ د هرې ژبې د ولسي ادبیاتو (فوکلور) یوه مهمه برخه ګڼل کېږي او ولسي ادب د یوې ژبې په بډاینه کې ستر رول لري.
متلونه د پښتو په څېر د نړۍ په نورو ژبو کې هم د نثر او نظم په بڼه وي. یو شمېر شاعرانو ځینې متلونه نظم کړي دي، خو د ادبیاتو ماهرین بیا نیوکه کوي چې د نظم چوکاټ کې د یوه متل اچول، د هغه طبیعي بڼه او خوند زیانمنوي. خو ځینې شاعران بیا داسې دي چې شعرونه او ځینې بیتونه یې د وخت په تېرېدو سره د متل حیثیت خپلوي، مثلاً په پښتو کې رحمن بابا یادولای شو، چې ان نالوستي (بېسواده) خلک یې هم ځینې بیتونه د متل په توګه کاروي.
په متلونو کې د یوې سیمې د خلکو رواني حالت انځور شوی، یا هم ټولنیز او اخلاقي مسائل په خپله لمن کې رانغاړي. متلونه په لنډو جملو کې لویه خبره رانغاړي، له دې کبله یې خلک په اسانۍ ذهن ته سپارلای او یادولای شي.
له اسیایي هېوادونو سره زیات متلونه مشترک دي، چې تقریباً په ډېرو ژبو کې ژوندی دي، خو د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه چې له کلونو راهیسې د افغاني فرهنګ د لاندې کولو لپاره یې مټې رانغښتي، د افغان ادب او فوکلور یوه لویه برخه خپلې ژبې ته انتقال کړې او خپل مال یې ګڼي.
په هر صورت، متلونه د بېلابېلو عاطفي اړیکو د ټینګولو یوه اغېزناکه وسیله او په غیرمستقیمه توګه ولس ته د یوه وچ نصیحت انتقال دی. وچ نصیحت مې ځکه وویل چې پر ډېرو خلکو نصیحت ښه نه لګېږي. متلونه په مجلسونو، شوراګانو او غونډو کې کارېږي، خو هغه وخت پر خلکو زیات تاثیر کوي چې پر ځای وکارول شي او د بحث موضوع تقویه کړي.
د قرغزستان خلک متلونه د خپلې ټولنې د اصلي اتلانو د رواني او روحي نړۍ انځورولو او نړۍ لید د څرګندولو لپاره کاروي، چې دغه متلونه له ټولنې او چاپېریال سره د دغو اتلانو اړیکې هم څېړي.
د متلونو سرچینه ژوند دی، چې د انساني نړۍ یو مشترک عنصر دی، همدا وجه ده چې د نړۍ په ګڼو ملتونو کې مشترک متلونه هم موندلای شو. خو یوه عمومي موضوع چې په ټولو متلونو کې موندل کېږي هغه په انساني ټولنه کې ځینو ټولنیزو او اخلاقي نیمګړتیاوو ته اشارې دي.
ځینې متلونه داسې دي چې تر شا یې اوږدې کیسې پرتې دي، چې یوازې ځینو کسانو ته معلوم وي، په دې مانا چې دا ډول متلونه چې اوږد شالید لري، په هره سیمه کې توپیر سره لري. ځینې شنونکي وايي د دغو مشترکو متلونو د خپرېدو یو علت مرکزي اسیا ته د هند او اروپایي ملتونو کډه کېدل دي، چې بېلابېل فرهنګونه یې سره نژدې کړل. مثلاً موږ په پښتو کې دا متل لرو:
له خپلې کمبلې سره پښې سمې غزوه.
دغه متل کټ مټ په روسي ژبه کې هم شته.
په روسي او انګلیسي ژبو کې هم دا متل شته:
انسان له خطا خالي نه دی.
متلونه اوس هم د جوړېدو په حال کې دي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې هغه ادارې چې باید په دې برخه کې کار وکړي، دومره فعالې نه دي. د متلونو راټولونې ته یوازې یو څو کسانو کار کړی، حال دا چې په دې برخه کې لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.