استقلال څنګه تر لاسه سو؟ 

   د تیري برخي په تړاو : ( په لومړۍ برخه کی د لغمان په کله ګوش کي د امیر حبیب الله خان تر وژل کیدو وروسته دده د ورور سردار نصرالله خان لخوا د بیعت اخیستلو او د شهزاده امان الله دغبرکون په هکله یادونی و سوې ) .

    پدې لړ کي یوه بله د یادولو وړ ورځ د ۱۹۱۹ کال د فیبروري ۲۸ نیټه ده چي د ۱۲۹۷لمریز کال د حوت د ۹ یمي نیټې سره سمون خوري . دا هغه وخت دی چي امان الله خان د مشروطه غوښتونکو د پخوانی پلان سره سم د افغانستان د ټولواک په توګه غوره سو . مخکي له دي نه چي د معمول له مخی د شوربازار حضرت ، سلطنتي تاج دده پر سر باندي کښیږدي ، امان الله خان په ډیر جدیت سره وویل :  « دا تاج به زه یوازي په یوه شرط پر سر کړم چي د هیواد بشپړ استقلال به تر لاسه کوم » . ورورسته یې د کابل و را غونډ سوو اوسیدونکو ته وویل : « له هرڅه نه وړاندي تاسي د نجیب ملت پتمنو اتباعو ته اعلان او زیری درکوم چي ما د افغانی سلطنت تاج د داخلي او خارجي استقلال او حاکمیت په نامه پر سر کړ » . او خپل خبرو ته یې داسی ادامه ورکړه : « . . . ګرانو هیوادوالو ! زه به دغه عسکري جامي تر هغه وخته پوري له تنه و نه باسم تر څو چي مي د وطن مور ته د استقلال جامې نه وی ور اغوستي . زه به دغه لوڅه توره تر هغه وخته په پوښ کي وا نه چوم چي تر څو مي د هیوادوالو د حقونو غاصبان پر ګونډو کړي نه وی. زما ګرانو هیوادوالو او زما سرښندونکو سربازانو ! راسئ خپله وروستنۍ هستي مو د وطن د نجات پخاطر وړاندي کړئ . راسئ چي خپل غیرتمن سرونه د وطن د خلاصون او ژغورني پخاطر فدا کړو » . (  ددی تاریخي پیښی بشپړ جریان د « جریده امان افغان » د لومړي کال په لومړۍ ګڼه کي نشر سویدی ) .

     شاه امان الله د تاج ایښودلو څخه ۱۲ ورځي وروسته یاني د ۱۲۹۸ کال د حوت پر ۲۱نیټه چي د ۱۹۱۹کال د مارچ د ۱۱ نیټې سره سمون خوري ، په هند کي یې د افغانستان و نماینده ګۍ ته د یوه فرمان په ترڅ کي خبر ورکړ چي هیواد یې نور په خپل داخلي او خارجي سیاست کي ازاد او مستقل دي ، یوازي د قانون حاکمیت مني چي هغه به د اسلام مقدس دین د غوښتنو سره برابر وي .

     د اپریل په ۱۳ نیټه شاه امان الله په ارګ کي د هیواد ملکي او نظامي مشران د ټولو کابل میشته خارجي دیپلوماتانو سره یوې غونډي ته را وغوښتل او د افغانستان استقلال د اعلان کړ خبر یې داسي ورکړ : « ما خپل او خپل هیواد په داخلي او خارجي سیاست کي په بشپړ ډول ازاد اعلان کړیدی . لدې نه وروسته به دا هیواد هم د نړۍ د نورو هیوادونو او قدرتونو پشان ازاد وي ، هیڅ قدرت ته به د سر د یوه ویښته په اندازه هم اختیار ور نکړل سي چی د افغانستان په داخلي او خارجي سیاست کي لاسوهنه وکړي . که چیري کوم چا دا کار وکړ ، نو پدغه توره به یې سر ور غوڅ کړم . » وروسته یې د انګریزانو سفیر ( نجف علي ) ته مخ ور واړاوه او پوښتنه یې ترې نه وکړه : « څه چي ما وویل ، ته ورباندي پوه سوې ؟ » . سفیر په ډیره درناوۍ او تعظیم سره جواب ورکړ : « بلې ، پوه سوم » .

    لنډه داچي انګریزانو د افغان ټولواک دا خیالونه د ځان سپکاوی وباله او د دواړو خواوو ترمنځ جنګ ونښت چي د افغان ـ انګلیس د دریم جنګ پنامه یادیږي . پدي جنګ کي هم د تیرو دوو جنګونو په څیر انګریزانو ماته وخوړل او د سولي وړاندیز یې وکړ . د سولي خبري په راولپنډي کي پیل او د یوه تړون په ترڅ کي د افغانستان پر بشپړ استقلال موافقه وسوه . شاه امان الله د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۸ نیټه نوموړی تړون توشیح کړ او دا ویاړلي نیټه دافغانستان استقلال د ورځي پنامه یاده چي هر افغان ته د سترګو د کسي پشان ګرانه ده .

      ما غوښته چي په نړۍ کي او په ځانګړي ډول تر برټانیوي شکیلاک لاندي اولسونو کي د افغان امان او د افغانانو د استقلال پر اغیزو باندي تر وسه وسه رڼا واچوم . خو داچي دا کار و اوږده تیوریتیکي بحث او د نړۍ د هغه مهال د حالاتو او اړوندو اولسونو د ځانګړتیاوو و څیړڼی ته اړتیا لري ، ځکه مي نو پدې کار لاس پوري نکړ او د ځوان نسل د مالوماتو وړ په لنډو خبرو باندي مي بسنه وکړه . خو ددې سره سره د نوموړي موخي پخاطر لاندي څو کرښي د یادولو وړ بولم :

      د افغانستان استقلال چي د اعلیحضرت غازي امان الله خان په ابتکار او مشرۍ د افغان ـ انګلیس د دریم جنګ په پایله کي تر لاسه سو ، د شاه امان الله اعتبار یې نه یوازي په هیواد دننه ، بلکه په ټولي نړۍ کی دومره لوړ کړ چي ده ته يې د نړۍ د اسلامي مشر په سترګه کتل .

    د بیلګي په توګه فضل غني مجددي په خپل « افغانستان در عهد اعلیحضرت امان الله » نومي کتاب کي پدې اړوند داسی یادونه کوي : « په مصر کي یې امان الله خان  د یو دموکرات او پر اولس مین زعیم باله . دی یې په مصر او ختیز کي د انګریزي شکیلاک پر ضد د ازادي غوښتونکي مبارزي سمبول ګاڼه . مصریانو ده ته په ختیز کي د شلمي پیړۍ د بیلګه ایز ( نمونه وي ) شاه په توګه درناوۍ کاوه . البته مصریانو غوښته امان الله خان ته ددي ډول درناوۍ د لاري د مصر لاسپوڅي شاه او انګریزي استعمار ته خپله کرکه او نفرت و ښئي » .

     همدارنګه د هند مسلمانانو ، افغانستان د اسلام زړه او امان الله خان یې خپل شاه باله . په ۱۹۲۰ کال کي دا تفکر دومره مخته ولاړ چي د هند مذهبي رهبرانو غوښتنه وکړه چي مسلمانان باید د کفارو ( انګریزانو ) د حاکمیت نه ځانونه خلاص او د مستقل افغانستان ټولواک ته پناه یوسي . د هند سیمه ایزو روحانیونو د مولانا عبدالباري او مولانا ابوالکلام  د فتوا ګانو سره سم ځایې مسلمانان و افغانستان ته د مهاجرت په موخه و هڅول چي په پایله کي یې په زرګونو کسان افغانستان ته را مهاجر سول . شاه امان الله هغوي ته ښه راغلاست ووایه او په ډیر عزت سره یې ځای پر ځای کړه . پدغه ډله کي تر ټولو پیژندل سوي څیرې داسي کسان وه لکه  ابوالکلام ازاد او خان عبدالغفار خان چي وروسته یې په پښتونستان کي د خدایي خدمتګارانو د غورځنګ مشري پر غاړه واخیسته.

      د افغانستان شمالي پولو ته څیرمه د منځني اسیا په شوروي جمهوریتونو کي چي تازه د اکتوبر د سوسیالستي انقلاب څپې خورې سوي وي ، داخلي بسماچي جنګونه روان وه او اولسونو یې خپله خاوره تر بلشیویکي شکیلاک لاندي ګڼل ، د افغانستان استقلال لا نور هم وهڅول او اُمیدونو یې د ځوان افغان ، شاه امان الله د هیلو سره پیوند و خوړ ، مګر ځوان شاه تر نوموړی جنګ وروسته دخپل کمزوري اقتصاد سره پداسی حالت کي وو چي د انګریزانو په وړاندي یې پخپله هم د کرملین مرستو اړتیا درلوده .

     دا وه په لنډه توګه هغه ټکي چی د لاري یې ځوانان د افغانستان د استقلال د بیا اخیستلو په اړه یو عام انځور تر لاسه کولای او د خپلو نیکه ګانو په سر ښندنو باندي ځانونه  خبرولای سی چی دا کار د هر ځوان د پاره یوه ملي او اخلاقي دنده ده .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب