
پښتو لنډۍ ۳۸
زمــــاد ږونـد ســپوږمۍ لــندی شـوه
مـــخکې لـه دې چــه پـنځلسم را و نـیسینه
دځـــوانی لــښتې مــې کــګې شـــوې
دغــــــم ثــمریې په ســرو وهــي ټا لـو نه
د ســترګو اوښــــــکې وچـــې نشـــي
کــه د چـینو رګ یــې دزړه لـه ویـنو وینه
وصال یې ږوند هجران یې مـرګ دی
ځـکه شـپې ورځې مې په مرګ حسابو مه
دوســـتي یــې رمــــزدې د شـمنې وو
چـــه يـې بیلتون چــاړه په غــاړه غــړومه
مــینه مــو زمـازړ ګي کې رنځ شـوه
پـردې وطــن کـې به مې څوک دوا کوینه
علي خان صافي