پښتو لنډۍ ۲- پیل په الف
اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم ~ که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه
اخر بۀ وران شې پېښوره ~ د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه
اختر پرون ؤ پرون تېر شو ~ دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه
اختر پرون تېر شو عالمه ~ د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
اختر نژدې دی روژه لاړه ~ ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی ~ نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ ~ څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه
اختر ته ډېره خوشالېږم ~ زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي ~ دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر د واړو مبارک شه ~ دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر دې تا ته مبارک شي ~ چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اختر له تا سره ښایېږي ~ نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
اختر نژدې دی ياره راشه ~ مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه
اخر ته داسې درته وايم ~ اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه
اخرنی ځای دې لحد دی ~ ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه
ادکې مورې څراغ بل کړه ~ د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه
اذان پۀ ځنډ کوه طالبه ~ زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه
ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو ~ که مې له سرو سترګو ويني تويومه
ارمان ارمان تېره ساعته ~ پېدا بۀ نه شې کۀ ملنګ در پسې شمه