پښتو لنډۍ ۱۷- پیل په پ
پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی ~ مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه
پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی ~ جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه
پاس پراسمان راشه رامداره ~ داسمې لارې راڼېزونيولې دينه
پاس پراوږودې منګی مات شه ~ چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه
پاس پربام مه خېژه کوترې ~ پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه
پاس پۀ بلۍ کوترې راغلې ~ زۀ پۀ پوړوديارپوښتنه ترې کومه
پاس پۀ تيرااوره بارانه ~ دپېښورپۀ برخه سېل دی رابۀ شينه
پاس پۀ سينه ځای راته جوړکه ~ مزل وهلې ځمکه ځای نۀ راکوينه
پاس پۀ کمرۀ ولاړه ګله ~ نصيب دچايې اوبۀ زۀ درخېژومه
پاس پۀ کمرۀ ولاړې زرکې ~ بازمې رنځوردی لۀ خولې وينې تويوينه
پاس پۀ ګودردپېغلوجنګ شو ~ دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه
پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې ~ چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه
پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای ~ نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه
پاس پۀ اسمان کې مرحباشوه ~ محمدوخوت دالله ديدارته ځينه
پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري ~ اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه
پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو ~ جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه
پاس پۀ بنګله کې فريادخېژې ~ يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه
پاس پۀ هواراشه جانانه ~ داکوزې لارې بېلتانۀ نيولې دينه
پاس داسمان ستوروته ګوره ~ پرتامې دومره دي دسپينې خولې پورونه
پالنګ دسرونالۍ دزرو ~ ليلادسروزروغنچه خوب پۀ کوينه
پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري ~ نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه
پام کوه واردې خطانۀ شې ~ دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه
پانسۍ دزلفوماته راکړه ~ زۀ بېلتانۀ پۀ مرګ خوشاله کړم مينه
پاولی ديخ سينه دې تخت دی ~ چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه
پتنګ پۀ خاص څراغ مين دی ~ ښايسته خولمردی ځان پرې نۀ کبابوينه
پتنګ خويوځل شهيدشوی ~ افرين ماته چې مدام سوزم مينه
پتنګه خاورې دې پۀ سرشوې ~ شموته جوړشوۀ پۀ ښيښوکې مقامونه
پتڼ پۀ منځ دبازارراغی ~ شمعې مخ پټ کړويلې نۀ دې پېژنمه
پتڼ لۀ ما نه زده کړه وکړه ~ ځکه خپارۀ وزرونه شمعې له ورځينه
پتڼ لۀ شمعې پۀ څنګ نۀ ځي ~ زۀ بۀ ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه
پتڼه راشه کۀ پرې سوځې ~ ستاداجل شمعه پۀ لاس کې ګرځومه
پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم ~ بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم ~ چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم ~ پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه
پټ کرمونه درب ډېر دي ~ جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه