پولي واحد بې ارزښته کول څه ته وايي؟ Demonetization
خلاصه:
په زیاترو هیوادونو کي موږ وینو چې یو پولي واحد د حکومت د حکم پر اساس بې ارزښته اعلانېږي او خپل ارزښت د لاسه ورکوي.خو دا چې څنګه او د کومو موخو د پاره دا پولي واحد خپل ارزښت د لاسه ورکوي نه پوهیږو؛ نو په لنډ ډول به داسي ووایو چي هغه جریان چي په وسیله یې یو پولي واحد خپل ارزښت د لاسه ورکوي دیمونتیزېشن ( Demonetization ) نومیږي.
حکومتونه د یو لړ موخو د امله دیمونتیزېشن ترسره کوي تر څو د دیمونتیزېشن په توسط خپل اهداف ترلاسه کړي.
د دې مقالې تر لوستلو وروسته به د دیمونتیزېشن په مرحلې، دیمونتیزېشن په تاریخي شالید او مثالونو، په نړیواله سطحه دیمونتیزېشن، د دیمونتیزېشن په موخو، دیمونتیزېشن مثبت او منفي اثرات پر اقتصاد، افغانستان کي د دیمونتیزېشن پروسه او د دیمونتیزېشن په اهمیت په ترتیب سره پوهه ترلاسه کړو.
تعارف:
پولي واحد بې ارزښته کول (demonetization ): هغه اقتصادي بهیر دئ، په کوم کي چي د یوه هیواد پولي واحد خپل حکمي ارزښت د لاسه ورکوي. د کرنسۍ واحد یعني یوه هیواد کي دننه چلیدونکي قانوني پیسې، چي عموماً د کاغذي پیسو، سیکو او یا هم بانکي نوټونو په شکل وي، د حکومت د حکم په اساس بې ارزښته اعلانیږي او پر ځای ئې د حکومت د لوري د مرکزي بانک په وسیله نوی پولي واحد عرضه کیږي.
اوسني عصر کي د کرنسۍ واحد یا هم پولي واحد چي عموماً حکمي ارزښت ئې تر ذاتي ارزښت ډېر زیات وي؛ یعني د حکومت په حکم سره ئې ځانته ارزښت پیداکړی وي، خو د دیمونتیزېشن په وسیله مخکینی حکم د منځه ځي، چي ورسره مستقیم د تیر پولي واحد حکمي ارزښت د منځه ځي، ناچله اعلانیږي او پر ځای ئې نوی پولي واحد د حکومت د لوري د مرکزي بانک په توسط عرضه کیږي؛ کوم چي د پخواني پولي واحد ځای خپلوي. کله کله پدې پروسه کي د یوه هیواد پولي واحد په مکمله توګه بې ارزښته اعلانیږي یعنی په یوه هیواد کي د موجوده پولي واحد ټوله رقمونو بې ارزښته اعلانیږي او حکم ئې د منځه ځي او کله کله بیا د پولي واحد ځیني مشخص ارقام خپل حکمي ارزښت د لاسه ورکوي. کله چي د یوه پولي واحد په مقابل کي دیمونتیزېشن ترسره سي؛ نو نور هغه پولي واحد د هیڅ ډول معاملاتو د صورت نیولو قابل نه پاتیږي بلکي صرف د یوه ساده کاغذ اهمیت را خپلوي.
دیمونتیزېشن په نړۍ کي:
دیمونتیزېشن د نړۍ د زیاترو هیوادونه لخوا تطبیق سوی.
حکومتونه هغه وخت دا پالیسي یعني دیمونتیزېشن انتخابوي چي کله خپلي موخي د نورو طریقو په مرسته نسي ترلاسه کولای. د دیمونتیزېشن پالیسي زیاتره حکومتونه د خپل هیواد لپاره هغه وخت انتخابوي، کله چي غواړي خپل د هیواد لوېدلي اقتصاد راپورته او پر پښو ودروي.
دیمونتیزېشن د خورا زیاتو هیوادونو لخوا په متعددو وارو سره ترسره سوی.
په نړۍ کي د دیمونتیزېشن مثالونه:
دیمونتیزېشن د پخوا وختونو راهیسي لومړی ځلي په امریکا متحده ایالات کي په ١٨٧٣ میلادي کال کي تر سترګو سوی. پدې دیمونتیزېشن کي د سره زرو سیکې د قانوني پولي واحد څخه اخراج او وروسته د سپینو زرو سیکې د پولي واحد په توګه انتخاب سوې؛ چي په پایله کي کي دا دیمونتیزېشن په امریکا متحده ایالاتو کي د پینځه کلو مسلسل شدید رکود باعث وګرځیدئ.
د دې ترڅنګ په دې ورستیو کي هندوستان، زمبابوې، شمالي کوریا، اروپایي اتحادیې هیوادونو هم د دیمونتیزېشن پروسه امتحان کړې.
الف-هندوستان: په هندوستان کي د ٢٠١٦ کال د نومبر د میاشتي پر اتمه نیټه دیمونتیزیشن صورت ونیوئ، چي په توسط ئې د ٥٠٠ او ١٠٠٠ هندۍ په ارزښت نوټونو چي د هندوستان د پولي واحد ٪٨٦ برخه ئې تشکیلوله، د وخت د صدراعظم نریندرا مودي په توسط خپل حکمي ارزښت د لاسه ورکړی او پر ځای ئې نوي د ٥٠٠ او ٢٠٠٠ هندۍ په ارزښت نوټونه بازار ته عرضه سول. هندوستان دا دیمونتیزیشن د یو لړ اساسي اهداف لپاره وکړئ چي عبارت وه له:
الف:د جعلي نوټونه د منځه وړل.
ب:د تروریستي ډلو ځپل.
ج:د ناقانونه پیسو را برسېره کول.
د:پر پټو معاملاتو حمله کول.
ه:د مالیاتو مشکل رفعه کول.
ب-زمبابوې: زمبابوې د هغه هیوادونه څخه ده چي د ٢٠٠٦ څخه تر ٢٠٠٩میلادي کال پوري د ډېر زیات شدید هایپر انفلاسیون سره مخ وه. زمبابوې د دې هایپر انفلاسیون د کنټرول لپاره درې ځلي د پیسو د ارزښت رقم په ٢٠٠٦میلادي، ٢٠٠٨میلادي او ٢٠٠٩ میلادي کال کي تبدیل کړئ. تر دې چي ٢٠٠٩ میلادي کال کي ئې داسي پولي واحد چاپ کړئ، چي رقم ئې ١٠٠ ټریلیونه ؤ، خو دا چي شدید هایپر انفلاسیون د پیسو بازار کي ریښې کړي وې، د یوه ١٠٠ ټریلیونه زمبابویي پولي واحد حقیقي ارزښت یا هم د خرید قوه د یوه امریکایي ډالر د ٤٠ سینټه سره سره برابره وه.
له دې وروسته زمبابوې یو ځلي بیا دیمونتیزېشن ترسره کړئ او په خپل هیواد کي ئې د د پولي واحد د استعمال لپاره نړیواله کرنسیو لکه اېرو، ډالر او جنوبي افریقا رېند ته خپل په هیواد کي د استعمال اجازه ورکړل.
خو په ٢٠١٩ کال کي ئې د متعدد پولي واحدونه سیسټم د منځه یوړئ او پر ځای ئې د RTGS(Real time gross settlement) په نوم پولي واحد وړاندي کړئ. مګر د دې علاوه یو ځلي بیا ئې په ٢٠٢٠ میلادي کال کي د متعدد کرنسیو د استعمال سیسټم ودان کړئ.
ج-اروپا: اروپايي هیوادونو چي مجموعه ئې دوولس هیوادونه کیږي، د ١٩٩٩ میلادي کال د جنوري پر لومړی نیټه د “اېرو:Euro” په نوم پولي واحد په متحد ډول د خپلو هیوادونو د پاره د پولي واحد په توګه ومنله او د هر هیواد حکومت خپل مخکیني پولي واحدونه دیمونتیز کړل. اېرو د لومړني دریو کلونو لپاره صرف یو خیالي او اډیالي کرنسي وه، یعني په فزیکي توګه ئې شتون نه درلود، بلکي صرف په الیکترونیکي معاملاتو او د بانکونو د لوري د حسابونو د جوړولو په وخت کي استفاده ورڅخه کېدل. درې کاله وروسته د ٢٠٠٢ میلادي کال د جنوري په لومړی نیټه دوولس اروپايي هیوادونو مرکزي بانکونو اېرو په فزیکي توګه د نوټونو او سکو په ډول ترلاسه او وروسته عرضه کړل.
د اروپايي اتحادیې هیوادونو دا دیمونتیزیشن د ځینو موخو لپاره ترسره کړئ چي په دې ډول وه:
١-د یو واحدي کرنسۍ د انتخاب لپاره.
٢-د کرنسۍ د ارزښت د ثبات لپاره.
٣-د اروپایي هیوادونو ترمنځ د تجارت اسانه والي لپاره.
٤-د اروپايي هیوادونو د اتحاد د یو سمبول جوړېدو لپاره.
د دیمونتیزېشن موخې:
که څه هم دیمونتیزېشن د حکومتونو په پالیسیو کي ډېر کم لیدل کیږي او په زیاته کچه نه تر سترګو کیږي، خو بیا هم کله کله چي یو حکومت غواړي خپل د هیواد پولي واحد ته تغیر یعني پولي ریفورم ترسره کړي او خپل اوسنی پولي واحد بې ارزښته اعلان کړي؛ نو د ځینو اهدافو او عواملو په نظر کي نیولو سره دې ته غاړه ایږدي، تر څو دیمونتیزیشن رامنځته کړي.
حکومتونه د یو شمېر موخو په نظر کي نیولو سره د دیمونتیزېشن پالیسي تطبیق کوي. دا موخي د یوه حکومت څخه تر بل حکومت پوري فرق کوي. کېدای سي یو حکومت د یو شمېر موخو چي ورته ترجیح ولري نظر کي نیولو سره دیمونتیزېشن رامنځته، خو یو بل حکومت بیا کېدای سي د بل ډول موخو په نظر کي نیولو سره دیمونتیزېشن رامنځته کړي. د دیمونتیزیشن لپاره ټاکلي موخي اقتصادپوهانو ندي ټاکلي، بلکي اقتصادپوهانو د بېلابېلو حکومتونو د موخو په نظر کي نیولو سره کوښښ کوي د دیمونتیزېشن موخي تعریف کړي.
د دیمونتیزېشن ځیني اساسي موخي چي حکومتونه د هغه موخو په نظر کي نیولو سره دیمونتیزېشن ترسره کوي په دې ډول دي:
الف-د اقتصادي جریان څخه تورو پیسو اخراجول: عموماً توري پیسې هغه پیسو ته ویل کیږي چي په غیر قانوني ډول سره لاسته راغلي وي. یعني هغه پیسې چي د رشوت، فساد، درغلۍ څخه لاسته راغلي وي او حکومت ته ئې حساب او مالیه نه وي ورکول سوې.کله چي د یوه حکومت په چوکاټ کي د تورو پیسو شتون زیات سي او حکومت ته سرخوږی جوړکړي؛ نو حکومتونو عموماً د تورو پیسو د اخراجولو او د منځه وړلو لپاره کله مکمل او کله کله بیا یو څو مشخص پولي واحدونو بې ارزښته اعلانوي او پر ځای ئې نوي پولي واحدونه رامنځته کوي. تر څو د پیسو په جریان کي تور پیسو بازار په نښه او کلکه ضربه ورکړي.
ب-د تروریزم کنټرولول: د تروریزم د حمایې او پاللو په صورت کي عموماً د لوړ ارزښت لرونکي پولي واحدونو څخه استفاده کیږي، تر څو یو هیواد کي داخل تروریستي ډلي ورباندي حمایه او ؤ روزل سي. کله چي حکومتونو د تروریستي ډلو څخه په راتلونکي د یو ضرر او تاوان لیدونکي وي؛ نو په ډېري چټکۍ سره دیمونتیزېشن رامنځته کوي، یعني پخوانۍ کرنسي بې ارزښته اعلانوي او د نوي پولي واحد د وړاندي کولو پروسه تدریجي او ځنډنۍ کوي؛ تر څو د تروریستي ډلو راتلونکي پلانونه تر زیاتي اندازې شنډ کړي.
ج-د پیسو د جریانه د جعلي نوټونه خارجول: کله چي مرکزي بانک ته د خلکو د لوري د جعلي نوټونو د ډېروالي شکایتونه په زیاته کچه ورسیږي او مرکزي بانک نور ونسي کولای چي د جعلي پیسو پر کنټرول برلاسی سي او پیسو د د جریانه جعلي نوټونه استخراج وکړي؛ نو عموماً حکومت پخواني پولي واحدونه بې ارزښته اعلانوي او نوې کرنسي په وجود راوړي.
څرنګه چي بازار ته جعلي ڼوټونو راوتل د پیسو د عرضې د زیاتوالي باعث ګرځیږي او دا معلومه خبره ده که چیري نور عوامل ثابت فرض کړو او اقتصادي جریان ته اضافه نغده عرضه کړو؛ نو دا د دې باعث ګرځیږي چي د یوه هیواد په بازارونو کي دي انفلاسیون رامنځته سي او د توکو قیمتونه دي په ټولو بازارونو کي را لوړسي. حکومتونو د دې لپاره چي جعلي نوټونو د پیسو د جریانه خارج کړي، د جعلي نوټونو په وسیله د ایجاد کړل سوي انفلاسیون مخه ونیسي، بازار تعادل ته سوق او کنټرول وکړي؛ نو پخوانی پولي واحد بې ارزښته اعلانوي او پر ځای ئې نوی پولي واحد عرضه کوي.
د-د پیسو پریولل: د پیسو پریولل چي مراد ورڅخه د عوایدو حساب کتاب دئ او د پتو معاملاتو رابرسېره کول دي. یعني یو شخص چي څونه پیسې مصرف کوي آیا هغومره ګټي او که مصارف ئې تر قانوني ګټي زیات دي او یا هم هغه پیسې چي حکومت ته ئې حساب نه وي ورکول سوي، په لویه سطحه د قاچاقو اړوند معاملات وي او یا هم هغه معاملات چي د یوه هیواد د قلمرو په داخل کي صورت نیولی وي خو قانوني جنبه ونلري؛ نو کله چي حکومت په اقتصادي جریان کي د دې او دې ته ورته پیښو زیاتوالی احساس کړي؛ دیمونتیزیشن ترسره کوي.
چي پدې سره ناقانونه یا هم ناپاکي پیسې او ناقانونه معاملات سخته ضربه ویني. پداسي حالاتو کي دیمونتیزیشن بې قانونه پیسې او هغه پیسې کوم چي حکومت ته ئې حساب نه وي ورکول سوی په دېري اسانۍ سره رابرسیره او د منځه وړي.
د دیمونتیزیشن په حالت کي یو کس اړ دئ چي خپله نغده شتمني به نوي نغده شتمني بدله کړي، که ئې نور هم ساده کړو یو کس اړ دئ چي خپله هغه شتمني چي ده په نغد ډول ساتلې ده( خو اوس هغه نغده د اعتبار وړ نده؛ځکه حکومت دیمونتیز کړې مګر حکومت افرادو ته ویلی وي چي ماته د خپلي نغدي شتمنۍ قانوني حساب راکړئ، تر څو د زړې کرنسۍ په بدل کي نوی پولي واحد درته وسپارم) په نوي پولي واحد تبدیله کړي؛ نو پداسي حالت کي یو شخص اړ دئ، تر څو خپل د نغدو پیسو حساب حکومت ته ورکړي او حکومت نوی پولي واحد د هغه په بدل کي ورته وسپاري. چي دې ته د پیسو پریوللو اصطلاح کارول کیږي. یعني حکومت د افرادو شتمنۍ قانوني کوي او حساب ؤ کتاب ورسره کوي.
ه- د انفلاسیون د منځه وړل: کله کله بیا حکومتونو د دې لپاره زړه کرنسي بې ارزښته اعلانوي، تر څو د نه کنټرول کېدونکي یا په لوړه کچه انفلاسیون چي په اقتصادي اصطلاح ورته هایپر انفلاسیون وائې؛ مخ نیوی وکړي. پداسي حالاتو کي چي کله د انفلاسیون کنټرول د یوه حکومت تر توان او وس ووځي، هغوي خپله زړه کرنسۍ باطله اعلانوي او نوې کرنسي د نوي ارزښت سره عرضه کوي. چي پدې سره د هیواد نوې کرنسۍ د نوي ارزښت او ثبات سره ځان راڅرګنده وي.
و-انقلابي حالات: کله چي په یوه هیواد کي انقلاب راسي او د دې انقلاب سره نوی حکومت او سیسټم راسي؛ نو کله کله نوي حکومت ته د زاړه حکومت کرنسي د اعتبار وړ نه وي. نوی حکومت غواړي خپل د حکومت د اساساتو او صفاتو سره برابره یو کرنسي په وجود راوړي، چي په دې سره نوی حکومت د دیمونتیزیشن څخه کار اخلي پخوانی پولي واحد بې ارزښته اعلانوي او خپل د خوښۍ پولي واحد د خوښ کړل سوي ارزښت سره چاپوي.
ز-تجارتي موخي: کله کله حکومتونه د تأدیاتو د مثبت بېلانس د ترلاسه کولو ، صادراتو او وارداتو کي زیاتوالي، بهرنۍ پانګي د جلب، د صنعتي سکتور د تقویې او ځیني سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د دیمونتیزېشن ترسره کوي او وروسته خپل د پولي واحد ارزښت په لوی لاس را کموي. تر څو بهرني پانګوال را جلب کړي او د هغوی د سرمایو څخه ګته پورته او خپل هیواد ورباندي ودان کړي.
پر اقتصاد د دیمونتیزېشن مثبت تاثیرات:
دیمونتیزېشن پر اقتصاد یو شمېر مثبت تاثیرات لري، د کوم په وسیله چي امکان لري د یو هیواد اقتصاد د رکودي حالت څخه ؤ نورمال حالت ته ځای مایل کړي. حکومتونه هم د دیمونتیزېشن د مشخصاتو او ګټو په نظر کي نیولو سره دیمونتیزېشن رامنځته کوي، تر څو د دیمونتیزېشن دا مثبت نقطې د هیواد پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.
د دیمونتیزېشن ځیني مثبت تاثیرات پدې ډول دي:
الف-د پیسو د جریانه په زیاته کچه د تورو پیسو اخراج ترسره کوي.
٢-د یو حکومت سره د تروریزم په کنټرول کولو او ختمولو کي مرسته کوي.
٣-د پیسو د بازاره په مؤثره ډول د جعلي نوټونو اخراج ترسره کوي.
٤-د خلکو د عوایدو او شتمنیو حساب ؤ کتاب حکومت ته ورکوي.
٥-د انفلاسیون په له منځه وړلو او کنټرول کي په کافي اندازه مرسته کوي.
٦-نوې کرنسي ته د حکومت د خوښۍ ارزښت او ترڅنګ ثبات وربخښي.
٧-کېدای سي د حکومت د ښه، پر وخت او کنټرول سوي دیمونتیزېشن د امله د یوه هیواد اقتصاد پرمختګ وکړي.
د دیمونتیزېشن منفي اثرات:
د دې باوجود چي دیمونتیزېشن یو شمېر ګټي لري، کومي ګټي چي حکومتونو خپل موخي ټاکي او پر بناء ئې دیمونتیزېشن رامنځته کوي؛ مګر دیمونتیزېشن یو لړ منفي اثرات د یوه هیواد پر اقتصاد باندي هم لري، کوم چي کېدای سي یو هیواد ته ګواښ بخښونکي او ننګونکي ؤ اوسي.
پر اقتصاد د دیمونتیزېشن ځیني اساسي منفي اثرات په دې ډول دي:
الف_د نوي پولي واحد د وړاندي کولو لګښت: دا چي یو حکومت خپل پخوانی پولي واحد راټولوي او نوی پولي واحد وړاندي کوي؛ نو د حکومت لپاره د زیات شمېر لګښتونو باعث ګرځیږي؛ ځکه حکومت اړ دئ، لومړی د نوي نوټونو د چاپولو لګښت ترسره او که ئې چیري نوي سکې هم وړاندي کولې، نو اړ دی چي نوي سکې هم ضرب کړي. د دې ترڅنګ اړ دئ تر څو پخوانی پولي واحد راټول کړي او یو شمېر نور لګښتونو ترسره کړي. چي دا ټوله پروسه د خورا زیات لګښت سره ملګرې او په تطبیق کي ئې کېدای سي په زیاته کچه لګښت راسي.
د هندوستان د دیمونتیزېشن په پروسه کي د RBI بانک مشر رګورام راجن د دیمونتیزېشن اړوند بیانیه کي وویل چي د هندوستان د ٢٠١٦ میلادي کال دیمونتیزېشن د هندوستان لپاره د زیات لګښت باعث وګرځیدئ، تر دې چی د ده په قول دا لګښت د GDP د یو فیصد څخه تر دوو فیصده پوري تشکیلول؛ نو business standard سایټ ؤ دې ارقامو ته اوسط یو عشاریه پینځه فیصده نیولی او د هندوستان په GDP کي ئې ضرب کړی چي د دې دیمونتیزېشن مجموعي لګښتونو کوم چي د هندوستان حکومت جبران کړي تر دوه لکه کړوړه هندۍ هم اضافه کیږي.
ج-تجارتي سکتور: دیمونتیزېشن د اقتصاد پر تجارتي سکتور ستر اثر پریږدي. هغه اشخاص چي تجارتونه لري او په نغده باندي معاملات ترسره کوي؛ دیمونتیزېشن ئې ؤ کاروبارونه ته سخت تاوان او ضربه ورکوي. چي په عموم کي د یوه هیواد تجارتي سکتور د څه وخت لپاره خپل فعالیت ټکنی کوي او نسي کولای په عادي توګه خپل تجارت مخته یوسي.
ب-تجارتي سکتور: دیمونتیزېشن د یوه هیواد په داخل او خارج کي پر راکړو ورکړو په زیاته کچه منفي تاثیر لري. عموماً په کوچني سطحه تجارتونه زیات وخت په نغده پیسو کیږي، دا چي دیمونتیزېشن موجوده پولي واحد چي اقتصادي جریان کي نغده تشکیلوي؛ بې ارزښت اعلانوي؛ نو په کوچنۍ سطحه تجارتونه کوم چي راکړه ورکړه ئې په نغده وي په ټپه دریږي. په دې کوچني سطحه کاروبارونو کي د حمل نقل، خوراکي توکو، اړین اجناسو، پوښاک او داسي نور کاروبارونو شاملیږي، کوم چي د یوه هیواد د اقتصاد زیاته برخه تشکیلوي.
ج-صنعتي سکتور: صنعتي سکتور د یوه هیواد په داخل کي د اقتصاد د هغه برخي څخه عبارت دئ؛ په کوم کي چي اجناس او خدمات هغه که مصرفي وي او یا هم سرمایوي وي تولیدیږی. صنعتي سکتور د خپلي پراخي کار کردګۍ په وسیله د یوه هیواد د اقتصاد زیاته فیصدي جوړوي، اقتصادي پرمختګ ئې ټاکي او د یوه هیواد اقتصاد ته په خپل لمن کي رشد ورکوي. صنعتي سکتور په خپل وار سره د دیمونتیزېشن تر اثر لاندي راځي او فعالیتونه ئې تر یوې دورې پوري ټکني او محدود پاته کیږي. په پرمختیايي هیوادونو کي چي زیاته اندازه صنعت ئې په کوچنیو واحدونو ترسره کیږي او د دې کوچني واحدونو ترمنځ معاملاتو ټوله د نغدي په وسیله صورت نیسي؛ نو کله چي دیمونتیزېشن پوسیله د پولي واحد حکمي ارزښت د منځه ځي، ورسره په صنعتي سکتور کي د ښکېلو واحدونو په لاس کي نغده بې اعتباره ګرځي؛ نو د کارفرما سره د خامو موادو د رانیولو، د مزد د توضیع کولو او د ځیني اساسي لګښتونو د تأدیې لپاره د پخوا په کچه نغده نه وي موجوده؛ نو پر همدې اساس دا واحدونه خپل تولیدات کله تر یوې دورې په ټپه دروي او کله کله بیا خپل په تولیدات کي کمښت راولي.
د-معلومه کامیابي نلري: دیمونتیزیشن چي کله حکومت ترسره کوي، دا یقیني نه وي، چي دا دیمونتیزېشن دي یو رنګ راوړي. بلکي د دې امکان سته چي حکومت دي خپل هدف ته ونه رسیږي او دیمونتیزیشن دي بې ګټي پاته سي. مثلاً؛ که یو حکومت دیمونتیزېشن د دې لپاره ترسره کړي تر څو هیواد کي د شته جرمونو کچه کنټرول، درغلیو مخه ډبه او فساد ته خاتمه ورکړي؛ دیمونتیزېشن حکومت ته دا باور نسي ورکولای چي د خپل جریان سره به یو حکومت خپل ټولو موخو ته رسوي. کله کله دیمونتیزېشن حکومتونو خپلي ټاکلي موخو ته به کافي اندازه ورسوي، خو برعکس کله کله بیا دیمونتیزېشن حکومتونو ته بېله سرخوږي جوړیدو بل شی نه پاتیږي.
ھ-پر کمزوري طبقه: عموماً د یوه هیواد په داخل کي په اقتصادي لحاظ کمزورې طبقه هغه طبقې ته ویل کیږي، چي ټاکلي کسب، کمال، هنر ونلري، د نورو واحدونو لخوا د بشري قوې په حیث د مزد په اساس ګمارل کیږي او یا هم د داسي کاروبارونو څښتنان وي، چي هغه د محدود وخت لپاره وي. د دې طبقې د افرادو عاید، مصارف او ګته ټوله په نغدي ډول وي. دوی که په کار ګمارل کیږي هم د نغدي معاوضې په اساس ګمارل کیږي او که خپل کاروبار څخه عاید ترلاسه کوي هم په نغد ډول وي.
دیمونتیزېشن د داسي افرادو د ژوند پر سطحه زیاته ضربه واردوي؛ د دې اشخاصو د ژوند معیار تر یوې دورې پوري رکودي حالات ته ټېل وهي، د ژوند ارتقاء ته ئې د خاتمه وربخښي، بې کاري وربخښي او د فقر حالت ته ئې سوق کوي.
و- د مجموعي تقاضا د کمیدو باعث ګرځیږي؛ ځکه پداسي حالاتو کي چي یو حکومت تازه دیمونتیزیشن تطبیق کړئ وي، د دولت لګښتونو د پرمختايي چارو اړوند راکمیږي، شخصي پانګي اچوني را کمیږي، د اشخاصو د لوري لګښتونو راکمیږي او همداسي د صادراتو او وارداتو کچه هم کمیږي، چي پدې سره مجموعي تقاضا راکمیږي او د مجموعي تقاضا دا کمیدل د یوه هیواد د GDP کچه راکښته کوي.
مثلاً؛ کله چي هندوستان کي د ٢٠١٦ کال د نومبر د میاشتي پر ٨ تاریخ دیمونتیزیشن رامنځته سو، د فروفیسور موهمن سینګ، چي د هندوستان پخوانی لومړي وزیر ؤ، د هندوستان GDP په اړه داسي وویل: “په ٢٠١٦ میلادي کال کي چي کله هندوستان دیمونتیزیشن رامنځته کړ؛ نو د هندوستان په GDP کي تر ٪٢ پوري کمښت راغلئ.”
افغانستان کې دیمونتیزېشن:
ز-د توقع خلاف خطرونه: کله کله دیمونتیزیشن د داسي خطرونو او تاوانونه سره مل سي، چي هغه د توقع خلاف
وي.دا داسي خطرونه وي، چي حکومتونو ئې د وقوع تخمین نه وي کړئ، تر دې چي د پام وړ ئې هم نه وي بللي.
بلکي دا یو ډول د دیمونتیزېشن جانبي عوارض دي، چي د یوه هیواد اقتصاد متضرره کوي. د دې ناتوقع سوي خطرونو څخه ځیني پدې ډول دي:د حکومت څخه د ملت نه رضایت او ناخوښي، د اساسي ضروریاتو د نه ارضا د وجهي د کښتي طبقې د افرادو مړینه، په ټولنه کي بې کاري زیږیدل، فقر زیږیدل، د ژوند میعار ټیټیدل او داسي نور.
افغانستان کي د دیمونتیزېشن تاریخچه، موخي او اثرات:
-افغانستان: افغانستان په ٢٠٠٢ میلادي کال کي پولي ریفورم ترسره کړئ، چي پخوانی پولي واحد ئې د دیمونتیزیشن په وسیله بې ارزښته اعلان کړئ؛ ځکه د طالبانو د رژیم د سقوط سره، چي د افغانستان اقتصاد یو بې ثباته او د لوړو نوساناتو سره مل اقتصاد ؤ، یو امریکايي ډالر په ٣٦ زره افغانیو تبادله کېدئ. چي دا په خپله د لوی انفلاسیون خبرداری دئ. پر همدې اساس د افغانستان اسلامي جمهوریت په کال ٢٠٠٢ د سپټمبر پر څلورمه د وخت د رئیس جمهور حمید کرزي د لوري د کرنسۍ نوي واحدونه، چي د یو، دوه او پینځه افغانیو په ارزښت سکې او د ١٠، ٢٠، ٥٠، ١٠٠، ٥٠٠ او ١٠٠٠ افغانیو په ارزښت نوټونه وه اعلان او د همدې کال د اکتوبر پر اتمه د افغانستان نوې کرنسي بازار ته وړاندي سول.پدې سره د دې نوي پولي واحد ٤٣ افغانۍ د یو ډالره سره تبادله کېدې.
د افغانستان د وخت حکومت دا دیمونتیزېشن د یو شمېر موخو لپاره ترسره کړئ:
الف: د اقتصادي ثبات د ټینګښت لپاره.
ب: د انفلاسیون د ختم او کنټرول لپاره.
ج:د پولي د واحد د کیفیت د ښه والي او نوي ارزښت ورکولو لپاره.
د افغانستان اسلامي جمهوریت لخوا دا دیمونتیزېشن په کامیاب ډول سره ترسره سو او پر اقتصاد ئې په دې ډول مثبت تاثرات پریښودل:
١-د لوړ انفلاسیون مخه ونیول.
٢-نوی پولي واحد ئې د نوي ارزښت او ثبات سره وړاندي کړئ.
٣-اقتصاد ئې رکودي حالاتو څخه خارج کړئ.
٤-صادرات واردات ته ئې وده ورکړل.
٥-داخلي تجارت ئې ترویج او انکشاف ورکړئ.
٦-د ټوله افغانستان لپاره یو واحد پولي واحد وړاندي سو.
٧-د پولي واحد ارزښت د کافي اندازې ثبات سره مل سو.
نتیجه او پیشنهادونه:
دیمونتیزېشن چي عبارت د یوه پولي واحد د حکمي ارزښت د منځه وړلو څخه دئ، د حکومتونو لخوا د ځینو خاصو موخو لکه؛ د فساد مخنیوی، د نوي ارزښت زیږون، تورو پیسو اخراج، د لوړي کچي انفلاسیون( د پیسو د خرید د قوې کمیدل) مخنیوی او داسي یو شمېر نورو موخو د امله ترسره کیږي.
د حکومت د لوري دیمونتیزېشن ترسره کولو موخي په اصل کي د یوه حکومت څخه تر بل حکومت پوري فرق کوي؛ یعني امکان لري یو حکومت د یو ډول موخو د پاره او بل حکومت د بل ډول اهدافو د پاره دیمونتیزېشن ترسره کړي.
لکه څنګه چي موږ ته معلومه ده، پیسې هغه څه دي چي د اقتصاد هسته جوړوي او د اقتصاد اساس بلل کیږي؛ نو پر همدې اساس دیمونتیزېشن ځکه مهم بلل کیږي، چي په توسط ئې پیسې بې حکمه یا هم بې ارزښته اعلانیږي.
په نتیجه کي داسي ویلای سو، دیمونتیزېشن ته اهمیت پیسې وربخښي.
دیمونتیزېشن یو د حکومتونو د خورا اهمیت لرونکو پالیسیو څخه شمېرل کیږي، چي د حکومت لخوا صادریږي؛ نو باید په پوره تدبیر او سوچ سره ترسره سي. حکومت باید مخکي له مخکي خپل د ځان سره د دیمونتیزېشن منفي اثرات محاسبه کړي او د هغه د کنټرول لپاره مخکي له مخکي لاس په کار سي.
لکه څنګه چي دیمونتیزېشن پر اقتصاد مثبت اثرات لري همداسي امکان لري د ناقص مدیریت د امله دیمونتیزېشن د یوه هیواد اقتصاد ته سخته ضربه ورکړي.
که چیری موږ د هندوستان د ٢٠١٦ میلادي کال دیمونتیزېشن ته نظر وکړو؛ هندوستان کي دیمونتیزېشن د خورا زیاتو فاجعو باعث وګرځیدئ، هلته ئې لوږه، غربت، بې کاري او داسی نور اقتصادي فاجعې ایجاد کړې، تر دې چي د غربت د لوړي کچي د امله زیاتره غریب اشخاصو کومو چي ورځنی مزد او عاید لاسته راوړئ؛ خپل ژوند د لاسه ورکړئ.
د دیمونتیزېشن د ټولو ګټو ترڅنګه باید یو حکومت د هغه منفي نقاط هم په نظر کي ونیسي، د ګټو د لاسته راوړلو او هدف ته د رسېدو لپاره باید د دیمونتیزېشن side effects یا هم هغه منفي اثرات کوم چي د دیمونتیزېشن د پروسې سره مل وي مطالعه کړل سي، په نښه دي کړل سي او د کنټرول لپاره دې کار وکړل سي.
References:
1: DEMONETISATION: ITS IMPACT ON INDIAN ECONOMY by Priyanka Sharma
2: press statement: demonetization of
Zimbabwe doller/ published by reserve
bank of Zimbabwe
3: The history of demonetization around the world and its impacts on church and
history by sovan komar mallick
4: Impact of Demonetization on Indian economy by Dr. Partap Singh and Virender Singh
5:A study on people impact on Demonetization
K. Veerakumar
6:https://www.investopedia.com/terms/d/demonetization.asp
7:https://www.mbauniverse.com/group-discussion/topic/business-economy/demonetisation
8:https://en.m.wikipedia.org/wiki/Afghan_afghani
9:https://european-union.europa.eu/institutions-law-budget/euro/history-and-purpose_en#:~:text=After%20a%20decade%20of%20preparations,changeover%20in%20history%20took%20place.
10:https://wealthbucket-in.cdn.ampproject.org/v/s/wealthbucket.in/blog/history-of-demonetization/amp/?amp_gsa=1&_js_v=a9&usqp=mq331AQKKAFQArABIIACAw%3D%3D#amp_tf=From%20%251%24s&aoh=16508376066055&referrer=https%3A%2F%2Fwww.google.com&share=https%3A%2F%2Fwealthbucket.in%2Fblog%2Fhistory-of-demonetization%2F
11:https://www.investopedia.com/terms/forex/z/zwd-zimbabwe-dollar.asp
لیکنه: اصیل زارع