په کورني صندوق کې د جمع شوي مال د زکات حکم
د ګرانو مینه والو څخه یوې خور خپله پوښتنه مونږ ته رالېږلې وه او په هغې کې یې له مونږ څخه پوښتلي ؤ چې: آیا په هغه مالي صندوق کې چې په یو لړ کورنیو کې شتون لري؛ (پدې ډول صندوقونو کې عموماً د کورنۍ افراد هر یو د خپل وس او توان سره سم پیسې جمع کوي؛ اوس که چیرې یې) پیسې د نصاب حد ته ورسیږي؛ نو آیا زکات پکې واجبېدلی شي؟
په لنډو ټکو سره د قدرمنې خور ددې پوښتنې په اړه ویلای شو چې:
په دې اړه د علماء کرامو نظر دادی چې: په هغو صندوقونو کې چې په ځینو کورنیو کې شتون لري او یو لړ پیسې او مال پکې ساتل کیږي؛ نو دا ډول پیسې د وقف شوي مال حیثیت لري؛ او هیڅ ډول زکات پکې نشته.
لیکنه: فضل الله (ممتاز)