په کندهار کې د خرقې مبارکې په اړه پوښتنه

1- د اسلام ڀه مبارک او کامل دین کی د عکسونو اخیستل گناه ده او که نه؟

2- د کندهار ڀه ولایت کی یوه (جبه) د رسول الله صلی الله علیه وسلم ڀه نوم دوی ستای او د هغی احترام هم د هغه ڀه نوم کوی ددی ڀه هکله راته څه اسلامی معلوماتو ضرورت دی. لکه:

الف: که دا د روسول الله صلی الله علیه وسلم  وی نو د کوم خلیفه ڀه وخت کی دا راوړل شوه اوولی یی اجازت ورکړه؟

ب: چا او ڀه کومه ڀیړی کی راوړل شویده؟

ځواب :

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته :

د اسلام په مبارک دین کې پرته له ضرورت څخه د ژوندیو عکسونه اخیستل ګناه ده خو د ضرورت په بنا د ضرورت په اندازه جایز دي او که د منظرو ، کورونو او نور شیانو عکسونه واخیستل شي نو پروا نه کوي.

دوهم: وروره  ! مونږ هم اوریدلي چې خلک هغه (جبه) چې  په کندهار کې ده داسې ګڼي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ده او احمدشاه بابا له بخاری څخه راوړې وه چې په افغانستان کې ئې دوه نیم قرنه تېر شوي دی، خو دا چې بخاری ته به چا اوڅه وخت راوړې وي یوه تاریخي خبره ده،  که چیرته دا په یقین سره ثابته شي نو دسپیڅلو تاریخي او اسلامي آثارو په حیث ئې درناوی په کار دی نورڅه مهم شرعي احکام ورپورې تړلي نه دي  او نه هم هغه چاته ګټه او زیان رسولی شي .

دکتور رفیع الله عطاء
د سلام دلوړو زدکړو دتعلیمي مؤسسي اداري معاون او استاد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب