په کاري ساحه کې څنګه د ناندرې وهلو مخه ونیسو؟

هو ته ښه سړی يې، ته میسټر نایس شخص يې؛ خو ستا ځینې همکاران شاید غوصه ناک وي. تل کوښښ کوي، چې بحث وکړي او دعوې او ناندرې ووهي. د نظریاتو تبادله او اختلاف هم کله په بحث بدلیږي او دا یوه عامه ستونزه ده.

اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شو دا ډول حالت څخه ځان خلاص کړو او څنګه کیدلای شي، چې د بحث مخه ونیسو او مسله په لانجه بدله نه شي؟! دلته یو څه لارې چارې دې، چې له تاسې سره مرسته کولای شي، تر څو د دا ډول یو حالت څخه ځان وباسۍ.

۱ـ همیشه باادبه او سنګین اوسه! د هیچا پر شحصي حریم تیری مه کوه.

۲ـ چپ شه او غوږ ونیسه! چغې مه وهئ. که د مخالف په څير او یا له هغه هم ډيرې چغې وهئ، مسله لاپسې ورانیږي.

۳ـ لاسونه مه اشتوئ. سمه باډي لنګویچ وکاروئ. خپل لاسونه او د خپل بدن حرکات مو عادي وساتئ.

د تعارض په موډ کې مه ودریږئ. ارام غوږ ونیسئ.

۴ـ وښایې چې تاسې غواړئ هغه واورئ او پوه شئ چې هغه څه وایي. ورته ووایه: (ستاسې موخه … ؟)

۵ـ د ارګیومینټ (بحث) د ګټلو کوښښ مه کوئ. که د بحث د ګټلو هڅه وکړئ، سمه ده؛ بحث خو به وګټئ، خو بي باوره به شئ او ډیر څه به وبایلۍ.

۶ـ ومنئ چې مخالفت لرئ. د مرستې غوښتنه وکړئ، چې ستونزه هواره شي. یواځې یو بل ته ځوابونه مه ورکوئ.

په کاري ماحول کې د بحث کولو اغیز:

کاري تولید او کاري لاسته راوړنه بیخي کمیږي. روحې فشار زیاتیږي. د باور فضا خړه پړه کیږي او غوصه او کرکه زیاتیږي.

ژباړه: شاهین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب