څنګه کولای شو اصلي شات معلوم کړو؟

نن ورځ په مارکيټ کې خالص او تقلبي شات په زياته اندازه پيداکېږي،هرڅوک پدې لټه کې وي چې خالص شات ترلاسه کړی نوپس څنګه کولای شو چې په مارکيټ کې خالص ( اصلي ) شات لاسته راوړو؟ د خالص شات لاسته راوړلولپاره بايد لاندې نقطوته پاملرنه وشي.

۱- کله چې د مارکيټ څخه شات اخلواول بايدمونږ دهغوي ليبل وګورو،که چېري ليبل يي دمشهورکمپنی څخه وي او دشاتو توليد له نظره مشهور وي بايد داسي شات واخستل شي.
۲- يواندازه شات په يوسپين ټوکر يا دستمال باندی اچوو او دلاس په مرسته يې مږو،وروسته د خالص اوبو پواسطه پريمنځو، که چيرته په دستمال او يا ټوکر کې کوم داغونه وليدل شي نو دا اصلي شات نه دی بلکې تقلبي شات دي.
۳- يواندازه شات په ټيوش پيپر يا په تشناب کاغذباندی اچوو،که چيرې په تشناب کاغذ يا ټيوش پيپرکې جذب او دکاغذ بل طرفه ووزې نو دا خالص شات نه دی بلکې په نوموړي شات کې داوبواندازه زياته ده.
۴- مالوچ او يا شمعې ته اور ورکوو:ددې ازموينې پواسطه مونږ کولاې شو چې معلوم کړو ايا په شاتوکې اوبه مخلوط شوي او که څنګه؟ مالوچ او يا دشمعي څوکه په شاتوکې داخلواوبيا ورته اورورکوو،که چېرته په اسانۍ سره وسوځېده نو معلوميږي چې په شاتوکې اوبه ګډ نه دی او شايد نور مواد هم پکې ګډ نه وي او که چيرته ونه سواځېده نو په شاتوکې اوبه مخلوط شوي دي.
۵- مونږ پوهيږو چې ميږيان او نور حشرات قند لرونکي مواد زيات خواښوي اوهميشه دهغوي په لټه کې وي،که چيرته زمونږ شات اصلي وي نوهيڅ ميږيان او خزندي نشي کولاې د شاتولوښي ته نژدي شي او که شات تقلبي وي نو په اسانۍ سره د نوموړي قندي موادو نه استفاده کوي دا ځکه چې په نورو قندي موادو کې دګلوکوز اندازه زياته وي حال داچې په شاتوکې دقند اندازه د ۵ سلنه څخه زيات نه وي.
۶ – که چېرته اصلي شات په يو لوښي يا مرتبان کې واچود لاس پواسطه يې وخورؤ،که چېرته د بوتل يا مرتبان داخل کې شات په اسانۍ سره د يوځاې نه بل ځاې ته حرکت وکړی نودا تقلبی شات دی اوکه حرکت يې ډير بطی وي او يو څه وخت په برکې ونيسي نو اصلی شات دي.
۷ – د شات اخستلوڅخه مخکې بايد دهغی يوه نمونه په لابراتوارکې تشخيص شي ترڅو وکولای شو اصلي شات د تقلبی شاتوڅخه جدا کړو.
۸- دارنګه اصلي شات په يخچال کې د ايښودلوسره نه جامد کېږي ځکه چې په اصلي شاتوکې ۱۸ سلنه اوبه موجودوي دا اوبه د جامد کېدو لپاره کافي نه دي،نوپس ويلې شو چې تقلبي شات په يخچال کې دايښودلو وروسته جامد کېږي.
۹- که چېرته اصلي شات په يو لوښي يا مرتبان کې واچود لاس پواسطه يې وخورؤ،که چېرته د بوتل يا مرتبان داخل کې شات په اسانۍ سره د يوځاې نه بل ځاې ته حرکت وکړی نودا تقلبی شات دی اوکه حرکت يې ډير بطی وي او يو څه وخت په برکې ونيسي نو اصلی شات دي.
۱۰- دارنګه تجربه لرونکی شخص کولای شي اصلي شات د رنګ،دګلانوبوې،ذايقه اوشکل له نظره وپيژنې.
۱۱- اصلي شات په خوله کې د اچولوڅخه وروسته ډيرژر ويلې کېږي حال داچې تقلبي شات دا خاصيت نه لري.

?How to Verify the Purity of Honey

 Thumb Test
Here’s the procedure to do a thumb test:
1. Put a small drop of the honey you have on your thumb
2. Check to see if it spills or spreads around
3. If it does, it is not pure
4. Pure honey will stay intact on your thumb

 The Water Test to Spot Fake Honey
Here’s how to do the water test:
1. Fill a glass with water
2. Add one tablespoon of honey into the glass
3. Adulterated or artificial honey will dissolve in water and you will see it around the glass
4. Pure honey on the other hand will settle right at the bottom of your glass.

your ads

 The Flame Test to Know Pure Honey
Did you know that organic honey is flammable? Here’s a test to know 100% pure organic honey.
1. Take a dry matchstick
2. Dip its tip right into the honey
3. Strike the stick on the matchbox as if to light it
4. If the honey is pure, the matchstick will light with ease
5. The flame will also keep burning off the honey
6. However, if it is with impurities, it will not light because fake honey contains moisture as one of the impurities
These are some of the simple and common ways to test pure honey at home. Another common method to tell the difference is as follows: add some water and 2-3 drops of vinegar essence into the honey and mix well. If the solution becomes foamy, that is definitely adulterated honey.

ليکنه او راټولونه : پوهيالی عبدالسميع نوري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب