په ښکاره روژه خوړلو حکم؟
په دې خبره د ټولو علماوو اتفاق دی چې که څوک روژه نه نيسي او له فرضيت څخه يې هم انکار کوي، هغه له اسلامه وتلی دی، او که څوک له کوم عذر پرته د رمضان روژه وخوري؛ خو له فرضيت څخه يې انکار نه کوي، هغه مسلمان دی؛ خوسخت ګناهګار دی.
او که څوک له کوم عذر پرته په ښکاره روژه خوري او د ديني شعائرو سپکاوی کوي، هغه فاسق دی، مسلمان خليفه بايد داسې سړی ووژني ترڅو نور خلک په ښکاره روژو خوړلو جرئت ونه کړي. ([1])