د شخصي پرمختګ لپاره د SWOT تجزیه

د سواټ تجزیه او تحلیل څه شی دی؟

د سواټ تجزیه او تحلیل د یوه شرکت یا سازمان د هر اړخیزې ارزونې لپاره، تر ټولو نورو شته  تحلیلونو او تجزیو ګټور او اړین دی. سواټ له څلورو تورو جوړ دی چې لومړی توری (اس) يې د سټرېنټ، دوهم توری (ډبلیو) یې د ویکنېس، دریم توری (او) یې د اپرچونیټي او وروستی توری(ټي) یې د ټرېټز لپاره درېږي. په پښتو کې یې په ځواکمنتیاو، کمزوریو، فرصتونو او خنډونو یا تهدیدونو سره تعبیرولای شو.

د سواټ د تحلیل پر مټ یو شرکت کولای شي، خپلې ځواکمنتیاوې او کمزوریانې وپېژني او له شته فرصتونه او خنډونو څخه خبر ترلاسه کړي، وروسته بیا ددې معلوماتو او تجزیې پر بنسټ داسې ستراتیژیانې جوړوي، چې پر عملي کولو یې شرکت خپلو موخو ته رسېږي، ګټه لوړ حد ته رسوي، نوښت او ابتکار رامنځته کوي، خپل سیالان او رقیبان ماتوي، پېرودونکي خوشحاله ساتي، شته خنډونه او ګواښونه په ښه ډول سمبالوي او له فرصتونه په غوره ډول ګټه پورته کوي.

لکه څرنګه چې یو شرکت له دغې تجزې حیرانوونکې ګټې ترلاسه کوي، په همدې ډول یو شخص هم کولای شي په خپل شخصي ژوند دغه تجزیه او تحلیل ترسره کړي، خپلې ځواکمنتیاوې، کمزوریانې، شته فرصتونه، او ګواښونه مالوم کړي، بیا داسې ستراتیژیانې، پلانونه او تګ لارې جوړې کړي چې له مخې یې خپلې ځواکمنتیاوې نورې هم قوي کړي، په کمزوریانو پانګه اچونه وکړي، له فرصتونو په ښه ډول ګټه پورته کړي، او ګواښونه او خنډونه مدیریت او سمبال کړي.

په یاد ولرئ چې د سواټ په تحلیل کې ځواکمنتیاوې او کمزوریانې داخلي عوامل دي، په دې مانا چې دغه دوه فکتوره مو په واک او اختیار کې دي او کنټرولولای یې شو، د بېلګې په ډول، زمونږ مالي حالت، وړتیاوې، د پوهې کچه او داسې نور. له بل اړخه فرصتونه او خنډونه بېروني عوامل دي، یانې ددې دوه فکتورنو کنټرول مو په واک او اختیار کې ندی، د بېلګې په ډول، د سیاسي حالاتو بې ثباتي، د ټېکنالوژي پرمختګ او داسې نور.

د شخصي پرمختګ لپاره دغه تحلیل په لاندې ډول ترسره کولای شو

لومړی قدم کې د ځواکمنتیاو لېست چمتو کوو

کولای شو د ځينو پوښتنو په مطرح کولو خپل مثبت او ځواکمن ټکي پيدا او لېست کړو لکه؛ مونږ کوم مثبت ټکي لرو چې نور یې نه لري؟ د بېلګې په ډول وړتیاوې، استعدادونه، علمي رتبې او داسې نور. کوم کارونه نسبت نورو ته په غوره او متمایزه توګه ترسره کولای شو؟ کومې سرچینې او منابع لرو او کچه یې څومره ده؟ نور خلک کوم ځواکونه او مثبتې نقطې په مونږ کې ویني؟ څومره لاسته راوړنې لرو؟ له څومره با نفوذه خلکو سره اړیکې لرو؟، په دې ډول کولای شو د خپلو ځواکمنتیاو لیست چمتو کړو.

دوهم قدم کې د کمزوریانو لېست چمتو کوو

په دوهم قدم کې د خپلو کمزوریانو او منفي ټکو لېست چمتو کوو. د بېلګې په ډول، کوم منفي عادتونه لرو؟ د کومو کارونو په ترسره کولو کې کمزوري یو او علتونه یې څه دي؟ کومې موخي دي چې تر اوسه مو نه دي ترلاسه کړي او ولې؟ ولې مو پرمختګ نه ده کړی؟ کومې وړتیاوې او استعدادونه نه لرو؟ په همدې ډول تاسو کولای شی د خپلو کمزوریانو لیست برابر کړی.

دریم قدم کې د شته فرصتونو لېست چمتو کوو

کومو ټېکنالوژیانو څخه کار اخیستلای شو؟ څوک مو مرستې ته غاړه ږدي؟ له کومه ځایه کولای شو غوره مالي امکانات ترلاسه کړو؟ د څومره علمي پرمختګ زمینه راته مساعده ده؟، له کومو سیمینارونو، کنفرانسونو، انلاین وړیا کورسونو څخه ګټه اخیستلای شو؟ په همدې ډول کولای شو د شته فرصتونه پوره لېست چمتو کړو.

څلورم قدم کې د شته خنډونو لېست چمتو کوو

کوم کوم خنډونه مو د کارونو پر وړاندې درېږي؟ آیا مالي او غیرې مالي امکانات مو تهدیدوي؟ آیا د نوې ټېکنالوژي راتګ مو د لارې اغزی کېږي؟ آیا کمزوریانې مو د پرمختګ لاره بندوي؟ په دې ډول باید د شته خنډونو لېست هم برابر شي.

نوټ: تاسو کولای شئ، د خپلو ځواکمنتیاو، کمزوریانو، شته فرصتونو او ګواښونو مالومولو لپاره دا او دې ته ورته نورې پوښتنې مطرح کړی، پورتنۍ پوښتنې د بېلګې په ډول راوړل شوي.

پنځم قدم کې ستراتیژیانې او پلانونه جوړوو

دا چې اوس له ځانه سره د خپلو ځواکمنتیاو، کمزوریانو، شته فرصتونو او خنډونو لېستونه په پوره او دقیق ډول لرو، نو کولای شو ددې څلور واړه فکتورونو په نظر کې نیولو سره داسې پلانونه، تګ لارې او ستراتیژیانې جوړې کړو، چې له مخې یې په راتلونکې کې خپل د ځواک ټکي نور هم ځواکمن کړو، منفي ټکي او کمزوریانې مو رفع او په ځواکمنو ټکو یې بدل کړو، له ټولو فرصتونو په غوره ډول ګټه پورته کړو، او د شته خنډونو او ګواښونه مخه ونیسو.د ستراتیژیانو او پلانونو له عملي کولو وروسته به په خپل شخصي ژوند کې بېساري پرمختګونه تر سترګو کړو.

په يو ځل تحلیل باید بسنه ونشي، کولای شو بار، بار د اړتیا مطابق د سواټ تحلیل ترسره کړو، له خپلو نوو ځواکمنتیاو، کمزوریانو، شته فرصتونو او ګواښونه څخه خبر شو، او د خپل پرمختګ لپاره ددې څلورو بنسټیزه فکتورونو په نظر کې نیولو سره نوي پلانونه جوړ او عملي کړو.

پای

لیک: محی الدین دلیل Mohiuddin Dalil

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب