
په هغه سيمو کې د روژې حکم چې شپه يا ورځ يې ډېره اوږده وي؟
په کومو سيمو کې چې ورځ دومره اوږده وي چې روژه نيول پکې د انسان له وس څخه بهر وي (لکه په ناروې هېواد کې کله تر دوه وېشت ساعته هم اوږده ورځ وي) د داسې سيمو د روژې حکم دا دی چې څنګه د لمانځه وختونه له نږدې هغو سيمو سره برابروي چې شپه او ورځ پکې د معمول مطابق وي، همدغه راز دې روژه هم د هغوی له مهالوېش سره سم نيسي او ماتوي دې. (۱) او که ورځ اتلس ساعته وه، بيا دې پوره ورځ روژه نيسي. (۲)
۱- فتاوی شامي، ۱/۳۳
۲- مجموعة الفتاوی ، ۱/۶۹۴