د روژى دميـاشتـى قـيـام (تـراويـح)

د روژى په مياشت كښى دماخستن وروسته دخلګوراغونډيدل مستحب دى امام دى پدغه خلګو سره پنځه ترويح لمونځ اداكړى (ترويح څلورركعته دى) او هره ترويح دى په دوه سلامه اداكړى او په مابين كښى ددووترويحودى په قدرديوی ترويح ناسته وكړى بيادى امام دخلګوپه ګډون وترلمونځ اداكړى، بيله د روژى دميا شتى بل وخت دى وترلمونځ په جماعت نه كوى .
د قدورى ملاصاحب تراويح مستحب وګڼلى چه دا روايت ضعيف دى، په صحيح مذهب او روايت سره چه دحنيفيانودلوړو فقهاوو(رح) غوره دى شل ركعته تراويح سنت مؤكددى، همدارنګه و نارينو ته تراويح په جماعت سره سنت مؤكد دى .

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب