په هغه سفر کې چې د ګناه لپاره وي د قصر لمونځ څه حکم لري؟
په دې اړه فقهاء دوه نظره لري؛ یو د جمهورو علماوو نظر دی او بل لوري ته د امام أبوحنیفه (رحمه الله) نظر دی، چې د دواړو ډلو دلائل او نظریات به په لنډه توګه له تاسې درنو لوستونکو سره شریک کړو:
لومړی: د جمهورو علماوو نظر:
جمهور فقهاء په دې اړه وايي چې: که چېرې یو شخص ددې لپاره سفر کوي تر څو یو رواء عمل پکې ترسره کړي، [کېدای شي چې دا سفر یې واجب وي، یا هم مَنْدوب (مُستحب) او مُباح (روا) وي؛ نو په دې صورت کې د لمانځه قصر (لنډ آداءکول) او جمع (دوه لمونځونه په یو وخت کې ترسره کول) دواړه د ده لپاره مُباح او روا عملونه ګڼل کېږي.
د روا سفر څو مثالونه له تاسې سره شریکول غواړو؛ لکه: د لوی الله تعالی په لاره کې د جهاد د مقدسې فریضې د ترسره کولو لپاره وتل، د تجارت لپاره یو لړ هېوادونو ته سفر کول، یا هم په علمي ډګر کې نړیوالو پوهنتونو ته د لوړو زده کړو (Higher Education) په موخه لرې سفرونه کول، یا هم په صحي ډګر کې د خپلې ناروغۍ د معالجې او درملنې په تکل له خپلې سیمې څخه وتل، او یا هم د سیاحت لپاره او یا د تفریح او ساعت تېرۍ لپاره او د داسې نورو مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره سفر کول، په اسلامي شریعت کې روا عملونه ګڼل کېږي؛ خو دلته خبره داده چې: که چېرې دا سفر د یو ناروا [حرام] عمل د ترسره کولو لپاره وي؛ تر څو انسان په ظلم کې پرېوزي، یا هم د شَهَادَةُ الزور (پر دروغو او ناروا عمل باندی دشاهدي ورکولو) لپاره انسان سفر وکړي، یا د یو فساد رامنځ ته کولو او یا هم د الله تعالی د بندګانو د حقوقو د اِتلاف (له منځه وړلو) لپاره وي؛ نو په دې ډول سفرونو کې قصر او جمع بین الصلاتین هیڅکله هم جواز نلري. ددې خبرې لپاره د جمهورو علماؤ دلیل دادی چې:
په اصل کې د مسافر لپاره د لمانځه قصر او جمع په شرعي لحاظ رخصت (روا) عمل او یوه الهي پېرزوینه ګڼل کېږي، خو دا ډول الهي پېرزوینه د ګناهګار او بدکار انسان له سفر سره هیڅ تړاو نه لري؛ نو د همدې لپاره د معصیت او ګناه په سفر کې ترې استفاده نشي کېدلی، او دا هم ددې لپاره تر څو دا ګناهګار انسان پښېمانه او بېرته له خپلې ګناه څخه راوګرځي، او په دې کارسره د زورېدو انګېرنه او احساس ورسره راپیدا شي؛ او دا نظر د امام أحمد بن حنبل، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) نظر دی، او دوي دا مبارک آیت د دلیل په توګه وړاندې کوي، لکه چې لوی څښتن تعالی مونږ ته داسې لارښوونه کوي: ﴿فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾(سورت البقرة آیت 173).
ژباړه: نو هر هغه څوک چې (حرام مال لکه: د خنزیر او پرته له شرعي ذبحې څخه د مردار شوي څاروي غوښه) د یوې اړتیا له مخې وخوري (لکه دومره ولوږه ورباندې راغلي وي چې مرګ ته نژدې وي) په داسې حال کې چې ظلم کوونکی او نه هم له (ټاکلو) حدودو څخه تجاوز کوونکی وي (نو) پر ده باندې هیڅ ګناه نشته.
د امام أبوحنیفه (رحمه الله) نظر:
امام أبوحنیفه [او امام ابن تیمیة(رحمهما الله)] (1) د سفر په لمانځه کې د قصر لپاره د سفر روا والی شرط نه ګڼي، بلکې دوی وايي چې د قصر حکم د هر انسان لپاره په سفر کې همداسې باقي پاتې کېږي، که څه هم دا سفر یې د معصیت او ګناه لپاره وي، ځکه په قرآن کریم کې په عامه توګه سره د د قصر د رخصت (روا والي) یادونه شوې ده
(او خاص شوی ندی)؛ لکه چې په قرآنکریم کې داسې راغلي دي:
﴿فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ…﴾ (سورتُ البقرة آیت 184).
ژباړه: نو که چېرې له تاسې څخه یو څوک ناروغ او یا هم په سفر کې وي (او روژه وخوري) نو (بیا دې د خوړل شویو روژو) په شمار په نورو ورځو کې (بېرته قضايي روژې ونیسي).
په دې اړه راجح قول د جمهورو علماوو قول دی، او هغه داسې چې: مسافر که چېرې د ګناه او د الهي معصیت د ترسره کولو لپاره یوې سیمې ته د سفرکولو اراده وکړي؛ نو له دې نعمت څخه محرومېږي؛ تر څو سزا وویني، د پښېمانتیا انګېرنه او احساس پکې را ژوندی شي او تر څو له خپل دې ناوړه نیت څخه بېرته سمې او نیغې لارې ته راوګرځي.
و الله أعلمْ
(1) مُترجم
لیکنه: فضل الله ممتاز