د هندوانو عجیبه رواجونه او رسومات

د نړۍ هر قوم او طبقه ځانګړي عادتونه او رواجونه لري او د هر قوم او قبیلې عادتونه یو له بلي څخه بیل دي  . هند یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نړۍ پر کچه رسومات او رواجونه پکي ډېر دي.

★   د هندوانو ودونه له کوچنیوالي څخه پر نکاح کولو بناء وي ،  زوم اختیار نه لري چې ځان ته مېرمن خپله انتخاب کړي ،  بلکي هغه پرې مجبوریږي  . ځکه که چیري دوی ددې خلاف عمل وکړي ،  نو د دوی په نزد د دوی خدایان بیا ترې خفه کیږي او په واده کې یې برکت نه لویږي.

★     په هندوستان کې د ښځي لباس ساړي بلل کیږي  . دا د جامې له یوې ټوټې څخه عبارت دی چې په ځانګړې توګه له بدن څخه تاویږي او د جسم ځیني حصه یې بربنډه وي  . خو په ژمي کې بیا له ځانګړي جامې څخه خاص ډول کوټ جوړوي چې په مټ یې مېرمني له یخ څخه ځان ژغوري او همدغه عام رواج دی.

★      د بتانو له لوري د خواړو د برکتمن کولو پرته د هغو خوړل ناجائز دي  . لومړی خواړه واخیستل شي او د بتانو مخته د څو دقیقو لپاره ایښودل کیږي او ځانګړی منتر هم پرې وایي  . هغه مهال حجره له ټولو انسانانو څخه خالي کیږي او وروسته بیا ددې اعتقاد سره خواړه اخیستل کیږي چې بت څو ګولې ترې خوړلي دي.

★      د هند په ځینو منطقو کې یوه مېرمن د ډیرو نارینه وو سره واده کوي او د هر یوه لپاره خپله شپه معلوموي  . خو د اولادونو د تقسیم طریقه یې عجیبه ده !  لومړی اولاد د هغه کس وي کوم چې له ټولو نه په عمر غټ وي.  دوهم له هغه نه په عمر ټیټ او دریم بیا له هغه نه په عمر ټیټ ته ورکول کیږي  .

★      د هند په ځینو نورو منطقو کې بیا د واده رواج بدل دی  . کوم سړی او مېرمن چې نکاح کول وغواړي ،  دواړه یو ځنګله ته وزي ،  هلته مېرمن په کوم ګرم شي د خاوند ملا ور داغي ،  که یې له درده شکایت وکړ نو هغه بیا بزدل بلل کیږي او په ټول کلي کې رسوا کیږي . او که یې هغه تکلیف او درد وزغمی ،  نو هغه زړور او شجاع بلل کیږي او واده ورسره کوي  .

★     د هندوستان ځیني داسي علاقي هم شته چې مهر پر خاوند نه بلکي پر مېرمني لازم وي  او هغه یې اداء کوي.

★     د مړو د جسدونو سوځول د هندوانو عام رواج دی  . مړی په بشپړه توګه سوځي ،  تر څو هغه بلکل ایره شي  . له هغه وروسته هغه ایري ځیني په هوا کې الوزول کیږي او ځیني په سیند کې بیول کیږي او پر دې باوریان وي چې مړي په سلامتیا سره یو نوی ژوند پیل کړ.

★    د هند په ځیني ځایونو کې زوم د مهر په توګه د ناوي پلار ته غویی وړاندي کوي . که د ناوي پلار غویی قبول کړ نو دا د هغه له لوري د نکاح توافق بلل کیږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب