پردو کورونو ته له اجازې څخه پرته مه ننوزۍ

د زیاتي ستایني وړ یواځي هغه ذات دی چي  په مونږ یې د اسلامي عقیدې او ایمان نعمت پېرزو کړی دی او هر كور ته يې هغه عزت بښلی دی چي په نورو ادیانو کي هغه حرمت نلري  او کورونه یې د خپلو خاوندانو لپاره د سکون یوه پناه ګاه جوړه کړي ده چي په هغوي کي د اطمینان او ډاډ ساه واخلي او په امن و امان کي خپل عزت او ناموس په کي وساتي او له هغه څه څخه یې په پټه او پرده کي وساتي کوم چي عزتونو ته خطره پېښوي.

الله تعالی په قرآنکریم کي مسلمانانو ته خطاب کوي فرمایې :

يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَدْخُلُواْ بُيُوتاً غَيْرَ بُيُوتِكُمْ ح َتَّى تَسْتَأْنِسُواْ وَتُسَلِّمُواْ عَلَى أَهْلِهَا ذلِكُمْ خَيْر لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ . فَإِن لَّمْ تَجِدُواْ فِيهَآ أَحَداً فَلاَ تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمُ وَإِن قِيلَ لكُمْ ارْجِعُواْ فَارْجِعُواْ هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ( النور)

اې د ایمان خاوندانو له خپلو کورونو څخه پرته پردیو کورونو تر هغه وخته مه ننوزۍ ترڅو چي مو د کور له خاوندانو څخه روغبړ او په مینه هرکلی نه وي تر لاسه کړی او هغوی ته مو سلام نه وي وراچولی  دا ستاسو لپاره غوره ده ښایې چي تاسو پند ورڅخه واخلۍ که مو په هغه کور کي څوک ونه موندلو نو تر هغه وخته مه ور ننوزۍ ترڅوچي د ننوتلو اجازت نه وي در کړشوی او که درته وویل شي چي بېرته وګرزۍ نو واپس شۍدا ستاسو لپاره بهتره او غوره ده او الله تعالی په هغه څه ښه خبر دی چي تاسو یې کوۍ .

پردیو کورونو ته بې له اجازې څخه ورننوتل د هغه کور د احترام پایمال کول دی اوکله خولویي فتنې ورڅخه جوړي شي همدا راز د انسان په کتلو کي شکوک پیدا کېږي او بالعکس په اجازت اخېستلو کي هغه شکوک او شبهات ختمېږي او د کورونو حرمت ساتل کېږي او د اخلاقي مفاسدومخنېوی کېږي .

هرڅوک چي په خپل کور کي وي په یوه ځانګړي شکل ژوند کوي او په یوه خاص کیفیت سره اوسېږي چي نه غواړي نور خلګ یې هغه کیفیت وویني اویا په پټو خبرو لګیاوي چي نه غواړي نور څوک ورباندي خبرشي او یا غواړي دخپلي کورنۍ داخلي چاري د نورو له نظره پټي وساتي او په اجازت اخېستلو کي د هغه دا غوښتني بشپړي کېږي .

او په ناڅاپی توګه په بې اجازې ور ننوتلو خواه که هغه له خپلوانو څخه وي او که اجنبي وي د کور خلګ په تکلیف کېږي او په نفسیاتي طور یې عزت ته صدمه رسېږي او کېدای شي غصه یې وپارېږي او په داسي عکس العمل لاس پوري کړي چي عواقب یې د جانبینو تر مېنځ ژور تاو ترېخوالی رامېنځ ته کړي .

زمونږ او ستاسي په خپلو خپلوانو کي به داسي کسان هم وي چي کله ناکله یې  یواځي خپل کار په مخ اخېستی وي او بې له دې چي اجازه وغواړی او یا وټوخېږي په ډېره بېړه د کور په دننه کي مخامخ درته ودرېږي چي کېدای شي د کور خاوند ته ډېره درنه تمامه شي او هغه یې د ځان او کور سپکه وګڼي ځکه خو اسلام ددې لپاره آداب وضع کړي دي چي مونږ یې باید په خپل ورځني ژوند کي هرچېرته مراعات کړو .

 تاسونه ګورۍ چي الله تعالی په ذکر شوي آیت کرېمه کي د اجازت اخېستلو تر څنګ د استیناس توری ذکر کړی دی چي مفهوم یې دا دی چي ملاقات ته راتلونکی شخص باید په لطافت او د خوشالي په څیره سره د کور مالک ته سلام ور واچوي تر څو دواړه په مینه سره مخامخ شي او یو له بل څخه کرکه ونکړي دا هغه ارزښتمن اسلامي اخلاق دي چي د اسلامي اخوت مراندي ټېنګوي او د جانبینو له مېنځه وحشت وړي .

نبوي سنت د دې اسلامي فورمول وضاحت په داسي عملي او تطبیقي شکل سره کړی دی چي د اسلام ستر پېشوا رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله د یوچا دروازې ته ورغی ښي او یا کېڼ طرف ته به یې ودرېدلو او دوه ځلي به ویل السلام علیکم ، السلام علیکم

عن عبد اللَّهِ بن بُسْرٍ قال كان رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  إذا أتى بَابَ قَوْمٍ لم يَسْتَقْبِلْ الْبَابَ من تِلْقَاءِ وَجْهِهِ وَلَكِنْ من رُكْنِهِ الْأَيْمَنِ أو الْأَيْسَرِ وَيَقُولُ السَّلَامُ عَلَيْكُمْ السَّ� �َامُ عَلَيْكُمْ (سنن أبي داود)

له عبدالله بن بسر څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله د یوچا دروازې ته ورغی نو دروازې ته مخامخ نه درېدلو،  ښي او یا کېڼ لوري ته به ودرېدلو او وبه یې ویل السلام علیکم السلام علیکم .

په همدې شکل صحابه کرام او سلف صالحین چي کله به د یو چا کورته ورتلل په همدغه شکل به یې د الهي فرمان او سنت نبوي په رڼاکي دا تګلاره عملي کوله .

وأخرج الطبراني عن سعد بن عبادة قال جئت إلى النبي  صلى الله عليه وسلم  وهو في بيته فقمت مقابل الباب فاستأذنت فأشار الي أن تباعد وقال هل الاستئلان إلا من أجل النظر(الدر المنثور)

سعد بن عبادة رضي الله تعالی عنه فرمایې چي د رسول الله کورته راغلم او هغه په کور کي دننه وو دروازې ته مخامخ ودرېدلم او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي د ورننوتلو اجازه وغوښتله رسول الله صلی الله علیه وسلم اشاره راته وکړه چي له دروازې څخه لېري شم  او راته ویې ویل چي آیا اجازه اخېستل د کتلو لپاره نه ده ؟

یعني اجازه اخېستل له دې وجهي ضروري ده چي څوک د کور دنني انګړ ته ونه ګوري  دا چي ته له دروازي څخه دننه لورته راګورې بیا اجازه د څه شي غواړې  .

وأخرج أحمد والبخاري ومسلم والترمذي والنسائي عن سهل بن سعد قال اطلع رجل من حجر في حجرة النبي  صلى الله عليه وسلم  ومعه مدري يحك بها رأسه فقال لو أعلم انك تنظر لطعنت بها في عينك انما جعل الاستئذان من أجل البصر وفي لفظ إنما جعل الله الاذن من أجل البصر (الدر المنثور)

له سهل بن سعد رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي یوه سړي د رسول الله صلی الله علیه حجرې ته دننه ور کتلو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ږمونځ او یا برش وو چي ځان یې ورباندي ګیرولو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي که خبر وای چي ته راته ګورې نو په دې ږمونځ به مي په سترګه کي وېشتلی وای الله تعالی اجازه اخېستل د سترګو د لېدلو او کتلوله وجهي ضروري ګرزولي ده .

همدا راز هغه څوک چي د یوچا کورته د ورننوتلو اراده لري درې ځلي د اجازه غواړي که اجازه ورکړه شي ور دننه دشي او که نه واپس د ولاړشي دا ځکه چي په لومړي ږغ د کور خلګ متوجه کېږي او په دوهم ږغ یوله بل سره مشوره کوي او په درېیم ږغ خو یا اجازه ورکوي او یایې واپس کوي او فقهاء وایې چي که د کور والو د هغه آواز آورېدلی وي نو تر دریو وارونو  اضافه آواز د نه کوي او که هغه پوهېږي چي د کور خلګو دده اواز نه دی آورېدلی نو بیا د تر هغه آواز ورته کوي چي پوه شي چي دده ږغ ور ورسېدلو .

همدا راز به د اجازې اخېستلو لپاره دا وایې چي : السلام علیکم آیا زه داخل شم ؟

استأذن رجل على رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فقال أألج فقال عليه الصلا والسلام لامرأة يقال لها روضة   قومي إلى هذا فعلميه فإنه لا يحسن أن يستأذن اولي له يقول السلام عليكم أأدخل فسمعها الرجل فقالها فقال ادخل فدخل(التفسير الكبير)

يوه سړي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته د ورتګ لپاره اجازه غوښتله او هغه مبارک په خپل کورکي وو دې سړي وویل آیا زه دننه شم؟ خو رسول الله یوې ښځي ته چي روضه نومېدله وویل چي دې سړي ته ورشه او د اجازت اخېستلو توري او طریقه ور وښیه ځکه چي هغه ته د اجازت اخېستلو طریقه نه ده معلومه او ورته ووایه چي داسي ووایه السلام علیکم آیا کورته د ننه درشم ؟  سړي همدغه كلمات واورېدل او په هماغه شکل یې اجازه واخېستله رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا اجازه ورکړه او کورته وردننه شو.

همدا راز د ننوتونکي سړي لپاره په دروازه ټکولو ، آواز کولو او ټوخي کولو سره د اجازت اخېستلو جواز شته د عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه مېرمنه زینب رضي الله تعالی عنها وایې چي عبدالله چي که به کله کورته رادننه کېدلو وبه یې ټوخل او غږ به یې وکړ

عن زَيْنَبَ قالت كانت عَجُوزٌ تَدْخُلُ عَلَيْنَا تَرْقِي من الْحُمْرَةِ وكان لنا سَرِيرٌ طَوِيلُ الْقَوَائِمِ وكان عبد ال� �َّهِ إذا دخل تَنَحْنَحَ وَصَوَّتَ فَدَخَلَ يَوْمًا فلما سَمِعَتْ صَوْتَهُ احْتَجَبَتْ منه فَجَاءَ فَجَ� �َسَ إلى جَانِبِي فَمَسَّنِي فَوَجَدَ مَسَّ خَيْطٍ فقال ما هذا فقلت رُقًى لي فيه من الْحُمْرَةِ فَجَذَبَهُ وَ� �َطَعَهُ فَرَمَى بِهِ(سنن ابن ماجه)

زینب رضي الله تعالی عنها فرمایې چي یوه بوډۍ ښځه وه چي د لړمي کېدلوددم لپاره به زمونږکورته راتلله او زمونږ په کور کي یو کټ وو چي اوږدې پښې یې وې د عبد الله عادت وو چي کورته به رادننه کېدلو ټوخلو به یې او ږغ به یې کولو یوه ورځ هغه را ننوتلو او دا بوډۍ ناسته وه چي کله یې د هغه ږغ واورېدلو ورڅخه پټه شوله عبد الله راغی او ځما په خوا کي کېناستلو او لاس یې را باندي تېر کړلو او سپڼسی په لاس ورغی او وویل چي دا څه شی دی ما ورته وویل چي دا مي د لړمي کېدلو لپاره دم کړی دی ده کش کړ او هغه یې پرې کړلو او بیا یې وغورځولو.

په دې اساس علماء کرام وایې چي که یو سړی خپل کور ته دننه کېږي هم باید یا خو وټوخېږي او یا غږ وکړي او یا د پښو څرپی جوړ کړي ترڅو د کور نور انسانان وپوهېږي چي څوک راغلو او ناڅاپه د نه ننوزي .

په همدې شکل چي کله د کور له دننه څخه پوښتنه وشي چي څوک یې نو خپل نوم د یادوي چي ف� �انی یم او داسي د نه وایې چي زه یم لکه عادتاً چي خلګ وایې .

عن محمد بن المنكدر قال سم عت جابرا قال أتيت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  في دين ع� �ى أبي فدققت الباب فقال من ذا فقلت أنا فقال أنا أنا مرتين كأنه كرهه (سنن البيهقي الكبرى)

جابر رضي الله تعالی عنه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه پور په هکله راغلم چي ځما په پلار باندي وو او دروازه مي ور وټکوله رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چي څوک یې ؟ ما ورته وویل چي زه یم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل زه یم زه یم لکه چي دا یې نشو خوښ .

بل داچي کله دروازه ټکوۍ نو په نرمي یې ټکوۍ په داسي شکل یې مه ټکوۍ چي د کور خاوندانو ته تکلیف ورباندي ورسېږي او پرله پسې یې هم مه ټکوۍ او یو څه انتظار کوۍ او دروازه په خپله مه خلاصوۍ همدا راز ددروازې تر چولو د کور انګړ ته مه ورګورۍ او دننوتلو لپاره تلېواره مه کوۍ کېدای شي د کور مالک خپل ځان او یا دتا لپاره د کېناستلو ځای برابروي او یا پرده کوي او تیاری نیسي همدا راز مېلمانه ته په کارده چي په کور کي دننه د یوې او بلي خواته سترګي نه غړوي ځکه اجازت اخېستل د سترګو له وجهي ضروري ګرزول شوی دی بل داچي اجازت اخېستل یوازي د نارینه لپاره نه ده ښځه هم په همدې شکل مکلفه ده چي کله د بل چا کورته ننوزي لومړی باید اجازه واخلي ځکه چي په مخکي ذکرشوي آیت کریمه کي خطاب ټولو مس� �مانانو ته عمومي دی چي نارینه او ښځینه دواړه په کي شامل دي  . په همدې شکل خپل او پ� �دي ړانده او سترګه ور ټول په اجازت اخېستلو مکلف دي او هېڅوک ورڅخه مستثنی نه دي .

عن عطاء بن يسار أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  سأله رجل فقال � �ستأذن يا رسول الله على أمي فقال نعم فقال إني معها في البيت فقال استأذن عليها فقال الرجل إني خادمها فقال أتح ب أن تراها عريانة قال لا قال فاستأذن عليها(سنن البيهقي الكبرى)

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو سړي پوښتنه وکړه چي یارسول الله مورته د ننوتلو لپاره به له هغې څخه اجازه غواړم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو ؛ هغه سړي وویل چي په کور کي راسره ده رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل اجازه غواړه هغه سړي بیا وویل چي زه یې خدمت کوم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي آیا ستا دا خوښېږي چي ته یې بربنډه  ووینې هغه وویل چي نه مي خوښېږي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل نو بیا اجازه ځیني اخله .

ړوند به هم د ننوتلو په وخت کي اجازت آخلي ځکه  کله خو غوږونه هغه څه ته رسېدګي کوي چي سترګي نه ورته رسېږي .

عَنِ بن عَبَّاسٍ قال قال النبي صلى اللَّهُ عليه وسلم مَنِ اسْتَمَعَ إلى حديث قَوْمٍ وَهُمْ له كَارِهُونَ صُبَّ في أُذُنِهَ الآنُكُ يوم الْقِيَامَةِ (المعجم الكبي� �) والآنك هو الرصاص المذاب

له ابن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یو څوک چي د چا د خوښی خلاف د هغوی خبرو ته غوږ نیسي الله تعالی به یې د قیامت په ورځ په غوږونو کي ویلي کلېیي ور تویوي .

دلته یوه بله قرآني ستره نکته ده چي ستاسي پام ورته را اړوم هغه داچي الله تعالی فرمایې :

وَإِن � �ِيلَ لَكُمْ ارْجِعُواْ فَارْجِعُواْ هُوَ أَزْكَى لَكُم  .

که تاسوته وویل شي چي واپس شۍ نو واپس کېږۍ دا ستاسو لپاره غوره او بهتره ده .

دا د کوربه حق دی چي هغه که ونه غواړي چي له تاسو سره مخامخ شي او تاسو په جرأت سره په بېرته تګ ځواب کړي نو ولاړ شۍ دا ستاسو لپاره غوره ده او خفګان مه محسوس کوۍ چي له څومره لېري ځایه در ته راغلم او ته نه راوزې د مېلمانه لپاره همدا کافي ده چي الله تعالی فرمایې چي دا ستاسو لپاره غوره او بهتره ده چي بې تکلیفه واپس شۍ ځکه چي کېدای شي هغه څه عذرونه لري او هرڅ وک خپل اسرار لري او هغه په خپلو معذوریتونو ښه خبر دی .

روى ابن جرير بإسناده إلى � �نس قال : قال بعض المهاجرين لقد طلبت عمري كله هذه الآية، فما أدركتها أن أستأذن على بعض إخواني فيقول لي ارجع، فأرجع وأنا مغتبط (وإن قيل لكم ارجعوا فارجعوا هو أزكى لكم والله بما تعملون عليم ) ( تفسير الدر المنثور)

أنس رضي الله تعالی عنه فرمایې چي په صحابه وو مهاجرینو کي یوه کس ویل چي ټول ژوند مي ددې آیت کریمه د مدلول تلاش کولو چي یو څوک راته ووایې چي واپس شه او زه په خوشالي سره واپس شم خو یو ورور مي هم داسي و نه موندلو چي دا راته ووایې چي واپس شه  .

دا د خیر خبره  ده چي که کوربه ددې په ځای چي په خواشیني سره د ورننوتلو اجازه درکړي دا د� �ته ووایې چي مه راځه ولاړشه او مقابل طرف یې بده ونه ګڼي که  مسلمانان دا اسلامي او ق� �آني ادب په پام کي ونیسي زیات خلګ به په خپل مسلمان ورور له بد ګماني او سوء ظن څخه خلاص شي  .

قدوسي سلیمانخېل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب