په نړیوالو ادبیاتو کې د لنډې کیسې تاریخي شالید

له کومې ورځې چې انسان ژوند پيل کړى له هماغې ورځې نه يې کيسې هم جوړې کړې او د ژوند جالبې پېښې يې د کيسو په بڼه له يوه نه بل ته لېږدولې دي؛ د ليک ترمنځ ته راتګ وروسته د انسان له ژوند سره تړلې داکيسې په څه ناڅه بڼه خوندي شوې او راپاتې شوې دي. فولکلوري کيسې د بشر ډېرې زړې کيسې دي چې د دوى زاړه اندونه، تحليلونه او نتيجه ګيرۍ موږ ته رارسوي او د بشري راشو درشو زړې لارې راښيي چې اوس هم د نړۍ په زياتو ملتونو کې خوندي دي.

د نننۍ لنډې کيسې يا افسانې فکر هم له همدې کيسو نه رازېږيدلې او د همدې فولکلوري کيسو پر مختللې بڼه ده. هو! نننۍ لنډه کيسه لومړى په لويديځ کې دود شوه او هم هلته د دې کيسې هنري او ادبي اداڼه وټاکله شوه او فني چوکاټ ورته جوړ شو. خود دې معنادا نه ده چې په ختيځ کې کيسه نه وه، بلکې په شرق کې هم کيسه ډېره زړه او لرغونې وه، پنچاتنترا يا پنچاکيانه چې د آريايي کيسو مجموعه ده تر دوو زرو کلونو زيات عمر لري، په دې موده کې يې د ژباړو له لارې تر شرق او غربه پورې ټوله دنيا تسخيرکړې ده او لومړنۍ پښتو ژباړه يې هم درې سوه کاله عمر لري چې افضل خان خټک په ١٢٢٨هـ ق کال کړې او بيا يې نورې درې ترجمې هم شوې دي.

هسې خوپه نړیوالو ، په ځانګړې توګه لوديځو داستاني ادبیاتو کې د وړو کیسو څرک د منځنيو پېړیو د ( کاچیو ) په اثر ( د کامرون او د چاسر) په اثر (کانتربري ) کې په راغليو کوچنیو کیسو او لطیفو کې ترسترګو کیږي ، خو په معاصر مفهوم د لنډې کیسې د ادبي ژانر لیکنې پيلامه دنولسمې پېړۍ په لومړيو دوو لسیزوکې شوې ده . داهغه مهال دی چې له يوې خوا د ژوند د بوختیاوو له امله د اوږدو ناولونو او رومانونو پرځای خلکو دې لنډ ادبي ژانرته مخه کړه او له بلې خوا د چاپ او چاپي خپرونو ، په ځانګړې توګه د اخبارونو او مجلو په رامنځ ته کېدو او عامېدلو د لندې کیسې د مقبولیت ، ودې او پراختیا له پاره ښې لارې چارې برابرې شوې ( ۷: ۵۷ ) .

پروفیسور افضل رضا د ( پښتو افسانې انتخاب ) په سريزه کې د ډاکتر محمد اعظم اعظم د ( پښتو افسانه ) په حواله د لنډې کیسې د پیدایښت او پایښت د تاریخي بهیر په اړه ليکي :

(( د افسانې د ابتداء څه خاص وخت یا ځایګنی نه دی معلوم ،خو په لږه لږه وقفه په څلورو مختلفو ملکونو کې د افسانوي ادب د ځينو سترو ا مشهورو لیکونکو سر راولګېدو : په جرمني کې د ۱۸۱۴ م او ۱۸۱۸ م ترمنځومانه ای تي ډبلیو هوفمین خپله افسانوي مجموعه چاپ کړه ، د امريکې واشنګټن ( ارونګ چې دغه وخت په انګلینډ کې استوګن و) په ۲۰-۱۸۱۹ م کې يوه مجموعه ( The short stories ) چاپ کړه ، چې هغه پسې په دې میدان د هغه دوو نامتو ملګرو نیتهیل هاتون او ايډګرایلن پوه افسانو لیکنو ته ګوتې واچولې . په انګریزي ژبه یې پوه ، سټیونس ، اوهنري ، کیهوتراین مس پلډ ، مایکل ارلن ، ارنلډ بکنیټ کوپرډ ، هنري جیمس ، جیمس جوایس ، لارنس هنري ملر ، کولیر او کانن ډایل غوندې لیکوالو د مختصرې افسانې صنف ته ډېره ترقي ورکړه .

په روس کې په ۱۸۳۱ م کال کې الکسندر پوشکین ، اونیکولای ګوګول د افسانې د اولني صنف سالاران وو . په ۱۸۲۹ ع کې ( Mailed Falconer ) او په دې میدان کې د هغه دنوموړي ملاتړ بالازاک او ګایتر وو . دغه شان ددغه نومیالیو او اوچتو اوچتو لیکوالو په لاس ددنیا په مختلفو ملکونو کې د افسانې لیکلو او ددې فن د روزنې او پالنې يوشعوري تحریک شروع شو او د افسانې د تکنیک له پاره یې خاص فني اصول غوره کړی شوي . په دې حلقه ایډګرایلن پو په ړومبي ځل يوه مکمله نظریه جوړه کړه )) .

د ایران نامتو لیکوال میرجمال صادقي پخپل اثر ( ادبیات داستاني ) کې د لندې کیسې تاریخي بهیر ته داسې کتنه کوي:

لنډه کیسه په اوسنۍ بڼه او مفهوم په نولسمه پېړۍ کې رامنځته شوه ؛ مشهور امریکایي لیکوال ادګارالن پوه د لومړي ځل له پاره په ۱۸۲۴ م کال کې داسې ځانګړي غني اصول وړاندې کړل ،چې د کیسه لیکنې لندې او اوږدې بڼې ی طسره بېلولې .

براندر ماتیوز امریکایي کره کتونکی ۱۸۵۲ – ۱۹۲۹ م د لندې کیسې فلسفه نومي اثر لیکوال د لومړي ځل له پاره په ۱۸۸۵ م کال په انګلیسي ژبه کې د لندې کیسې اصطلاح وړاندیز کړه او لنډه کیسه یې له هغې کیسې څخه ، چې لنډه وي ، بېله کړه او له همدغې نېټې د لنډې کیسې اصطلاح په انګلیسي ژبه کې دود شوه .

ادګار الن پوه او ګوګول هغه دوه نومیالي لیکوالان دي ،چې د نننۍ لندې کیسې د پلار لقب یې ګتلی دی ، دغه دواړه لیکوالان په یوه وخت ۱۸۰۹ ع کال نړۍ ته راغلي ، پوه په ۱۸۴۹ م او ګوګول په ۱۸۵۲ م کال له ژونده سترګې پټې کړې دي . نږدې دواړه دلنډې کیسې ارزښتمنې بېلګې لیکلې او کومې اغېزې یې ،چې د لندې کیسې په وروستي بهیر درلودلې ،هغه له سترو او بنسټیز ارزښت څخه برخمنې دي . هغوی چې د لنډې کیسې لیکنې په وروستي بهیر کې د لوړ نوم او شهرت نه برخمن شوي په ترتیب سره دادي :

ايوان تورګه نوف ، ګوستاوفلوبر ، تولستوی ، ګې دوموپاسا ، آنتون چیخوف ، هنري جمیز ، جوزف کنراو ، اوهنري ، ماکسیم ګورګي ، جک لندن ، شرود اندرسن ، استفن کرین ډي اچ لارسن ، فرانتیس کافکا ، جمیز جویس ، کاترین منفلید ، رنګ لاردنز ، ویلیام سامرست موام ، ویلیام سارویان ، ارنست همینګوی ، ویلیام فاکنر ، فرانک اوکانر ، البرکامو ، جیمز تربر ، جي ډي سلینجر ، خورخه لویس بورخس ، ګاربریل ګارسیا مارکز او داسې نور .

دغو لیکوالو د لنډو کیسو په بدلون او پرمختګ کې د یادونې او ستاینې وړ هلې ځلې کړې دي . د کیسه لیکنې په بهير کې ځينې له دغو لیکوالو څخه د نابغه او نوښتګرو لیکوالو په نوم یادیږي ، په دوی کې دوه لومړني لیکوال د تاریخي لرغونتوب له مخې ستر ارزښت او اهمیت لري ، دوموپاسان او چیخوف په لنډه کيسه کې د نوښت له مخې په نړۍ کې له ستر اهمیت څخه برخمن دي ، چې اوسنۍ لنډه کیسه د هغوي د زیاتو احسانونو پور وړې ده او همدغه لومړني څلور لیکوال په نړۍ کې د لندې کیسې لیکنې د بنستګرو په توګه پېژندل شوي دي .

د ځينو اثارو له مطالعې څخه دا راته څرګنده شوه او ځينو لیکوالو هم په خپلو اثارو کې د نړیړال ادب په داستاني ادب کې د تاریخي شالید له مخې دغه لاندې لس لیکوالان د لنډې کیسې نوښتګر لیکوالان بللی او دهغوي د کیسو په موضوعي او هنري ارزښتونو يې په زړه پورې تبصرې او څرګندونې کړې دي .

((۱- روسي لیکوال ګوګول ( ۱۰۸۰۹ – ۱۸۵۲م )

۲- امریکايي لیکوال ادګارالن پوه ( ۱۸۰۹ – ۱۸۴۹ م)

۳- فرانسوي لیکوال هانري رنه البرکی دوماپاسا ( ۱۸۶۰ – ۱۸۹۳ م )

۴- روسي لیکوال اننون چیخوف ( ۱۸۶۰- ۱۹۰۴ م )

۵- انګلیسي لیکوال کارترین منسیلد ( ۱۸۸۸- ۱۹۳۳ م)

۶- جویس ایرلنډی لیکوال (۱۸۸۲ – ۱۸۴۱م )

۷- فرانتس کافا چکوسلواکی لیکوال ( ۱۸۸۳- ۱۹۲۳م )

۸- امریکایی لیکوال اوهنری ( ۱۸۶۳- ۱۹۱۰ م)

۹- ارنست هیمنګوی امریکايي لیکوال ( ۱۸۹۸ – ۱۹۶۱ م )

۱۰- امریکايي لیکوال جي ډی سلنخجر ( ۱۹۱۹- کال زوکړی ) ( ۷: ۶۰ ) .

په ایران کې د لنډې کیسې لیکنې پیلامه په ۱۳۰۱ لمریز کال شوې او لومړنی لیکوال چې پردې لیکني ژانر یې خل قلمي ځواک ازمويلی سید محمد علی جمال زاده دی ، چې په ۱۳۳۹ هجري قمري کال یې ( یکي بود ویکي نبود ) کتاب خپور کړ ،چې شپږ لنډې کیسې پکې راغلې دي . وروسته بیا صادق هدایت ، بزرګ علومي ، جلال آل احمد ، صادق چوبک ، جمال میر صادقي ، نادر اراهیمي ، سیمین دانشور ، محمود کیانوش او نورو دې لیکني هنرته وده او پراختیا ورکړه.

په بریتانوي هند کې له انګریزي ادب څخه اغېزمنۍ په اردو ادب کې لنډه کیسه لیکل پیل شوي دي او پریم چند لومړنی لیکوال دی ،چې په ۱۹۰۶ – ۱۹۰۷م کلونو کې یې اردو لومړنۍ لنډه کیسه لیکلې ، په همدغو وختونو کې حیدر یلدریم ، سلطان حیدر جوش او علي عباس په دې لیکني هنر کې خپلو قلمي ځواک ازمویلی دی او کله ،چې به ۱۹۳۵م کال په اردو ادب کې پرمختګ غوښتونکي غرڅنګ د ( تحریک ترقي پسند ) رامنځته شو د لنډې کیسې ليکنې ته يې دېره وده او پراختیا ورکړه او د لنډې کیسې ډېر نوميالي لیکوال رامنته شول ،چې هغوی کې منټو ، کرشن چندر ، حیات الله انصاري ، ممتاز شرین ، انتظار حسین ، هاجره سرور او خدیجه مسقور نومونه د يادونې وړ دي .

ددې بحث په پای کې ددې خبرې يادول اړین بولم هغه داچې د لنډې کیسې په اړه چې کومو نړیړالو کارونه کړي یايې د لنډې کیسې له پاره تیوري یا چوکاټونه وضع کړي او یایې لنډې کیسې لیکلې همدومره یادونې بسنې کوي ،په داسې حال کې ،چې ددې موضوع په اړه یعنې لنډه کیسه په نړیوالو ادبیاتو کې بشپړ بحث به يوه پنډ کتاب ته ورسیږي .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب