هغوی ته چې کانکور په مخ کې لري!

لکه څنګه چې پوهېږئ، د افغانستان ښوونیز سيستم داسې دی چې د ښوونځيو له فارغینو څخه کانکور اخیستل کېږي چې د یوې ځانګړې کټګورئ له مخې د خپلو اخیستو نومرو پر اساس ټاکلي پوهنځي ته بریالي کېږي.

په دې لیکنه کې مو درسره ځینې لارښوونې او مشورې شریکې کړې دي، هیله ده عمل پرې وکړئ او د بل چا د بې ګټې همکارئ په تمه پاتې نه شئ.

دا چې د کانکور ازموینه ستاسو لپاره یوه برخه لیک ټاکونکې موخه ده نو په اړه یې باید بېغوره پاتې نه شئ او تر وسه وسه مو خپلې هڅې وکړئ؛ ځکه دغه ډول چانس بیا تاسو ته په لاس نه درځي او که په لاس در هم شي؛ د پام وړ ګټه به ترې پورته نه کړئ؛ ځکه که خدای مه کړه سږ کال بریالي نه شئ او په دې تمه و اوسئ چې راتلونکی کال به بیا د کانکور په ازموینه کې برخه واخلم دا مو پر زیان ده؛ ځکه سږ کال تاسو روحاً او جسمآ د کانکور لپاره تیاری نیولی او ډېر څه په خپل ذهن کې لرئ. دا چې تر راتلونکي کاله پورې به څه کېږي او څومره شیان به مو په ذهن کې پاتې وي او تر څومره روهي فشار لاندې به یاست، یوازې خدای پاک ته معلومه ده.

هر کانکور ورکوونکی په دې لټه کې وي چې څنګه وکولای شي له ۱۲ کلونو ښوونځي لوستلو وروسته خپلې برخلیک ټاکوونکې موخې ته ورسېږي، پوره هڅه کوي ټولې هغه لارې چارې وکاروي چې وکولای شي په کانکور کې بریالي شي.

د ځان لپاره د ښه لارښود موندلو په هڅه کې شئ:

your ads

تر ټوله ښه لاره دا ده چې عمومي فکر وکړئ؛ په وړو ښارونو کې د داسې کسانو پیدا کول چې وکولای شي د کانکور د پوښتنو او ځوابونو یا په ټوله کې درته د کانکور د اماده ګۍ لپاره پوره معلومات درکړي، ډېره اسانه خبره ده خو په لویو ښارونو کې بیا دا کار یو څه ستونزمن دی.

کوښښ وکړئ په دې برخه کې له هغه چا مرسته وغواړئ چې تېر کال یې د کانکور ازموینه ورکړې ده، ترې وپوښتئ څومره له خپلو لارښوونکو راضي وو، په داسې کورسونو پسې وګرځئ چې د کانکور د لارښوونې په اړه په کې درس ورکول کېږي، د همدغو کورسونو په اړه فکر وکړئ، تېر کال دغه کورسونه څومره توانېدلي وو چې په لوړه سویه زده کوونکي کانکور ته ور وپېژني. داسې کتابونه یا د کانکور لارښود درته وټاکئ چې تر ډېره په کې نوې پوښتنې ځای شوې وي؛ ځکه د کانکور سوالونه هر کال توپیر کوي او د سوالونو په بانک کې بدلون راځي. په دې اړه مو د خپل ښوونځي له ښوونکو وپوښتئ چې له دې وروسته په کوم کورس او یا له کوم استاد څخه د خپلو معلومات د زیاتولو لپاره په اړیکه کې شم؟

اوس چې د تکنالوجۍ زمانه ده، کولای شئ د کانکور د لارښود له سي ډي ګانو ګټه واخلئ په انټرنېټ کې د کانکور د لارښوونو په اړه ځانګړې پاڼې ولټوئ، له خپلو ذکي ټولګیوالو سره د ورځې په اوږدو کې په همدې اړه خبرې وکړئ او عملي کار وکړئ چې څه باید وکړئ تر څو د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالي شئ.

۱- تر هغه چې د کانکور ورځ مو را رسېږي باید لږ تر لږه پنځه ازمایښتي کانکورونه ورکړئ او په دې اړه بېلابېلې پوښتنې ځواب کړئ، تر څو په پوره ډول د اصلي کانکور لپاره اماده وی.

۲- پر دې باید پوه شئ چې کانکور یو ډول چانس دی، نه مسابقه. خپلې وړتیا ته په کتو مو ځان ته پوهنځی وټاکئ، دې ته مه ګورئ چې فلاني د ځان لپاره طب وټاکه، زه هم باید داسې وکړم، څه مو چې په توان پوره دي هغه څه درته وټاکئ. پر ځان پوره باور ولرئ، هېڅ کله هم پر ځان باور له لاسه مه ورکوئ، دا چې تر ډېره د کانکور ازموینه په افغاستان کې د ژمي په موسم کې راځي، پوره هڅه وکړئ ګرمې جامې واغوندئ او په جېب کې درسره د خوراک لپاره یو څه ولرئ، لکه چاکلېټ، کاکو او یا هم دې ته ورته بل خواړه، پر خپل نفس اعتماد پوره درسره مرسته کولای شي چې د کانکور پر مهال خپل فکري توازن وساتئ. سهار وختي چې کله د کانکور ورکولو ځای ته ځئ، د هغه چا چې مور او پلار ژوندي دي، د خدای شکر وباسئ او د دعا غوښتنه ترې وکړئ او هغه چې مور او پلار یې وفات شوي، د لمانځه پر وخت ورته دعا وکړئ او له خدای پاک څخه مرسته وغواړئ؛ ځګه په ځلونو خدای پاک د مور او پلار په نسبت پر خپلو بنده ګانو مهربانه دی.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب