په ماشومانو کې د غلاعمده لاملونه او حل لارې

قدرمنو لوستونکو ! په دی څو کرښو کې به لولو چی:
۱: ــــ په ماشومانو کې د غلا 6 عمده لاملونه کوم دی ؟
۲:ـــ د ارواپوهنی (روان شناسۍ) پوهان په ماشومانو کې د غلا په اړه څه وایي؟
۳:ـــ و الدین په ماشومانو کې د غلا د مخنیوی لپاره کوم ټکې باید په پام کې ونیسي؟

غلا او سرقت (thievery) په هره ټولنه کې یو ډیر مذموم او بد صفت ګڼل کېږی ، او غلا کوونکي ته په اخلاقي لحاظ د یو پریوتی او شیطان صفته انسان په سترګه کتل کېږي .

د سرقت او غلا معنی داده چې : که چیرې د خاوند له اجازی پرته په پټه سره د یو خوندی ځای څخه مال واخستل شی ،نو غلا ګڼل کېږی .

همداراز که په حیلی او پلمی سره د چا مال واخستل شی دا هم په غلا کې حسابیږي.

د اسلام د سپیڅلی دین له نظره غلا په لویانو کې یوه کبیره او لویه ګناه شمیرل کېږی ، ځکه دپردی ممتلکاتو په اخستلو سره د ټولنې خلک له مالی تلفاتو سره مخامخ کېږی ، ورسره جوخت د ټولنی تامین له منځه ځی ، او فساد رامینځ ته کېږی .

your ads

نو له همدی کبله دغلاد مخنیوی لپاره باید رغنده مبارزه وشی ، او کوټلی ګامونه پورته شی .

د اسلام مقدس دین په همدی تکل چی د ټولنی مصالح له خطر سره مخامخ نشی ، د غله او دغلی د لاس په پریکولو باندی یی امر کړیدی .

خو بل لوری ته په ماشومانو کې غلا یو طبیعی امر ګڼل کېږی ،او ډیر ځل به مو لیدلی وي چی زیاتره ماشومان په خپل ماشومتوب کې یو یا ۲ ځلې غلا کوي .خوکه چیری یو ماشوم په یوه میاشت کې څو ځله غلا کوي ، نو دا بیا د اندیښنی وړ خبره ده ، ځکه دا کار ددی ښودنه کوی چی دا ماشوم اخلاقی ستونزه لري ، او ددی اخلاقی رنځ د معالــــجی او در ملنی لپاره مور او پلار باید رغنده مبارزه وکړي .

په کو چنیانو کې غلا څنګه او له کوم ځایه پیل کېږی؟

معمولاً په کوچنیانو کې غلا د وړو شیانو لکه د شیرینیو او چاکلیټو ، او د کمو پیسوله اخستلو څخه پیل کېږی ،او په پای کې د سترو شیانو په پټولو سره پای ته رسیږی.

د تربیی او روزنی پوهان په دی باور دی چی ،په ماشومانو کې د غلا عادت د هغوی د کورنۍ تربیی سره مستقیم تړاو لری ،خودا هم د یادولو وړ ده چی په 13 کلنۍ کې د ماشومانو غلا یو ځانګړی مقام لري ځکه که په دې سرنوشت سازه مرحله کې یی مخنیوی ونشی ، او په سالم تربیت او اسلامی روزنی باندی یی ترکېز ونشی ، نو شونی ده چی دغسی بی پروا ماشومان به په راتلونکې کې غښتلی او حرفه یی غله شي ،او په نتیجه کې به د ټولنی لپــــاره په یو ستر ګواښ بدل شی ، او ډیری ناخوالی به وزیږوی، نوپه دې مرحله کې له زیات اهتمام څخه باید کار واخستل شي.

زیاتره وخت کله چی په یوه کورنۍ کې ماشومان غلا ته لاس اچوي ، نو دا کار د مور او پلار لپاره د ډیری اندیښنی وړ ګرځي ، او د اولاد په دی کار باندی ډیر خواشینې او خوابدې کېږې، نو ګوت څنډنه ورته کوې اوپر وړاندې یې کلک غبرګون ښکاره کوې، تر دې چې دا کار داولاد د وهلو او ټکولو تر بریده پورې رسیږې، ځکه چې والدین د خپل اولاد په اړه په فکرکې لویږی ، او داسی نه چی دوی په راتلونکې کې په سرقت او غلا باندی روږدې شي .

په ماشومانو کې د غلا لاملونه او سببونه :

د ماشومانو د تربیي ځینی کارپوهان په ماشو مانوکې د غلا لاملونه : فقر ، جهالت ، بیکارې او په پردي مال کې د خاوند د مالکېت مفهوم او خپل خصوصی حریم نه پیژندل ګڼی ،نو له همدی کبله په غلا لاس پورې کوي .

ځینی بیا به دی نظر دي چی هر کله که د ماشومانو مادی اړتیاوی پوره نشی ، او په ځانګړی توګه کله چی ماشومان د خپلی خوښې د خوړو څخه محروم اوبی برخې شي ،نو غلا ته مخه کوي.

او همداراز که چیری هغه لواعب او دلوبو سامان چی دوی ورسره بی کچی مینه لري ، ورته مهیا او برابر نشي ، نو بیا هم شونی ده چی د لاس ته راوړلو لــــــــــپاره یی د غلا مرتکب شي.

نو که چیری مور او پلار وغواړی چی اولاد یی غلا او سرقت ته لاس وانه چوي ، نو ورته باید د قرض اخستلو او له اجازی پرته د پردی مال پورته کولو او د غلا تر منځ توپیرونه په ډاګه کړي.

او زیار وباسې چی د همدغو یادو څیزونو تر مینځ فرقونه او توپیرونه خپل اولاد ته په ډاګیزه توګه بیان کړی ،تر څو د هغوی د غلا او سرقت مخه ډب کړي.

۲ لامل یی دادی چی :ـــ
ماشومان عادتًا د نورو خلکو د ثروت او د مال اخستل یو عادي او معمولی چاره ګڼی ـــ ځکه چې دوی تر دې مهاله خپل شخصی مالکيت او خپل خصوصی حریم نه پیژني ـــ او ماشومان په ماشومتوب کې په ډیری سختۍ سره په دی باندی پوهیږی ، هغه څه چی په دوی پوری اړه نلري ـ باید له اجازې پرته وانخستل شي ، او دوی یې د اخستلو حق نلري ، په داسی حال کې چی ماشومان بیا داسې انګیری چی ددوی په چاپیریال کې هر څه ددوی لپاره دي.
نو بهتره داده چی مور او پلار تر هر څه له مخه خپل اولاد ته د مال مالکېت وروپیژني.

۳ لامل او سبب:ــــ
په کورنیو کې د فلمونولیدل یا مثبت او یا هم منفی اغیزی لری ، خو هر کله چی په کورنیو کې هغه فلمونه نندارې ته وړاندې شي چی پکې د غلا او سرقت لاری چارې و ښودل شي ، دا کار ماشومان پخپله غلا ته اړ باسي.
نو په کورنیوکې مور او پلار باید خپل اولاد ته د غـــــلا بد عواقب او بدی اغیزی وروښایی ،لکه غله د ټولنې بی باوره خلک شمارل کېږي ، او څوک پری د یو څو روپو اعتماد او باورهم نلري ، او دټولنې منفوری څیرې ګڼل کېږی . نو ګوندې دغه ښودنه د هغوی د غلا څخه په مخنیوی کې مرستـــــــندویه تمامه شي.

۴ لامل :
ځینی ماشومان غلا د خپل ځان د شجاعت سمبول ګڼي ، نونور و ته هم د غلا کولو ترغیب ورکوي ، او دې بدې لارې ته یې هڅوي ،او ورته وایې که زما په څیر زړور یاستئ نو فلانۍ څیز را پټ کړئ.

۵ لامل :
ځینی خلک په ماشومانوکې د غلا یو لامل د مور او پلار بی پروایي ګڼی ،دا ځکه چی همدغه غفلت اوبې پروایي ده چی ماشومان غلا کولو ته اړباسي.

۶ لامل :
ماشوم چی کله خپلی ټولی هیلی او امیـــدونه تر پلرنی جیب پوری وتړي ،او بیــــــا پلار ونشي کولای چی د خپل زوی اړتیاوی پوره کړي ، نو ناهیلي شي ، او داسی فکر کوي چی مور اوپلار ددوی پوښتنو او غوښتنو ته مثبت ځواب نه وایي ، نو د خپلو مالی اړتیاؤ د پوره کولو لپاره آسانه لار غلا بولي ، نو ځکه دنورو ممتلکاتو ته لاس اچول پیل کوي .

بل لوری ته شتمن او بډایه پلرونه تل د خپل اولاد اړتیاؤ ته ځیر وي ، او دمکتب خرچ هم ورکوي ، تر څو پری په تفریح کې د خپلی خوښی او( choice) مطابق خواړه تر لاسه کړي ، چی ددی په لیدلو سره هغه ماشومان چی خپل ځان ته د خوراکي توکو اخستلو توان نلري ورسره رخه او حسد پیل کوي ، نو دغه مقام ته د رسیدلو لپــــاره سرقت او غلا ته لاس اچوي.

ددی ناوړه ناروغۍ معالجه او درملنه :ـــ
(۱):ـــــ د غلا د رنځ د درملنی لپاره مور او پلار باید دا وروښایي چی غلا په انسان کې یوه ډیر بده کړنه او مذموم عمل دی .
(۲):ـــ که چیرته یو ماشوم غلا شوی مال کورته راوړي ، نو مور او پــــــلار زوی ته د ګوت څنډنی او د هغوی د وهلو او ټکولو پر ځای دوی باید دې تـه و هڅـــــــوي چی د غه غلا شوی مال بیرته دوکاندار ته ویوسي ــ اوورته وویل شي چی دا ســــتا مال نه دی او ته یی مالک نه یی ـــ او باید له دوکاندار څخه عذر خواهی وکړي او تری عفوه او بخښنه وغواړي .
(۳):ـــ دا چی والدین هیڅکله هم د خپل اولاد پروړاندی غلا ونکړي ـــ ځکه ماشوم دغه کار بیا د خپل ځان لپاره روا ګڼي ، او فکر کوي چی ماته هم روا او جایز دی چی پردي اموال لوټ کړم .
(۴):ـــ مور او پلار باید خپل اولاد ته دا ورزده کړي چی خپلی غوښتنې ورته په ډاګیزه توګه ووایي، او په زړه کې یی پټی ونه ساتي ، تر څو ورته مناسبه د حل لاره پیدا کړي.
(۵):ــــ مور اوپلار باید د خپلو ماشومانو اولیه ضروریتونه پوره کړي ، او ورسره مالي مرستې وکړي . مثلا :
ماشوم دد ې پرځای چې خپلو ملګرو او استاذانو ته د ډالیو او سوغاتونو د اخستلو لپاره پیسې غلا کړي ،دوی باید پخپله دغه تحایف ورته واخلي ،او مشروعه اړ تیاوی یی پوره کړي.
(۶):ــــ اروا پوهان وایی چی :ــ هیڅ کله هم باید د ماشومانوڅخه نیغ په نیغه ونه پوښتل شی چی آیا دا غلا تا کړیده ؟ ځکه دانکــــــار په صورت کې به ماشوم د یو بل جرم مرتکب شي ، او هغه د دروغو ویل دي ، ځکه په دې پوښتنو سره دا ډیر ه مشکله ده چی ددې ستونزې اصلی عامل او ریښې یې پیداشې ، بلکې ښه لاره داده چې ددې په مقابل کې هیڅ کله هم قیمتی وسایل او شیان د ماشومانو مخی ته کېنښودل شي .

په پای کې یو ځل بیا ددی خبری یادونه کوو چی په ماشومانوکې دغلا د مخنیوي او ژغورنې لپار ه مور او پلار تر هرڅه له مخه باید د هغوی اړتیاوی او ضرورتونه وپیژني.

لیکنه : تیسیر الزاید
ژباړه : محمد خالد( ملکزی )
مرجع : د المجتمع اوونیزه مجله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب