په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟

سوال:
د مړي خاوند ته د فاتحې لپاره د قران کریم یو څو ایاتنونه لوستل او بیا په جمع دعا کول څه حکم لري. د قران او حدیث نه مکمل جواب راکړﺉ.

ځواب: مولوي مجيب الرحمن منصور

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته!

کله چې د چا مسلمان ديني ورور مړ شي، نو د هغه خپلوانو ته تعزيت او له هغوى سره غمرازي کول، يو نيک عمل دى، چې په دې سره الله جل جلاله اجر او ثواب ورکوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه داسې فرمايي: عن أنس أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «مَنْ عَزَّى أخَاهُ المؤمِنَ فِي مُصِيبَتِهِ كَسَاهُ الله حُلَّةً خَضرَاءَ يُحْبَرُ بهَا يَومَ القِيامَة”

ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: څوک چې د خپل مسلمان ورور سره د هغه په مصيبت کې غمرازي وکړي، الله تعالى به ورته يوه شنه چپنه ورواغوندي چې د قيامت په ورځ به په هغې افتخار کوي.

د مړي د وراثانو سره د تعزيت او عمرازۍ په هکله مختلفې دعاءګانې په احاديثو کې راغلي دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم دا دعاء هم کړې ده: «إِنَّ للهِ مَا أَخَذَ، وَلهُ مَا أَعْطَى، وَكُلٌّ عِنْدَهُ بِأَجَلٍ مُسَمَّىً، فَلتَصْبِرْ وَلتَحْتَسِبْ…» ژباړه: هر څه د الله تعالى دي چې اخلي يي او ورکوي يې او هر څه له هغه سره په تقدير او ټاکلې نېټه تاکل شوي دي، نو صبر کوه او د ثواب هيله لره.

همدارنګه دا دعاء هم راغلې ده: “عظم الله اجرکم و غفر لميتکم” الله تعالى دې ستاسې اجر زيات کړي او ستاسې مړي ته دې مغفرت وکړي، انالله و انا اليه راجعون خو له ټولو نه مشهوره او غوره دعاء ده.

مګر په دې مناسبت د قرآن کريم لوستل او د قرآنکريم د لوستلو لپاره خلک راجمع کول کوم اصل نه لري، دا کار نه رسول الله صلى الله عليه وسلم کړى او نه صحابه کرامو کړى دى، د مثال په ډول د موته په غزا کې جعفر بن ابي طالب، عبدالله بن رواحه او  زيد بن حارثه رضى الله عنهم شهيدان شول او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د شهادت خبر راغى، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغوى لپاره د فاتحه خوانۍ دغه اوسني مروج مراسم جوړ نکړل او نه يې د هغوى په کورونو د قرآن کريم تلاوتونه شروع کړل، او همدارنګه د خلفاؤ راشدينو دور ته که وګورو نو کله چې ابوبکرالصديق وفات شو هېڅ يو صحابي د هغه د غمرازۍ لپاره قرآن کريم تلاوت نکړ او نه د عمر رضى الله عنه د شهادت نه وروسته او نه د عثمان او نه د على رضوان عليهم اجمعين.

خو د مړي د اولاد (زوى او لور) لپاره جواز شته چې په خپل مور او پلار قرآن کريم تلاوت کړي، د تدفين نه مخکې هم جواز لري او له تدفين نه وروسته هم جواز لري او دا چې نور خلک د تعزيت لپاره راځي او قرآن کريم ورباندې تلاوت کوي، نو دا جواز نلري.

د مړي د کورنۍ لپاره د هغوى سره د غمرازۍ د ښودلو لپاره د هغوى کور ته ډوډۍ وروړل مستحب کار دى چې په دې سره رسول الله صلى الله عليه وسلم امر کړى دى: حينما جاءه نعي جعفر فقال لأهله اصنعوا لآل جعفر طعاما فقد أتاهم ما يشغلهم أخرجه الخمسة إلا النسائي

ژباړه: کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د جعفر رضي الله عنه د شهادت خبر راورسيد، نو خپل اهل ته يې وويل چې د جفعر د کورنۍ لپاره ډوډۍ تياره کړئ، ځکه چې هغوى ته داسې غم رسېدلى دى چې هغوى له دې کار څخه مصروف کړي دي، دا حديت بې له نسائي څخه نورو ټولو صحاحو سته روايت کړى دى.

والله اعلم

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب