
په شکر ویستلو سره نعمتونه لا زیاتیږی
عن أَبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : إِنَّ ثَلَاثَةً فِي بَنِي إِسْرَائِيلَ : أَبْرَصَ ،وَأَقْرَعَ ،وَأَعْمَى ،بَدَا لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ يَبْتَلِيَهُمْ ،فَبَعَثَ إِلَيْهِمْ مَلَكًا ،فَأَتَى الْأَبْرَصَ ،فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ ؟قَالَ: لَوْنٌ حَسَنٌ وَ جِلْدٌ حَسَنٌ قَدْ قَذِرَنِي النَّاسُ ،قَالَ: فَمَسَحَهُ فَذَهَبَ عَنْهُ ، فَأُعْطِيَ لَوْنًا حَسَنًا وَجِلْدًا حَسَنًا ،فَقَالَ: أَيُّ الْمَالِ أَحَبُّ إِلَيْكَ ؟قَالَ: الْإِبِلُ أَوْ قَالَ: الْبَقَرُ ،هُوَ شَكَّ فِي ذَلِكَ : إِنَّ الْأَبْرَصَ وَ الْأَقْرَعَ قَالَ أَحَدُهُمَا : الْإِبِلُ ، وَقَالَ الْآخَرُ: الْبَقَرُ ؛ فَأُعْطِيَ نَاقَةً عُشَرَاءَ ،فَقَالَ: يُبَارَكُ لَكَ فِيهَا ،وَأَتَى الْأَقْرَعَ فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ ؟قَالَ: شَعَرٌ حَسَنٌ وَيَذْهَبُ هَذَا عَنِّي قَدْ قَذِرَنِي النَّاسُ ،قَالَ: فَمَسَحَهُ فَذَهَبَ ، وَأُعْطِيَ شَعَرًا حَسَنًا ، قَالَ: فَأَيُّ الْمَالِ أَحَبُّ إِلَيْكَ ؟قَالَ: الْبَقَرُ. قَالَ: فَأَعْطَاهُ بَقَرَةً حَامِلًا ،وَقَالَ: يُبَارَكُ لَكَ فِيهَا ،وَأَتَى الْأَعْمَى ،فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ ؟قَالَ: يَرُدُّ اللَّهُ إِلَيَّ بَصَرِي فَأُبْصِرُ بِهِ النَّاسَ ،قَالَ: فَمَسَحَهُ فَرَدَّ اللَّهُ إِلَيْهِ بَصَرَهُ ،قَالَ: فَأَيُّ الْمَالِ أَحَبُّ إِلَيْكَ ؟ قَالَ: الْغَنَمُ ،فَأَعْطَاهُ شَاةً وَالِدًا ،فَأُنْتِجَ هَذَانِ وَوَلَّدَ هَذَا ،فَكَانَ لِهَذَا وَادٍ مِنْ إِبِلٍ ،وَ لِهَذَا وَادٍ مِنْ بَقَرٍ ،وَلِهَذَا وَادٍ مِنْ غَنَمٍ ،ثُمَّ إِنَّهُ أَتَى الْأَبْرَصَ فِي صُورَتِهِ وَهَيْئَتِهِ ،فَقَالَ: رَجُلٌ مِسْكِينٌ ،تَقَطَّعَتْ بِيَ الْحِبَالُ فِي سَفَرِي ،فَلَا بَلَاغَ الْيَوْمَ إِلَّا بِاللَّهِ ،ثُمَّ بِكَ ،أَسْأَلُكَ بِالَّذِي أَعْطَاكَ اللَّوْنَ الْحَسَنَ وَالْجِلْدَ الْحَسَنَ وَالْمَالَ بَعِيرًا ؛أَتَبَلَّغُ عَلَيْهِ فِي سَفَرِي ،فَقَالَ لَهُ : إِنَّ الْحُقُوقَ كَثِيرَةٌ ،فَقَالَ لَهُ: كَأَنِّي أَعْرِفُكَ ؛أَلَمْ تَكُنْ أَبْرَصَ يَقْذَرُكَ النَّاسُ ؟،فَقِيرًا فَأَعْطَاكَ اللَّهُ ؟،فَقَالَ: لَقَدْ وَرِثْتُ لِكَابِرٍ عَنْ كَابِرٍ ، فَقَالَ: إِنْ كُنْتَ كَاذِبًا فَصَيَّرَكَ اللَّهُ إِلَى مَا كُنْتَ ،وَأَتَى الْأَقْرَعَ فِي صُورَتِهِ وَ هَيْئَتِهِ ،فَقَالَ لَهُ مِثْلَ مَا قَالَ لِهَذَا ،فَرَدَّ عَلَيْهِ مِثْلَمَا رَدَّ عَلَيْهِ هَذَا ،فَقَالَ: إِنْ كُنْتَ كَاذِبًا فَصَيَّرَكَ اللَّهُ إِلَى مَا كُنْتَ ،وَأَتَى الْأَعْمَى فِي صُورَتِهِ فَقَالَ: رَجُلٌ مِسْكِينٌ ،وَ ابْنُ سَبِيلٍ ،وَ تَقَطَّعَتْ بِيَ الْحِبَالُ فِي سَفَرِي ، فَلَا بَلَاغَ الْيَوْمَ إِلَّا بِاللَّهِ ،ثُمَّ بِكَ ،أَسْأَلُكَ بِالَّذِي رَدَّ عَلَيْكَ بَصَرَكَ شَاةً أَتَبَلَّغُ بِهَا فِي سَفَرِي ، فَقَالَ: قَدْ كُنْتُ أَعْمَى فَرَدَّ اللَّهُ بَصَرِي ،وَ فَقِيرًا فَقَدْ أَغْنَانِي ،فَخُذْ مَا شِئْتَ ،فَوَ اللَّهِ لَا أَجْهَدُكَ الْيَوْمَ بِشَيْءٍ أَخَذْتَهُ لِلَّهِ ، فَقَالَ: أَمْسِكْ مَالَكَ ؛فَإِنَّمَا ابْتُلِيتُمْ فَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنْكَ ،وَ سَخِطَ عَلَى صَاحِبَيْكَ.
د ابو هریر ة رضی الله عنه نه روایت دی، چې وايي ما د رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام نه واورېدل چې فرمایل يې:
په بني اسرائیلو كې درې كسان چې یو يې پیس (برص) بل ګنجى او دریم ړوند وو. الله عزوجل د دوی د امتحان اراده وکړه. الله عزوجل دې دریو واړو ته یوه فرښته ور ولیږله. فرښته پیس ( برګي) ته راغله او ورته يې وویل: ستا څه خوښېږي؟ پیس ورته ځواب ورکړ چې: ښائسته رنک او ښائسته پوستكى (څرمن) او دا زه چې په کوم حالت كې یم دا مرض زما څخه لرې شی، ځکه چې د دې له امله خلک زما څخه نفرت كوي.
رسول الله علیه افضل الصلاة و السلام فرمايي: فرښتې د هغه په جسم لاس را کش کړ دهغه کس نه هغه مرض لرې شو او ښه رنګ او پوستكى پرې پيدا شو.
د هغه نه بیا فرښتې وپوښتل: په مال كې دې څه خوښ دی؟ هغه ورته وویل: اوښ یا غوا (د رواي اسحاق بن عبدالله شک دی، پیس او ګنجي دواړو كې یو اوښ غوښتی و او بل غوا).
فرښتې هغه ته د لسو میاشتو حامله اوښه ورکړه او داسی دعايې ورته وکړه: الله دې درته په كې برکت واچوي. فرښته بیا ګنجي ته ورغله او ورته يې وویل: ستا تر ټولو ډېر څه خوښ دی؟ هغه ورته وویل: ښائسته ویښته او چې دا مرض را څخه لرې شي، ځکه خلک ددې په وجه زما څخه نفرت كوي.
رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمايي: فرښتې د هغه په سر لاس راکش کړ .
الله عزوجل هغه ته ویښته ورکړل او هغه مرض يې ترینه لرې کړ. فرښتی بیا ترینه وپوښتل: په مال كې دې تر ټول ډېر څه خوښېږی؟ هغه ورته وویل: غوا. فرښتې هغه ته حامله غوا ورکړه او داسې دعا يې ورته وکړه : الله دې درته په كې برکت واچوی.
فرښته بیا ړوند ته ورغله او ورته يې وویل: تر ټولو ډېر ستا څه خوښ دي؟ ړوند ورته وویل: دا چې الله عزوجل ماته بېرته د لیدلو طاقت راکړي تر څو زه خلک ووینم. رسول الله علیه الصلاة والسلام فرمايي: فرښتې د هغه په سترګو لاس راکش کړ او الله عزوجل د هغه سترګې بېرته بیناء کړې. فرښتی ترینه بیا وپوښتل: په مال كې دې تر ټولو ډېر څه خوښ دي؟. هغه ورته وویل: میږه (ګډه). فرښتی هغه ته حامله میږه ورکړه او داسې دعا يې ورته وکړه. الله دې درته په كې برکت واچوی.
دریو واړو ځناورو بچي وزېږول او د برګي د اوښانو خپله ګله (رمه) شوه. همداسی د ګنجي د غواګانو او د ړوند د اوزو رمه شوه .
فرښته د برګي (پیس) مرض والا ته بیا په هماغه شکل راغله لکه څنګه چې مخكې ورته راغلې وه او ورته يې وویل:
زه یو ډېر محتاج انسان یم په سفر كې زما ټول سامان او اسباب خلاص شو د الله عزوجل د مدد نه بغیر زه خپل منزل ته نه شم رسیدلی، زه ستا نه د هغه الله په نوم سوال کوم ،کوم الله چې تاته ښه رنګ او ښائسته پوستكى درکړ او د اوښانو دغه رمه يې درکړې ده، د هغه په نوم یو اوښ راکړه تر څو زه پری خپل سفر سرته ورسوم. هغه(پیس) ورته وویل: په ما حقوق ډېر زیات دي. فرښتې ورته وویل: غالباً زه تا پېژنم. آیا ته هغه غریب او پیس نه وې؟، چې خلکو در څخه نفرت كاوه. الله صحت او دغه مال درکړ؟.
هغه کس ورته وویل: دا مال ماته زما د پلار او نیکه نه را پاتې شوی دی. فرښتې ورته وویل: که چېرته ته دروغجن يې، نو الله عزوجل دې خپل اولني حالت ته ور وګرځوه.
فرښته بیا گنجي ته هم په هماغه پخواني صورت كې راغله او هماغه څه يې ورته و ویل کوم يې چې د پیس مرض وهلي ته ویلي و. گنجي فرښتې ته هماغسې ځواب ورکړ کوم چې پیس ورکړی و. فرښتې گنجي ته وویل:
که ته دروغجن يې نو الله دې هماغه اولني حالت ته ور وګرځوه. فرښته بیا ړوند ته په هماغه اولني صورت راغله او ورته يې وویل:
زه یو حاجتمند مسافر یم په سفر كې زما ټول اسباب خلاص شوی دی. د الله عزوجل د مرستې او بیا ستا له مرستي نه بغیر زه خپل منزل ته نه شم رسېدلی. زه درنه د هغه الله په نوم سوال کوم، کوم چې تاته سترګې درکړي د هغه په نوم یوه میږه راکړه تر څو زما په سفر كې په کار راشی؟! ړوند ورته وویل: بیشکه زه یو ړوند وم الله عزوجل په خپل کرم سترګې راکړې او غریب وم په خپل رحم يې مالداره کړم. قسم د هغه په ذات! نن چې ته د هغه په لاره هر څه غواړې او اخلې زه به تا د هغی له اخیستلو څخه منع نه کړم. فرښتې ورته وویل: ته خپل مال د ځانه سره وساته. تاسو درې واړه الله امتحان کړی. الله عزوجل ستا څخه رضا شو او ستا دواړو ملګرو ته غصه او دهغوی څخه ناراضه دی.
دحدیث تخریج :
صحيح البخاري: کتاب أحادیث الأنبیاء، باب: حديث أبرصوأعمى و أقرع في بني إسرائيل،برقم: (۳۴۶۴)او په: کتاب الایمان والنذور، باب: لایقول ماشاء الله و شئت، وهل یقول أنا بالله ثم بک ؟ ۶۶۵۳.
صحيح مسلم: کتاب الزهد (والرقائق) باب: الدنیا سجن الؤمن وجنة للکافر، حدیث: (۲۹۶۴).
د حدیث فائدی:
۱: د غریبو او مسكينانو سره مرسته کول د مسلمان د ښو صفتونو نه یو ښه صفت دی.
۲: الله عزوجل په خلکو امتحان راولي.
۳: څوک چې بل ته هدیه یا بل څه وركوي، نو دعا دې ورته كوي لکه فرښتې چې هغوی ته د مال د ورکولو نه وروسته کوله.
۴: د الله عزوجل په نعمتونو شکر نه ویستل د نعمت د زوال سبب ګرځي.
۵: د الله په نعمتونو شکر ویستل په نعمت كې زياتوالی پیدا كوي، الله عزوجل فرمایلي:
(وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىِٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِيْدَنَّكُمْ وَلَىِٕنْ كَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِيْ لَشَدِيْدٌ Ċ ) ، سورة ابراهیم ۷ ایت .
او یاد کړه هغه وخت چې ستاسو رب تاسو ته خبر درکړ، که چېرته تاسو شکر و ویست (په تېرو نعمتونو او احسانونو) نو تاسو ته به نعمت زیات کړم او که تاسو نا شکري او بې قدري مو وکړه، نو بې له شکه زما عذاب ډېر سخت دی.
۶: په هر انسان واجب دی، چې د خپل ځان د جوړښت له امله د الله عزوجل شکر اداء کړی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د (د رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام په ژبه ديرش قيصي) له کتاب څخه
ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع
ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)