په سويل لويديځ زون او کندهار کې د انځرو د باغونو تخنيکي ستونزې
په سویل لويديځ زون او کندهار کې د انځرو د باغونو تخنيکې ستونزي:
دا چې انځر په کندهار، زابل، هلمند او روزګان ولایتونو کې په تجارتي ډول روزل کيږي او حاصلات يې په تجارتي ډول بهرنيو مارکيټونو ته صادريږي او په دي ورستیو کې په نړیوالو بازارونو کې له خورا لوړ ارزښت څخه برخمن شوي دی.
انځرچې ډیري ورايټي لري خو سپين کندهاري انځر لوړ تجارتي ارزښت لري او د سوداګرو د خوښې وړدي چې په جنوب لويديځه حوزه کې د شاولیکوټ د انځرو په نامه شهرت لري.
انځر چې پاڼريژه میوه ده نسبتآ وچ سهرايې اقليم کې وده کوي هغه سیمي چې مرطوبه هواو ولري او د شپي شب نم ولري انځر يې د ځینو ویروسي ناروغيو ترڅنک د میوي د کیفیت له ټيټوالي سره مخ دي، مثلاّ د شاوليکوټ هغه سيمې چې د دهلې بند په شا اوخوا کې دي او هوا يې نسبتا مرطوبه ده او د شپي څه ناڅه شبنم لري چندان د انځرو باغونه په کې نه شته او د اانارو باغونه ډیر دي او د سيمې د خلګو دلیل دا دی چې دلته انځر توروالی کوي او د بازار ارزښت يې کم دی خو د شاولیکوټ هغه سیمې چې لوړي دی او د هوا جریان لري هوا يې وچه ده لکه خیرتوت، باغتو، چنارتو، بورۍ، ویان او داسي نور بيا د انځرو پريمانه او ډیر باغونه لري او توليد يې هم ښه او د بازار د خوښي وي.
يادونه: د شاوليکوټ په لاندي ساحو چې د دهلي بند ته نږدي دي هم يو نيم د انځرو باغوه تر سترګو کيږي خو که فکر وکړو په غونډیو او تپیزو ساحو کې وي چې د هوا جریان لري او هوايې نسبتا وچه وي.
انځر لوړ اقتصادي ارزښت لري ، ښه حاصل ورکوي او په تازه او وچ شکل د استفادي وړدي خو دا چې د افغانستان د بازارونو او نورو بازارونو ترمنځ د اړیکو حالات ټولو ته ښه ورمعلوم دي نو دلته هغه میوه او محصول ښه ګټه کوي چې د يو څه وخت لپاره وساتل شي او په مطلوب وخت کې بازار ته وړاندي شي هغه ميوې چې په تازه ډول بازار ته وړاندي کیږي لکه انار، انګور، شفتالو، مڼه او نور د بازار اړوند ډیري ستونزي لري خو انځر او ايته ډوله انګور( اب جوشي) زردالو ( کشته ) بيا د نورو میو په پرتله د بازار ډیري ستونزي نه لري نو انځر هم هغه ميوه ده چې وچيږي او د يو څه وخت لپاره يې باغداران او تجاران ساتلی شي چې دا کار د دوئ په لوړ اقتصادي ارزښت تمام شوی.
راځو له نورو خبرو تيريږو په سویل لويديځه حوزه او کندهار کې د انځرو د باغونو ستنوزي را اخلو او لنډه يادونه تري کوو ځکه چې د انځرو له ډیرو ښو حاصلاتو سره او د ښه بازار سره هم باغدار د پام وړ ګټه لکه څنګه چې لازمه ده نه پورته کوي.
1- د باغونو ډیزاين :
دا چې ما په مخکنيو ليکنو کې هم د باغونو د ډیزاين د اهمیت په اړه یادونه کړي ده نو بسنه کوي خو بیا هم دا وایم چې د باغ ډیزاین د باغ د بریالیتوب تر ټولو غټ او اساسي پړاو دی چې متاسفانه د کندهار باغداران اوس هم چندان اهمیت نه ورکوي ډیر ځایونه داسي شوي دي چې موږ په ډیرو سختو او خرابو شرایطو کې د باغ د ډیزاين لپاره ساحې ته تللي يو او باغدار ته مو ډیزاين کړی رجه او مږوي مو ورته ټکوهلي او د بزګر سر مو ورخلاص کړی خو زموږ تر راتګ وروسته باغدار بیرته په خپله خوښه د نیالګيو لپاره کندې ايتسلي وي او قطارونه او فاصله يې ټول سره ګد وډ کړي وي نو د انځرو باغونه اکثره په عنعنوي ډول جوړ دي نو ځکه خو د هوا جريان، ښاخبري او نور کرنيز عملیات له ډیرو ستونزو سره مخ شي.
2- د ونو ترمنځ فاصله:
انځر چې ونې يې لوی او پراخ فورم لري بايد په لېري فاصلو کې وکرل شي چې د تجربو او متخصصينو د سپارښتنو په بنیاد باید د انځرو وني 4x5M او یا هم 5×5 M فاصله کې وکرل شي چې هم به ونې په مناسبه اندازه فورم جوړ کړي او هم به د هوا جریان په کې مناسب وي.
خو د سویل لویديځې حوزې او کندهار باغداران هيڅکله دغه فاصله نه مراعتوي او د انځرو وني په ډیره کمه فاصله چې متراکم او نيمه متراکمو باغونو ته ورتوالی لري کري په کندهار کې باغدارن 3x3M/ 2X2M حتي په ځینو ساحو کې 1.5×1.5 M کې د انځرو ونې کري چې نه يوازي د زراعتي فعالیتون مخه يې ډب کړي بلکه د ميوي او حاصل په کيفیت باندي يې هم اغیزه کړي.
سره ورکول: باغداران په دي عقيده دي چې هرڅومره چې ډیره سره ورکړو په هغه اندازه به ډیر حاصلات ترلاسه کړو نو دوئ تل هڅه کوي چې خپلو باغونو ته ډیره سره ورکړي چې دا کار نه یوازي د باغدار لپاره غير اقتصادي ده بلکه د خپلو باغونو په حق کې ستره جفا هم ده ، د انځرو باغونه چې ما پورته ورته اشاره کړي چې باغدارپه کمه فاصله کې ونې کري نو سره د ځمکې په مخاسبه نه بلکه د ونوپه تعداد مخاسبه کوي او سره ورته ورکوي چې دغه کار نهايې ډیر خطرناک هم کيدلای شي .
مثلا؛ په يوه باغ کې چې ونې يې په 3x3m کې کرل شوي دي نو په يوه جريب کې به 222 ونې کيږي نو يوه پنځه کلن او یا شپږ کلن باغ ته بزګر هري ونې ته 500gr يا نيم کيلو يوريا ورکوي چې په دغه يو جريب باغ کې تقریبآ 111 کِیلو ِِيوريا استعماليږي چې تاسي فکر وکړئ په يوه جريب کې په همدومره اندازه يوريا سره به د خاورې په pH باندي څه اغیزه ولري؟ د نورو عناصرو خصوصآ کم مصرفه عناصرو به څه تاثير ولري؟ د ونو ريښې به په کوم مشکل اخته کړي؟ همداسي د DAP سري محاسبه هم داسي درواخلئ.
بله د انديښنې وړ خبره خو لا داده چې دلته بزګران يوازي يوريا او ډي اي پي سري پيژني او استعمالوي يې نورې سرې نه پيژنې او نه يې هم استعمالوي، پتاشيم چې د ميوې په کیفیت کې رغنده رول لري خو متاسفانه چې بزګران يې لا په اهمیت چندان نه پوهيږي او نه يې چندان استعمالوي.
3- ښاخبري:
د ښاخبري تر ټولو مهم او اساسي نقطه دا ده چې په داسي شکل سره بايد ترسره شي چې د ونې او ميوې ترمنځ انډول سره برابر وي يعني داسي ښاخبرې کړل شي چې دومره ميوه يې ښاخونه په کې پريښودل شې چې داو ونه يې په صحیح توګه په ثمر ورسوي خو متاسفانه باغداران د انځرو باغونه په داسي ډول سره ښاخبري کوي چې ډیرميويې ښاخونه ولري او ډیره ميوه ونيسي خو له په دي نه پوهيږي چې د باغ بوټي ياو ونې مې څومره طاقت لري او په کوم حالت کې دي چې د ميوې او حاصل کیفیت يې ټيټيږي.
بله مهمه او اساسي ستونزه دا ده چې د انځرو ونې ډیر سکرونه شنه کوي چې د سکرونو زیان ټولو ته ورمعلوم دی او بايد هر وخت له منځه يوړل شي خو داچې د انخرو باغداران د ريښو او تني سکرونه د دي لپاره پريږدي چې نور نهالان ورڅخه تولید شي چې په کندهار کې باغداران تاجست ورته وايې که څه هم د تکثير غوره لار ده خو د سکرونو پريښودل تر ډیره د ميوې د کیفیت د ټيټ والي سبب کيږي.
4- اوبه لګونه:
دلته باغداران غير اصولي د باغونو اوبه لګونه کوي او له يوې خوا ډیرې اوبه مصرفوي له بلې خوا د باغونو د ونو د ريښو لپاره ستونزي او همدارنګه د غذايې موادو د ضايع سبب کيږي . هيره دي نه وي چې د ډیرو اوبو استعمال په باغونو کې د هوا د ډیرې مرطږبوالي باعث ګرځي او د ويرسېې ناروغیو د پيدايښت سبب کيږي.
په درنښت ستاسو ورور
محمد نعيم پوپل
ليکنه: محمد نعيم (پوپل)
نيټه : د 2021 د اپریل30 مه جمعه
کندهار – افغانستان