د روژه ماتي او پېشنمي دعا او بیان

د روژه ماتي بيان:

١: په روژه ماتي کې مستحب طريقه دا ده ، چې لمر ډوب شي او ماښام داخل شي ؛ نو سمدلاسه روژه ماتى وشي.
٢: روژه ماتى په طاقو کجورو (خرماؤ) مستحب او که خرما نه وي؛ نو په اوبو سره . زادالمعاد ١/٢٣٦
٣: د روژه ماتي وخت کې دعا او ذکر ښه قبلېږي او د روژه ماتي دعا دا ده. (اللهم لک صمت وعلى رزقک افطرت) ابو داؤد ٢٣٨
٤: محتاج انسان ته روژه ماتى ورکول ډېر اجر او ثواب لري.
زادالمعاد ١/ ٢٣٦

د پېشنمي بيان:

١: پېشنمى کول مستحب دي.
٢: دا د خير او برکت کار دى، ځکه روژي ته قوت وربښي او روژه اسانه کوي.
٣: روژه دار باندې الله پاک رحمت رالېږي او ملائکې ورته دعاګانې کوي.
٤: پېشنمى په لږ او مناسب خوراک او همدارنګه په اوبو هم روا دى.
٥: پېشنمى د نيمې شپې څخه تر سبا ختلو (قجر صادق) پورې روا دى. او ښه دا ده، چې فجر صادق ته نږدې وي.
٦: په دغه وخت کې تهجد، استغفار د الله تعالى نه بښنه غوښتل ډېر اجر او ثواب لري.
فقه السنة ١/٤٠٣

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب