په روژه کې دتبارک الذی سورة ویلو حکم

سوال :- په روژه کی ځنی ملاامامان دتروایحودلمانځه نه وروسته تبـــارک الذی سورة وایي اوبل وخت داسورة نه ویل کیږی ددی عمل حــکم څه ده ؟
ځواب :- مخته تیرشواوورسته هم راځی چی مستحب یامــــباح کارونه پــه یوخاص وخت پوری خاص ګرزل چی شریعت نه وی خــاص کړی بـــدعت ده خوالبته که په داسی وخت پوری یوشی خاص شی لاعـــلی الالتـــزام چی په هغه وخت کی ثـــــواب زیات وی لکه روژه لکه چی یونیک عمل پکښی پـه (۷۰)چنده ده نوبـــــدعت نده چونکه دروژی فضیلت له احادیثونه ثــابت ده خوکه بیاهم دعوامـــوپه ګمان تبــــارک الــذی ویل په روژه کی ضروری وی نوبیا بدعت ده ځکه چی مخته به راشی چی که په یومستحب یامـباح عمل دسنتو یاواجبو ګمان کیږی هغه مکروه اوبدعت ده لهذادغه عمل اقــــلاًله شائبی دبدعـت نه خالی نده او حضـــــرت نبی ﷺ فرمايي داع مایریبــک الـــی مالایریبک فان الخیرطمانیة وان الشرریبة یعنی پریږده هغه شی چی تاپه شک کی اچـــــوی اواختـــیارکــــړه هغـــه څــــه چی دشــک نه خالی وی ځکه خیرباعث داطمینان ده اوشرباعث دشک ده- مستدرک ج۲ص ۱۲ لــهذاښه خبره داده چی داعمل پریښودل شی دخیرکارونه نورهم ډیردی اولـــه هرڅـه نه پاک اودشک او شبــهی نه خالـــی دی ددی پرځای هغه بـــایـد عملی شی
والله اعلم وعلمه اتم واحکم

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ