په رمضان (روژه) کې د مسلمان ورځنی مهالويش

د روژې مياشت یو برکتي او د خیر نه ډکه مياشت ده، د مسلمان لپاره پکار دي چې ددغی میاشت څخه ګټه واخلي، خپل ټول وخت د الله تعالی په طاعت او عبادت کی تېر کړي؛ نو د دې لپاره بايد لاندې ټکو ته ځير شو او عملي يې کړو:

پيشمنی کول اګر که په يو ګوټ اوبو سره هم وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی: “تَسَحَّروا فإن في السُّحور بركة”تاسو پيشمنی وکړئ ځکه په پيشنمي کی برکت وي. (متفق علیه). او په بل ځای کې فرمايی: “تسحروا ولو بجرعة من ماء”تاسو پيشنمی وکړئ اګر که په یو ګوټ اوبو سره هم وي.

د شپې د دريمی حصې په آخرنۍ برخه کی الله ته دعا کوه ځکه چې دا د دعا دقبليدو ښه وخت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الْآخِرُ، فَيَقُولُ: مَنْ يَدْعُونِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ، وَمَنْ يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ، وَمَنْ يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ).زمونږ رب –چېډېرلوی او اوچت دی-دهرې شپې په دريېمه برخه د دنيا اسمان ته کې راکوزېږې -څنګه چې دهغه د شان سره مناسب دي- او وايې: څوک شته چې ماته دعا وکړي چې زه يی قبوله کړم؟ ، څوک شته چې زما څخه غوښتنه وکړي چې زه يی ورته ورکړم؟ ، څوک شته چې زما څخه بښنه وغواړي چې زه ورته بښنه وکړم؟!(متفق علیه).

کله چې مؤذن اذان کوي نو دهغی ځواب وایه او بیا په نبی –صلی الله علیه وسلم- باندې درود وايه ، او هغه صلی الله علیه وسلم ته د وسيلی سوال کوه. په حديث شريف کی راځي: (إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ، فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى الله عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِي الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ) رواه مسلم. کله چې مو دمؤذن څخه اذان اوريده، نو بيا هغه څه وایی چې کوم مؤذن وايی، بيا په ما باندې درود ووايئ. او بی له شکه چې چا په ما باندی درود وویل؛ الله تعالی به پر هغه باندی لس ځلی درورد ووایی. بيا د الله څخه زما لپاره وسيله وغواړئ. چی هغه په جنت کی يو اوچت مقام دی (وسیله) چی دالله تعالی یو بنده د بندګانو څخه سوا بل چاته مناسب نه دی. او زه اميد لرم چی هغه به زه يم. نو چاچی زما لپاره وسيله وغوښته نو زما شفاعت هغه ته لازم شو.

مسجد ته په تلو کی حرص کوه او د سهار دوره رکعته سنت د فرض لمونځ څخه مخکی ادا کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:(رَكْعَتَا الفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا)رواه الترمذی. د سهار دوه رکعته (سنت لمونځ) د دنيا ، او په دنيا کی چېڅه دي غوره او بهتر دي.بیا د سهار فرض لمونځ له جماعت سره يوځای ادا کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (مَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فَهُوَ فِي ذِمَّةِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ) رواه ابن ماجه. څوک چی د سهار لمونځ له جماعت سره ادا کړي نو هغه د الله په امان او عهد کی وي. همدارنګه ښځه دې هم د سهار لمونځ په خپل وقت سره ادا کوي.

کوښښ وکړه چې د سهار لمانځه څخه وروسته په مسجد کی پاتی شی او د سهار اذکار پوره کړې تر څو چی لمر را وخيژي بيا د لمرخاته(اشراق) لمونځ وکړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی:(من صلى الصبح في جماعة ثم قعد يذكر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى ركعتين كانت له كأجر حجة وعمرة تامة تامة تامة) رواه الترمذي .چا چې د سهار لمونځ په جماعت ادا کړ، بيا په خپل ځای باندی کښيناست، او د الله ذکر يی وکړ تر څو لمر را وخيژي، بيا یی دوه رکعته لمونځ وکړه؛ نو دا به دده لپاره د پوره پوره پوره يو حج او عمرې د ثواب په اندازه وي، همدارنګه ښځی ته هم په خپل کور کی ددې په اندازه اجر او ثواب وي.

د څاښت په لمونځ باندی پابندي کوه اګر که دوه رکعته هم وي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی: (إن صليت الضحى لم تكتب من الغافلين) رواه الترمذي ۰‌که چرته د څاښت لمونځ دی وکړ؛ نو د غافلانو (بی پروا خلکو) څخه به ونه شمارلی شی. دساخت دلمانځه وخت د لمر دراختو څخه نيم ساعت وروسته دماسپښين وخت ترداخلیدو پوری دی.

د سنت په لمونځونو باندی پابندي کوه (مؤکد سنتونه) کوم چې په أحاديثو کی راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی: (ما من عبد مسلم يصلي لله تعالى في كل يوم اثنتي عشرة ركعة تطوعا غير فريضة إلا بنى الله له بيتا في الجنة : أربعا قبل الظهر ، وركعتين بعدها ، وركعتين بعد المغرب , وركعتين بعد العشاء ، وركعتين قبل صلاة الغداة ) متفق عليه. هيڅ يو مسلمان بنده الله تعالی ته په هره ورځ کی دولس رکعته نفل نه کوي؛ مګر هغه ته به الله تعالی په جنت کی کور جوړ کړي. دغه دولس رکعته: څلور د ماسپښين لمانځه څخه مخکی او دوه رکعته ورڅخه وروسته. او دوه رکعته د ماښام لمونځ څخه وروسته، او دوه رکعته د ماسختن لمانځه څخه وروسته ، او دوره رکعته د سهار لمانځه څخه مخکی لمونځونه دي.

د مازديګر لمانځه څخه وروسته وخت غنيمت وګڼه او د ماښام اذکار پکی ترسره کړه ، او د قرآنکريم تلاوت زيات کوه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی:( اقرأوا القرآن فإنه يأتي شفيعا لأصحابه ) رواه مسلم .قرآنکريم تلاوت کړئ ځکه چې قرآنکريم بی له شکه د قيامت په ورځ دهغه چا لپاره چې تلاوت يی کوي شفاعت کوونکی دی.
روژه ماتی د اذان سره سمدستي کوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی:( لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر) متفق عليه .خلک به تر هغه وخته پوری په خیر کی وي تر څو چې په روژه ماتي کې تلوار کوي.

۱۰٫ دزړه له کومی د روژه ماتي وخت کی الله تعالی ته دعا وکړه ، ځکه د روژه دار دعا قبليږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی:(ثلاث دعوات مستجابات : دعوة الصائم ، ودعوة المظلوم ، ودعوة المسافر) رواه البيهقي، دری دعاګانی قبليږي: د روژه دار دعا، د مظلوم دعا، او د مسافر دعا. او په بل روايت کی راځي چې(الصائم حين يفطر)روژه دار چې کله روژه ماتوي نو په دي وخت کی دعا قبليږي. او رسول الله صلی الله عليه وسلم به ويل:( ذهب الظمأ وابتلت العروق وثبت الأجر إن شاء الله ) رواه أبو داود .تنده ختمه شوه، او خولې وچی شوې، او د الله په ارادی سره اجر وټاکل شو.

۱۱٫کوښښ وکړه چې يو مسلمان ته روژه ماتی ورکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی:( من فطّر صائما فله مثل أجره ) رواه البيهقي.چا چې روژه دار ته روژه ماتی ورکړ؛ نو دْ ته به دهغه په شان اجر او ثواب وي.

۱۲٫د ماسختن او د تراويح لمونځ ته ځان چمتو کړه، اودس وکړه او په خوږ زړه مسجد ته ورشه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی: (من قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ) متفق عليه . چا چې د روژی مياشت د ايمان او ثواب ګټلو له وجی په قيام او عبادتونو کې تېره کړه، الله تعالی به هغه ته مخکني او وروستني ګناهونه وبښي.

۱۳٫ددی څخه وروسته نور وختونه دې په صله رحمۍ، د خير او ذکر په مجالسو کې تېر کړه ، او همدارنګه د نيکانو ملګرو په پوښتنه کی او هغوی سره په نيکو کارونو کی په مرسته کی تېر کړه.

الله پاک دی مونږ ټولو ته د رمضان د مياشتی په عبادتونو ، ذکرونو، تلاوتونو او هری نيکی کی توفيق راکړي ، او د ګناهونو څخه دی مونږ په امان کی وساتي، آمین.

ليكوال : احمد سعید کاموال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب