په دعوت کې د حکمت ارزښت
دوکتور محمد بن عبدالرحمن چې په (العريفي) سره شهرت لري؛ د سعودي عربستان د مشهورو دعوتګرانو څخه يو برمیال دعوتګر دی.د نوموړي د مشهورو لیکنیزو آثارو او کتابونو څخه يو هم د (اِسْتَمتِع بِحياتِک) کتاب دی، چې معنا يې ده: (له ژونده دې خوند واخله). هغه په خپل دې کتاب کې مونږ ته د عبدالله د دعوت کيسه را په زړه کوي؛ چې مونږ هم پښتو ته راژباړلې؛ او غواړو دا کيسه له تاسو درنو لوستونکو سره شريکه کړو؛ په همدې هیله چې زمونږ دعوتګر ورورڼه او خوېندې په خپله افغاني ټولنه کې له دې کیسې څخه ګټه پورته کړي.نوموړی په خپل کتاب کې لیکي چې:
عبدالله ډېر خواخوږی انسان دی؛ او له خپل سپېڅلي دين سره بې کچې مينه او لېوالتيا هم لري؛ خو یوه لویه ستونزه هم لري او هغه دا: چې کله خلکو ته د اسلام په اړه نصیحت کوي؛ نو د دعوت په سپېڅلې لاره کې حکمت په پام کې نه نیسي؛ تر دې پورې چې کله کله خو په دې لاره کې ځينو ته ښکنځلې او یو لړ زیانمنې خبرې هم کوي؛ او فکر کوي چې دا کار د دې لپاره کوي چې: هغه ته خپل دين تر بل هر څه ډېر ارزښت لري؛ خو هغه په دې اړه هېڅکله هم داسېفکر نه کوي چې زما دا ناوړه چلند، او خلکو تهسپکې او پرېوتې خبرې به په راتلونکي کې زما په دعوت باندې څومرهناوړه اغېزې وشیندي.
په هر صورت! يوه ورځ د ماسپښېن د لمانځه لپاره له خپله کوره راووت؛ زړه يې دا ؤ چې: مسجد ته به ولاړ شي؛ او هلته به له امام سره په جمعه باندې لمونځ تر سره کړي؛ نو د همدې هدف لپاره ژر زر قدمونه اخلي؛ او له ځان سره وائي چې: زه بايد ژر تر ژره ځانتر مسجده ورسوم، داسې نشي چې د جماعت لمونځ را څخه ولاړ شي. په لاره کې د خرماؤو په يو باغ تېرېده چې ناڅاپه یې په یو بڼوال (باغوان) سترګې ولګېدلی، چېد خرماؤو د ونې په سر کې ناست؛ او د کار جامې يې په تن دي، او د دېباغ د ونو په سمولو باندې بوخت دی. عبدالله که څه هم دا باغوان له مخکې نه پېژنده؛ خو بیا هم د باغوان د دې کار په لېدلو سره لومړی لږحيران او بيا خواشينی شو؛ او اندېښنه یې داوه چې: دا باغوان ولی لمانځه ته توجه نه کوي!!!نو ځکه يې له ځانه سره وويل:
يا خو به دا باغوان په غوږونو باندې ګوڼ وي؛ او آذان به يې له سره اورېدلینه وي ؛ او يا خو بهداسې وي چې: د زیاتدنیوي لالچ په خاطر به باغ ورته تر لمانځه همګران وي؛ نو ځکه مسجد ته تګ به ورته هېڅ ارزښت نه لري….عبدالله چېلږ نور هم ورنژدې شو، غږ يې پرې وکړ؛ راکوز شه د لمانځه وخت دی!!! باغوان ورته په نرمه لهجه ځواب ورکړ: سمه ده وروره! په سترګو، همدا اوس درکوزېږم.
عبدالله بیا په هسک آواز پرې غږ کړ او ورته يېوويل: لمونځ کوه خره !!!!
باغوان د هغه په دې خبره باندې زیات غصه شو؛ او ورته یې وویل: تا ماته خر وويل، زه اوس خر يم؟؟؟؟
نو د خرماؤو د ونې يو شاخ یې را مات کړ؛ او يوه غټه لښته يې ترېنه را پرې کړه. بیا ډېر ژر په داسې حال کې چې لښته یې په لاس کې ده؛ له ونې څخه په راښکته کېدو شو، تر څو را کوز شي او په دې لښتهد هغه سر مات کړي؛ خو عبدالله چې پوه شو کار ترې وران شو؛ نو ژر يې پخپل دستمال خپل مخ پټ کړ؛ تر څو يې باغوان ونه پېژني. نژدې ؤ چې د دواړو تر منځ سخته جګړه رامنځ ته شي؛ خو مخکې له دې چې باغوان د خرماؤو د هسکې ونې څخه راکوز شي؛ داسې تېزه منډه يې د مسجد په لوري واخسته چې شا ته يې هم نه کتل او ژر يې په څو دقيقو کې ځان تر مسجده ورساوه. باغوان په ډېر قهر د خرماوو له ونې را کوز شو؛ خو څوک يې ونه موندل، ځکه چې عبدالله ترېنه په تېښته بريالی شوی ؤ. افسوس يې وکړ او بيا يي د ډېرې غصې نه يو سوړ اسوېلی وويست. بيا لږه شېبه وروسته يېخپل کور ته مخه کړه، تر څو له زيات کار او ستومانتيا وروسته، وجود او لالهانده فکر یې لږ دمه شي.
څه وخت لا تېر نه ؤ چې باغوان بيا له خپله کوره راووت، او د خپل باغ په لوري ولاړ؛ تر څو هغه کار چې د عبدالله له لاسه نيمګړې ترې پاتې شوی ؤ، بېرته بشپړکړي؛ نو په خپل کار بوخت ؤ . لږه موده وروسته د مسجد مؤذن د مازديګر د لمانځه لپاره آذان وکړ. عبدالله بيا د لمانځه د آداء کولو لپاره له کوره ووت. دا چې د مسجد لاره يې په هماغه باغ وه؛ نو ځکه مجبوره ؤ چې يو ځل بيا په هماغه تېر شي. وې ليدل چې باغوان بيا د خرما د ونې په سر کې ناست او د ونې د ښاخونو په سمولو باندې بوخت دی. عبدالله دا ځل پخپله تګلاره کې بدلون راوست. له ځان سره یې وویل: تېر ځل خو راڅخه خبره خرابه شوله؛ خو دا ځل باید د دې مرور ورور سره مُصالحه (پخلاینه) هم وکړم؛ او هم یې باید لمانځه ته وهڅوم. دا ځل يې باغوان ته له مينې نه ډک سلام ډالۍ کړ؛ او وې ويل: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
باغوان هم ورته د ونې له سر نه ځواب ورکړ : وعليکم و السلام ورحمة الله وبرکاته !
عبدالله: څنګه ياست محترمه ؟!!!
باغوان: د خداي تعالی شکر دی، مونږ ټول ښه يو قدرمنه ! تاسو څنګه ياست؟!!!
عبدالله: تر دې دمه ښه یو. څنګه دی باغ ؟!!! سږ کال د باغ مېوې څنګه دي؟ !!!
باغوان: تر دې دمه خو شکر دی، مېوې ښې دي، د پخېدو په حال کې دی.
عبدالله: خدای تعالی مو بريالي لره، او الله تعالی ــ جل جلاله ــ دې د خپل رحمت له خزانو نه پراخه رزق ستاسو په برخه کړي. الله تعالی دې تاسې نه خواروي، او ستاسې هلې ځلې دې نه ضايع کوي. په رښتيا چې تاسې د خپلې قدرمنې کورنۍ او ګرانو اولادونو د هوسا ژوند لپاره ډېر زيار باسۍ.
باغوان د عبدالله په دې خوږو ويناوو او له خواخوږۍ نه په ډکو دعاءګانو ډېر خوښ شو، د هغه دعاءګانو باندې يې امين وويلی او په پای کې يې ترېنه خورا مننه هم وکړه.
عبدالله: خو داسې ښکاري چې تاسې ډېر بوخت ياست! او کېدای شي چې د مازديګر د لمانځه آذان مو هم نه وي اورېدلی ؟!!!!
ما خو آذان واورېده، شايد د لمانځه ودرېدو ته هموخت ډېر کم پاتې وي؛ نو که زما منئ، له ونې څخه را کوز شئ، لږه دمهبه هم وکړئ، او لمونځ به هم تر سره کړئ؛ او بيا د لمانځه څخه وروسته خپل نیمګړی کار ه مو هم بشپړ کړئ. خدای تعالی دې تاسې له ټولو مصيبتونو، غميزو او آفتونو نه خوندي وساتي او تل دې تاسې روغ او جوړ ولري.
باغوان : إن شاء الله ! سمه ده وروره ! بس همدا اوس درکوزېږم، خدای تعالی دې تاسې ته ډېر خير در په برخه کړي. بيا باغوان په ډېرې خوشحالتيا سره له خپلې ونې څخه راکوز شو. عبدالله ورته لاندې په انتظار کې دی. باغوان چې راکوز شو؛ نو عبدالله ته يې ښه راغلاست ووايه او په خورا ګرانښت (مينه) يې روغبړ او ستړي مه شي ورسره وکړله.باغوان د عبدالله په اړه داسې تصور کاوه چې: دا شخص ډېر معصوم او مینه ناک برېښي؛ نو ځکه يېورته وويل:تاسې راته ډېر نېک انسان ښکارئ، ستاسې له ښې رويې او غوره اخلاقو څخه ډېره مننه کوم؛ خو غرمه يو ځناور زما طبيعت ډېر را خراب کړ؛ زما له باغه تېرېده او که په ګوتو راشي؛ نو زه وربه وښايم چې خر څوک دی؟!!!!!!
د دې کيسې پايله او نتيجه:
یو مشهور متل دی چې: هر عمل عکس العمل لري؛ واقعیت هم همداسې دی. له خلکو سره ستاسې چلند او تګلاره دومره مهمه ده چې: د هغې پر اساس خلک له تاسې سره هماغسې چلند غوره کوي؛ نو که چېرې تاسې له خلکو سره ښه او نېک چلند غوره کړئ؛ نوپوه شئ چې: ستاسې هره ژوندنیزه تګلاره (که هغه ددعوت، تجارت، طبابت او د تدريس او داسې نورې دندې او ژوندنيزې تګلاری وي)؛ نه یوازې دا چې تاسې به پکې بریالي انسانان واوسۍ، بلکې ستاسې غوره اخلاق به ستاسې ژوندته ډېر خیر او بې شمېره ګټې وزېږوي.
ليکنه: دوکتور عريفي
ژباړه: محمد خالد (ملکزی)