په حکيمانه توګه دعوت څه ډول کېږي؟

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (النحل125)

اى پيغمبره! ﷺ د خپل رپ ددين په لوري په حكمت اوپه نيكه موعظه سره نصيحت اوبلنه وكړه او له خلكو سره په په داسې ډول مباحثه وكړه چې ډيره غوره وي. ستارب ډير ښه پوهيږي چې څوك د هغه له لارې نه اووښتي دي او څوك پر سمه لاره برابر دي .
دياد شويو آياتونو مقصد او مطلب په لاندې ډول دى:

حكمت :
د حكمت مطلب دادى چې د جاهلانو او ناپوهانو په څير بې سنجشه دعوت اوت بليغ صورت ونه نيسي بلكې په پوره پوهې سره د مخاطبانو د ذهنيت، استعداد او شرائطو په نظر کې نيولو سره، اوهمدا ډول دوخت اوځاى په نظركى نيولوسره دى وشى . هرډول خلكوته په يوه طريقه اويوه شان سره دعوت اوبلنه ورنه كړل شى . له فرد ياډلى سره چې داعى مخامخ كيږى، نولمړى بايد دهغوى مرض اوناروغى په ګوته كړى بيا د پداسى دليلونوسره دهغى تداوى وشى چې د هغى له دماغ او زړه له تل څخه د ناروغى جرړى ووځى اوپه اساسى ډول دناروغى علاج وشى .

موعظه حسنه:
په دې کې دوه مطلبه دى :
1. داچى يواځى په دلائلوسره د اوريدونكوپه ډاډه كولوبس والى ونشي، بلكې دهغو احساسات هم بايد راوپارول شى. بدۍ اوبيلاري توب يوازې په عقلي دلائلوباطلى ونه ښودل شى .بلكى دانسان په فطرت کې له هغى څخه كركه راوپارول شى اودهغوله ناوړه پايلوڅخه دى وويرول شى . دهدايت اوښوعملونو سموالى اوګټى دى يواځى په عقلى توګه ثابتى نكړل شى بلكى دهغولورى ته دى د افرادواو ډلومينه اوشوق هم پيداكړى .

  1. دوهم مطلب يى دادى چې نصيحت دى پداسى ډول وشى چې دزړه سوى اوخواخوږى پر اساس ولاړ وى چې اوريدونكى دا وګڼى چې نصيحت كوونكى هغوى سپك نه بولى چې د خپلى لوړتيا له احسان نه خوند اخلى . بلكى دا درك كړى چې د ناصح په زړه کې دهغوى داصلاح لپاره تنده موجوده ده اوپه حقيقت کې دهغوى ښيګنه غواړى اوبس .

په غوره ډول مباحثه:
د دې معنا دا ده چې دهغې بڼه بايد ديوى مناظرى شكل غوره نكړى اويواځى د ذهنى مسابقى اوزوراّزميلوپه څيرنوى. تورونه لګول ،مسخرى كول اواپلتى اوملنډى وهل پكى نوى اوپه همدى ډول خپل خوله ورتوب پكى ثابتول نوى بلكى په هغى کې په خوږه ژبه غږيدل وى ،ډيرلوړ له شرافت نه ډك اخلاق وى معقول اوپه زړه پورى دلائل وى، مخاطب دى پكى ضدته تړل كيږى اونه دى ورته اړويستل كيږى په روښانه ډول باندى په خبره د پوهولو هڅه وشى اوكله چې معلومه شى چې هغه يى منلوته تيارندى نوپه خپل حال دى پريښودل شى ترڅوچى په ګمراهى اوبيلارى توب کې پسې لا ډوب نه شى .

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ