په جماعت سره د لمونځ کولو فضیلت!
نبي کریمﷺ فرمایلي:
«صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً».
(رواه البخاري ۲۹۵)
ژباړه:
د جماعت لمونځ د کور او بازار پر لمانځه پنځه ویشت (۲۵) درجې غوره دی.
په بل حدیث شریف کې، نبي کریم ﷺ فرمایلي:
«لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ فِتْيَتِي فَيَجْمَعُوا حُزَمًا مِنْ حَطَبٍ ثُمَّ أَاتِيَ قَوْمًا يُصَلُّونَ فِي بُيُوتِهِمْ لَيْسَتْ بِهِمْ عِلَّةٌ فَأُحَرِّقَهَا عَلَيْهِ»
(رواه ابؤداود۵۴۹)
ژباړه:
-زما زړه غواړي چې څو ځوانانو ته ووایم چې، ډير بوټي راجمع کړي رایې وړي، بيا زه هغو خلکو ته ورشم چې، بې عذره په کورونو کې لمونځ کوي، د هغوی کورونه وسوځوم.
که دغه حدیث په سوچ او فکر سره ولولئ ؛ نو معلومېږي چې، نبي کریم ﷺ بغیر له عذر څخه د جماعت لمونځ پرېښودل ډېره بد ګڼلي دي.
ګرانو وروڼو!
دا چې تر اوسه د الله تعالى په فضل او مهربانۍ سره ژوندي یو او الله تعالى مونږ ته د عبادت کولو لپاره چانس راکړی، راځئ چې له دې چانس څخه ګټه واخلو، هسې نه چې، الله تعالى له مونږ څخه دا چانس واخلي او مونږ ته په خپل قدرت سره مرګ راولي، بیا به ډېر ارمان وکړو؛ خو وخت به تېر وي او هغه چغې به بیا هیڅ ګټه نه لري.
شریکول یې صدقه جاریه ده، د ثواب په نیت یې ملګرو سره شریک کړئ.
ليکنه: حبیب الله سمسور