په براوزر کې د پخپل سر راخلاصیدونکو کړکیو مخنیوی

ډیر ملګري له دې ستونزې سرټکوې چې کله هم انټرنیټ کا روم نو ځینې کړکۍ بغیر زما له غوښتنې وازیږي.ډیر ځله خو داسې غیراخلاقي کړکۍ راوازیږي چې د انسان شخصیت تر پوښتنې لاندې راولې. په هر حال څنګه کولاې شو دداسې کړکیو له وازیدو څخه مخنیوی وکړو.

۱- د خپلDesktop پر مخ دInternet Explorer په Icon با ندې غبرګ کلیکونه وکړۍ تر څو یوه انټرنیټ پا ڼه را وازه شي.

۲- اوس نو په نوموړې وازه شوې کړکۍ کې د Tools له مینو څخه  Internet Options…غوره او کلیک پر وکړۍ. نو دا لاندې کړکۍ به درته وازه شي.

۳- په پورتنۍ کړکۍ کې د Privacy په برخه کلیک وکړۍ. اوس نو د دغې کړکۍ په لاندېنۍ برخه کې د Pop-up Blocker تر برخې لاندې چې په شنه آسما نې رنګ ښودل شوی دی په لاندیني غوراوي(Option) باندې کلیک وکړۍ.

۴- د Block pop-ups غوراوی(Option) غوره او کلیک پر وکړۍ اوس با ید نوموړی غوراوی د   Tick(√) په علامه نښه شوی وي. لکه په پورتنۍ کړکۍ کې دا کار شوی.

۵- اوس د Apply او بیا د Ok پر تڼیو کلیک وکړی نو کړکۍ به بنده شي نور به تا سو ته په خپل سر کړکۍ ګا نې نه راوزیږي.

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ