په ایمان پلورونکي ناول لیکنه
د ناول لنډه پېژندنه
ایمان پلورونکي ناول د عنایت الله التمیش له خوا لیکل شوی، او د عبدالواسع صابر له خو ژباړل شوي دی. په کال ۱۴۲۵هري قمري د پیغام خپرندوی مرکز له خوا په دریو جلدونو کې چاپ شوی دی. د ټولو مخونو شمیر یې(۱۳۷۲) دی لومړی جلد یې (۴۳۴) صفحې، دوهم جلد یې (۳۷۰)صفحې او درېیم جلد یي(۵۷۲)صفحې دی. دغه ناول د اسلام د دوو سترو سپه سالارانو ( صلاح الدین ایوبي او نورالدین زنګي) د دوران کیسه کوي.
ایمان پلورونکي ناول
ناول: «ناول په لغت کې: د ایټالوي ژبې له ناوله کلمې څخه جوړه کلمه ده او د نوي ، تازه او عجیبه معنا ورکوي.
په اصطلاح کې: ناول د کیسې یو نوی او پرمختللی شکل دی او هغه فرضي کیسې ته ویل کیږي چې په نثر کې بیان شوې وي او یو یا څو داسې خیالي پېښې پکې ښودل شوې وي چې د رښتیاتوب ګومان پرې کېدای شي.»[۱]
ایمان پلورونکي ناول د تاریخي ناولونو په ډول کې راځي.
«تاریخي ناول هغه دی چې د تاریخي پېښو په بنسټ لیکل کیږي او کرکټرونه یې هم ډېر کله څرګند تاریخي افراد وي.»[۱]
د نورو ناولونو په څېر ایمان پلورونکي ناول هم په مطالعه کولو او ویلو ارزي ایمان پلورونکي ناول د هغه اسلامپالو سالارانو کیسه کوي چې کفار یې اوس هم له نامه څخه لړزیږي. په دغه ناول کې د مسلمانانو د ماتې او کامیابۍ رازونه په ګوته شوي دي. دغه ناول په دین باندې د منګولو سریښولو اوعقیدې په جوړولو کې ښایي ساری ونلري. د ایمان پلورونکي ناول په ادبي لحاظ هم صحیح دی؛ خو څه کمزوۍ هم لري.
په ایمان پلورونکي ناول کې د دوو عقیدو ترمنځ جنګ دی چې یوه اسلامي عقیده ده او بله عسایي عقیده ده یعنې د حق او باطل ترمنځ جګړه ده. د اسلام د دوه سترو سپه سالارانو چې یو سلطان صلاح الدین ایوبي او بل سلطان نورالدین زنګي عقیدې قوې وې او د خپلو عقیدو په زور سره یې کفارو ته داسې ماتې ورکړې چې تر ننه پورې دصلیبیانو په یاد دي. د صلاح الدین ایوبي په پوځ کې ډېر لوی لوی قومندانان چې
خورا په اسلام مین و؛ خو د ښځو او پیسو په مقابل کې خاینان او غدارن شول. کله به چې کوم قومندانان غداران شول نو خدایج به ډېر زر شرمول.
له ناول څخه : صلاح دین ایوبي به ویل: «ما ته په دې ډېر افسوس راځي چې په راتلونکي کې به مسلمانان تش په نامه مسلمانان وي.»
د عسویانو یو لوی مشر(فلپ اګسټس) به هر ځل ویل: «زموږ جنګ د صلاح الدین ایوبي سره نه دی بلکې زموږ جنګ د اسلام سره دی(دا جنګ د اسلام او صلیب ترمنځ دی) موږ باید داسې فکر وکړو چې اسلام پرې ختم کړو»
کله چې دغه خبرې لوستونکی ګوري نو ذهن ته یې دا راځي چې کفار په خپله عقیده چې باطله هم دومره ټینګ دي نو موږ مسلمانان ولې په خپله عقیده چې حق هم ده ټینګ نه شو.
له ناول څخه:د عسویانو یو بل مشر به د فلپ اګسټس د خبرې په ځواب کې ویل: «موږ د اسلامي امت د فکر د اشغالولو او خرابولو کار پیل کړی دی په وخت سره به یې وګورئ چې مسلمانان به تش په نامه مسلمان پاتې شې نور ټول اخلاق، رسم او رواج، کلتور او عنعنات به یې ټول صلیبي وي»
او نن همداسې شوي دي نن که موږ او تاسو فکر وکړو اسلامي هیوادونو کې تر ډېره همدا عسایی کلتورونه دي هغه څه چې دوی ویلي وو او هدف یې وو که پوره ورته نه دي رسېدلي خو تر نمایي زیات خپل هدف ته رسیدلي دي. نو مسلمان ته په کار ده چې د کفري کلتور او د کفر له چل څخه ځان وساتي. کې چېرې مسلمانان د اسلام په لاره باندې لاړ شي نو تل به کامیاب وي.مسلمانان باید الله (ج) څخه وډار شي او هر څه د الله (ج) د رضا لپاره وکړي هغه که مینه وي که بغض(کینه) وي بیا به نو دغه مسلمانان په دونیا او اخرت کې کامیاب وي. که چېرې مسلمانان تقوا اختیار کړي او په خپله اسلامي عقیده ټینګ پاتې شي با نو یو سلطان صلاح الدین ایوبي یا یو نورالدین زنګي ترې جوړېدای شي او د اسلام بیراغ په نړۍ کې پورته کولای شي.
د ادبیاتو په لحاظ
۱ـ تلوسه:
« تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي او دا احساس ورکوي کې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلې پوښتنې ځواب، یا خپل ذهني سکون ومومي.»[۱]
د ایمان پلورونکي ناول په پیل کې تلوسه نلري. که لري هم خو ډیره کمه.
بیلګه: « ته پر مرغانو زړه ښه کوه، عسکري د هغه سړي لپاره خطرناکه لوبه ده چې زړه یې په ښځو او شرابو بیللی وي. سلطان صلاح الدین ایوبي(رح) دغه کلمې د اپریل په میاشت ۱۱۷۵م کال د خپل تره زوی خلیفه الصالح یوه قومندان سیف الدین ته لیکلې وې، دغو دواړو ته صلیبیانو په پټه د زرو او ملغلرو تمه ورکړې وه او صلاح الدین ایوبي ته د ماتې په ورکولو کې ورسره شریک شي.»
اوس دلته هېڅ تلوسه نشته ټولې خبرې شوې دي نه پوښتنه شته او نه هم ذهني کشمکش.
۲ـ تشبیه:
«د آشنا شیانو په مرسته د نا آشنا شیانو توضیح کولو ته تشبیه وایي.»[۲]
د ایمان پلورونکي ناول تشبهات حواسو ته مخاتب او منطقي دي.
بیلګه:
۱ـ د تورې په څېر خنجر.
۲ـ حمله کوونکی د سنډا په څېر وو چې دومره زر مړ کېدای نشو.
۳ـ د شیدو په شان سپین.
۴ـ د ایینې په څېر د اوسپنې له سپینو څادرونو.
۵ـ لوړ او وچ غرونه چې له لرې څخه په ورځ کې د اور د لمبو په شان برېښېدل. او نور…
۳ـ توصیف:
« توصیف د یوه ځای یا یوې منظرې تفصیلي او مشرح بیان دی.»[۲]
د ایمان پلورونکي ناول توصیف(منظر کشي) ډېره خوندوره ده.
بیلګه: «د ګنډرو شاوخوا سیمو ته په ګرانه خلک ورتلل، ویل کېدل چې د فرعونانو په وختو کې دا سیمه شنه او خړوبه وه او هلته اوبه زیاتې وې، وچ خوړونه او د سیلابونو ژور او وچ خوړونه هم وو، چېرته به کمرونه د یوې پایې په شکل او چېرې به شګلن ګډونه وو، چې شکلونه یې د یوې سترې پخوانۍ ودانۍ د کندرو په چېر وو، یو ځای به یوه د ستنې په څېر نسغه ولاړه وه او بل ځای به د یوه دیوال په څېر ولاړه وه، چېرې به چې ځمکه هواره وه هلته به شګې وېو لوړ او ټیټ کمرونه او ګډونه به هم وو، د دې سیمې په شا او خوا کې به ځای ځای اوبه هم وې، هلته به ونې هم وې… »
۴ـ صحنه:
«څنګه چې توصیف د یوه ځای یا منظرې تشریح ده، صحنه بیا د پېښو تفصیلي بیان ته وایي.»[۲]
په ایمان پلورونکي ناول کې صحنه هم په زړه پوري ده.
بیلګه:«ستړیا او تندې آسونه ناتوانه کړل، یو آس په څېړۍ راپرېووت په هغه سپره نجلۍ داسې راپرېوته چې کله آس پورته شو او بیا راوغورځېده نو نجلۍ ترې لاندې شوه او مړه شوه، یو څه چې نورې مخکې ولاړې د یو آس د زین پیاړمه سسته شوه زین یوه لوري ته کوږ شو پر هغې سپره نجلۍ د آس اړخ ته پرېوته؛ خو ګسه(چپه) پښه یې په رکاب کې ونښته، آس نجلۍ له ځانه سره کشوله درېیمۍ نجلۍ ورسره هېڅ مرسته کولای نه شوه د هغې خپل آس په واک کې نه وو، د خپلې ملکرې چیغې یې
اورېدې بیا یې چیغې غلې شوې او هغې د نجلې مړی د آس سره د کشولو په حال کې لیدو…»
۵ـ مکالمه:
«د دوو یا څو کسانو ترمنځ خبرو اترو ته مکالمه یا ډیالوګ وایي.»[۲]
د ایمان پلورونکي ناول مکالمه اوږده او ستړي کونکې ده.
بیلګه:«سلطان صلاح الدین ایوبي وویل:چې د یهودیانو او صلیبیانو سره ښځې او شتمني ده او زموږ سره د دې دواړو حرص او امید، زموږ یو کار داهم دی چې د قوم او ملت د زړونو څخه د ښځو، شرابو او دولت محبټ او حرص ختم کړو د دې لپاره د ایمان کلکوالی او قوت په کار دی.
یو سلار وویل: ښاغلی امیر! مونږ ته هم د دولت او مال اړتیا ده، خرڅونه زیات شویدي، مونږو ته په ډېرو کارونو کې ستونزې پیدا کېږي.
سلطان صلاح الدین ایوبي وویل: مونږ به یو بل ته لاس ورکړو او ستونزې به حل کړو! تاسې به دا حقیقت قبلوۍ چې تل د مسلمانانو سره د مال او پوځ کمبود وي، زموږ محبوب پیغمر(ص) لومړنی جنګ د ۳۱۳غازیانو په واسطه سرته رسولی وو، د دې څخه وروسته مسلمانان د کفارو سره په همدې تناسب جنګېدل مسلمانان د مال او دولت د کمبود سره نه دي مخامخ بلکې مال او دولت د څو کسانو په لاس کې لویدلی دی، زمونږ په قوم کې هم همداسې کار دی، دکوچنیو کوچنیو ریاستونو د واکمنانو سره د مال او دولت لویې لویې زیرمې او ذخېرې پرتې دي.»
اوس دلته یې که چېرې داسې لیکلي وای :
(صلاح الدین ایوبي: مونږ…) داسې لیکلی وای په( سلطان او وویل ) کلمو باندې یې مکالمه اوږده او ستړې کوونکې کړې ده. که دا او دې ته ورته اضافي کلمې نه وای بیا یې مکالمه دومره اوږده او ستړي کوونکې نه کېده….
۶ـ کرکټر کښنه:
« د وګړو د ظاهري(د کرکټر قد، رنګ، بڼه، مخ، سترګې، پوزه، خوله، اندامونه، کالي …) او باطني ځانګړنو(شخصیت، اخلاق، مفکورې، او باورونه د هغه په کړووړو او خبرو اترو کې معلومیږي) بیان ته کرکټر کښنه وایي.»[۲]
الف ـ ظاهري ځانګړنې:
په ایمان پلورونکي ناول کې ظاهري کرکټر کښنه یې په ځینو ځایونو کې بیخي پیکه ده او په ځینو ځایو کې متوسطه ده، په ټولو کې ویلای شو چې د ایمان بلورونکي ناول ظاهري کرکټر کښنه پیکه ده.
مثلاً: ځینې ځای داسې دی: ښکلې نجلۍ وه. نور دا نشته چې رنګ، قد، اندامونه، پوزه… یې څنګه و په کت دومر یې ویلي ښکلې وه.
او ځینې ځای داسې دی: هغه کس د شیدو په شان سپین و او سپین ږیری و بس نور دا نشته چې جګ و ټیټ وګلالی و بدرنګ… په کت همدومره وي.
ب ـ باطني ځانګړنې:
د ایمان پلورونکي ناول باطني کرکټر کښنه قوي او په زړه پورې ده.
ده دې ادعا د ثبوت لپاره د صلاح دین دغه خبره بیلګه کېدلای شي چې خپل د تر زوی ته یې وویل:« ته پر مرغانو زړه ښه کوه، عسکري د هغه سړي لپاره خطرناکه لوبه ده چې زړه یې په ښځو او شرابو بایللی وي.»
اوس دلته د دغو خبرو نه څرګندیږي چې د صلاح الدین ایوبي د تره زوی په عقیده کې ضعیفه دی.
۷ـ روایت:
«د داستاني ژانرونو بیان ته روایت ویل کېږې او هغه چا ته چې یوه پیښه روایت کوي راوي وایي. او راوي په درې ډوله دی:
۱ـ هغه راوي چې د متکلم په ژبه روایت کوي اول ګړی راوي بلل کیږي. دغه راوي خپله کیسه درته کوي.مثلاً: زه راغلم. زه ولاړم….
۲ـ هغه راوي چې د بل چا کیسه کوي درېیم ګړی راوي دی. دی به خپله په پیښه کې دخیل نه وي او نقش په کې نه لري بلکې پر بل چا تېره شوې پېښه بیانوي. مثلاً: هغه لاړو. هغه راغی. هغه جنګ وکړ…
۳ـ هغه راوي چې ستا کیسه کوي دویم ګړی راوي دی. مثلاً: ته راغلې. ته لاړې…»[۲]
د ایمان پلورونکي ناول روایت د اول کړي راوي او درېیم کړي راوي په ژبه روایت شوی دی.
۸ـ د اضافاتو ډېروالی لري
مثلاً :« داسې ځای یې واړول چېرته چې اوبه هم وې، ونې هم وې، او کمرونه هم و.»
که د دې په ځای داسې لیکل شوي وای: داسې ځای یې واړول چېرته چې اوبه، ونې او کمرونه و.
په مانا کې یې هېڅ تغیر نه راځي بلکې خوندور کېدو. او نور ډېر اضافات لري
۹ـ املایي غلطۍ ډېرې لري.
کوم ځای یې د مؤنثو نمونو لپاره مذکر صفتونه راوړي دي. مثلاً: «د مال او دولت لوی لوی زېرمې پرتې دي.»
چې اصل کې داسې راځي: د مال او دولت لویې لویې زېرمې پرتې دي.
نورې املایي غلطۍ هم لري.
چې د فاصلې ضروت شته هلته فاصله نه شته او چېرته چې د فاصلې ضرورت نشته هلته فاصله ورکړل شوې ده. مثلاً:
«کله چې زهرزهر ومات کړل» اوس دلته په زهرزهر کې فاصلې ته ضرورت دی (زهر زهر و)او په زهر و کې فاصلې ته ضرورت نشه (زهرو) داسې باید لیکل شوي وای: کله چې زهر زهرو مات کړل.
په دغه ناول کې یاګانې په خپل ځای ندي استعمال شوې، که په ځای استعمال شوې هم وي نو هغه ځایونه به ډېر کم وي.
بیلګه:«خلیفه پوښتنه وکړه آیا دا فرمان د فاطمی خلافت د کمزوري کولو لپاره صادر شوی دی. زه ګومان کوم چې دلته عباسی خلافت راوستل کېږي.
صلاح الدین ایوبي (رح)وویل: جناب محترم ډیر بوډا شوي دي، الله(ج)په خپل کتاب قرآن کریم ځکه شرابو ته حرام ویلي دی چې ماغزه بي سده کوي…صلاح الدین ایوبي له لږ سوچ او فکر وروسته وویل ما پریکړه کړي ده چې سر له سبا نه به ستاسی ساتونکې تبدیلیږي او د رجب په ځای به درته نوی قومندان رالیږم.»
په متن کې په سره رنګ شوې یاګانې غلطې دي (دا یاګانې په غلط ځای استعمال شوې دي)
داسې را ځي: خلیفه پوښتنه وکړه آیا دا فرمان د فاطمي خلافت د کمزوري کولو لپاره صادر شوی دی. زه ګومان کوم چې دلته عباسي خلافت راوستل کېږي.
صلاح الدین ایوبي(رح)وویل: جناب محترم ډېر بوډا شوی دی، الله(ج)په خپل کتاب قرآن کریم کې ځکه شرابو ته حرام ویلي دي چې ماغزه بې
سده کوي…صلاح الدین ایوبي له لږ سوچ او فکر وروسته وویل ما پرېکړه کړې ده چې سر له سبا نه به ستاسې ساتونکی تبدیلیږي او د رجب په ځای به درته نوی قومندان رالېږم. په شنه خط یاګانې صحیح شوې.
نو د نویو ځوانانو لپاره د ایمان پلورونکي ناول مطالعه کول ضروري ده ځکه چې په دغه ناول کې عقیده جوړیږي، او د مسلمانانو د کامیابیو او ناکامیو د لاملونو څخه به خبر شي. او که چېرته بیا ناول لیکي نو د ادب په لحاظ به د دغه ناول د قوي او کمزورو خاوو په نظر کې نیولو سره خپل ناول ښکلی، خوندور کړی وي او د نیمکړتیاوو څخه به یې ساتلی وي.
ماخذونه ۱
ـ صفا، مصطفی، لکچر، غزني پوهنتون، ۱۴۰۳هـ
۲ـ نسیمي، زغم، محب الله، د لیکوالۍ عملي لارښود، ۱۳۹۹هـ
۳ـ سهاند، عزت الله، نوټ، غزني پوهنتون، ۱۴۰۳هـ
لیکونکی: ادیب مصطفی (شهاب)