ایمان او دهغه ۹۰ (نوي) مهمې برخې

د ايمان مهمې برخې:

١. په الله تعالى ايمان لرل .سورة النساء (١٣٦ اية ).
٢.دالله په صفتونو ،نومونو او په فېصلو ايمان لرل .مشکوة ١/٢١
٣.دالله تعالى په ملائکو ايمان لرل .سورة البقره(١٧٧  اية)
٤. د الله تعالى په کتابونو او صحيفو ايمان لرل .سورة البقره (١٧٧ اية )
٥.دالله تعالى په رسول او پېغمبرانو ايمان لرل. سورة البقره (١٧٧ يات )
٦. د الله تعالى په تقدير او فېصلو ايمان لرل. سورة البقره (١٧٧ اية )
٧. په ورځ د قيامت ايمان لرل. بخاري ١/١٢
٨.په قبر کې دنکير او منکر ملائکو راتلل اود هغوي پوښتنى کول د رب او پېغمبر او ددين په باره کې پدې ايمان لرل .مسلم ١/٢٧
٩.محبت او مينه دالله تعالى سره. سورة البقره( ١٦٥ اية )
١٠دالله تعالى لپاره مومنانو سره مينه کول مشکوة ١/١٤
١١.دالله تعالى لپاره دبدو خلکو سره کينه او بعض کول . مشکوة ١/١٤
١٢. دالله تعالى لپاره ورکړه کول . مشکوة ١/١٤
١٣.دالله تعالى لپاره منع کول . مشکوة ١/١٤
١٤.درسول الله صلى الله  عليه وسلم مينه او محبت کول .مشکوة ١/١٢
١٥.درسول الله صلى الله عليه وسلم عزت ،دفاع او اکرام کول .سورة الفتحه (٩ اية )
١٦. پر رسول الله صلى الله عليه وسلم شرعي درود ويل.سورة (الاحزاب ٥٦ )، مشکوة ١/٨٦
١٧. درسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو او طريقو تابعداري کول .سورة ال عمران  (اية ٣١ )،مشکوة ١/٢٧
١٨. په عباداتو کې د الله جل جلا له لپاره  اخلاص کول چې توحيد دى .مشکوة ١/١٦
١٩.ريا کاري او ځان ښودنه  نه کول .مشکوة ٢/٤٥٥
٢٠. دمنافقت دټولو کارونو او خويونو څخه ځان ساتل .بخاري ١/١٠
٢١.الله جل جلا له ته توبه کول اوپه  استغفار سره  ورګرځيدل مشکوة ١/٢٠٣
٢٢.دالله جل جلا له څخه ويره کول نه دمخلوقاتو څخه .سورة المائده( ٤٤ اية)
٢٣.دالله جل جلا له څخه طمع او امېد کول نه د مخلوقاتو څخه .سورة البقرة( ٢١٨ اية )
٢٤. الله تعالى ته شکر کول او دهغه نعمتونه د هغه په رضا کې استعمال . سورة البقرة( ١٥٢اية) ، مشکوة ٢/٤٥٤
٢٥. د لوظ پوره کول که د الله جل جلا له سره وي او که بنده سره وي . سورة بني اسرائيل (٣٤ اية )
٢٦. صبر په نېکې  کولواو د ګناهونو څخه  په  ځان ساتلو او همدارنګه په مشکلاتو . سورة الزمر (١٠ اية) ،مشکوة ١/٣٨
٢٧. د الله جل جلا له په قضا او فيصله راضي کېدل .مشکوة ١/٢٣٠
٢٨. په الله تعالى توکل کول (هغه ته خپل ځان کارونه او فيصلې سپارل) . سورة المائده (اية ٢٣) ،مشکوة ٢/٤٥٢
٢٩.دالله جل جلا له په مخلوق رحم کول .مشکوة ٢/٤٢٣
٣٠. الله تعالى ته عاجزي او تواضع کول .مشکوة ٢/٤٣٤
٣١. دمشرانو احترام او عزت کول .٢/٤٢٣
٣٢. په کشرانو شفقت او رحم کول . مشکوة ٢/٤٢٣
٣٣. تکبر او لويي او عجب ( خپل ځان غټ ښه ګنړل دي) څخه ځان ساتل .مسلم ١/٦٥
٣٤.حسد او کينه نه کول .ابوداود ٢/٩٢٧
٣٥.غصه اوقهر نه کول په مومن باندې .سورة ال العمران (اية ١٣٤ )
٣٦.اسراف او بذر نه کول . سورة الاسراء( ٢٦ اية)
٣٧. د هر باطل ،لغوه ، لهو،موسيقي،غزل څخه ځان ساتل .سورة الشعرا( ٧٢ اية) ، مشکوة ١/١٤
٣٨.د قران کريم تلاوت ،عمل ، دعوت ،نشر، ا شاعت او دفاع  ورڅخه کول. سورة  فاطر (اية ٢٩)
٣٩.د شريعت اسلامي علم حاصلول.سورة  زمر اية ٩،سورة مجادله (اية ١١)
٤٠.د شرعي علومو تدريس او ښودنه کول.ترمذي جلد١/١١٤
٤١.د الله جل جلا له څخه دعا غوښتل . سورة المومن (اية ٦٠ )،مشکوة جلد ١/١٩٥
٤٢.د الله جل جلا له ذکر کول چې د ١٠٠ څخه زياتې ګټې لري. چې علامه ابن القيم ( رحمه الله ) په الوابل الصيب کې ذکر کړيدي
٤٣.پاکوالى د نفس ،بدن ، جامو،ځاى ،دخوراک او څښاک اسبابو .سورة المدثر (اية ٤ )،مشکوة جلد١/٣٨
٤٤. د عورت پټول او ساتل .سورة النور (اية ٣٠ )
٤٥. فرضي لمونځونو اداء کول . سورة العنکبوت (اية ٤٥)
٤٦:سنت او نفلي لمونځونه اداء کول
٤٧: فرضي  زکات ورکول . سورة المومنون (اية ٤) و غير ها
٤٨.نفلي صداقات او خيراتونه ورکول .سورة العمران (اية ١٣٤)
٤٩.دمريانو او وينځو او بنديانو ازادول او هغوي سره مرسته کول . سورة البقرة( اية ١٧٧) ، (وفى الرقاب)
٥٠:جود اوسخاوت کول په شرعي طريقې سره چې الله تعالى پرې  اجر ورکوي . بخاري جلد ١/٤٧
٥١: د ميلمه عزت او اکرام کول .مسلم جلد١/٥٠
٥٢: فرضي  روژه  نيول .سورة البقرة (اية ١٨٣ )، بخاري مع الفتح جلد ١/٧٨
٥٣: نفلي روژۍ  نيول . مشکوة جلد ١/١٦٢
٥٤: حج اداء کول . مشکوة جلد ١/١٤، مسلم  جلد ١/١٦
٥٥: عمره  اداء کول . سورة البقرة  اية ١٩٦ ، ترغيب جلد ٢ /١٦٤
٥٦: طواف فرضي او نفلي اداء کول .الترغيب و الترهيب جلد ٢/١٩١،سورة الحج اية ٢٩
٥٧: اعتکاف کول . سورة البقرة  اية ١٨٧
٥٨: د قدر شپې تالاش کول چې د زرو ١٠٠٠ شپو څخه غوره  ده .مشکوة جلد١/١٧٣
٥٩: ددين د ساتنې لپاره  دفتنو او شرونو څخه تيښته کول بخاري جلد ١/١٥
٦٠: هجرت کول د کفر د وطن څخه او بد کارو خلکو څخه  او د بدو او فحش کارونو څخه .مشکوة جلد ١/١٤
٦١: د نذر پوره کول او په  هغې وفا کول .سورة دهر (اية ٧)، مشکوة جلد ١/٢٩٧
٦٢: په  قسمونو کې  احتياط کول او په غير الله باندې قسم نه کول . سورة المائده اية ٨٩ )، صحيح الجامع الصغير جلد ١/١٠٢
٦٣: د کفارو ادا کول کفاره د قتل خطا وي او که د قسم يا د ظهار وي .
٦٤: شرعي نکاح او  واده کول چې انسان ته ورباندې پاکوالې او عفت نصيب کيږي .مشکوة جلد ١/٢٦٧
٦٥: د اولاد او اهل حقوق ادا کول اود هغوى سالم تربيه کول .مشکوة جلد ١/١٨
٦٦: د مور او پلار سره نيکۍ او احسان کول .مشکوة جلد ٢/٤٢٠
٦٧:د خپلوانو سره صله رحمي کول او په اسلامي طريقه ورسره خپلوي پالل . مشکوة جلد ٢/٤٢٠
٦٨:د کونډو او يتيمانو سره احسان کول او د هغوي څخه دفاع کول .متفق عليه
٦٩:د امير اطاعت کول په ښو کارونو کې او د هغه سره مرسته کول . متفق عليه
٧٠: د شرعي انصاف او عدل پابندي کول .متفق عليه ، سورة نساء (اية ٥٨)
٧١:د جماعت د مومنانو تابعداري کول او په جماعت د اصحابو کرامو پسې تلل .سورة نساء (اية  ١١٥ )،مشکوة جلد١/٣٥
٧٢: د اولو الامر اطاعت کول چې هغه اسلامي اميران او علماء کرام دي .سورة نساء (اية ٥٩) ، مشکوة جلد ١/٢٩
٧٣:د خلکو او مسلمانانو تر منځ اصلاح او جوړوالى راوستل . سورة حجرات (اية ٩ او ١٠)
٧٤: حيا کول د الله تعالى او درسول الله صلى الله عليه وسلم او د مومنانو او ملايکو څخه . بخاري جلد١/٦٢
٧٥:د نيکيو امر کول ا دبديو څخه منع کول چې دېته امر باالمعروف او نهى عن المنکر وايې.سورة العمران (اية ١٠٤) ،مشکوة جلد ١/٤٢٢
٧٦: شرعي حدود نافذول او دهغې  جاري کولو لپاره بدني مالي قرباني ورکول .سورة المائده (اية ٤٤،٤٥،٤٧)،بخاري جلد ١/٧٦
٧٧:جهاد او قتال کول  فى سبيل الله .مشکوة  جلد ٢/٣٢٩،مسلم جلد ١/١٦١
٧٨:امانت  ادا کول که د مال وي  ، دمجلس او که دعهد وي او که د خبرې وي.سورة نساء( اية ٥٨ )،بخاري جلد ١/١٣
٧٩: رباط فى سبيل الله ( د اسلامي سرحداتو ساتل د کافرانو څخه ، جهاد لپاره ،سورلۍ او اسباب تيارول ،د مشکلاتو سره نيک اعمال کول.  مشکوة جلد ٢/٣٢٩
٨٠: ښاېسته معاملات کول ، پيرل او پلورل ، ضمانت په شرعي طريقه او ښو اخلاقو سره .بخاري جلد ١/٢٧٨
٨١:سلام کول او دسلام  جواب ورکول .بخاري شرح الفتح جلد ١/٦٩
٨٢: پرنجې کولو سره الحمدلله ويل او د هغې جواب په يرحمک الله سره  ورکول.بخاري جلد ١/٨٩
٨٣: د مومن په جنازه کې تلل او دهغه په دفن کې برخه اخيستل .بخاري جلد ١/٨٩
٨٤:  مومن او د الله تعالى مخلوق ته ضرر نه ورکول . سورة الحزاب (اية ٥٨)، مشکوة جلد١/٤٨
٨٥:ضرري شئ  دلارې نه لرې کول لکه ازغې هډوکې او داسې نور. مشکوة جلد ١/١٦٨
٨٦: د مسجد جوړول او تعمير کول دالله تعالى د رضا، ذکر او دين لپاره .سورة التوبة (اية ١٨)
٨٧: څه چې ځان لپاره خوښوې هغه د نورو لپاره هم خوښوه .بخاري جلد ١/٤٨
٨٨: ښاېسته اخلاق په ژوند کې پر عملي طور سره  وړاندې کول .مشکوة جلد ٢/٢٨٢
٨٩: د شر او ضرر او بې فايدې خبرو څخه چپ کيدل . سورة القمان (اية ٦)، ترمذي جلد ٢/٢٦٨
٩٠: د کفر ،شرک ،فساد ، فسق ، فجور، بدعت ،څخه  نفرت کول او ځان ساتل .سورة المومنون (اية ٣)،مسلم جلد ١/٥٠..

مولانا احمد شاه (حفظه الله تعالی)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب