په افغانستان کې داسلامي نهضت بنسټ ایښودونکی څوک و؟
داسلامي خلافت له ړنګیدو وروسته هغه مهال چې داسلامي نړۍ اکثره هیوادونه د پرنګي (انګلیسي) ، فرانسوي ، ایطالياوي او نورو غربي استعمار ګرو تر ولکې لاندې وو ، او ورځ تر ورځ داسلامي قوانینو ، فرهنګ ، زده کړې ، لباس او نورو کړو وړو ځای انګلیسي او اروپايي کړنو نیوه ، داسلامي نړۍ اکثره وګړي یاد غفلت پر خوب ویده وو او یاهم لکه د نن پشان له ویرې چوپه خوله ناست وو.
په داسې وخت کې په اکثره اسلامي هیوادونو کې داسي خلک وو چې دامت د راتلونکي په اړه يې فکر کاوه ، او په دې لاره کې یې خپل فکري او عملي زیار پیل کړ ، چې په دې کسانو کې ځینو داستعمار شکست داسلامي پوهې په خپرولو کې لیده او ځینو دتبلیغ په عامولو کې ، ځینو په سیاسي مبارزه کې او ځینو هم قتال في سبیل الله د حل یوازنۍ لاره ګڼله .
په دې چاپریال الله جل جلاله داسي کسان راپیدا کړل چې هغوي دا ټولې لارې یوځای داسلام دسر لوړاوي او داسلامي هیوادونو دآزادۍ لپاره تر یو چتر لاندې ضروري ګڼلي او پر همدې محور یې دخپلې مبارزې بنسټونه کیښودل .
په دې کسانو کې ځینو په یو وخت کې پر دې ټولو بنیادونو کار پیل او داسلامي امت د ویښتابه او فکري سمون لپاره يې نه ستړیکیدونکی منزل شروع کړ چې پدې کسانو کې امام حسن البنا په مصر او عربي نړۍ کې او مولانا ابو الاعلی مودودي دهند په نیمه وچه کې مبارزه پیل کړه او هریوه په خپل چاپیریال کې داسلام دشامل او کامل تصور دخپرولو لپاره په لیکنو ، شخصي ملاقاتونو ، کنفرانسونو او نورو وسائلو د امت د راويښولو او روزلو هڅه کوله ، تردې چې الله جل جلاله ددوی په دې هڅو داسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک راویښ او په زرګونو ځوانان له دوی سره په عملي ډول د همدې سوچه اسلامي فکر دخپرولو لپاره ملګري شول.
دمصر او هندوستان چاپریال په هغه وخت کې سره ډیر ورته ؤ ، دواړه هیوادونه د تمدونونو ځاګو ګانګې ، له علمي پلوه تر ډیره حده پرمخ تللي ، او دمختلفو ادیانو داوسیدونکو ځای وو بل داچې دواړه هیواده د انګلیسي استعمار تر مخامخ کنترول لاند وو ، نو په داسې هیوادونو کې دفکري کار زمینه هم ډیره برابره او تره ډیره حده دفکر او بیان آزادي موجوده وه .
افغانستان چې یو ډیر بې وزله او وروسته پاتې هیواد ؤ او له لومړۍ ورځې پکې هیڅ خپلواک او دخلکو په خوښه حکومت نه ؤ رامنځته شوی ، د سواد کچه د نشت برابر او په اقتصادي لحاظ د(بخور نه میر) په حالت کې ؤ او پاچا خلکو دالله سیوری باله او هغه غیری مسئول او دهرڅه واکدار ؤ ، په دې هیواد کې دپاچا او حکومتي نظام له فکر نه هاخوا فکر کول هم ګناه وه او که چیرې به پیدا هم شو نو هغه به یا دسید جمال الدین افغاني په څیر له خپل فکر سره داسي لوی چاپیریال ته ووت چې هلته یې فکر ځای شي او یا هم د تورو تمبو ترشا ومري او یا پر توپ وتړل شي .
په افغانستان کې ډیرې ښېګڼې او ځانګړتیاوي هم وي او هغه داچې دلته لا خلک له یوې محدودې طبقې پرته د غربي تمدن په رنګ نه ؤ رنګ شوي او اسلام په میراثي ډول په افغانانو کې ژورې ریښې لرلې ، دافغانستان اکثره کمونستانو هم ځان مسلمان باله او حکومت هم په خپله خوښه داسلام له نامه نه ګټه پورته کوله او پادشاه المتوکل علی الله ؤ نو په داسې ټولنه کې که له یو لوري د اسلامي حرکت لپاره ډیره ښه زمینه برابره وه خو له بل لوري پر دې لاره د تلونکو پر وړاندې بې شمیره خنډونه هم پراته وو .
په افغانستان کې د اسلامي حرکت بنیاد لکه څنګه چې په نورو هیوادونو کې په علمي ډول د یوکس یا څو کسانو له لوري ایښودل شوی وي، داسې نه دی ایښودل شی بلکې په مسلمانو کورنیو کې تربیه شوی ځوانان چې کله دکورنۍ له چاپریال څخه دوخت تعلیم ځایونو ته راوتل او هلته يې ځنې اسلامي ضد افکار او کړنې لیدلې دهغو په مقابل کې په طبیعي ډول دایماني غوښتنو په نتیجه کې اودریدل او لکه څنګه چې دافغانستان پر حکومت هم غیر مستقیم شرقي او غربي استعمار حاکم ؤ او په حکومت کې اکثره کسان د چپي افکارو لرونکي او دنورو له حمايې برخمن کسان ؤ ، نو په هیواد کې داسلامي افکارو دمخنیوي لپاره هره وسیله په کار اچول کیدله .
که څوک په افغانستان کې د معاصر اسلامي خوځښت تاریځ را وپلټي نو وبه ګوري چې دا حرکت په عملي ډول دیو یا دوه یا … کسانو له لوري نه دی جوړ شوی بلکې ددې حرکت بنیادونه د بې شمیره زلمیانو د په وینو رنګ شوي . بل خوا هیڅ داسې فکري آثار له دې ځوانانو نه دي پاتې چې دهغو پر بنیاد انسان فیصله وکړي لکه څنګه چې د شهید حسن البنا مودودي رحمه الله او یا نورو اسلامي شخصیتونو نه پاتې دې او نه هم په افغانستان کې کوم منظم تربیوي اسلامي پروګرام موجود ؤ ، یوازې دشهید منهاج الدین ګهیځ اسلامي ورځپاڼه او یا څو نور اسلامي خپاره شوي کتابونه ، چې هغه هم اکثره ژباړل شوي وو ددې خوځښت د لارویانو د رهنمايي وسیلې وي ، خو دا په دې معنا نه ده چې دې دالله دلارې لارویانو کوم کار نه دی کړی ، بلکې پر هغه مهال په مادې ، علمي او سیاسې ډول د هیواد وروسته پاتې والی دې ته اجازه نه ورکوله چې څوک دې یو منظم علمي کار وکړي . او یوازې هغه ډلې چې له کمونستې بلاک او یاهم دوخت له حکومت سره تړلې وې د یوڅه منظمو نشراتو او پرګرامونو لرونکې وې.
دافغانستان داسلامي خوځښت مشران ډیر دي ، که څوک انجنیر حبیب الرحمن شهید ته د اسلامي حرکت بنسټ ایښودونکی وايي او که څوک شهید غلام محمد نیازی داسلامي حرکت سرخیل بولي دا ټول پر خپل ځای ريښتیا دي ، ولې په عملي ډول ددې ثبوت نشته او اصل خبره همغه پورتنۍ ده چې دافغانستان دسلامي ویښتابه سرخیلان ډیر دي او که نه نو ولې څوک په مصر کې دا اختلاف نه راپورته کوي چې د اخوان المسلمین بنسټ ایښودونکی له حسن البنا پرته بل څوک دی او یاهم دهند په نیمه وچه کې دجماعت اسلامي بنیاد ګذار له مودودي پرته بل څوک په ګوته شي ، په داسې حال کې چې داخوان المسلمین څانګې پر امریکا ، اروپا ، افریقا ، او ټولې اسلامې نړۍ خپرې شوي او ټول امام حسن البنا داسلامي معاصر خوځښت بنسټ ایښودونکی بولي ، همداشان مولانا مودودي په هند ، پاکستان بنګلدیش او نورو هیوادونو کې (هلته چې په عملي ډول د جماعت اسلامي) د دې مبارک دعوت د لارې بنسټ ایښودونکی شمیرل کیږي ، او په خپل دعوتي منهج کې دهغه له کتابونو او افکارو استفاده کوي .
که په ريښتینې توګه او دالله جل جلاله لپاره دې مسئلې ته پام وکړو نو هغوی ټول دالله ددین عسکر وو او د دې لپاره یې مبارزه کوله چې الله جل جلاله کلمه اوچته شي ، او په همدې لاره کې ان شاء الله شهیدان شول .
(تِلْكَ أُمّةٌ قَدْخَلَتْ لَها ما كَسَبَتْ وَلَكُمْ ما كَسَبْتُمْ وَلا تُسْئَلُونَ عَمّا كانُوا يَعْمَلُون)
محمد شعيب قريشي