په اسلام کې کورنی ژوند
د اسلام په رڼا کې له خپلې بي بي سره ژوند:
ګرانومسلمانانو! مخکې هم دی مطلب ته اشاره وشوه چه که اسلامی لارښوونی پوره عملی شي ژوند به مو له يوی مخی دخوشحالۍ اونيکمرغۍ څخه ډک وي، په اسلام کې له ميرمنوسره دښه سلوک کولو ذيات ټنګار شوي دی چه لاندې يې څو نمونی بيان شوي دي .
ولې نن سبا چه ځنی کسان دخپلو ښځو سره بد چلن کوي دا د دوی خپله بی علمی يا په اسلام د نه عمل کولو دليل دی خو که خدای (ج) مه کړه د چا ښځه ښکاره بی ليری ته ملا وتړي نوددی لپاره هم بيا په اسلام کې دجزا اواصلاح لارې وجود لري چه په عملی کولوسره يی نور خلک هم ورڅخه عبرت اخلي .
داچه بې ځايه هيلې بانې ورته لټوي او ګناه يی هم ښکاره نه وي د ځان نه يې ورته يو بې رحمه ځناور جوړکړی وي او په يوه مظلوم انسان خپل ظالمانه تمرينات تر سره کوي .
دغه ډير بد عمل د نومړی کس له ناپوهی ، ظلم ، او د خدای (ج) د دين پر وړاندې د بغاوت ترجماني کوي اوبس . د اسلام د مقدس دين لارښوونه په لاندې څو ټکو کې وګوری !
۱- د خپلی بي بي (ميرمنې ) سره ښه سلوک کول:
قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :
(وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا) النساء 19
((اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو خدای (ج) په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي )).
نويو انسان خوبه خامخا يوه خاليګاه لري که کومه ښځه په رنګ کې کمزوری وي نوشايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه دخپل خاوند د دنيا اوآخرت دنيکبختی سبب وګرځي .
حضرت محمد(ص) په حجة الوداع کې مسلمانانو ته داسې وفرمايل :
خلکوواوری ! له ښځو سره ښه سلوک کوی ځکه هغوی له ستاسو سره دبنديانو په ډول دی هغوی سره دبد چلن هيڅ حق نلری .(رواه ترمزی )
۲- د ميرمنی نفقه :
ميرمنی ته دخوراک اوپوښاک برابرول د ميرمنی حق دی اوبايد دا حق په ښه نيت اداشي .
پرميرمن يا نور اهل عيال احسان وانه چول شي چه زه تاسی ته روزی برابروم ، ستا روزی رسونکی هم خدای (ج) دی او داهل عيال دی هم خدای (ج) دی .
حضرت محمد(ص) ترټولو غوره خرڅ د خپل اهل عيال ته خرڅ کول ښودلی دي او فرمايی :
دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم ).
په پورته حديث شريف کې د خدای (ج) په لاره کې خرڅ ، دغلام دآزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ تر دغه دريو واړو خرڅونو څخه غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره ښودلی دی .
۳- له ميرمنې سره په زړه سوي او مهربانی ژوند وکړئ :
تر خپله وسه بايد د زړه سوي بخشش او عفوی لاره غوره شي ځکه ښځه دعقل او پوهی په اعتبار کمزوری ده نوبايد په صبر آرام او مهربانی دهغه د اصلاح کوښښ وشي .
اودغه عاجز انسان ته د يوی يوازې شوې ميلمنه په سترګه وکتل شي ځکه چه دغه بی بی له خپله کور جلا دخپلی مهربانه مور له غيږې څخه ستا کور ته راغلې ده نو ته هم ورته د خپلی مهربانی غيږ وپرانيږه قرآنکريم د التغابن په سورت همدې هدف داسې اشاره کړی ده :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلاَدِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
ژباړه : ای مؤمنانو! ستاسی ځنی ميرمنی او ځنی اولادونه ستاسی دوښمنان دی نو له هغوی ځانونه وساتی او که تاسی له عفوی ،بخشش او تيريدنی څخه کار واخلی ، نويقين ولری چی الله (ج) ډير مهربان او پوره رحم لرونکی دی
۴- له خپلی بي بي سره د دنيا څو ورځې ژوند په ښو اخلاقو تېر کړی:
دښواخلاق اصلی ډګر خپل کور دی ځکه ډير وخت سړی له خپلی ميرمنې سره تيروي . نويوڅوک چه پدی ډګر کې بريالی راووت نو يقيناً چه يو د غوره اخلاقو لرونکی انسان به وي ، پدی اړه داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) داسی فرمايې :
اَكْمَلُ المُؤمِنِيْنَ اِيْماَناً اَحسَنُهُمْ خُلُقاً وَخِياَرُكُمْ خِيَاركُمْ لِنِسَآِئهِم ِ (رواه ترمذي )
دايمان په اعتبارسره ستاسوکښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه دهغه اخلاق اوخوی ښه وي اوتاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .
د ښو اخلاقو د فضيلت په اړه بل حديث شريف لاندې بيان شوی دی :
اِنَّالمُؤمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصّآ ئِمْ القَآْئِمْ (ابوداود)
مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکې نه ذياته درجه حاصلولی شي.
۵- خپلی بي بي ته نيک تعليم او ديني ښوونه ورزده کول :
هر څوک دخپلوماتحتو پروړاندې مسئوليت لری خوڅوک د ملک پر سطحه ،څوک د ولس ،څوک دکلی او څوک دخپل کور پروړاندې مسئوليت لري اود خپلو ماتحتو په اړه به ورڅخه پوښتنه کيږي.
د نجات لاره دانه ده چه يواځی خپله عبادت کوه خو دميرمنی او اولاد په اړه کومه انديښنه نه لرل ، بلکې دهغه په اړه پوره مسوليت لرې هم به خپله خدای (ج) ته عبادت کوی او هم به خپل اهل ته په عبادت کولو ټنګار کوی .
الله (ج) په قرآنکريم پدی اړه داسی لارښونه کوی : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْعَلَيْهَا
ژباړه :اهل ته موپه لمانځه کولو امر کوی او خپله يی هم کوی
د مسلمانې بي بي صفات:
ګرانو مسلمانو وروڼو اوخوندو !
داسلام دمقدس دين هر اصل ته که سړی ښه ځيرشي دومره کټی حکمتونه به پکې وي چه په ليکلو يی کتابونه ډکيږي .
داسلامی شريعت عملی کول به يواځی ټولنی ته امن ،سکون ،خوشحالې ،متقابل احترام ،يوپربل ظلم نه کول ،صداقت وي ، رشوت ،غلا ،بی حيايې ،خيانت به نه وي .
داچه نن ځنی کسان څه يی چه په مخ ورځې مخ نه ور څخه اړوي دا دوی خپله بی غيرتي ،بی ننګي دخدای (ج) ،قرآن او پيغمبر(ص) سره بی وفايې ده . د دوی بداعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجومانې نه شي کولای .
اوس به راشو دمسلمانې بي بي صيفاتو ته :
۱- ستر :
دځان ستر (حجاب) ته مو ډير پام کوی ځکه داسلام دستر انقلاب ېو آساسی جز د جاهلېت د دوران وحشت او بې حېا ېو له منځه وړل ؤ ، قرآنکريم مسلمانوبيبيانو ته داسې لاښونه کوي :
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ….. (النور۳۱ ).
(ا و ووايه (ای محمده ص ) ايماندارو ښځو ته چه پټی کړی (له نامحرموڅخه ) سترګې خپلی او ښه ټينګ دی وساتي
ځای د حيا سترونه (دمحرماتوپه مقابل کې ) اونه دی ښکاروي زينت ښايست (اوځای د ښايست خپل ) مګر هغه چه ښکاريږي له (دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کې ) او ښايی چه وادی چوی ټکری خپل پر ګريوانو(سينه يا ټټر
داچه ستر کومه اندازه په کومو شرايطو ورسته به اسلامی حجاب کې ذکر شي .
۲- د خاوند (ميړه ) اطاعت کول :
مسلمانه بی بی به دخپل خاوند اطاعت کوي او دقدر په سترګه به ورته ګوري ځکه چه دمسلمانی بی بی لپاره خپل خاوند دژوند مهربانه ملګری ، تګيه ګاه اود زړه سکون او تسل دی .
داسلام دسترپيغمبر ارشادات مسلمانی بی بی ته :
دابی هريره (رض) روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی :
لاَ يَحِلُّ لِلْمَرْأَةِ أَنْ تَصُومَ وَزَوْجُهَا شَاهِدٌ إِلاَّ بِإذْنِهِ ، وَلاَ تَأذَنَ فِي بَيْتِهِ إِلاَّ بِإذْنِهِ ( متفق عَلَيْهِ )
((دهيڅ ښځی لپاره روا نه دی چه د خپل ميړه په موجوديت کې دهغه داجازی پرته (نفلی ) روژه ونيسي ،اونه دا جايز دی چه دخاوند داجازی بغير دهغه کورته د داخليدلو لپاره بل چاته اجازه ورکړي . اوبل حديث شريف کې دی د ميړه داجازه بغير دی له کوره نه وځی )).
همدارنګه د ابوعلی طلق بن علی (رض) نه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايې:
اِذاَ دَعَا اَ لرَّجُلُ زَوْجَتَه لِحَاجَتِه فَلْتَاْتِه وَ اِنْ كاَنَتْ عَلی التّنُّورِ ( تَرمذي ،نساءيی ).
((کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړي نوهغه لره راتلل پکار دي اګر که دتنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وي )).
د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شي.
۳- د حيا ساتنه :
مسلمانه بی بی به له حده ډير دغه ټکی ته هميشه فکرمنه وي .
– د خپلی آبرو او پاک لمنتوب د ساتنې خيال ساتي ځکه که دميړه په زړه کې داسی کوم شک پيداشي ، نوبيا دښځی يوه نيکې اطاعت او خدمت هم ميړه د ځان په لور مايل کولای نشي .
که خدای (ج) مه کړه يوځلی پر چا تور داغ ولګيږي نوبيا د ژوند خوند آبرو او غزت هرڅه له منځه ځي .
پدی اړه قرآنکريم دالمؤمنون په سورت کې د شيږو صيفاتو لرونکو ته د کاميابی زيری ورکړی .
۱- هغه کسان چه دوی په لمونځوخپلو کې عاجزی کوونکې ويرودوونکې وي (له الله ج نه ).
۲- هغه کسان چه دوی له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکې دي ، ۳- هغه کسان چه دوی د زکوة ادا کوونکې دی۴ ،- هغه کسان چه دوی دحيا ځايونو ساتونکې دي ، ۵- هغه کسان چه دوی د امانت او وعدو رعايت کوونکې دي ، ۶- هغه کسان چه دوی دلمونځو ساتوونکی وی (پنځه واړه لمونځونه پرخپل وخت ادا کوي ).
د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شي .
۴- تقوی او دينداري :
کومه ښځه چه تقوای او دينداری ولری هغه به تر ټولو غوره بی بی مور وي ، کورنۍ ولس او ټولنی ته به دينداره اولاد وړاندې کوي .
داسې بی بی به دکوراوخپل خاوند لپاره يو برکت او الهی رحمت وي .
نوضرور ده چه مسلمانه بی بی پر ټولو اسلامی احکامو کلکه پاپنده وي ، پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت وکړي خير که مو کارونه ډير وي يا د اولاد روزنی مشعوله کړی وی ځان په وخت لمانځه ته وزګار کړی هسی هم د دينا کارونه نه خلاصيږی ، هغه کسان چه بی وخته لمونځونه کوی يا له لمانځه څخه غافله وي قرآنکريم دغه کسانو ته په سختو ويرولو سره داسی خبرداری ورکوي :فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ۴ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ(الماعون ۴-۵)
(( دويل کنډه يا بربادی ده هغه کسانو لره چه دوی له لمونځونو خپلو عافل او بی پروا دي )) .
همدارنګه نور ټول الهی اوامير ته تسليمی د کاملی مسلمانی بی بی صيفات وی چه داسی بی بی ته په بار بار الهی او نبوی ص ارشاداتو کې دجنت زيری ورکړشوی دی .
۴- د خاوند د کور سامان ساتنه :
مسلمانه بی بی به د خپل خاونددکور سامان ساتنه کوي له واده نه ورسته د مېړه کور خپل کور وګڼی ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتېا وو لپاره ورک وي داسی نه چه هغه يې کور ته راوړی او تاسی يی له کوره باسئ
دقرېشو دښځو په ستاېنه کې نبی کرېم صلی الله عليه وسلم فرمايې:دقرېشو ښځی څومره ښی ښځی دي ،پراولاد ډېری مهربانه دي اود مېړه دکور ډېری غوره ساتونکې دي (بخاری) .
۵- د اولاد روزنه :
اولاد دخدای (ج) ستر نعمت وګنئ اوشکر وباسی چه تاسی ته يی دخپل بنده د روزنی او پالنی وخت درکړ او دغه اولاد به ستا جاينشين شي .
د اولاد په تعليم او تربيه کې د زری قدرې غفلت هم ستاسو د دنيا او آخرت ذلت او رسوايې ده ځکه مات لاس غاړې ته ځي ، اولاد ډير وخت د مور ترڅارنی لاندې وي په تيره بيا چه پلار يې مسافروي .
ترهرڅه مخکې خپل اولاد په پوره دينی زده کړه او ديندارۍ عادت کړئ ځکه يواځی مسلمان او تقوی داره اولاد دمور اوپلار حقوق ښه پيږني او دموراوپلار خدمت به په پوره اخلاص وکړي .
۶- نظافت او پاکوالی :
د ښکلا ،ښاېست ،پاکوالې اونظافت پوره خېال ساتی ،چه پاکوالی د ژوند مهم رازدی ،او په دي لاره کې دزری قدر غفلت او ټمبلی هم پکار نه ده ،که خدای مکړه ېوځل دخلکو در فکر شو چی کور ،خواړه ېا اولاد مو نا پاکه وي نو بېا که ورسته ډېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنۍ عزت به مو مخکې په سند وړی وي نو پاکۍ ته ډېر پام کوی ،ځان خپل مېړه ته سنګاروی داسی نه چه مېړه ته مو د فقری جامی اغوندی او بېرون چه د خپلوانو کره ځی نوښه ځان سنګاروی
د مباشرت يا له خپلې بي بي سره د يو ځايوالی آداب
لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب پر يوه ځل سره ټولی دجاهليت دوخت بې شرمۍ له مينځه يوړې دهغه پر ځاي يې په ټولنه کې يوازي اسلامې نکاح منځ ته راوړه .
څنګه چه د ټولنی پر سطحه دنکاح سپيڅلی سنت طريقه شوه همدارنګه دنکاح په منځ کې د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه ددغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دی .
د مباشرت آداب :
۱– دلومړی ځل لپاره چه کله ناويې له خپل خاوند سره يوځای کيږي سنت طريقه داده چه اول د خپلی بی بی د تندی ويښتان ونيسی بسم الله ووايي بيا دا دوعا ووايي:
الهم انی اسلک خيرها وخيرما جبلتهاعليه واغوبک من شرها وشرماجبلتها عليه ((ای خدايه زه له تا څخه خير ددغه ښځی غواړم ، په عاداتو دهغه له تا نه د خير سوال کوم اوله شره دهغه پناه غواړم )) .
۲- دجماع دشروع کيدلو په وخت کې بسم الله ويل ضرور دي چه ډير ذيات برکات لري يا دا دعا ويل الهم جنبنا الشيطن و جنب الشيطن ما رزقتنا (( ای خدايه مونږ د شيطان له شره لری وساتی او شيطان زما له آل اولاد نه لری کړی ،چه تا زمونږ په نصيب کې ليکلی وي )) .
۳- دکورواله په وخت کې بايد سړی ځان لوڅ نه کړی يوه پرده پر ځان واچوي . اوخپل انسانی کرامت وساتي .
حضرت محمد (ص) فرمايي : دحيوان په څير ځان مه لوڅوی .
۴- دحيض ( ماهوار دوينی جريان )او نفاس (دولادت وينی ) په جريان کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګۍ يا زخم دی چه پر دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوي چه درد او تکليف هم ورسره وي ،نوپدی وخت کې يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکی وينی جريان لري اودغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وي چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوي .
الهی لارښوونه :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
(( پوښتنه کوي له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل رواه دی ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .
بلکی داحترام او قدر په سترګه ورته وکتل شي ځکه هغه د خدای ج د يو بشر دتولد لپاره سختی قربانی ورکړی وي او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيی مخکنی تياری وي .
۵- دخپلی بی بی سره دشاه په طرف يوځايوالی سخته کناه ده .
بې حده لويه بې شرمی ده چه په حيواناتو کې هم داسې کار وجود نلری
ددی ګناه په خطرناکو پايلو ټول ښه پوهيږی چه د لوط (ع) قوم څنګه تباه شو .
پدی اړه حضرت محمد(ص) فرمايی : هغه کس ملعون يا لعنتی دی چه له خپلی ښځی سره د شاه (مخرج مواد غايطه ) په طرف کې جماع وکړي (رواه ابوداود ،احمد ) .
۶- دخپلی بی بی سره مباشرت يو راز دی چه ددی راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بې ننګی ده .
دحضرت ابوسعيدالخدری (رض) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايی : چه دقيامت په ورځ به دالله تعالی په مخکې هغه سړی بدترين درجه کې وي چه د ښځی سره جماع کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوي (رواه مسلم ).
مأخذ:آنلاین اسلامي لارښود