په اسلام کې د قضاوت مقام
په اسلام کې قضاء او قضاوت کول ډیر لوی مقام لري: الله تعالې فرمایې « ” وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ ” (غافر: 20)، الله جل جلاله په حق سره پریکړه کوي.
قاضی په قضاوت او فتوې کې پر زمکه د الله جل جلاله نمایندګي کوي. امام غزالى (رحمه الله) فرمایې: قضاوت له جهاد څخه هم بهتر کار دۍ، ځکه چې دانسانانو طبیعت له ظلم سره عادت دې او ډیر کم داسې څوک به وي چې پخپله انصاف وکړي، نو ځکه امام (پادشاه) خو ډیر مصروف وی نو پکارده چې داسې څوک ولري چې د هغه نمایندګي وکړي، نو که چیرې د مسلمانانو یوه ډله له قضاوت کولو انکار وکړي نو پادشاه ته پکاردي چې څوک د قضاء د دندې پر منلو مجبوره کړي.
اسلامي حکومت د تاریخ په اوږدو کې داسې قاضیان درلودل چې تل به یې حق ویل او په ښو کارونو باندې به یې امر کاوه او خلک به یې له بدو کارونو څخه منع کول، د مخلوق د اطاعت لپاره به یې د خالق نافرماني نه کوله، اوس هم امت هماغسې کسانو ته اړتیا لري، ځکه چې امت نن ورځ اخلاقوته دومره اړتیا نلري څومره چې عدالت او مساوات او د پادشاهانو له ویرې د الله د حدودو څخه د سرغړونو په وړاندې د چوپ پاتې کیدو څخه مخنیوي اړتیا لري، دا هغه خلک دي چې امتونه پرې ژوندي کیږي او ورځې پرې روښانه کیږي او د حق تقدس پرې لوړیږي نو ژوند ورسره ښه کیږي. جبران خلیل جبران په یوه شعر کې وایی:
ما أكرم الشورى على ملك يرى ألا يسوق الشعب سوق سوام
جمعتَ حواليك القلوب وخير ما جمع القلوب العدل في الأحكام
ژباړه: شورې د هغه پادشاه لپاره څومره د قدر وړدې چې نه غواړي خلک لکه د څاروو په شان و څروي، ستا په شا او خوا به زړونه را ټول شوې وی خو د زړونو د راټولولو تر ټولو ښه لاره داده چې د عدل او انصاف پریکړې یې سره را ټول کړي.
د عدل آیتونه او الهي ارزښتونه
الله جلت عظمته فرمایی : “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَى أَنْ تَعْدِلُوا وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا” (النساء: 135).
په پوتني آیت شریف کې الله متعال ځینې ارشادات، توصیې کړي دي چې غواړو پکې فکر وشي:
۱- د الله لپاره د عدل او انصاف پلي کول، پدې شکل چې یوې او بلې خواته میلان و نشي او د الله په احکامو کې د هیچا له ملامتیا څخه و نه ویریږي بلګه په دې اړه له یو بل سره ملتیا، مرسته او ملګرتیا وشي.
۲- د الله متعال د رضا کولو لپاره په حقه ګواهي ورکول “شُهَدَاءَ لِلَّهِ” نو یواځې په همدې صورت کې به عادله ګواهي وي چې د تحریف ، تبدیل او پټولو څخه به په امن کې وي.
۳- داسې ریښتنې ګواهی ورکړل ښي اګر که تاته یې تاوان هم ورسیږي او که چیرې درڅخه د حقیقت پوښتنه وشي نو پکې حق ووایې نو ځکه به الله تعالې د ریښتوني ګواهي ورکوونکي هر ډول مشکلاتو څخه خلاص کړي چې دې پکې واقع دۍ نو ځکه خو وایې چې “وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ”.
۴- په حقه ګواهي ورکول اګر که د هغه ضرر ستا نژدې خپلوانو ته هم ورسیږي نو ته به د هغوۍ مراعات نه کوې ځکه چې حق تل پر هرچا حاکم دې او تر هرچا وړاندې دۍ نو ځکه خو یې فرمایلي دي چې: “أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأقْرَبِينَ”.
۵- د چا د مالدارۍ او یا هم د غریبۍ له وجې د ګواهي نه بدلول ځکه چې فرمایي: “إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَى بِهِمَا” معنا یې داده چې د مالداره سړي مراعات مه کوه او د فقیر له فقره مه ویریږه بلکه خپله حقه ګواهي دې ورکړه او الله له تا نه هم د هغوۍ په حال ښه خبر دی او هغه پوهیږي چې د هغوۍ مصلحت په څه کې دی.
۶- په ګواهي ورکولو کې د نفس او خواهشاتو تر اغیز لاندې نشې نو فرمایې چې: “فَلا تَتَّبِعُوا الْهَوَى أَنْ تَعْدِلُوا” د نفس خواهشات، تعصب او یا د چا سره بدي مو په کارونو کې له عدالت څخه و نه ګرځوي بلکه تل او په هر حالت کې باید عدل او انصاف ته غاړه کیږدۍ، نو الله تعالی فرمایي: “ولا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَنْ لا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى” (المائدة: 8). له همدې امله ده چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم عبد الله بن رواحة خیبر ته ولیږه چې د هغوۍ میوې او زراعت محاسبه کړي نو هغوې وغوښتل چې عبد الله بن رواحة ته رشوت ورکړي چې له هغوۍ سره له رعایت نه کار واخلي نو هغه ورته ځواب ورکړ چې: قسم په خداې چې زه تاسې ته د هغه چا له لورې راغلې یم چې ماته تر ټولو محبوب کس دې او له تاسې خو زه دومره بد ګڼم لکه د خنزیرانو او شادوګانو غوندې مګر د پیغمبر سره زما مینه او له تاسې څخه زما کرکه هیڅکله ما له عدل او انصاف کولو څخه نشي ګرځولۍ.
۷- د ګواهي له تحریفولو او یا بدلولو څخه ډډه کول، چې فرمایې: “وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا” مجاهد رحمه الله او د سلفو ډیرو نورو علماوو ویلي دی چې د “تلووا ” معنا داده چې ګواهی بدل کړۍ او درواغ ووایۍ.
د انصاف په اړه وایې
حضرت عمر بن عبد العزیز رضی الله عنه له محمد بن کعب القرظي څخه وپوښتل چې ماته انصاف تعریف کړه؟ نو ځواب یې ورکړ چې: « هر څوک چې له تا مشر وي هغه ته ځوې شه، او هر څوک چې له تا څخه کشر وي هغه ته پلارشه ، او هرڅوک چې دې همزولې وي له هغه سره ورور شه، او هر مجرم ته د خپل جرم په تناسب سزا ورکړه او له دې ډده وکړه چې یوه مسلمان ته د شخصي مشکل په وجې کوم ګوزار ورکړې ځکه چې دغه کار به دې اور ته د غورځیدو سبب شي.
امام ابن تیمیة رحمه الله وایې: انصاف د هر شي نظام دۍ، که چیرې د دنیا نظام د انصاف پر اساس ولاړ وي نو نظام به سم وي که څه د هغه خاوند لپاره په آخرت کې هیڅ ونډه نه وي او که چیرې نظام به انصاف ولاړ نه وي نو هغه نه سمیږي اګر که خاوند یې دایمان خاوند وي او په آخرت کې اجر او ثواب هم ولري. او همدارنګه فرمایی چې: انصاف کول په هر حال کې پر هرچا او د هرچا لپاره لازم دۍ او ظلم حرام دي په حیث صورت جواز نلري. همدرانګه په حدیث شریف کې راغلي دي چې: که چیرې کوم شخص ته د قضاء وظیفه وسپارل شي نو هغه پکاردي چې پخپلې ناستې پاستې الفاظو او اشارو کې د خلکو تر منځ عدالت وکړي او په یوه سړي دې خپل غږ نه پورته کوي تر کومه یې چې پر بل یوه باندې پورته کړې نه وي.
همدارنګه شعبي رحمه الله روایت کوي چې: حضرت عمر رضی الله عنه له چا څخه آس اخیسته نو په همغه آس باندې سور شو چې آس وګوري نو د هغه ملا ماته شوه، نو عمر رضی الله عنه یی مالک ته وویل چې آس دې بیرته واخله مګر مالک وویل چې آس می یواځې هغه وخت بیرته اخلم چې ملا یې بیرته جوړه کړې، نو حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل چې یو دریمګړې کس وټاکه چې زما اوستا ترمنځ پریکړه وکړي نو هغه ورته قاضي شریح وښود، نو هغه حضرت عمر رضی الله عنه ته وویل چې ای امیر المؤمنینه! یا دغه آس واخله او یا یې بیرته جوړ خپل خاوند ته ورکړه، نو حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل چې: قضاء خو همدغه شان کیږي چې تا وکړه. نو ژر ولاړ شه کوفې ته او له همدې ورځې نه یې قاضي مقرر کړ سره له دې چې په لومړي ځل یې لیدلې وو.
څوک چې په پریکړو کې عدل او انصاف کوي هغوې ته د الله تعالی د پیغمبر له خوا زیرې ورکول کیږي چې: “إن المقسطين عند الله يوم القيامة على منابر من نور على يمين الرحمن، وكلتا يديه يمين، الذين يعدلون في حكمهم وأهلهم وما وَلُوا” (رواه مسلم)
ترجمه: بې شکه هغه څوک چې د الله لپاره عدل او انصاف کوي د قیامت په ورځ به د الله تعالی پر ښې خوا د رڼا پر منبرونو ناست وي، (د الله دواړه بلا کیف لاسونه ښی دي) دغه خلک به هغه کسان وي چې پخپلو پریکړو، کورنۍ او پخپلو ادارو کې انصاف کوي.
عدالت او انصاف د دین او دنیا بنسټ دې، د ولسونو او هیوادونو د اصلاح کیدو سبب دې، ځمکې او آسمانونه په عدل او انصاف قایم شوي دی، زړونه او ضمیرونه هم پر همدې بنسټ ولاړ دي، د انسانانو انصاف او عاطفه یې په ځان کې نغښتې ده، په همدې انصاف انسانان سره يوځاې کیږي، او په همدې سره اختلاف رامنځ ته کیږي او بیلیږي، انصاف ددې لپاره الله پیداکړې چې حقونه او منصبونه پرې وویشي، او دخلکو کړه وړه او شخصیتونه پرې اندازه کړي، ځکه چې عدل او انصاف داسې یوه مستقیمه تله ده چې هیڅکله یې پله یوې بلې خواته نه درنیږي، او توله یې نه کګیږي. که چا یې مخالفت وکړي او له انصاف څخه ځان وساته نو ګواکې خپل دین یې په خطر کې واچوه، خپله آبادی یې تباه کړه، او عزت یې له منځه یووړ او خپل ډیر یې له لاسه ورکړل، که چیرې انصاف او عدل په هر څیز کې وي نو هغه هیڅکله له منځه نځي بلکه له منځه تلو څخه ژغورل کیږي.