په اسلام کې د حکومتولۍ مفهوم او هدف
كه موږ اسلامي تاريخ او په اسلامی تاریخ کې د حکومتولۍ بېلگې وڅېړو، نو په دېر روښانه ډول دا راته جوتېږي، چې د اسلام رسالت او لوي هدف په ټول کې دا دی، چې د حکومتولۍ لپاره داسې سیاسی او ټولنیزنظام رامنځته شي، چې د ورورولۍ، سرښندنې، عدالت، وسطیت« منځلاریتوب» ،شورا، پر اصولو ولاړ وي او په انسان باندې د انسان واکمني پای ته ورسېږي، د استبداد، ځان غوښتنې، فرعونیت جرړې پرې او د هوس واکمني د وجدان پر واکمنۍ بدله شي.. او واکمن په دې حالت او نظام کې یوازې د عدالت او غوره اخلاقو بېلگه او ضمانت وي.
په اسلام کې د حکومتولۍ مفهوم د خلکو لپاره امنیت او د هغوی د حقوقو تامینول دی، چې که په هر بڼه دا اهداف تامیندای شي، توپیر نه کوي. په اصل کې خلافت، امارت، جمهوریت یا ملوکیت د خلکو د چارو د سمبالښت لپاره د نظام شکلي بنې دي.
دا ډېره مهمه نه ده چې د نظام نوم د څه وي، مهمه دا ده چې د نظام مفهوم او محتوی متحققه شي، د خلکو حق ورکړل شي، عدالت تامین شی، امنیت ټینگ شي، د الله تعالی عبادت او اسلامی احکام پلي شي..