په اسلامي عمل کې امنيتي روزني ته اړتيا
د امن مانا
د امن مانا ارامي، اطمينان او سلاميتيا ده چې ضد يي ويره خطر او پريشاني ده… او امنيتي روزنه د سلامتيا او آرامي له قائميدو، او له هر هغه څه څخه ځان ساتلو څخه عبارت دى چې سلامتيا له خطر سره مخامخ کوي…
د دې په خاطر چې د آرامۍ (امن) مانا ښه څرګنده شوي وي دلته ځيني هغه قراني ايتونه را نقلوو چې له (امن) څخه يي په مختلفو اړخونوو کې يادونه کړې ده …. الله (جل جلاله) فرمايي:
و عدالله الذين امنوا منکم و عملوا الصالحات، ليستخلفنهم فى الرض، کما استخلف الذين من قبلهم، و ليمکنن لهم دينهم الذى ارتضى لهم، و ليبدلنهم من بعد خوفهم امنا، يعبدونني لايشرکون بى شيئا، و من کفر بعد ذلک فاولئک هم الفاسقون. ١
الله (جل جلاله) له تاسې څخه د هغ کسانو سره چې ايمان يي راوړى او نيک عملونه يي کړي وعده کړيده چې هغوى په ځمکه کې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لکه چې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک يي ګرځولي وو، د هغوى لپاره به د هغو هغه دين پر محکمو بنسټونو ودر وي چې الله (جل جلاله) د هغو لپاره خوښ کړي دي، او د هغو له دېري (اسوين) حالت به په امن، بدل کړي هغوى د زما بندګي کوي او له ما سره دي څوک نه شريکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي نو همداسې کسان فاسقان دي.
الذين امنوا ولم يلبسوا ايمانهم بظلمو اولئک لهم الامن و هم مهتدون.(سورت الانعام ٨٢ ايت).
په حقيقت کې خو امنيت د هماغه کسانو لپاهر دى او په سمه لاره برابر هماغه کسان دي چې ايمان يي راوړى او خپل ايمان يي په ظلم نه دى ملوث کړى.
و اذا جاءهم امر من الامن او الخوف اذا عوابه، ولو روده الى الرسول و الى اولى الامر منهم لعلمه الذين يستنبطونه منهم، ولو لافضل الله عليکم و رحمة لاتبعتم الشيطان الا قليلا (سورت النساء ٨٣ ايت).
دوى چې کله کوم د ډاډ يا ويرې خبر اوري هغه خپروي، په داسې حال کې چې که دوى هغه پيغمبر او د خپلې ډلې مسولو کسانو ته ورسوي نو پر هغه به دسې ډول خلک و پوهيږي چې د دوى په منځ کې د دې خبرې صلاحيت لري چې له هغې څخه سمه نتيجه واخيستل شي، که پر تاسې د الله (جل جلاله) مهرپاني نه واى نو (ستاسې نيمګړتياوې داسې وي چې) له څو تنو پرته به نور ټولو په شيطان پسې خوځېدلي وو.
و اذا قال ابراهيم رب الجعل البلد و اجنبني و بنى ان نعبد الاصنام(سورت ابراهيم ٣٥ ايت).
ياد کړه هغه وخت چې ابراهيم دعا کړې وه چې پروردګاره! دا ښار د امن ښار وه ګرځوه ما او زما اولاد له بت پرستۍ څخه وساته.
ان اول بيت وضع للناس للذى ببکة مبارکا و هدى للعالمين فيه آيات بينات مقام ابراهيم، و من دخله کان امنا و لله على الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا و من کفر فان لله غنى عن العالمين. (سورت آل عمران ٩٧ ايت).
بې شکه تر ټولو لوى عبادت ځاى چې د انسانانو لپاره ودان کړل شوى هغه هماغه دى چې په مکه کې دى هغه خير او برکت ورکړل شوى او د ټولو نړيوالو لپاره د هدايت مرکز ګرځول شوى دى په هغه کې څرګندي نښانې دي، د ابراهيم عليه السلام د عبادت ځاى دى او هغه ته چې څوک ننوځي په امن شي، پر خلکو د الله (جل جلاله) دا حق دى چې که څک د هغه لور ته د رسيدو وس ولري د هغه حج دي وکړي، او که څوک د دې فرمان له عملي کولو څخه انکار وکړي نو هغه دې په دې پوه وي چې الله (جل جلاله) د ټولو نړيوالو څخه بې نيازه ده دى.
و ضرب الله مثلا قرية کانت امنة مطمئنة ياتيها رزقها رغدا من کل مکان فکفرت بانعم الله فاذا قها الله لباس الجوع و الخوف بما کانوا يصنعون (سورت النحل ١١٢ ايت).
الله (جل جلاله) د يو کلي مثال راوړى دى چې هغه د ډاډينې او بې غمۍ ژوند تيراوه او له هر لوري ورته پري مانه روزي رسيلده چې کله هغوى د الله (جل جلاله) د پيروزوينو په نا شکرۍ باندې لاس پورې کړ، و بيا الله (جل جلاله) د هغه کلي په اوسيدونکو باندې د هغوى د کړو او وړو دا خوند و څکه چې د لوږي او ويرې غمونه ورباندې خاره شول.
دلته موږ امن څه ته وايو؟
دلته له امن څخه زموږ مراد له هر هغه څېر څخه د اسلامي عمل ساتل او سلامتيا ده چې اسلامي عمل ته زيان اړوي او له خطر سره يي مخامخ کوي، برابره خبره ده که دا زيان د يوه فرد له خوا وي او يا د زياتو او يا د ګوند او ډلې لخوا.
او پر دې پسې د تنظيم، تنظيمي افرادو، تنظيمي وثايقو او شتمنيو سلم ساتلو پخاطر د ټولو نفساني او حسي لازمو او کاملو اجزاتو تر سره کول راځي…
بيا له دې سره دا هم تړلې چې بايد د مخالفو دښمنو اوو سيالو پلو د اهدافو، فعاليتونو او نيتونو د پژندلو لپاره لزمه ګامونه اوچت شي او د هر هغه پلان او وتوطئې شنډولو په خاطر هلې حلې وشي چې د اسلام علم ا ود اسلامي علم کر کوونکو سلامتيا تهديدوي….
دښمنان امن څه ته وايي؟
موږ که نن له امن او امنيتي روزنې له اړتياوو څخه خبرې کوو خو دښمنان په دې ډګر کې له موږ څخه د خت او امکنياتو له پلوه وړاندې دي… او هغوى د خپلو هغو امنيتي وسايلو او ادارو لپاره چې د اسلام او اسلمي نړۍ په خلاف توطئئې جوړوي زياته اندازه بودجه تخصيص کوي.
دلته د امريکا د مرکزي جاسوسۍ په هکله د يو لړ معلوماتو په وړاندې کولو بسنه کوو تر څو و وينو چې زموږ دښمنان امنيتي اړخ ته څومره ارزښت ورکوي:
د امريکا مرکزي جاسوسي اداره (C. I. A) وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې د دې پيړۍ په څلورومه لسيزه کې جاپان په پاسفيک کې په امريکايي جنګې بيړۍ باندې ناڅاپي حمله وکړه او هغه ي بالکل له منځ يوړه… نو موړي پيښه د امريکا د مرکزي جاسوسي ادارې د جوړښت لوى لامل و تر څو امريکايي قواوې د همدې ډول ناڅاپې حملو څخه په امن شي.١
د دې جاسوسي ادارې اوه پوړيزه دفتر په واشنګټن کې د درې هکتاره ځمکې په مساحت کې پروت دى له زرو څخه زياتې کوټي لري، او ځينې کوټې يي له پنځه سوه نه زياتو ګنجايش لري…. داسې ميدانونه هم پکې وجود لري چې درې زره موټر پکې دريداى شي… او يوازې په واشنګټن کې د جاسوسي نوموړې اداري کارکوونکو شمېر لس زره کار کونکو ته رسيږي… ٢
اتوم پوهان، سياستمداران، ژب پوهان او د جغرافيي عالمان د دوى زيات شمېر کسان على الاقل په څلورو ژبو سره په پوره اسانۍ خبرې کولاى شي، او ځېنې نور يي حتې په ٢٣ ژبو خبرې کولاى شي….
د جاسوسۍ دا دفتر د ډول ډول کتابونو، ارشيف، ميکروفلم، کمپيوټرونو، نقشو، دفوري ژباړي د راز راز وسايلو درلودونکي دي چې د هغه معلوماتو په ساتلو کې مرسته کوي ې د جاسوسانو په واسطه د نړۍ له هر ګوټ څخه دوى ته را رسيږي.٣
په دې ډول سره امريکا او د نړۍ بل هر دشمن قوت صليبي وي که صهيونيستي ا ي کمونيستي معلومات راټولوي او جاسوسي اعمال تر سره کوي، او بيا د همدې په رڼا کې د اسلام، اسلامي تحريک او اسلامي ولسونو او د هغوى د مهمو قضاياوو په خلاف خپلې توطئې په کار اچوي…. او همدوى (دښمنان) دې چې کودتاګانې په لار اچوي، حکومتونه نسکوروي، فکرونه او دماغونه د ځان مزدور ګرځويو تنظيمونه او ادارې د خپلو ګټو په محور څرخوي که څه هم دا کار د ملتونو او ولسونو د وينو او سرونو په قيمت وي؟
امن د اسلامي مبارزې حتمي اړتيا:
کله چې په اسلامي عمل کې د امنيتي روزنې او امنيت څخه خبرې کوو نو په دې سره هغه کار را يادوو چې ډېر وخت مو هير کړ ىو او هغه واجب مو سترګو ته دريږي چې ډېره موده مو نه و ادا کړي…
اسلامي علم که څه هم له فکري او تربيوي پلوه پر مخ تللى او د کارکوونکو سياسي او تحريکي پوهه يي مخ په زياتيدو ده خو په جهادي او امنيتي ډګر کې ډېر وروسته پاتې او په شا دى.
او همدا وجه ده چې دښمنانو ته هيڅ هم نه ښکاري او په اسانۍ سره ور باندې تيرى کولاى شي.
کيف و ان يظهروا عليکم لايرقبوا فيکم الا ولا ذمة، يرضونکم بافواههم و تابى قلوبهم، و اکثر هم فاسقون، اشتروا بايات الله ثمنا قليلا فصدوا عن سبيله، انهم ساء ما کانوا يعملون، لا يرقبون فى مؤمن الاو لاذمة و اولئک هم المعتدون. (سورت التوبه ٨ ١٠ ايتونه).
خو له دوى پرته له نورو مشرکانو سره کوم تړون څنګه کيداى شي چې کله هغوى دساې وي چې که په تاسې يي لاس بر شي نو نه به ستاسې په باب د کومې خپلوئ لحاظ وکړي نه د کومې معاهدې د مسوليت، هغوى تش په خوله ستاسې د خوشحالولو هخه کي خو زړونه يي نه مني او د هغو څخه زياتره فاسقان وي، هغوى د الله (جل جلاله) د ايتونو په بدل کې لږ غوندي قيمت و منه نو د الله (جل جلاله) په لاره کې خنډ شول، ډېر بد کړه وړه و چې دوى وکړل، د يو مؤمن په باب نه دو ىد خپل ولي لحاظ ساتي او نه د کومې ژمنې د مسليت، او زياتى تل د دوى له لوري شوى دى.
د اسلامي مبارزې لپاره امنيتي تياري او امادګې له څو پلوه اړينه او حتمي ده:
دا کار (امنيتي تيارى) سلامي تحريک له دې څخه خبروي چې په شا او خوا کې يي څخه تيريږي څه ډول طرحې او پلانونه ورته جوړ کړي او په در سره به تحريک غافل نه ي، او نه به هم له يوې ناڅاپې خطرناکې پېښې سره مخامخ کيږي؟
نوموړى عمل د لازمو احتياطي تدابرو په اخيستلو کې هم مرسته کوي، د هرې پېښې او حادثې په وړاندې د لازم اقدام او علم کولو غښتنه کوي، چې بيا به د ناڅاپي پيښو څخه ويره او ډار نه وي؟
امنيتي امادګې صف پياوړى ساتي او نه پريږدي جاسوس او مزدور پکې ور د ننه شي (پکې ځاى نيسي)؟
دا اسلامي صف له دې څخه هم ساتې چې نور افکار او نظريات ورننوزي او يا بل سياست وربانېد اغزيه وکړي، بلکه اسالم تحريک به په هم هغه خپله کښل شوې لاره ثابت او قايم ولاړ وي؟
هو امينيت تيارى نه پريږدي بل فکر او سياست په اسلامي صف باندې غيزه وکړي که هغه د دښمنانو طرحکه وي او که په خپله د دخلي قوتونو له مرکزي اديانو دوستنو لخوا څخه وي؟
او همدا راز دا ډول تيارى د اسلامي صف، افرادو او هر ډول درايي امن تضمينوي….
د امن اړخونه:
امن د عمل، تنظيم او تحريک د فعاليت او کار د دايري په تناسب زيات او مختلف اړخونه لري…
ځکه هغه څه چې لوى دولت ورته اړه لري کيداى شي وړوکى دولت ورته اړه و نه لري، او هغه څه چې تنظيمونه ورته اړه لري هغه د دولتونو په کار نه راځي…
خو کولاى شو دلته هغه اړخونو ته اشاره وکړو چې په هر حالت او هر صورت کې امن ته اړتيا لري چې هغه دا دي:
د افرادو امن: او دا له هغه کار او کوښ څخه عبارت دى چې افراد له هر هغه څه څخه ساتي چې دوى تهديدوي يا يي له خطر سره مخامخ کوي، او يا يي ناخوالو ته ورسپاري…
دا به د دې حلقې په پاى کې د امنيتي روزنې په هکله د خبرو په ترڅ کې په مفصله توګه وڅېړو….
تحريک مسوليت لري چې د خپلو افرادو د وينو او ځانونو ساتلو او له هلاکت او تفريط څخه د بچ پاته کيدلو په خاطر د خپل توان په اندازه ټول لازم اسباب په کار واچوي؟
دا خبره په هيڅ صورت هم له جهادي روزنې سره چې موږ مخکې ورڅخه خبرې کړې دې تناقض نه لري، بلکې دا له هغې سره تړلې ده او يا دا چې دا د هلاکت او جهاد تر منځ بيلونکى دى.
د قيادت د امن په خاطر سعد بن معاذ رضى الله عنه د څپر يانې قيادې مرکز جوړولو پيشنهاد وکړ او و يي ويل: اى رسول الله صلى الله عليه وسلم آيا ستا لپاره يه څپره نه جوړو چې پکې ناست وي…. د سپرلۍ وسيله به دې هم همدلته درته تياره کړو، بيا به موږ له دښمن سره مخامخ شو. که ېرې الله (جل جلاله) عزت را کړ او پر دښمن يي بريالي کړو، نو دا زموږ خوشه او ارزو ده، او که برى نه و نو ته به په خپله سپرلۍ سپور شي، او له موږ څخهپاته کسانو سره به يو ځاى شې (د ابن هشام سيرت، د بدر لويه غزا،)
او د افرادو د سلامتيا په خاطر د جګړې په وخت کې لمونځ په دوو جماعتونو سره رواه شوى دى، تر څو د اسلام د سنګرونو ساتنه يوه لحظه هم و نه ځنيډيږي، الله (جل جلاله) په هکله فرمايي:
و اذا ضربتم فى الارض فليس عليکم جناح ان تقصروا من الصلاة ان خفتم ان يفتنکم الذين کفروا. ان الکافرين کانوا لکم عدوا مبينا، اذا کنت فيهم فاقمت له الصلاة فلتقم طائفة منهم معک و لياخذوا اسلحتهم فاذا سجدوا فليکونوا من ورائکم، ولتات طائفة اخرى لم يصلوا فليصلوا معک، ولياخذوا حذرهم و اسلحتهم، ود الذين کفروا لو تغفلون عن اسلحتکم و امتعتکم، فيميلون عليکم ميلة واحدة….(سورت النساء ١٠١ ايت).
او کله چې تاسې په سفر و وتلئ نو څه باک نشته که په لمانځه کې لنډوالى وکړئ (په تيره بيا) کله چې تساې سره دا ويره وي چې کافران به مو وځوروي ځکه چې هغوى په ښکاره او څرګنده ستاسې دښمني ته ملاتړلي ده او اى پيغمبره! کله چې ته د مسلمانانو په منځ کې يې او (د جنګ په حالت کې) له هغو سره په لمانځه ولاړ يي نو پکار ده چې له هغو څخه (اصحابو) يوه ډله ستا سره ودريږي او وسله دي اخيتسي وي، بيا چې کله هغوى سجده وکړه نو وروسته دې لاړ شي او هغه بله ډله ې تر اوسه يي لمونځ نه دى کړى درشي او ستا سره دې لمونځ وکړي، او هغه دې هم تيارشئ او په وسله سمبال اوسي، ځکه چې کافران هيله لري دي چې که تاسې له خپلو وسلو او خپلو تجهيزاتو څخه لږ شان غافل شئ نو هغوى به پر تاسې يو وار در توى شي.
د اسنادو او اسرارو امن:
هر تنظيم داسې اسناد، طرحې او اسرار لري چې بايد د دښمنانو په لاس ور نه شي…. لوى دولتونه کله کله د کمې پوځې طرحې او يا پلان په يا کيمياوي ترکيب، يا ذروي پټ رازاو يا نورو د کشفولو په خاطر په ميليونونو پيسې خرڅ کيوتر څو همداسې يو وشى جوړ کړي… او همدا وجه ده چې دولتونه تحريکونه او ډلې د خپلو شيانو د پټ ساتلو په خاطر هر راز هلې ځلې او اقدامونه کي…
رسول الله صلى الله عليه وسلم هم وروسته له هغه چې قريشو خپل عهد مات کړ د مکې د فتحې اراده وکړه نو دا خبره يي پټه کړه او ويي فرمايل:
اللهم خذ العيون و الاخبار عن قريش حتى نبغتها فى بلادها…
اى الله (جل جلاله) قريش مه خبروي تر څو موږ هغوى په خپل وطن کې په ناخبره توګه ونيسو، دا راز دومره پټ و چې ابوبکر صديق رضى الله عنه د خپلې لور عائشې رضى الله عنها کور، ته ورځې او ورڅخه پوښتنه کوي چې په دې هکله څخه معلومات لري او که نه نو هغه ورته وايي: قسم په الله (جل جلاله) چې زه نه يم خبره…
ابن اسحاق وايي: کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مکې ته د تللو اراده وکړه، نو حاطب بن ابي بلتعه قريشو ته يو ليک وليکه تر څو هغوى د رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې عزم څخه خبر کړي، دا ليک يي يوې ښحې ته ورکړ، د دې لپاره يي مزدورې هم وټاکله تر څو دا ليک قريشو ته ورسوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د حاطب د دې علم په هکله له اسمانه خبر راغى، نو يي علي بن ابى طالب او زبير بن العوام په دې ښځه پسې ور وليږل، هغوى په ښځه پسې ورورسيدل او ليک يي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راوړ، بيا هغه مبارک حاطب راوغوښت او ورته ويي فرمايل: څه شي دې کار مجبور کړې؟ حاطب و ويل: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم په الله قسم چې زه په خداى او رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې مؤمن يم، دين مې نه دى بد کړى، خو څرنګه چې زه يو بې قوم اوقبېلې سړى يم، اولاد او اهل مې هلته له دوى سره وو نو د په خاطر مې دا معامله ورسره کوله.
حقيق دا دى چې د دې ډول کار جزا مرګ وه، عمر بن خطاب د همدې جزا د تطبيق اراده وکړه او و يي فرمايل: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم اجازه راکړه چې سر يې غوڅ کړم ځکه ې سړى منافق شوى دى، خو د رسول الله صلى الله عليه وسلم رايه بله وه او د هغه جهاد او په اسلام کې سابقه يي درنه و شمېرله او و يي فرمايل:
يا ايها الذين امنوا لاتتخذوا عدوى و عدکم اوليء تلقون اليهم بالمودة و قد کفروا بما جاء کم من الحق خيرجون الرسل و اياکم ان تؤمنوا بالله ربکم ان کنتم خرجتم جهاد افى سبيلى و ابتغاء مرضاتى تسرون اليهم بالمودة، و نا اعلم بما اخفيتم و ما اعلنتم، و من يفعله منکم فقد ضل سواء السبيل.(سورت الممتحنة ١ ايت)
اې هغه کسانو چې ايمان مو راووړى دى، که تاسې زما په اسره کې د جهاد کولو لپاره او زما د رضاء د ګټلو په خاطر (وطن پريږدئ او له کورنو څخه) وتلي ياست نو زما او خپل دښمنان دوستن مه نيسئ تاسې د هغو سره دوستانه اچوئ. په داسې حال کې چې کوم حق چې تاسې ته رغلى دى د هغه له مننو څخه هغوى انکار کړى دى او د هغوى چلند دا دى چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم او په خپله تاسې يوازې په دې ګناه له وطن څخه باسې چې تاسي په خپل رب الله (جل جلاله) باندې ايمان راوړى دى. تسې په پټه هغوى ته دوستانه پيغامونه ليږلي، په دساې حال کې چې تاسې په پټه کوئ او څه چې ښکاره کوئ په هر څه زه پوهيږم، هر څوک چې له تاسې څخه داسې وکړي هغه په يقيني توګه د سمي لارې څخه بې لارې دى.
پوځي امن:
پوځې من د ډېر ارزښت درلودونکى دى ځکه چې د پوځي امن نشتوالى د لويو ماتو او خطرونو سبب کيږي….
د احد په غزا کې کله چې هغه پنځوسو غشو ويشتونکو خپل ځاى پريښود سره له دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په ډېر تاکيد سره د مسلمانانو د شا لوري په ساتنه مکلف کړي وو او ورته ويلي يي و چې خپل ځاى به نه پيږدئ حتى که و موليدل چې مرغان د مجاهدينو غوښې خوري هم.
همدا د دې سبب شو چې مشرکان رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ور ورسېدل او هغه مبارک يي شديد ټپي کړ، مبارک غاښ يي ور شهيد کړ، او د لويو اصحابو رضى الله عنهم څخه يي زيات شمېر په شهدت ورسول؟
د ذات الرقاع له غزا څخه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم اسلامي لښکر ه يوه ځاى کې تم کړ تر څو آرام وکړي او دمه جوړه کړي…
رسول الله صلى الله عليه وسلم د لښکر ساتلو په خاطر د لازمو منيتي تدابيرو په ترڅ کې عمار پن ياسر له مهاجرينو او عباد بن بشر له انصارو څخه په پيره ودرول.
کله چې دوى دواړه خپلې وظيفې ته حاضر شول،نو انصارى (عباد) مهاجر (عمار) ته وويل:
د شپې اول غواړې که اخر؟ چې پکې ستا لپاره زه پيره وکړم…. هغه وويل: د شپې لومړۍ برخه… بيا مهاجر پريوت او ويده شو، او انصارى لمونځ پيل کړ، په دې وخت کې له دښمنانو څخه يو تن راغى چې ګوري عباد بن بشر لمونځ کوي، نو په غشي يي و ويشت، عباد هغه راوکيښ او خپل لمانځه ته يي دوام ورکړ، دښمن هغه په ديم غشي و ويشت، هغه يي هم را و ويست په دريم غشي يي و ويشت، رکوع او سجده يي وکړه او بيا يي خپل ملګرى راويښ کړ…. او کله چې مهاجر د خپل انصارى ملګري ويني وليدې نو و يي ويل: سبحان الله …. ولې دي اول راويښ نه کړم؟ انصارى و ويل: يو سورت مې لوست او زړه مې ونشو چې تر خلاصون څخه مخکې يي قطع کړم….
خو کله يې چې په وار وار و ويشتم نو رکوع مې وکړه او ته مې خبر کړې، او قسم په الله (جل جلاله) که چېرې دا وېره نه واى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له خوا را سپارل شوى سنګر به له لاسه لاړ شي، نو ځان به مې له لاسه ورکړى و خو سورت به مې نه وو قطع کړى. (د ابن هشام سيرت(ذات راقاع غزا).
هغه اشتباهات چې تنظيم له خطر سره مخامخ کوي
د اسلامي عمل د تاريخ او تحريکي ژوند له څيړلو څخه دا راته څرګنديږي چې ځيني داسې شتباهات او خطاګانې وجود لري چې دلته او هلته تکراريږي اسلامي تحريک له خطر سره مخامخ کوي…. دا ټول ځېنې اشتباهات عبارت دي له :
نامناسب فردي تصرفات:
پر دې مانا چې د تنظيم يو فرد اويا يوه ډله داسې کار وکړي چې د لويي تحريکې فاجعې سبب شي… د اوسني عمل له منځه د دې پديدې د اثبات لپاره په سلهاوو مثالونه وجود لري، ځېنې يي داسې دي چې تنظيم يي له زياتو مشلاتو سره لاس او ګريوان کړى او اسلامي عمل يي په واټنونو شاته اچولى دى، او د تنظيم په هره څانګه کې يي ژور درزونه رامنځ ته کړي…. او دا ټول پرته له کومې نتيجې او ګټې څخه؟
ځېنې داسې کسان دي چې د تحريک او تنظيم د سياست او قوانينو پر ځاى د خپلو عواطفو او احساساتو تابع وي، هغوى د هرې پېښې پر وړاندې متعصب او سخت نيوونکي وي…. حکمت او تعقل ويره او ډار بولي، پلان او طرحې جوړول او د لازمو اسبابو او وسايلو څخه کار اخيستلو ته د ايمان کمزوري وايي… دا ډول افراد د تنظيم لپاره زيات خطرناک دي، نو پکار ده چې له دوى څخه ځان وساتل شي.
ځېنې نور داسې کسان وي چې ټول تصرفات يي له خپلو شخصي ګټو سره تړلي وي…. هغوى له دعوت سره تر هغې ملګرتيا کوي تر کومه چې د دو ىګټې خوندي وي، او کله هم چې د دوى ګټې په خطر کې ولويږي نو بيا هغوى د دعوت دښمنان او مخالفين وي…. او زيات وخت بيا د دې کوښښ کوي چې داسې شرعي اسباب او دلايل را پيدا کړي چې حيقت ورباندې پټ کړل شي….
ځېنې وخت بيا داسې وي چې مخکې له دې څخه چې د کسانو شخصيت پوخ او پوره شي او له تجربې څخه بريالي و وځي مسوليت ورسپارل کيږي…. د دا ډول کسانو رشد او ترقي غير طبعې وي او په دعوت کې په داسې حال کې لويږي چې دعوت د دوى په زړونو کې نه وي پوخ شوى او نه وي لوى شوى….
د دې ډول کسانو عاقبت به له دې دوو خبرو څخه خالي نه وي:
يا دا چې کوښښ به وکړي دعوت د خپلو ګټو او غوښتنو تابع وګرځوي.
يا داچې دعوت به پريږدي د دنيوي ژوند د ډېرې کمې متاع او لږ قيمت په مقابل کې به يي وپلوري؟
ځېنې نور داسې کسان وي چې راز نه شي ساتلاى، او دې ته نه ګوري چې دا ځاى او مکان د دې خبرې د ويلو لپاره مناسب دى او که نه، او هر څه په هر ځاى کې مطرح کوي بېله دې چې ځاى ته وګوري او بيا خبره مطرح کړي؟
د دې کسانو خطر او زيان د دعوت او عمل په نسبت دومره لوى دى چې اندازه کول يي ګران دى ځکه دا د هغه ژبې کار دى چې خبرې يي خلک د قيامت په ورځ پړ مخې په کې اچوي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته امر کړ ىدى چې خپلې ژبې وساتو ځکه کيداى شي همدا ژبې په دنيا او اخرت کې زموږ د هلاکت سبب شي….
داخلي اختلافات يا درزونه:
داخلي درزونه د تحريکونو له منځ وړونکي دي، او که يي مخه ونه شي نيولاى او مناسبه ګټه ور څخه اوچته نه شي نو تحريکونه کاملي نابودۍ ته سپاري.
درزونه او انشقاقونه صف تيت او پرک کوي ا د کلمې يوالى له منځ وړي…. تحريک کمزورى او په پاى کې له منځ وړي… او دښمنانو ته د دې جرات ورکوي چې پر تحريک هجوم وکړي او د تصفيي لپاره يي ګام اوچت کړي… ن تر دې چې انشقاق (درز) د داسې يوې دروازې حيثيت لري چې شيطان ور څخه نفسونو ته ننوځي، ايمان يي خرابوي، اخلاق يي فاسدوي او پر ټولو ارزښتونو يي لوبې کوي….
په نبوي دور کې يوه وړه پېښه وه هغه هم له هغه دريو کسانو سره د مسلمانانو له خوا مقاطعه وه چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د تبوک غزا ته نه وو تللي… همدې پېښې د غسانيه پاچا دې ته و هڅاوه چې په اسلامي صف کې د درز اچولو کوښښ وکړي ځکه دا فرصت يي د ځان لپاره مناسب وګاڼه….
او د همدې هدف لپاره يي د نوموړو دريو کسانو څخه يوه (کعب بن مالک) ته خطر واستاوه نو راځئ چې وګورو چې څه وشول؟
کعب رضى الله عنه وايي: کله چې زه په بازار کې روان وم، د شام نبطي زما څخه پوښتنه کوي، او وايي کعب بن مالک به څوک را شيي؟ کعب وايي: خلکو زما په لور اشاره وکړه، او هغه راته راغى او د غسانيه د پاچا يو ليک يي راکړ چې په يوه وريښمينه ټوټه باندې ليکل شوى و او پکې ليکل شوي و (اما بعد، خبر شوو چې ملګري دي درسره جفا کړېده، او الله (جل جلاله) کله هم ته سپکاوي ته نه يي ورکړى، نو راځه زموږ سره يو ځاى شه چې غم شريکي در سره وکړو)… کعب وايي:
کله مې چې ليک ولوست نو و مي ويل: دا هم يو ازمايښت دى… خبره دې ځاى ته را ورسيده چې مشرک ته هم زما په نسبت تمه پيدا شوه… ليک مې په تنور کې واچاوه او وې سوځاوه. (سيرت ابن شام: له جهاد څخه د دريو پاتې شوو کسانو قصه).
بيلتونونه او انشقاقونه سربېرره پر دې چې د اسلام او دعوت لپاره دردونه او خطرونه راوړي د الله (جل جلاله) د قهر او غضب سبب هم دي، الله (جل جلاله) او رسول الله صلى الله عليه وسلم د اختلاف او بيلوت په کله وعيد او تهديد کړى دى… ان تر دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
انه ستکون هنات و هنات فمن اراد ان يفرق امر هذه الامة و هى جميع، فاضربوه بالسيف.
له ما څخه وروسته به …. نو څوک چې وغواړي چې د دې امت يووالى درړې وړې کړې په داسې حال کې چې دوى سره متحد وي نو په توره يي و وهئ. (صحيح مسلم، کتاب الامارة).
پر دې هم بايد په شو چې د اسلام دشمنان او د هغى امنيتي وسايل او اداې په اسلامي ساحه کې هره وړه او غټه پېښه په ډېر دقت سره څاري، او د تخريب، نفاق او درز اچولو لپاره هر مناسب فرصت او وخت غنيمت شمېرې او ورڅخه ګټه پورته کوي….
غواړم دلته د (امريکايي جاسوسي) نوم کتاب څخه يو مثال راوړم چې د امريکا او روسيي تر منځ د شرائطو و فرصتونو څارل راته په ګوته کوي:
د دې پېښې لنديز داسې دى چې امريکايي استخباراتو په ماسکو کې له خپل پټ اجنټ څخه خبر تر لاسه کړ چې د کريملين (اندريه) نومې کارکوونکي له روسي حکومت او قيادت څخه خفه دي او دا هم ځکه چې د نوموړي ترفيع (ترقي) دوه ځله وسوځيدله سره له دې چې نوموړي کارکونکي د ښکار کولو لپاره مناسب وباله تر څو هغه د کريملين په زړه کې د دوى جاسوس وي….. او همداسې وشوه چې (اندريه) د کمونيستي ګوند مرکزي قيادت په منځ کې د يو مناسب پلان په نتيجه کې د امريکا جاسوس وګرځيد؟١
د دښمنانو په لاس کې لويدل او د تنظيمي اسرارو افشاء کول:
ځېنې خاص کسان داسې وي چې امنيتي تدابير او اجراات يي تر نظره هيڅ نه راځي احتياط ورته ګران او مشکل ښکاري، کيداى شي چې الهى تقدير داسې وي چې نوموړى د دښمنانو د لااس آله شي، ورو ورو را پريوزي او داسې څه ور پيښ شي چې په فکر کې به يي هم نه ارتلل او داسې به يي ويل هم نه چې ګويا دوى به هم په کومه فتنه کې ولويږي، او بيا نو شروع وکړي هر راز افشاء کوي او له هر څه څخه پرده پورته کوي؟
له الله (جل جلاله) څخه ثبات او سلامتيا غواړو…. او همدا وه ده چې مسلمانان نبايد له مشکلاتو سره لاس او ګريوان کيدل خپل حتمي سرنوشت وبولي،
احسب الناس ان يتکوا ان يقولوا امنا و هم لايفتنون، و لقد فتنا الذين من قبلهم ليعلمن الله اذين صدقوا و ليعلمن الکاذبين(د عنکبوت سورت ٢ ايت).
آيا خلکو دا ګڼلې ده چې هغوى به يوازې په همدومره ويلو پرښودل شي دا چې موږ ايمن راوړ او هغوى به و نه ازمايل شي، په داسې حال کې چې موږ هغه ټول خلک ازمايلي دي چې له دوى څخه مخکې تير شوي دي الله (جل جلاله) هرومرو دا ګوري چې رښتينى څوک دى او دروغجن څوک دى.
او د مسلمانانو مسئوليت دى چې د خپل توان په اندازه ټول احتياطي تدابير خپل کړي او بيا په الله (جل جلاله) توکل وکړي…. که الله (جل جلاله) له مشکلاتو سره مخامخ کړل نو بايد په دې سختو شرايطو کې د الله (جل جلاله) هغه ايتونه يادو چې د باطل پر وړاندې د مقاومت کونکو قصې کوي د هغه مقاومت کونک قسي چې مخالفين يي هيڅ زيان نه شي ور رسولاى تر څو چې د الله (جل جلاله) امر نه وي شوى….
مسلمانان بايد په ياد ولري چې د اسلام لاره د جهاد او له اغزو څخه ډکه لار ده او هغوى لومړي کسان نه دي چې له ا ډول ازمويښت سره مخامخ کيږي او نه به هم وروستي وي بلکې دا سلسله روانه او دوامداره ده.
فمنهم من قضى نحبه و مهم من ينتظر و ما بدلوا تبديلا….(د احزاب سورت)
د هغوى څخه چا خپل نذر پوره کړ او څک د وخت راتلوته انتظار باسي، او هغوى په خپله کړنلاره کې تبديلي نه ده راوستي. پر دې يي هم بايد پوره بور وي چې نعمت خو هغه د آخرت نعمت دى…. او دنيا خو د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دى… د مؤمن لپاراه له الله (جل جلاله) سره ديدار دومره لويه خوشحالي ده چې مثال او نظير نه لري.
الله (جل جلاله) په قدسي حديث کې فرمايي:
و عزتى لا اجمع على عبدى خوفين و امنين… اذا خافتنى فى الدنيا امنتته يوم القيامة، و ذا امننى فى الدنيا اخفته فى الاخرة.
قسم په خپل عزت چې زه خپل بنده ته دوه ځله وېره او دوه آرامتياوې نه ورکوم، که هغه په دنيا کې له ماڅخه و ويرېده نو د قيامت په ورځ به امن او آرامي ورکړم، او که هغه په دنيا کې له ما څخه ويره نه درلوده او ځان يې په امن باله نو په آخرت کې به يي و ويروم.
د هغه خطر اندازه چې د دښمنانو په لاس کې د ځينو کسانو له لويدو څخه تحريک، دعوت او اسلامي عمل ته متوجه کيږي تر هغه معلوماتو پورې اړه لري چې له نوموړو کسانو سره وي…. معلومات چې هر څومره زياتيږي په هم هغه اندازه خطر هم دروند او لويږي…. و له همدې امله دعوت او تحريک د نوموړي کس او د هغه د دعوت لپاره بلاشي….
په اسلامي عمل کې درزونه او د هغه ډولونه:
اسلامي عمل د يوه تحريک او تنظيم په حيث (له ډول ډول درزونو سره مخامخ کيږي، ځکه هغه تل د دښمنانو تر يرغل لاندې وي او د اسلام دښمنان خو دومره دي چې شمېرل يي ګران دى، او دا د دې غوښتنه کوي چې بايد مسلمانان له زياتې پوهې، احتياط او تدبير څخه کار واخلي… د اسلام دښمنان په اسلامي عمل کې له مختلفو لارو څخه درزونه اچوي چې ځېنې يې په لاندې ډول دي:
د اشخاصو په واسطه درز اچول:
په دې مانا چې يو شخص او يا زيات پر دې مکلف شي چې تنظيم ته ورننوځي او اولو ليکو ته ځانونه ورسوي، دا کار پر تنظيم خصوصا په سختو شرايطو کې دا لازموي چې بايد له خلکو سره تعامل او د هغوى غړيتوب قبلولو لپاره د (پيژندلو بيا منلو) اصل خپل کړي، د تنظيم دروازې بايد د هر چا پر مخ نه وي پرانيستې که څه هم د پوهې خاوندان او د ټولنيز مهم موقف درلودنکي وي…. پکار ده چې هر کس بايد مخکې له دي څخه چې ورسره تړون و شي او وظيفه ورکړل شي ښه و ازمويل شي او بيا ورسره معامله وکړل شي….
د فکرونو په واسطه درز اچول:
دا داسې وي چې يو شخص او يا يوه ډله د نورو په امر ځېنې خاص او پردې فکرونه تنظيم ته راوړي او د تنظيمي کسانو سره يي مطرح کوي، او دا هم پردې خاطر تر څو تنظيم د همدې فکرونو د پلويانو په واسطه د زمانې شرايطو لاس ته وسپاري، او يا هم د کسانو تر منځ اختلاف او بيلوالى را پيدا کړي…..
دا ډول درز ډېر خطر ناک وي ځکه کيداى شي تنظيم له يوه مخه په بله لار بوځي او له خپلې اصلي لارې څخه يي بر لارې کړي… په ياد لرم چې په لبنان کې يو مشهور اسلامي تنظيم په همدې ناروغۍ اخته شو، او په څه موده کې د ناصري افکارو د اغيزې له امله په ناصري ډله بدل شو… نو لازمي ده چې بايد فکري او تحريکي لوى دفاعي قوت وجود ولري د دعوت افکار، اهداف او بېلګې بايد څرګندې وي، تر څو د تنظيم کسانو وکولاى شي اصلي له کوټه نه، حق له باطل او صحيح له غلط څخه بېل کړاى شي. او پر دې پوه شي چې دا څېز اسلام مني او دا ردوي؟
د مرستو په واسطه درز:
کيداى شي چې ځېنې وخت درز پټ وي او په اسانۍ سره ونه ليدل شي… دا ډول درزونه زيات وخت د سرمايي او مالي مرستو په واسطه رامنځته کيږي دا مرستې به ياد تنظيم له کسانو سره کيږي او يا د تنظيم له دوستانو سره…
د دې خطر د مخ نيوي په خاطر تحريک بايد تل د خپلو کړو، طرحو او حرکاتو مراقبت او څېړنه وکړي او ووري چې حرکات، کړه او طرحې يي اسلامي دي او که د مخکې يا شوو شيانو څخه اغيزمن شوي دي؟
امنيتي روزنه او له مشکلاتو سره مخامخ کيدل:
دا چې د اسلام بلونکي څه ډول کولاى شي له کړاونو او مشکلاتو سره مقابله وکړي، قران کريم او رسول الله صلى الله عليه وسلم دا مسئله راته په ښه توګه روښانه کړي ده موږ يي په لاندې ټکو کې خلاصه کولاى شو:
ټينګار او ثبات:
هغه صفت چې د اسلام لپاره کار کوونکي بايد ور باندې همېشه سنګار شوي وي د ثبات او ټينګار صفت دى، د هر راز سختۍ پر وړاندې بايد ټينګ و اوسي ځکه د سستۍ او کمزورۍ هسې تش فکر کول هم له الله (جل جلاله) او رسول الله صلى الله عليه وسلم او مؤمناو سره خيانت او جفا ده، دا خو لاپريږده چې ثپات پرېښوول څومره لويه ګناه ده… او شيطان له همدې لارې څخه په ډېره اسانۍ سره نفس ته لار مومي…. تل سړي ته اهل، اولاد او دنيا وريادوي.
انما ذلکم الشيطان يخوف اولياءه، فلاتخافوهم و خافون ان کنتم مؤمنين.(د آل عمران سورت ٧٥ ايت).
اوس تاسې ته څرګنده شوه چې هغه په اصل کې شيطان و چې خپل دوستان يي بې ځايه ويرول له دې امله په راتلونکي کې تاسې له انسانانو څخه مه ويريږئ له ما څخه و ويريږئ که تاسې په رښيتني توګه د ايمان خاوندان ياست.
دعوت کووکي وروڼه بايد پر دې ښه پوه اوسي چې اصلي نعمتونه د جنت دي او دا دنيا د خپلو ټولو ښکلاو سره د الله (جل جلاله) په نزد د يوه ماشي د وزر په اندزه هم ارزښت نه لري، او دا هم بايدپه کلک په ياد ولري چې د دوى خوښه وي او که نا خوشه مرګ ورته راتلونکى دى نو بايد د شهادت په لوري هڅه وکړي ځکه چې همدا يي د جنت لاره ده او الله (جل جلاله) ته د پتمن ورتلو طريقه ده.
د شهادت پر لار کې د مؤمنانو لپاهر همدا کافي ده چې په ياد ولري چې دوى هم د تاريخ د هغه هميشني مؤمني قافلې يو جزء دي چې د پيدايښت له لومړيو ورځو را روانه ده او الله (جل جلاله) ورته دسې اشاره کوي او فرمايي:
من المؤمنين رجال صدقوا ما عاهدوا الله عليه فمنهم من قى نجبه و منهم من ينتظر و ما بدلوا تبديلا (د الاحزاب سورت ٢٢ ايت).
له مؤمنانو څخه داسې کسان شته چې هغوى د الله (جل جلاله) سره کړي ژمنه رښتيا کړې ده، له هغوى څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي.
نوموړي قافله ويره، تيښته او ډار نه پيژني ځکه د هغې ايماني قوت له هر څه زيات وي…. ااو د الله (جل جلاله) دى قول ته يي ښه راغلاست ويلى چې فرمايي:
يا ايهالذين امنوا اذا القيتم فئة فاثبتوا و اذکروا الله کثيرا لعلکم تفلحون (د الانفال سورت ٤٥ ايت).
اى مؤمنانو! کله چې له کومې ډلې سره ستاسې مقابله وي نو کلک اوسئ او الله (جل جلاله) ډېر يادوئ، هيله ده چې تاسې ته به برى در په برخه وي.
يا ايهاالذين امنوا اذا لقيتم الذين کفروا زحفا فلاتولوهم الادبار (د الانفال سورت ١٥ ايت).
اى ايمان راوړونکو! کله چې تاسې د يو لښکر په بڼه د کافرانو سره مخامخ ياست نو هغوى ته شا مه اړه وئ.
د دې لپاره چې مجاهدين ثبات، دوام او استقامت پيدا کړاى شي نو بايد د الله (جل جلاله) لورې ته مخه کړي د هغه خالص عبادت وکړي، د الله (جل جلاله) ذکر يي په خوله وي، او دوعاګانې کوي، په اخلاص، تقوى او پرهيزګارۍ سره د الله (جل جلاله) خواته ور نژدې شي ځکه: تقوى د دښمنانو د مقابلې لپاره لويه تياري او په جګړه کې بريالى تاکتيک دى.(عمرو طنطاوي په اخبار د عمر (رض) له وصيت څخه).
هغه نفسونه چې له الله (جل جلاله) سره تړلي وي يوازې له همغه الله (جل جلاله) مرسته او برى غواړي، خپل عزت او سر لوړي هم هلته لټوي، او هغه دسې پياوړي نفسونه وي چې د الله (جل جلاله) په لار کې له مرګ څخه خوند اخلي… الله (جل جلاله) په قران کريم کې دوى ته په اشاره کلو سره فرمايلي دي:
ان الذين قالوا ربنا الله ثم استقاما تتنزل عليهم الملائکة الاتخافوا و لاتحزنوا و ابشروا بالجنة التى کنتم توعدون (د فصلت سورت ٣١ ايت).
کومو خلکو چې و ويل چې الله (جل جلاله) زموږ ب دى او بيا پر دې بانېد ثابت قدم پاتې شول په يقيني ډول په هغوى باندې پريښتې نازليږي او هغوى ته وايي چې مه ويريږئ، مه غم کوئ او خوښ اوسئ د هغه جنت په زيري سره چې له تاسې سره د هغه وعده کړل شوې ده.
قران کريم چې مجاهدينو ته لارښوونه کوي او هغه صفات او خويونه ورپه ګوته کوي چې بايد هغوى او د هغوى ټولګي يي خپل کړي، تر څو تل ثابت او پر دښمن باندې بريالي او برلاسي وي، پردې ايت پسې چې فرمايي:
يا ايهاالذين امنوا اذا لقيتم فئة فاثبتوا و اذکروا الله کثيرا لعلکم تفلحون. (د انفال سورت ٤٥ ايت).
اى مؤمنانو کله چې مې ډلې سره ستا مقابله وي نو کلک ولاړ اوسئ او الله (جل جلاله) ډېر ډېر يادوئ، هيله ده چې تاسې ته به برى در په برخه وي.
د خپلې لارښوونې د تاکيد په اړه فرمايي:
و اطيعوا الله و ورسوله ولاتنازعوا فتفشلوا، وو تذهب ريحکم، و اصبروا ان لله مع الصابرين، و لاتکونوا کالذين خرجا من ديارهم بطرا و رئاء الناس و يصدون عن سبيل الله، والله بما يعملون محيط عن سبيل الله، والله بما يعملون محيط (د انفال سورت ٤٦ ايت).
او د الله (جل جلاله) او د هغه د پيغمبر خبره منونکي اوسئ او په خپلو منځونو کې شخړه مه کوئ کنه نو په تاسې کې به کمزوري پيدا شي برم به مو لاړ شي له زغم څخه کار واخلئ، په يقيني توګه له الله (جل جلاله) صابرانو سره دى، او تاسې د هغو خلکو غوندي مه کيږئ، چې له خپلو کورنو څخه وياړلي او خلکو ته د ښودني لپاره وه وتل او کړنلاره يي داده چې دا خلک د الله (جل جلاله) د لاري څخه منعه کوي هغوى چې څه کوي د الله (جل جلاله) د مواخذې څخه د باندې نه دي.
نوموړي ايتونه پر دښمن باندې د غلبې او بري هغه اسباب په ګوته کوي چې مؤمن ټولګى د هغه له وجود څخه پرته برى نه شي موندلاى، او دا عبارت دي له:
د الله (جل جلاله) او رسول الله صلى الله عليه وسلم اطاعت:
مؤمن ټولګى بايد تل د الله (جل جلاله) او رسول الله صلى الله عليه وسلم اطاعت وکړي، په هر څيز کې حلال ولټوي او له حرم او پليد څيز څخه ځان وژغوري، په هر کار او هر حال کې د الهي شريعت پابند ا تابع و اوسي، د طاغوت او هوا وهوس له پيروۍ څخه ډه ډه وکړي….
الله (جل جلاله) دې ډول ټولګي ته په خپل قران کې داسې اشاره کوي:
ما کان لمؤمن و لامؤمنة اذ قضى الله و رسوله امرا ان يکون لهم الخيرة من ارهم، و من يعصى الله و رسوله فقد ضل ضلال مبينا (د الاحزاب سورت ٢٦ ايت).
او څوک چې له الله (جل جلاله) او د هغه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه سر غړاوى وکړي نو هغه په څرګنده ګګمراهي کې وغورځېدل.
د صف يووالى:
مؤمن ټولګى چې په کومه انداز د الله (جل جلاله) او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د اطاعت په نظر کې نيسي، بايد په هم هغه اندازه د صف ود يوواللي او وحدت خيال هم وساتي، په داسې حال کې چې د نفس کمزوري او بې لاري توب د صف د ړنګيدو او بېلېدو سبب ګرځي…
مؤمن ټولګى به تر هغه په خپل دښمن برلاسى وي او د هغه د سختو توطئو شنډونکى به وي تر څو پو چې صف يي درز نه وي موندلى. د نفاق اور نه وي پکې لګيدلى…. او که داسې وشوه نو بيا د ټولګي په سر لوى قيامت دى، الله (جل جلاله) له دې څخه د ځان ساتنې امر کوي او فرمايي:
ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ريحکم.
په خپلو کې شخړه مه کوئ چې ناخواله به شئ او برم به مو ولاړ شي.
صبر
ايمان که د مجاهد ټولګي د ثبات لومړنى شرط دى، نو صبر هم د ايمان جزء دى، صبر د مړمنانو معراج او پر دښمنانو د غلبې لار ده.
د مؤمنانو (لار دومره اغزنه او له کړاوونو ډکه ده چې بېله صبره مزل کول ورباندې ګران او ناممکن دى….
او همدا صبر دى چې د هغوى په زخمونو پټۍ ږدي ا دردونه يي کموي…پر دې لار کې چې مؤمن ته کوم ځاني او مالي تاوان رسيږي د هغې بدله يوازې او يوازې صبر کيداى شي او بس….
او بالاخره په دې لار کې د نفسي، کونري او ټولنيزو فشارونو دو او علاج هم يوازې صبر او ثبات دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
عجبا لامر المؤمن ان امره کله له خير وليس ذلک لآحد الا للمؤمن، ان اصبته سرااء شکر فکان خيرا له، و ان اصابته ضراء صبر فکان خيرا له.(رواه احمد فى سنده).
د مؤمن شان عجيب غوندي دى، هر څه ورته خير دى، او دا له مؤمن څخه پرته د بل هيچا لپاره نشته، که هغه ته خوشحالي او خوښي ورسيږي او شکر يي و ويست نو دا ورته خير دى، او که غم او تکليف ور ورسيد او صبر يي ورباندې وکړ نو دا هم ورته خير دى.
دويم تيارى نيول:
قران کريم که له يوې خوا مؤمنو مجاهدينو ته د ثبات، توکل، صبر ا يووالي امر کوي، له بلې خوا يو داسې جامع او شامل ايت هم پکې شته دى چې مؤمنان دې ته هڅوي چې بايد هغوى کاملا تيارى او امادګي ولري، الله (جل جلاله) فرمايي:
و اما تخافن من قوم خيانة فانبذ اليهم على سواء ان الله لايحب الخائنين، و لايحسن الذين کفروا سبقوا انهم لايعجزون، و اعدوا لهم ما استطعتم من قوة و من رباط الخيل ترهبون به عدو اله و عدو کم، و اخيرن من دونهم لا تعلمونهم الله يعلمهم، و ما تنفقوا من شئ فى سبيل الله يوف اليکم و انتم لا تظلمون (د الانفال سورت ٦٩ ايت).
او تاسې تر خپلې وسې وسې ډېر زيات طاقت او تيار زين کړي اسونه د هغوى د مقابلې لپاره بابر کړئ تر څو چې په دې وسيله د الله (جل جلاله) پر دښمنانو، په خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو مصيبت راولئ چې تاسې يې نه پيژنئ خو د الله (جل جلاله) په لار کې چې تاسې هر څه ولګوئ د هغو پوره بشپړ مکافات به ستاسې لوري ته راوګرځول شي او له تاسې سره به هيڅکله ظلم ونه ي.
هغه کسان چې امادګي او تيارى مهم نه بولي او داسې فکر کوي چې ګويا برى او غلبه له اسمانه را کوزيږي، اسبابو او وسايلو ته څه اړه نشته، نو دا ډول کسان به يا ناپوهان او کمراهان وي هغه څه به وايي چې ورباندې خبر نه وي، او يا به منافقين ا د اسلام او مسلمانانو په خلاف توطئه کونکي وي… په خاصه توګه هغه وخت چې مقابله د خبرو او منطق له مرحلې څخه د زور او جګړې مرحلې ته اوښتي وي!!
دريم امنيتي روزنه:
ډېر مسلمانان پر دې خطا کې لويدلي او سهوه شوي چې وايي اسلام په خپلو تشريعاتو او تربيوي پروام کې امنيتي روزني ته توجه نه ده کړې….
دوى توکل عجيب غوندي تفسيروي پر دې مانا چې له ټولو هغه اسبابو او وسايلو څخه يي بيلوي چې د کار په پيل کې بايد ور څخه ګټه واخيستل شي او په نتايجو او احتمالاتو پسې و نه کتل شي….ګويا دوى د توکل مانا په تواکل سره کوي، نو ويلي شو چې هغى د تريخ په اوږدو کې د اسلام په خلاف د شوو توطئو او فريبونو له تجربو څخه هيڅ هم نه دي زده کړي….
خو هغه څوک چې اسلامي تشريعات او لارښوونې په قران کريم او نبوي سنتو کې ولټوي او اسلامي کړه او سلوک په سيرت کې و ويني، نو په اسلام کې د امينيت اړخ روښانه تصيور به يي سترګو ته ودريږي….
دلته د امن معنی څه ده؟
موږ امن هغه سيات ته وايو چې يو تحريک او تنظيم يي د خپل ځان، خپلو افرادو او وسايلو د سنتې په خاطر اختياروي….. پر دې کې د مخالفو تحريکونو او مؤسسو څېړل او مرقپت کول هم شامليږي، تر څو د هغوى له کړو وړو، اهدافو او نيتون څخه خبر، او بيا د همدې معلوماتو په رڼا کې تحريک پر دېو وتوانيږي چې هره توطئه شنډه کړي او له زيان څخه يي ځان وژغوري….
د اسلام اساسي دريځ
اسلام د احتياط تدبير خوا ته هڅونه او په هلاکت کې د ځان اچولو څخه منع کوي…
کله چې الله (جل جلاله) مؤمنان په احتياط او تدبير سره روزي نو فرمايي:
هم العدو فاحذرهم (د المنافقون سورت ٤ ايت).
هم دوى پاخه دشمنان دي له دوى څخه ځان وساتئ.
و احذهم ان يفتنوک عن بعض ما انزل الله اليک (د المائدې سورت ٤٩ ايت).
پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي او يوه ذره قدرت دي هم تا له هغه څه څخه چې الله (جل جلاله) تاته نازل کړى دى اوښتي و نه مومي.
بل ځاى فرمايي: يا ايهالذين امنوا خذوا حذرکم فانفروا ثبات او انفروا جميعا(دالنساء سورت ٧١ ايت).
اى مؤمنانو! هر وخت د مقابلې لپاره چمتو اوسئ، بيا چې څنګه وخت پيدا کړئ د بېلا بېلو ټولګو په توګه وه وځي يا يو موټي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې په خاطر چې د دښمنانو د توطئو او ريبونو په ډاکه کولو او افشاء کولو خواته د مؤمنانو نظر راجلب کړي فرمايي:
من تعلم لغة قوم امن مکرهم
چا چې د کوم قوم ژبه زده کړه نو له شر څخه يي بې غمه شي.
قران کريم چې کله مؤمنان متوجه وي تر څو د دښمنانو په لومه کې بند نه شي او د هغوى په نرمه ژبه و نه غوليږي، نو هغه لارې په ګوته کوي چې دښمنان يي د همدې هدف د تحقق لپاره پرانيزي اوفرمايي:
و يحلفون بالله انهم لمنکم و ما همه منکم و لکنهم قم يفرقون (د التوبې سورت ٥٦ ايت).
دوى په الله (جل جلاله) سوګندونه پورته کوې چې ستاسې ملګري دي خو په حقيقت کې دوى ستاسې نه دې په اصل کې له تساې څخه په ويره کې دي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم مؤمنانو ته د سراسر پټ ساتلو او د رازونو د نه افشا کولو د روزنې په لړ کې فرمايي:
استعينوا على انجاح الحوائج بالکتمان (د طبراني په الکبير ا د بيهقي په شعب الايمان).
د خپلو وړتياوو د بري په خاطر خپل رازونه پټ وساتئ.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم سلوک او کړه وړه همداسې و په هره لويه پېښه او مهم کار کې يي همدا کار و… کله يي چې د مکې د فتحې لپاره اراده وکړه خلکو ته يي د تياري نيولو امر وکړ، خو راز يي پټ ساته او و يي فرمايل:
اللهم خذ العيون و الاخبرا عن قريش حتى نبغتها فى بلادها…(د ابن هشام سيرت).
اى الله (جل جلاله) ته قريش زموږ له دې اقدام څخه ناخبره واستې، تر څو يي په ناڅپې توګه په خپل وطن کې ونيسو…
د امنيتي روزنې مهم عناصر
که اسلامي ښوونې او د مسلمانانو کړه وړه په لږ دقت سره تر نظره تېر کړو، نو هغه امنيتي عناصربه راته په ډاګه شي چې اسلام يي د مسلمان شخصيت په جوړولو کې په کار اچوي….او له دې عناصرو څخه ځيني دا دي:
راز پټ ساتل:
اسلام د خپلو دښمنانو دښمني او مکر کم نه بولي:
و ان کان مکرهم لتزول منه الجبال (د ابراهيم سورت ٤٦ ايت).
او له همدې ځايه ده چې د خپلو اتبعو د ساتنې او خپل رسالت د دام په خاطر خپلو پيروانو ته د راز پټ ساتلو درس ورکوي او په همدې سره يي روزي تر څو په اساني سره د نورو په منګلو کې و نه لويږي او د دښمنانو د خولي خوراک نه شي…
د دعوت په لومړيو کې به مسلمانان په (دار الارقم) کې سره را ټوليدل خو مشرکان به ورپاندې خبر هم نه وو… او پر مرحله ې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سياست همداو..
هغه ورځ چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مديني ته د هجرت اراده وکړه، نو له خپل ملګري ابوبکر رضى الله عنه سره دومره پټ ووت چې پرته له څو مؤظفو کسانو نور هيڅوک هم ورباندې خبر نه و چې کله و وتل او په کومه لار ولاړل….
د قيادت پټ ساتل او دښمن ته غلطې ورکول:
په اسلم کې د قيدت او وسايلو پټ ساتلو جواز د هرت په لارو د رسول الله صلى الله عليه وسلم له کړو څخه ثابتيږي…. او که پر دې هکله بل دليل هيڅ وجود هم و نه لري همدا پېښه کافي ده….
د مکې او مديني تر منځ له هغه لنډ سفر څخه چې د سيرت په کتابونو کې رغلي، زيات امنيتي درسونه په لاس راځي چې ځېنې يي دا دي:
لومړي: په سختو شرايطو کې قيادت (مشراتابه) بايد د خلکو له سترګو پټ وي….
دويم: د ثور په غار کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له تم کيدلو څخه دا په ډاګه کيږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم غوښتل قريشو ته غلطي ورکړي ځکه نوموړى غار د مديني په لاره نه و پروت….
دريم: په غار کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم او ملري د اوسيدو په وخت کې چې کوم امنيتي ترتيبات نيول شوي وو ډېر دقيق او پوره وو:
الف: عبدالله بن ابى بکر رضى الله عنهما پر دې مکلف شوى و چې بايد هره ورځ خبرونه راټول کړي او دوى ته يي غار ته ورسوي.
ب: اسماء بنت ابوبکر ته دا دندهد وسپارلي شوه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم او ملګري د اړتيا وړ خوراکي او د څښاک توکي وروړي.
ج: عامر بن فهيره پر دې مؤظف شوى و چې هر ماښام خپله رمه د غار له خولې تېره کړي، تر خو دوى دواړه د خپلې اړتيا وړ شيدې ورڅخه واخلي، او د پسونو په پښو د غار خولې ته راغلي قدمونه ړنګ کړي، او دا پر دې خاطر چې قريش له مسئلې خبر نه شي….
د: عبدالله بن اريقط په مزدورۍ ونيول شو تر څو دوى دواړو ته د مديني لاره ور وښيي.
ترصد (څارل)
د رسول الله صلى الله عليه وسلم له پلوه عبدالله بن ابوبکر رضى الله عنهما ته د دې وظيفې سپارل چې هغه د قريشو خبرې واوري او مجلسونه يي وڅاري چې څه پکې تيريږي او ويل کيږي…. د دعوت په کومه خاصه مرحله پورې تړلي اقدام نه وو…. بلکې دا يو هميشنى او په ټولو مراحلو پورې تړلى سياست و….
رسول الله صلى الله عليه وسلم د مسلمان امت د مشر او رهبر په توګه غوښتل چې له دې څخه پوره پوره خبر وي چې په شا او خا يي څه تيريږي، د دعوت او مسلمانانو په خلاف څه اقدامات صورت نيسي، تر څو د هر اقدام او توطئې د شنډولو لپاره پوره اماده او تيار وي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم همدا سياست و سره له دې چې د الله (جل جلاله) کامل تاييد ورسره ملګرى و، او د مشرکانو زياتې توطئې د جبرئيل عليه السلام په واسطه ورته څرګنديدې، خصوصا د ده مبارک په شهادت رسولو لپاره جوړه شوې توطئه، نوموړي توطئه قران کريم په څرګند ډول را نقل کړې او فرمايي:
و اذا يمکربک الذين کفروا ليثبتوک او يقتلوک او يخرجوک و يمکرون و يمکرالله و الله خير الماکرين (د الانفال سورت ٢٠ ايت).
هغه وخت هم د يادوني وړ دى چې د حق منکرانو ستا پر خلاف دسيسې جوړه ولي چې تاسې بندې کړي، او يا دې وه وژني او يا دي له وطنه وشړي، هغوى خپل تدبيرونه پکار اچول او الله (جل جلاله) خپل تدبير کاوه او الله (جل جلاله) تر ټولو ښه تدبير کونکى دى.
پر داسې حال کې چې له الهي تاييد او وحې څخه برخمن نبي صلى الله عليه وسلم د ساتنې ټول اسباب او احتياطي تدابير له ياده وباسينو هغه کسان چې نه وحي ورته راځي او نه هم پکې نبي موجود وي څنګه کولاى شي بېله دې سياست څخه مخکې لاړ شي…
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د څارنې او تر صد سياست داسې و چې د نوموړي کار د ترسره کولو لپاره بايد د دې کار اهل او پوه کسان وګمارل شي، ځکه څارونکى د ټولګي د (امن) آرامۍ او سلامتيا لپاره د زيات ارزښت درلودونکى دى، او په همدې سره د دښمنانو له شر څخه په امن کيداى شي..
په اسلام کې د څارلو قانون دا ايجابوي چې بايد په اسلامي سرحدونو او مهمو استراتيژيکو ځايونو داسې کلکي پيرې و درول شي چې پرې د ناڅپې حملې امکان بيخې له منځه ولاړ شي.
د جګړې په وخت او يا د جنګ د ميدان په سختو او حساسو شرياط کې اسلام امر کوي چې يوه ډله په جماعت سره لمونح اداکړي او بله پيره وکړي، او بيا لمونځ ادا کړي، د نساء په سورت کې داسې راځي:
اذا ضربتم فى الارض فليس عليکم جناح ان تقصروا من الصلاة ان خفتم ان فتنکم الذين کفروا، ان الکافرين کانوا لکم عدوا مبينا، و اذا کنت فيهم فاقمت لهم الصلاة، فلتقم طائفة منهم معک، ولياخذوا اسلحتهم فاذا سجدوا فليکونوا من ورائکم، و لتاتطائفة اخرى لهم يصلوا فليصلوا معک، و ليا خذوا حذرهم و اسلحتهم، ود الذين کفروا لو تغفلون عن اسحلتکم و امتعتکم فيميلون عليکم ميلة واحدة…(النساء سورت ١١١ ايت).
او کله چې تاسې په سفر و تلئ نو څه باک نشته که په لمانځه کې لنډوالى وکړئ (په تيره بيا) کله چې له تاسې سره دا ويره وي چې کافران به مو وه ځوره وي ځکه چې هغوى په ښکاره او څرګنده ستسې دښمني ته ملاتړلې ده، او اى پيغمبره صلى الله عليه وسلم! کله چې ته د مسلمانانو په منځ کې يي او (د جنګ په حالت کې) له هغو سره په لمانځه ولاړ يي نو پکر ده چې د هغوى څخه يوه ډله له تاسره ودريږي او وسله دي اخيتسي وي، بيا چې کله هغوى سجده وکړه نو په وروسته دي لاړشي او هغه بله ډله چې تر اوسه يي لمونځ نه دى کړى رادي شي او له تاسره دي لمونځ وکړي او هغه دي هم تيارسئ او په وسله سمبال اوسي، ځکه چې کافران دې ته څارونکي دي چې که تاسې د خپلو وسلو او خپلو تجهيزاتو څخه لږ شان غافل شئ نو هغوى به پر تاسې يووار راتوي شي.
جهادي روزنه:
اسلام سربېره پر دې چې اسلامي ټولګي ته د امن ا سلامتيا د عامو اسبابو په کار اچولو و خپلولو امر کوي، د اسلامي جماعت د پيروانو د روزنې لپاره داسې جهادي لاره او پروګرام لري چې له هغوى څخه د مکر او فريب په وړاندې د مقاومت او ثبات غرونه جوړوي، موږ دلته د نوموړي پروګرام ځيني ټکې را نقلوو:
الف: نفس له مشکلاتو، او سختيو سره اموخته کول، و له سختۍ سره مخامخ کيدو څخه مخکې په خورکا، څښاک، خوب، جامه او معالمهکې نفس کلک او سخت عادت کول، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
تخو شنوا فان النعم لاتدوم
زيږه (سخت) اوسئ ځکه چې نرمي هميشنۍ نه وي.
لاتنظوا الى من هو اعلى منکم بل انظوا الى من ادنى منکم حتى لتز دروا نعمة الله عليکم.١
له ځان څخه لوړو کسانو ته مه ګورئ، بلکې له ځان څخه ټيټو خلکو ته ګورئ تر څو د الله (جل جلاله) نعمت درڅخه نه شي ايسته.
ب: د خپلو ورځينيو عادتونو، د تګ راتګ د لارو، د جامو رنګ او ډول او د سپرلۍ د وسايلو او ځيونو په بدلو او تغيرولو ځان روږدى کړه تر څو ستا څارونکى په اسانه تا قابلو نه کړاى شي.
ج: ځان پر دې عادت کول چې د تنظيمي او تحريکي امورو په هکله معلومات يي د اړتيا پر اندازه وي…
د: په وعدو او کاروننو کې ځان په پابندي او دقت سره عادت کول، ځکه که داسې نه وي نو د دعوت د کارونو نتيجه له منځ څخه ځي او تحريک له ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ کيږي….
امنيتي احتياط:
دلته د فلسطين ازادۍ بخښونکي تنظيم له خوا د امنيتي اصولو په نامه له خپرې شوې نشريي څخه يو څو امنيتي تدابير او اجرئات رانقلوو.. تر څو وګورو چې په فلسطين او يا بل هر ځاى کې د دښمن د مقابلې لپاره سرښندونکي څه ډول روزل کيږي….
د نوموړې نشريې د (افرادو امن) تر عنوان لاندې په شپږمه فقره کې راځي:
1. په هر کار کې بايد د ترصد (څار) عمل تر سره شي…. دا عمليه محدوده او خاصه نه ده بلکې د هر ځاى او هر وخت او قدرت په تناسب سره تر سره کيږي… د مثال په توګه:
– په يوه بنده جاده کې تلل او د دې څارل چې څوک در پسې روان دى…
– د تګ په دوران کې د حرکت پېل نقطې ته بېرته راتلل، او د دې ترصد کول چې څوک در پسې دى. پر يوه داسې جاده کې تلل چې ازدحام پکې نه وي، او په طبيعي توګه د درپسې روان کسانو څارل چې څوک دي، خو په داسې ډول چې هغوى درباندې پوه نه شي.
– د تګ په دوران کې په طبيعي شکل هسې له جيب څخه د څه شي غورځول، تر څو وګورى چې څوک درپسې روان دي.
– د يوه او بل سبب له امله په تګ کې چټکي او سستي او دريدل او د دې تر څنګ د دې څارل چې ستا له دې عمل څڅه څوک اغيزمن کيږي؟ ځېنې دوکانونه او ځايونه د دې په خاطر په کار راوستل چې وګوري چې څوک دى تعقيبوي او در پسې روان دي او ستا په دريدو دريږي؟
2. د هرې وظيفې د ادا کولو په وخت کې له متضادو عناصرو څخه ځان ژغورل (د مثال په توګه له خلکو څخه په ډک سماوار کې بايد له ټاکل شوي شخص سره مخ نه شي)…
3. په کور کلي، د کار په ځاى او وظيفي ادا کولو په وخت کې له مشکلاتو را پيدا کولو څخه ډډه کول، تر څو د خلکو درپام نه شي، ځکه خلک د مشکلاتو را پيداکوونکي څاري، او هسې خوشي هم ورپسې متوجه وي. او کيداى شي چې د يوه مشکل پيدا کولو له امله اصلي وظيفه ادا نه شي او راز يي افشا شي.
4. له هغه شيانو څخه ځان ساتل چې د امنيت په خاطر منع شوي وي لکه: په هغه ځايونو کې عکس اخيستل چې د عکس اخيستلو اجازه نه وي او يا په هغه لارو تلل چې تګ ورباندې منع او بندوي. همدا راز د پوځي مرکزونو تر مخ هم بايد زيات ونه دريږي او داسې نور….
5. بايد د تل لپاره يو عادت ونه لري… لکه چې له کور څخه د وتو او ننوتو پر وخت کې په هم هغه يوه ټاکلې لاره تګ او راتګ ولري… او د حاجت رفع کولو لپاره يو خاص ځاى وټاکي… او يا د وړو راوړو وسيله ټاکلي وي…. او يا د دې جامه تل د يو رنګ او يو شکل درلودونکي وي… او داسې نور.
6. له ځان سره خپله لکه تذکره تل ګرځول. په وظيفه پورې تړلې پاڼې له اړتيا پرته په جيب کې مه ګرځوه، هر ماښام بايد په جيب کې پرتې پاڼې وګورې او ځان ورڅخه مطمئن کړې…
7. د ځان سره د خپلو ملګرو او دوستانو نومونه مه ليکه، کوښښ وکړه چې ليکنې په شفر او کوډ سره وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينه:
د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن