که له زکامه په عذاب ياست

١- د دې پر ځاى چې پزه کش کړئ، په منظم ډول يې وسوغئ، ځکه بيا نو مخاط نور پورته نه ځي، خو ډېر زور هم مه ورسره کوئ، هسي نه بيا مو په غوږ درد شي. ښه لاره يې دا ده چې د پوزې په يوه سوري کې ګوته ننباسئ او بيا نو ښه پرېمانه هوا پرې را خوشې کړئ. اخر کې مو لاسونه هم سم پرېمينځئ.

٢- استراحت وکړئ: په دې سره به مو د بدن انرژي په کمه اندازه په مصرف ورسي او جګړې ته به يې پنډ زيات شي.
٣- غړغړه: په دې سره مو ستونى مرطوب او موقتي ارامي ورته پيدا کېږي. يوه کاشوغه مالګه په نيم ګرمو اوبو کې واچوئ او په ورځ کې يې څلور- پنځه ځلې غړغړه کړئ.کولاى شئ نور طبي غړ غړه کوونکي هم وکاروئ.
٤- ګرم مايعات وڅښئ: ګرم مايعات مو پوزه خلاصوي، د اوبو د کمښت مخه نيسي او د ستونې او پوزې التهابي غشاوې مو نرموي.
٤- د اوبو د بخاراتو په شتون کې ولامبئ: په دې ډول به ارام او پوزه به مو خلاصه شي.
٦- د بندو ساينسونو (د پوزې د پورتنۍ برخې شاخوا) لپاره ګرم يا يخ پېکونه کېږي: کېداى شي په ګرمولو يا سړولو يې ارامي ترلاسه کړئ.
٧- او چې خوب کوئ نو بالښت مو لوړ کړئ.
٨- که بيا هم نه شو، انټي هسټامينک درمل وکاروئ. که مو تبه وه، تبې ضد درمل هم کم نه دي.

داكتره مريم زينب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب