په اسلامي عمل كې د يووالي وجوب

په اسلامي عمل کې تعدد يوه نړيواله پديده ګرزيدلي، چې هيڅ يو وړوکى او يا لوى کنج او وطن او حتى چې د ځمکې پر مخ هيڅ يو اسلامي ګروپ او ټولګى هم ورڅخه په امن نه دى.
ګورئ چې هر ځاى په لسګونو تنظيمونه، موسسې، ټولګي، طريقې او اسلام ګوندونه وجود لري….
د مثال په توګه لبنان چې د مسلمانانو شمېر پکې له يو نيم ميليون څخه زيات نه دى هلته په لس ګونو اسلامي تنظيمونه فعاليت کوي چې ځېنې يي عبارت دي له : الجماعة الاسلامية، حزب التحرير، جماعة التبليغ، جماعة عباد الرحمن، جندالله، جمعيات مکارم الاخلاق الاسلامية، جمعية المقاصد الاسلامية، جمعية المحافظة على القرآن الکريم، جمعية التربية الاسلامية، جمعية التوجيه الاسلامي، جمعية الاصلاح الاسلامية جميعة البروالاحسان، جمعية الشبان المسلمين، التجمع السلامى، حرکة التجمع الاسلامي المجلس الاسلامى، د دې تر څنګ هلته ډېرى طريقې او مختلفې سوفيانه ډلې هم وجود لري…

عجيبه داده چې د اسلامي مجال (ډګر) ځېنې کارکوونکي تعدد يوه لسمه او برابره پديده بولي او وايي دا پديده د خلکو د زيت شمېر او زياتې اندازې کار را نيوونکي او جلبوونکي ده…
ګويا لکه چې مسئله د پيروانو د زياتوالي او پراخوالي وي، نه د کار او عمل د نوعيت و په اسلامي انقلاب کې د مؤثريت.

د تعدد د خاوندانو دلايل:

په تعدد باندې قانع شوي خلک او په اسلامي عمل کې د تعدد مسئولين، او هغه کسان چې د اسلامي تنظيمونو له وجود سره سره يې نوي اسلامي تنظيمونه جوړ کړي، د خپل دې کار د توجيه لپاره څه دلايل وړاندې کوي… او که ووايو چې دا ټول دليل هم هغه يوه خبره ده نو له حقيقت څخه به ليري نه يو تللي، په هر ترتيب دا ډول دلايل په لاندې ډول دي:
د پخوانيو تنظيمونو کار او رول نور ختم شوى او اوس د دې وس نه لري چې د اسلامي هدافو د تحقق لپاره کار وکړي.
دغه تنظيمونه او ډلې د اسلامي عمل يوه اړخ ته زياته توه کوي، او يوې څانګې ته په نورو څانګو پانېد ترجيح ورکوي.
د دې تنظيمونو په هکله ډېرى شبهې او پوښتنې وجود لري، نو د يوه نوي تنظيم جوړلو خپل کار کوونکي او پيروان له دې شبهو او پوښتنو څخه بې غمه کوي؟
دې ډلو او تنظيمونو زيات اشتباهات او خطاګانې کړيدي…. نو نتيجه به څه وي؟
اوس که د دويم، دريم، څلورم او … تنظيم له جوړولو وروسته د دې وړاندې شوو دلايلو نتيجه ولټوو او وپوښتو چې ايا د هغه لمړني تنظيم کار او رول نور ختم شوى دى، او آيا دې نويو تنظيمونو داسې څه کړي دي چې هغه بل نه و تر سره کړي؟muslims union
آيا دا نوي را پيدا شوي تنظيمونه له خپل پيدايښت څخه وروسته له

اشتباهاتو او شبهاتو پاک دي؟
خو حقيقت که څه هم تريخ دى دا ثابتوي چې په اسلامي ساحه کې د نوي هر تنظيم له پيدايښت څخه وروسته دا ټول دلايل يو په بل پسې له منځه ځې او ټول بې ځايه شمېرل کيږي ځکه چې هغه تنظيم چې ګمان کوي له دې خطرونو او شبهاتو څخه به خلاص وي نو ګوري به چې له پيدايښت څخه وروسته يي دا ټول په سر رالويدلي وي.
کيداى شي دوى په دې ګمان سره دا هيره کړي وي چې د دښمنانو اصلي او اساسي هدف اسلام دى او د اسلام په خاطر کار کونکي تر هر عنوان او نامه الندې چې وي د يوه او مشترکل سرنوشت درلودونکي دي؟
هغه عيب چې نور يي ورباندې تورن کول اوس په خپله همدغه تنظيم ورباندې  تورن دى او د تعدد دا اجازه د دې سبب شوه چې په اصطلاح د سموونکو حرکتونو په مخ دروازه پرانيستل شوي او د دا ډول حرکتونو زيات شمېر د شيطان کار دى ځکه نتيجه يي له نفاق او بيلتون پرته بل څه نه ي.
په پاى کې که دې نويو پيدا شوو تنظيمونو، او اصلاح لپاره جوړ شوو رکتونو کار ته وګورو نو  په وينو چې د دوى ټول کار د هغه لومړني تنظيم چې دوى روڅخه پيدا شوي له کار سره هيڅ برابر نه شي کولاى؟
نو راته ووايه چې په دې صورت کې اسلام ته څه ګټه ورسيده او هغه څه شى دى چې له لومړني تنظيم څخه پاته وي او دې دويم دريم او څخلورم تنظيم تر سره کړي وي؟

په اسلام او مسلمانانو باندې د تعدد اغيزې:

په اسلامي عمل کې تعدد نه يوازې دا چې هيڅ ګټه او بهره ورباندې مرتبه نه ده بلکې دې پديدې پر اسلامي ساحه ډېرى بدې اغيزې دلودلي چې ځېنې يې دا دي:
تعدد ډېرو مسلمانانو ته دا دليل په لاس ورکړى چې د هغې پر استناد له تنظيمي ژوند څخه اوږې خالي کړي، او د دې ډېرو تنظيمونو او اتجاهاتو په منځ کې ځانونه حيران و شمېري او و وايي په کم يوه پسې لاړ شو؟
تعدد اسلامي قوتونه تيت او پرک او کمزوري کړيدي او هيڅ وخت هم د اسلامي عمل د پرمختګ او قوت سبب نه دى شوى، بلکې هميشه د نفاق او اختلاف سبب او د اسلامي عمل په هکله د شک او ترديد د راولاړيدو سبب ګرزيدلي دي.
تعدد دښمنانو ته د دې فرصت په لاس ورکړى چې په اساني سره اسلامي اتجاه او علم په جدا جدا توګه تصفيه کړي، او کله هم داسې نه دي شوي چې تعدد د خطرونو او دښمنانو په وړانېد د ثبات او ټينګيدو سبب شوي وي…
تعدد يو د بل پر وړاندې حساسيتونه راوپارول، د تنظيمي تعصب اور يي بل کړ او پر دې سربيره يي پيروان يو له بل څخه لا پسې لري شل، او د دې پرځاى چې تنظيمونه يو موټى د دښمن مقابله وکړي په خپل منځ کې سره اخته شول….
دا د دې سبب شوي چې ټول اسلامي تنظيمونه له خپلو هدافو څخه لري پاته شي او يو يي هم خپل ټاکلي مقصد ته ونه رسيږي.

په تحريکې سطحه د تعدد اغيزې:

په اسلامي مبارزه باندې تعدد ډېرى بدې اغيزې کړي دي او د دي په نتيجه کې داسې ګډوډ اسلامي تنظيمونه را منځ ته شوي چې اسلامي فکر او منه ته يې ډېر زيانونه اړولي دي…
او د دې بدو اغيزو څخه ځېنې په لاندې ډول دي:
د اسلامي منظم عمل پر ځاى د شخصي، فردي او يا شيخ په جمهکې د نوې پديدې را منځته کيدل.
د اسلامي نړيوال عمل د يووالي او مرکزيت په بدله کې د منطقوي او سيمه ايزې پديدې را پيداکېدل….
د عقيدوي او اصولي دوستۍ پر ځاى د ګوندي دوستۍ قائميدل.
په اسلامي عمل کې د شمويت او کليت پر ځاى جزئيت خوريدل.
د دې غيزو تر ټولو څخه څرګنده اثر دا دى چې هره ډله په همغه خطاګانو کې لويدلې په چې پکې نورې ډلې لويدلې وي، ځکه دې ډلې د نورو ه تجربو څخه ګټه نه ده اوچته کړي او دا کار د دې سبب شوى چې په اسلامي علم کې تجربې هماغسې روانيوي هوښيار هغه څوک دې چې له نورو څخه عبرت واخلي، مؤمن خوله يوه غار څخه دوه ځله نه چيچل کيږي.

د تعدد ريښتوني اثار او خلفيات

حقيقت دا دى ټول هغه دلايل او اسباب چې دغه او هغه تنظيم يي د پخواني تنظيم له وجود سره سره د خپل قيام او جوړښت د توجيه او تبرير لپاره وړاندې کوي هيڅکله هم د قبول وړ نه شي ګرزيدلاى ځکه دا ټول غير شرعي، غير منطقي او نادرست دي!!
بله دا چې د تعدد د پديدې تر شا نور ډېر اسباب ا واثرات وجود لري چې ځېنې يي په لاندې ډول دي:
په اسلامي عمل کې د تعدد تر شا له پټو اثارو څخه يو هم بين المللي اثرات دي چې په دې او يا هغې نظامي ( تړون) پورې اړه لري او هدف يي هم د اسلامي سحې په زړه کې د اسلامي اصيل عمل ټکول وي…
د مثال په توګه کله چې انګريزنو وغوښتل د هند په نيمه قاره کې د ( احمد بن عرفان) تر مشري لاندې را پورته شوي اسلامي غورځنګ وټکوي نو يي يو بل منحرف او کوټه تش په نامه اسلامي تحريک ( قاديانيت او يا احمديت) را منځته کړ.
د تعدد تر شا له پټو اثارو څخه بل اثر د قدرت غوښتنې او زعامت د حس غلبه او حاکميت دى هغه حس چې نه پريږدي اسلامي علم يووالي ته ورسيږي ځکه يووالى د الله (جل جلاله)  لپاره اخلاص او د الله (جل جلاله)  په لار کې قربانې او د الله (جل جلاله)  په خاطر د ځان او ذات هيرول او له نظره غورځول غواړي…
د ځينې تعدد د پديدو تر شا يو بل پټ اثر، مادي حس او دنيوي ګټو لپاره حرص او طمعه وي… په دې زمانه کې په اسلام داسې ابتلاء رغلې چې اسلام ته ځېنېن منسوب کسان په اسلام بندې تجارت کيو او له همدې لارې خپلې ګټي تامينوي…
بېشکه چې دا ډول خلک د اسلامي عمل يووالى نه مني ځکه بيا خو د دوى د کانونه تړل کيږي او شخصي ګټې او منفعتونه يې له خطر سره مخامخ کيږي؟
په ډېر تاسف سره بايد ووايو چې په لس ګونو سلامي ټولنې دلته او هلته موجودې دې او د مرستو او صدقاتو د راټولولو په خاطر يو ځل ژمي او بل ځل وړي خليج ته سفرونه کوي او حقيقت دا دى چې دا هسې خيالي ټولنې دي او د اسلامي عمل په ساحه کې هيڅ حقيقت وجود او اثر نه لري؟
د دې پديدې تر شا ولاړ بل اثر پر اسلام ناپوهي او پدې زمانه کې د اسلام له غوښتنو څخه ناخبر ده… او دا د دې سبب شوي چې د اسلام له غوښتنو څخه ناخبر ده…. او دا د دې سبب شوي چې د اسلامي عمل ساحه د مختلفو او زيات شمېر ډلو د تجربو ډګر وګرزي، هره ډله په خپله لاره ځي بېله دې چې د نورو ډلو له تجربو څخه څه ګټه اوچته کړي.
پر هر ترتيب زموږ دا تيرې خبرې دا مانان هم نه لري چې د يوه تنظيم جوړلو لپاره هيڅ شرعي او تحريکي دلايل وجود نه لري…

د اسلامي عمل يووالى شرعي فريضه ده:

پر دې کې هيڅ شک نشته چې په شريعت کې اصل د اسلامي عمل يووالى دى نه تعدد…. او دا يوالى شرعي فريضه بلل کيږي ځکه چې: د مسلمانانو او مت يووالى د الله (جل جلاله)  د لانديني قول پر اساس اصل دى:
ان هذه امتکم امة واحدة و انا ربکم فاعبدون. ( سورت الانبياء ٩٢ ايت).
او دا ستسې امت ايکې يو امت دى او زه ستاسې رب يم، نو تاسې زما عبادت وکړئ!
و ان هذه امتکم امة واحدة و انا ربکم فاتقون ( سورت المؤمنون ٥٢ ايت).
او دا ستاسې امت ايکي يو امت دى او زه ستسې رب يم نو له ما څخه و ويريږئ.
او دا قول د رسول الله صلى الله عليه وسلم چې فرمايي:
مثل المؤمنين فى توادهم و تراحمهم و تعاطفهم مثل الجسد اذا اشتکى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى.( د احمد او مسلم په روايت).
مؤمنان په خپل مځني دوستۍ، ترحم او مهربانۍ کې د يوه جسد  مثال لري چې کله يې يو غړى په درد راشي نو ټول بدن ورسره تبجن او بې خوبه کيږي.
له اختلاف څخه نهي او د يووالي پر لور هڅول د الله (جل جلاله)  د دې قول پر اساس اصل دى چې فرمايي:
و لاتکونوا کالذين تفرقوا و اختلفوا من بعد ما جاءهم البينات و اولئک لهم عذاب عظيم( د آل عمران سورت).
پام کوئ تاسې هغو خلکو غوندې نه شئ چې په ډلو و ويشل شو او له روښانه څرګندو ولارښوونو ميندلو څخه وروسته بېرته په شخړو کې اخته شول، چې چې دا چلند غوره کړى دى هغوى به په هغه ورځ سخته سزا و مومي.
ان الذين فرقوا دينم و کانوا شيعا لست منهم فى شيئ، انما امرهم الى الله ثم ينبئهم بما کانوا يفعلون ( د الانعام سورت ١٥٩ ايت).
کومو خلکو چې خپل دين ټوټه کړ او ډلې دلې شول په يقيني توګه له هغوى  سره ستا هيڅ اړيکي نشته، د هغوى معامله الله ته سپارل ده، هم هغه به هغوى ته وښيي چې څه يي کړي دي.
او د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول چې فرمايي:
من فرق فليس منا( د طبري په روايت).
چا چې نفاق واچاوه هغه له موږ څخه نه دى.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د راتلونکي قول پر اساس اصل دا دى چې بايد له يوې ډلې څخه پيروي او متابعت وشي نه له ډېرو ډلو څخه:
ستکون هنات و هنات فمن اراد ان يفرق امر هذه الامة وهى جميع فاضربوه بالسيف کائنا ما کان ( د مسلم په روايت).
ډېر فتنې او مصيبتونه به را پيدا شي، که چا وغوشتل چې دا يو موټى امت سره بېل کړي نو که هغه هر څوک وي سر يي په توره ووهئ.

بل ځاى فرمايي:
دعانا النبى فبايعناه، فقال: فيما اخذ علينا، ان بايعنا، على السمع و الطاعة فى منشطنا و مکرهنا، و عسرنا و يسر نا، و اثرة علينا و ان لاننازع الامر اهله الا ان تروا کفرا بواحا عندکم من الله فيه برهان.( د بخاري په روايت).
رسول الله صلى الله عليه وسلم و غوښتلو او بيعت مو ورسره وکړ او په ترڅ کې يې راته و ويل: چې په خوښۍ او نا خوښۍ، سختۍ او اسانۍ کې به سمع او اطاعت کوو پر ځان به هغه مقدم ګڼو، او تر هغه به له امير سره مخالفت نه کوو تر څ چې صريح کفر ورڅخه نه وي ليدل شوى او په دې هکله شرعي دليل هم موجود وي.
بل يي دا قول:
الجامعة رحمة و الفرقة عذاب ( زوائد المسند).
پوه شئ چې جماعت رحمت او بيلتون عذاب دى.
د امام السيوطى جامع الصغير نومى کتاب په حاشيه کې د دې حديث شريف په هکله تعليق کې راغلي: يدالله على الجماعة… د الله (جل جلاله)  د تاييد لاس له جماعت ( ډلې) سره وي يانې د هغوى ساتنه او حفاظت، يانې دوى د هغه جل جلاله په پناه کې وي او د الله (جل جلاله)  د هغه قوت دى.
يه حکيم خپلو زامنو ته د نصيحت په خاطر و ويل: ماته يوه ګيډۍ لښتې (لرګي) راوړئ هغوى ورته راټولي کړې، نو ده ورته و ويل دا ټولې يو حاى ماتې کړئ خو هغوى دا ونه شول کړاى چې دا ګيډۍ ماته کړي، نو ده لښتې يوه يوه کړې ا ورته و يي ويل: ماتي يي کړئ نو دوى هم ماتې کړې… حکيم و ويل: که متحد او يو موټى و اوسئ کله به هم مغلوب او ماات نه شئ، او که سره بيل شوئ نو بيا دښمن در باندې برلاسى دى ( الجامع اصغير دويم ټوک ٣٧ مخ).

د اسلامي عمل يووالى تحريکي اړتيا ده:

سره له دې چې د اسلامي عمل يووالى يوه شرعي فريضه ده د دې تر څنګ دا يوه تحريکي او بشري اړتيا هم ده او دا ځکه چې:
مطلوب اسلامي بدلون دا ايجابوي چې بايد ټول اسلامي قوتونه په يوه لاره يوه خط او تريوه واحد پلان لاندې سره راټول شي… د دې قوتونو اختلاف او بيلوالى دا عمليه شنډوي، اسلامي انقلاب شاته اچوي، او جاهلي قوتونو ته د دې توان ورکوي چې پر مسلمانانو باندې خپل تسلط او حاکميت ته دوام ورکړي….
اسلامي بدلون ډېر مشکل کار دى، جاهلي قوتونه له منځ وړل هم اسانه خبره نه ده، او په ټولنه کې په فکر، عمل او نرام باندې د اسلام حاکمول دا لازموي چې ټول قوتونه بايد داسې سره يو موټى شي چې يو په بل کې مدغم شي هسې تش تنسيق کافي نه دى…
د اسلام او اسلامي تحريک پر خلاف د دې نړيوالو توطئو مقابله يوازې په يووالې او اتحاد سره کيداى شي… ګورو چې غربي هېوادونه تر شملي اطلس تړون ( ناټو) لاندې سره راټول شوي .. اروپا په خپل منځ کې د اروپايي ګډ بازر له لارې يو له بل سره مرسته کوي… او د کمونيستي بلاک هېوادونه د فرصوفيا (وارسا) د تړون په مزي سره تړل شوي…. او يهودان د بين المللي صهيونيزم په تنظيم کې سره يو ځاى شوي دي…
په داسې حال کې چې اسلم ضد قوتونه او د اسلامي نړۍ دښمنان په خپل منځ کې سره يو وي او خپل منځنې مرستې او همکارۍ ولري، نو آيا په اسلامي نړۍ کې اسلامي قوتونو باندې نه ده لازمه چې سره يو شي ترڅو د دښمنانو لپاره تياره مړۍ ( لقمه) نه وي او په اساني سره له منځه ولاړ نه شي؟
که چېرې د اسلامي عمل يووالي شرعي فريضشه هم نه وي، د اسلام او اسلامي تحريک دساتنې وسيله او له شنډيدو او ورکيدو څخه د نجات وسيله خو حتما ده.
بل دا چې نن د ځمکې پرمخ اسلام دښمنه ګوندونه په خاصو جبهاتو کې سره راټوليږي دا جبهې لګيادي څېړنه کوي، پلان جوړوي، او د هر ډګر لپاره تيارى نيس….
نو آيا په دې حال کې له قوتونو سره دا ښايي چې سره بېل او متفرق وي؟ او که دا ورباندې لازمه ده چې د خپل وحدت او يووالي په لار کې ټول موجود خنډونه او موانع په يوه لاس سره له مخې اوچت کړي؟
اسلامي قوتونه که د ځان ځانۍ او نفس پرستۍ له دې ناروغۍ څخه ځان ازاد نه کړي د الله (جل جلاله)  او اسلام په خاطر سره يو لاس نه شي نو د ډېرې بدې او خطرناکې ورځې منتظر دي اوسي….
پر ټولو دا لازمه ده چې له نفس غوښتنې، تعصب، ګوند بازۍ څخه پاک او خاص د الله (جل جلاله)  لپاره ګام اوچت کړي…. نو هماغه ساعت به مسلمانان د الله (جل جلاله)  په کومک خوشحالي وکړي، و وايه چې دا ورځ به نژدې وي…
———————————————————

سرچينه:

د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكار، كابل، خوشحال مينه، د شاداب ظفربلاكونو ترشا.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب